د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یو جومات کې چاودنې ۲ کسان وژلي
پولیس وايي، چاودېدونکي مواد د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه کې په یو جومات کې ځای پر ځای شوې وو او هغه مهال وچاوېدل چې خلک د جمعې د لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي وو.
تر اوسه چا د پښتون اباد د دې برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
فرقه يي تاوتریخوالي چې ډېر کله یې هدف د پاکستان اقلیت شیعه مسلمانان وي، په وروستیو کلونو کې د بلوچستان په ایالت کې سلګونه کسان وژلي، خو د پښتون اباد سیمه سني مېشته سیمه ده او چاودنه هم د سني مسلمانانو په یوه جومات کې شوې ده.
په بلوچستان کې اسلامي اورپکي او بلوچ بیلتون پالي دواړه فعال دي.
