امریکا: اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به نوې کیمیاوي حمله کړې وي
د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په ادلیب کې د کلورین ګازو په واسطه د یکشنبې ورځې دا حمله څېړي.
ادلیب د سوريې د حکومت د مخالفینو وروستۍ اډه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورتاګوس ویلي چې:
" د جمهور رییس بشار اسد حکومت کیمیاوي وسله کاروي او امریکا او متحدین به یې چټک او سم غبرګون ولري."
مورګان په روسیې باندې هم د هغه څه لپاره چې ده د سوریې د رژیم د مخالفینو د ملامتولو لپاره ګمراه کوونکی رسنیز کمپاین وباله انتقاد وکړ.
په سوریه کې د روسیې د پوځ د سولې او پخلاینې د مرکز رییس ویکتور کویچشین پرون وویل د دولت له لوري نیول شوې ملیشو د کیمیاوي وسلو د صحنه سازۍ او د حکومت د ملامتولو د پلان په اړه خبرې کړي.
هغه ادعا وکړ چې مخالفین یوه خاصه څانګه د زهرجنو ګازو د تولید او ساتنې لپاره تاسیس کړې.
