هند هغه راپورونه ردوي چې په «O» پیل شوي افغان پاسپورټونه نهمني
د هند سفارت پر خپله ټویټرپاڼه نن لیکلي چې دا راپورونه بېاساسه دي.
په کابل کې د پاسپورټ ریاست هم ویلي چې پهدې اړه ورته د هند له سفارت څخه کوم رسمي مکتوب نهدی رسېدلی.
یو شمېر سیاحتي شرکتونو چې په کابل ښار کې فعالیت کوي اعلان کړی و چې د راتلونکې جون میاشتې له ۱۵مې نېټې د هند سفارت هغه افغان پاسپورټونه نهمني چې په «O» توري پیل شوي وي.
