Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 24.05.2019

د ایران د بهرنیو چارو ورزیر نن د پاکستان له صدراعظم سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو ورزیر محمد جواد ظریف نن په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي دي. د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو مسئلو خبرې شوې دي. ظریف په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوې چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، جواد ظریف پرون اسلام اباد ته د رسېدو پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د هغه څه په وړاندې ګامونه پورته کړي چې نوموړي له ایران سره د امریکا د زور او تاوتریخوالي چلند وباله. Читать дальше...

امريکنی طالب تر ۲۰ کلن بند پس ازادېږي

Mashaalradio.com 

د امريکا کيلفورنيا ميشتی جون والکر لینډ چې په امريکايي طالب مشهور دی، په ۲۰۰۱ز کال کې امريکايي ځواکونو نيولی وو. لينډ د شل کلنې سزا پوره کېدو پس خوشې کېږي. ويډيو : اسوشيیېټډ پرېس



د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یو جومات کې چاودنې ۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یو جومات کې چاودنې دوه کسان وژلي او تر لسو زیات نور یې ټپیان کړي دي. پولیس وايي، چاودېدونکي مواد د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه کې په یو جومات کې ځای پر ځای شوې وو او هغه مهال وچاوېدل چې خلک د جمعې د لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي وو. تر اوسه چا د پښتون اباد د دې برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. فرقه يي تاوتریخوالي چې ډېر کله یې هدف د پاکستان اقلیت شیعه مسلمانان وي، په وروستیو کلونو کې د بلوچستان په ایالت کې سلګونه کسان وژلي، خو د پښتون اباد سیمه سني مېشته... Читать дальше...

تادین خان: د کندهار د عینو مېنې پرونی موټربم برید پر بلوڅانو نه و

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیه قوماندان هغه راپورونه ردوي چې وايي، په عینو مېنه کې په پرونۍ موټربم حمله کې بلوڅان په نښه شوي وو. په عینو مېنه کې تېره شپه ناوخته په یوه موټربم چاودنه کې لس کسان ټپیان شول چې شپږ ماشومان او څلور ښځې پکې شامل وو. د کندهار امنیه قوماندان تادین خان پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې حملې هدف معلوم نه دی، خو هلته د بلوڅانو شتون یوه بېځایه او دروغجنه ادعا ده. تادین خان وايي، چاودنه د کندهار د ملي امنیت د پخواني ښاري مدیر ظاهر شاه د کور مخې ته شوې او ښايي نوموړی به د دې حملې هدف و.

چارواکي: طالبانو د بلخ په چاربولک کې یوه امنیتي پوسته نیولې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته نیولې ده. د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې د سیمه ییزو پولیسو دوه قوماندانان وژل شوي او یو بل ټپي دی. خو یوې سیمه ییزې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. په یو بل خبر کې ویل شوي چې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې د ولسي پاڅون دوه سرتېري وژل شوي. امنیتي چارواکي وايي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

چارواکي: په فراه کې د یوې غیر حکومتي ټولنې دوه کارکوونکو وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت چارواکي په شېب کوه ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې د یوې غیر حکومتي ټولنې د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي. د CHA غیر حکومتي ټولنې مسؤل ملک افغان ازادي راډیو ته وویل، په دې هوايي حمله کې د دې موسسې ساحوي دفتر چې د حفظ الصحې په برخه کې کار کوي، په نښه شوی دی. د افغان په وینا، د بمبارۍ پرمهال دوه کارکوونکي یوازې په ودانۍ کې وو. ښاغلی افغان همداراز وايي چې په حمله کې د دې ټولنې ودانۍ هم ویجاړه شوې ده. د فراه دولتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي.

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې له دندې د استعفا اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې اعلان کړی چې د جون په اوومه نېټه د بریتانیا د محافظه کار ګوند له مشرتابه استعفا کوي. مې نن په لندن کې وویل، د ګوند د نوي مشر تر ټاکنې پورې به د بریتانیا د سرپرستې صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړي. ګومان کېږي چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د نوي مشر ټاکل به څو اوونۍ وخت ونیسي. تریزا مې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو سرسخته ملاتړې ده. نوموړې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه تر یوې ټولپوښتنې وروسته د راپورته شوې ترینګلتیا په ترڅ کې د بریتانیا د صدارت څوکۍ ته لاره ومونده. Читать дальше...



جام لرغونی منار د نړېدو له خطر سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي، د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی دی. د غور د اطلاعات او فرهنګ رئیس فخرالدین اریاپور وایي، له سختو ورښتونو او سېلونو وروسته اوس اوبه د جام تر منار پورې رسېدلي دي. د اریاپور په وینا، د دې لرغوني منار استنادي دېوالونه له‌منځه تللي دي. د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي. دا منار په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې ودان شوی دی چې ۶۵ متره لوړ دی.

