عبدالله عبدالله د لوېې جرګې په وروستۍ ناسته کې به ګډون ونهکړي
د اجرائیه ریاست سلاکار پاینده حکمت صافي نن ازادي راډیو ته وویل، په مشورتي لویه جرګه کې د نه ګډون په اړه د عبدالله عبدالله پریکړه بدله شوې نه ده.
تردې وړاندې د مشورتي لويې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف له ټولو هغو سیاستوالو چې دا جرګه يې تحریم کړې، غوښتنه وکړه چې د دې جرګې په وروستۍ ناسته کې برخه واخلي.
د عبدالله عبدالله سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندانو هم په روانه جرګه کې برخه نهده اخېستې.
