"OCHA": څه د پاسه ۵۶ زره اوسېدونکي ننګرهار ته کډوال شوي
دې ادارې نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان پهدې ولسوالیو کې د ناامنیو او جګړو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د دې بې ځایه شویو څخه په سلو کې ۶۳يې د ننګرهار په سرو رود ولسوالۍ کې او یو شمېر نور يې په جلالاباد ښار او کامې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکې اداره وايي، دې بې ځایه شوو ته د مرستو لړۍ دوام لري.
