پنجشیر کې پر بې ځایه شویو او سیلابځپلو مرستې ویشل شوي
د پنجشیر د والي ویاند عبدالودود علي مردان نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بدخشان له کران او منجان ولسوالۍ سل کورنۍ د طالبانو د بریدونو له ویرې د پنجشیر پریان ولسوالۍ ته کډه شوي او په خیمو کې اوسي.
د ده په خبره پر دغو بې ځایه شویو کورنیو خوارکي مواد ویشل شوي.
مردان همدا راز وویل چې په خپله پنجشیر کې هم د وروستیو سیلابونو له امله ۶۷ کورنۍ زیانمنې شوې او له هرې یوې سره ۱۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
