چارواکي: طالبانو د بلخ په چاربولک کې یوه امنیتي پوسته نیولې
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې د سیمه ییزو پولیسو دوه قوماندانان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
خو یوې سیمه ییزې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې د ولسي پاڅون دوه سرتېري وژل شوي.
امنیتي چارواکي وايي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.
