د افغانستان د سولې لپاره د جرمني استازي طالب استازو سره غږېدلی
د طالبانو د قطر د دفتر یوه مسؤل سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل، دواړو لورو د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د جرمني د رول، د سولې د روانې پروسې، د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي او اړینو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر مسئلو خبرې وکړې.
راپورونه وايي، چې د جرمني ځانګړي استازي د طالبانو له مرستیال مشر ملاعبد الغني بردار سره کتنه کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو ۶م پړاو پیل کړی دی.
