ناسا: امریکا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې سپوږمۍ ته د تګ نوی ماموریت پیلوي
ټاکل شوې چې په څو پړاوونو کې تر دغه ماموريت ٤ کاله وروسته به د ناسا ستورمزلي پر سپوږمۍ ښکته شي.
د امريکا هوايي او فضايي ملي ادارې د ”ارتيميس“ په نوم د خپل دغه پروګرام مهالوېش پرون خپور کړ.
د ناسا ادارې رئيس جيم برادين ستاين وويل، په لومړي پړاو کې به د ”ارتيميس ١“ په نوم پروګرام کې په ٢٠٢٠ کال کې د هغې فضايي بېړۍ په مرسته څېړنې پيل شي چې انسانان به په کې نه وي.
بل ماموريت به په ٢٠٢٢ کال کې د سپوږمۍ په مدار کې د يوې فضايي بېړۍ ځاى پر ځاى کول وي چې انسان به په کې وي.
او درېيم ماموريت به په ٢٠٢٤ کال د سپوږمۍ سطحې ته د ستورمزلو يا فضانوردانو ښکته کول وي.
دا وار به د اول وار لپاره سپوږمۍ ته په تلونکې عمله کې يوه ښځه هم شامله وي.
