ارزګان کې د عملیاتو په پایله کې ۱۹ وسلهوال وژل شوي
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وايي، پهدغو عملياتو کې ۱۹ وسلهوال وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د علوي په خبره په ترسره شویو عملياتو کې د ارزګان د مرکز ترينکوټ یوه مهمه لار چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، هم خلاصه شوې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ونهویل چې پهدغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده او که نه؟
وسلهوالو طالبانو هم تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
