پلچرخي کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخوډب کې ۴ بندیان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخوډب کې ۴ بندیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې پهدغې پېښه کې ۲۰ پولیس هم ټپيان شوي دي.