چارواکي: د سرپل د سوزمه قلعه يوه پوسته د طالبانو لاسته ورغلې

Pa.azadiradio.com 

د سرپل ولايت چارواکي تأييدوي چې د سوزمه قلعه ولسوالۍ يوه ستراتيژيکه پوسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده. د سوزمه قلعه ولسوال صبغت الله نن سهار له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پلخمان تپې د مهمې پوستې د سقوط خبر تأييد کړ، خو نور جزيات يې ورنه کړل.  په سيمه کې يوه پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې پوسته حمله وکړه چې تر لنډې جګړې وروسته يې پوسته ونيوله. د ده په خبره، په جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى. Читать дальше...

سرچینه: د مخابراتو او د اوبو او انرژۍ وزيران له دندو لېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

يوه حکومتي سرچينه وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو او انرژۍ وزيران له دندو لېرې کړاى شوي دي.  دغې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، د شهزاد ګل اريوبي پر ځاى فهيم هاشمي او د محمد ګل خُلمي پر ځاى ډاکتر شاران ټاکل شوي دي.  د سرچينې په خبره، دغه دوه نوې څېرې به ولسي جرګې ته د باور د رأيې د اخيستلو لپاره معرفي شي.  د دغو دوو وزيرانو د لېرې کېدو د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.  خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم پرون په يوه اعلاميه کې ويلي چې... Читать дальше...

ټرمپ د مولر د تحقيق په بياکتنه کې له استخباراتي ادارو همکاري غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امريکا استخباراتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له عدليې وزارت سره د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د تحقيقاتو په بياکتنه کې بشپړه همکاري وکړي.  د مولر دغه تحقيقات د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو په کمپاين کې د روسيې د لاسوهنې په اړه دي.  د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان پرون خپور شوى چې د سپينې ماڼۍ له خوا د مولر د تحقيقاتو د کمزوري کولو د روانو هڅو وروستى مورد ګڼل کېږي. د مولر نهايي راپور چې تېره مياشت خپور شو، د امريکا د استخباراتو نتيجه اخيستنه... Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




امريکا د ويکي ليکس ويبپاڼې په موسس تازه قضيه درج کړې

Pa.azadiradio.com 

امريکايي چارواکو د ويکي ليکس ويبپاڼې د موسس جوليان اسانژ پر خلاف د جنايي تورونو تازه قضيه درج کړې ده.  پر اسانژ تور لګول شوى چې د زرګونو پټو اسنادو په خپرولو سره يې د امريکا متحدو ايالتونو ته سخت زيان رسولى دى. په اتلسو مخونو کې دغه اتهام ليک چې پرون يې جزيات خپاره شول، د جاسوسۍ د قانون پر اساس برابر شوى دى.  په اتهام ليک کې اسانژ تورن شوى چې د امريکا د پوځي استخباراتو يوې پخوانۍ تحليل کوونکې ته يې لارښوونه کړې چې دغه اسناد ليک کړي.  پر ويکي ليکس ويبپاڼې د دغو اسنادو خپرېدل د امريکا په تاريخ... Читать дальше...

چارواکي: په ځینو شمالي ولایتونو کې نړیوال ترورېستان فعالیت کوي

Pa.azadiradio.com 

د هېواد د شمال امنیتي چارواکي تأییدوي چې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د نړیوالو ترورېستي ډلو جنګیالي فعالیت کوي. د سرپل امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې جنګیالي په کوهستانات ولسوالۍ کې مرکزونه لري او له همدې ځایه خپلې حملې تنظیموي. اخوا د سرپل د ولایتي شورا غړي حسین مجاهدزاده ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې اکثر جنګیالي بهرنيان دي او په عراق کې د داعش له ماتې وروسته افغانستان ته راغلي دي. د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش هم ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

سرچینه: د کندهار په عینو مېنه کې موټربم چاودنې ۲ماشومان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار په عینو مېنه کې تېره شپه د موټربم درنه چاودنه شوې ده. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پېښه تأییدوي، خو وايي چې د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته. بل خوا یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دا حمله د بلوڅانو پر یوه کور شوې او دوه کوچنیان پکې ټپیان شوي دي. عیني شاهدان وایي، چاودنه ډېره زوروره وه او د شااوخوا کورونو هیندارې یې ماتې کړې. د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

ناسا: امریکا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې سپوږمۍ ته د تګ نوی ماموریت پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا هوايي او فضايي ملي اداره يا (NASA) وايي، تر لسيزو وروسته يې سپوږمۍ ته د تګ نوى ماموريت په ٢٠٢٠ میلادي کال کې پيلېږي.  ټاکل شوې چې په څو پړاوونو کې تر دغه ماموريت ٤ کاله وروسته به د ناسا ستورمزلي پر سپوږمۍ ښکته شي.  د امريکا هوايي او فضايي ملي ادارې د ”ارتيميس“ په نوم د خپل دغه پروګرام مهالوېش پرون خپور کړ.  د ناسا ادارې رئيس جيم برادين ستاين وويل، په لومړي پړاو کې به د ”ارتيميس ١“ په نوم پروګرام کې په ٢٠٢٠ کال کې د هغې فضايي بېړۍ په مرسته څېړنې پيل شي چې انسانان به په کې نه وي.  ... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net