Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 04.11.2020

کندهار کې د جګړو اوونۍ پوره شوه، څومره تلفات رسېدلي؟

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې اوونۍ پوره شوه، خو لاهم جګړه روانه ده. د دغه جګړې سره هم‌مهاله وسله‌والو طالبانو د تېرو درېیو ورځو راهیسي پر ژیړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو هم بریدونه کړي. چارواکي وايي تر اوسه په دغه جګړو کې ۳۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي. په عین وخت کې د کندهار میرویس روغتون ته د روانو جګړو له پیله تر اوسه ۲۵ مړي او ۲۲۲ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان دي. صادق رښتینی د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته... Читать дальше...

د امریکا ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې ولې تاریخي ګنل کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې بېساري او غیرمعمولي ځکه ګڼل کېږي، چې د کرونا د وبا پر مهال ترسره کېږي او د امریکا ملت هم سره وېشل شوی دی.   په انتخاباتي حوزو کې د رأیو شمېرل روان دي او هره شېبه د هر کاندید د رأیو شمېر په بدلېدو دی.   د ټاکنو یوه کاندید جو بایډن شېبه مخکې یوه کنفرانس ته وویل، چې د ټاکنو نتایجو ته خوشبینه دی.   د امریکا خبري رسنیو اټکل کړی، چې ډونالډ ټرمپ په هغو ایالتونو کې چې محافظه کار بلل کېږي مخکې دی، لکه کنټاکي، ویست ویرجنیا، ټنیسي، ارکانساس، لویزیانو، مسیسیپي، انډیانا او اوکلاهاما. Читать дальше...

کابل ورځپاڼو د روانې جګړې او پر افغانستان د امریکا د انتخاباتو اغېزو په اړه لیکنې کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل پوهنتون د وړمې ورځې حملې، د روانې جګړې او پر افغانستان د امریکا د انتخاباتو اغېزو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په کابل پوهنتون حمله د ۴۲ هېوادونو له‌خوا وغندل شوه، کابل کې امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې ځینو نورو سفارتونو د غمرازۍ لپاره خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړل. په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی، خو افغانستان حکومت د پړې ګوته طالبانو ته نیسي، نو طالبانو ته په‌کار ده چې له دې توره ځان پاک کړي. Читать дальше...



د افغانستان له ډونالډ ټرمپ سره اشنا شئ

Pa.azadiradio.com 

د سیاست په نړۍ کې تر ټولو تود خبر اوس وخت د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې دي. په دغو ټاکنو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویم واري کاندید دی. خو په افغانستان کې یو ووړ ماشوم چې ډونالډ ټرمپ نومیږي څه کوي او کورنۍ یې څه وايي؟ په دغه ویډیويي راپور کې یې وګورئ.

'د امریکا نوی ټاکل کېدونکی ولسمشر به افغانستان کې کومو سختو انتخابونو سره مخ وي؟

Pa.azadiradio.com 

ورلډ پالټېکس ریویو (World Politics Review) امریکایۍ خپرونې ورلډ پالټېکس ریویو په خپله یوه تازه ګڼه کې په دې اړه چې د امریکا نوی ټاکل کېدونکی ولسمشر به په افغانستان کې له کومو سختو انتخابونو سره مخامخ وي؟ مقاله خپره کړې ده.   په پیل کې یې راغلي، که څه هم د سپټمبر له ۱۲مې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکي په قطر کې خبرې کوي، خو د سولې د موافقې په برخه کې پرمختګ ټکنی دی او دا هم معلومه نه‌ده چې ایا د امریکا متحده ایالات لا هم لېوالتیا لري چې د خپل تاریخ په تر ټولو اږده جګړه کې دخیله پاتې وي؟... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون د برید د قربانیانو نیمګړې هیلې

Pa.azadiradio.com 

پر کابل پوهنتون برید کې د وژلو شویو محصلینو کورنۍ وایي د اولادونو هیلې یې نیمګرې پاتې شوې. د افغانستان روغتیا وزارت ویلي په دغه برید کې ۲۲ محصلین ووژل شول او د ولسمشر غني لومړي مرستیال د تپیانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی. هیلۍ اسد پرې راپور لري.

د افغانستان دفاع وزارت: ارغنداب ولسوالۍ کې هوایي برید ۲۰ طالبان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ په یوه وروستي هوایي برید کې د ۲۰ طالبانو د وژلو خبره کوي.  دې وزارت پرون ناوخته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بمباري یې پرون غرمه مهال پر هغو طالبانو کړې چې په دې ولسوالۍ کې د نویو حملو لپاره سره راټول شوي و.  دفاع وزارت ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملتیا د فعالې دفاع په چوکاټ کې د طالبانو د یوې بلې حملې مخه ونیوله او هغوی ته پر تلفاتو سربېره‌یې یو شمېر وسلې او مهمات هم ترې لاسته راړول.   د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ويلي. Читать дальше...

جنرال مهمند کټوازی د خوست والي وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

جنرال مهمند کټوازی د خوست د نوي والي په توګه وټاکل شو.  د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله فېس‌بوک پاڼه کې ويلي چې د دغې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د حکم له مخې تورن جنرال مهمند کټوازی د خپلې نظامي رتبې په ساتلو د محمد صدیق پتمن پر ځای د خوست د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.  جنرال کټوازی چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې، درې کاله مخکې پر دې قوماندانۍ چې مقر یې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې دی، د وسله‌والو طالبانو د برید په تړاو یوې پوځي محکمې... Читать дальше...



نورستان کې د روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب څه باندې یوه میاشت وغځېد

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې روغتيايي کارکوونکي وايي، پر کاري اعتصاب‌يې څه باندې یوه میاشت اوښتې، خو لا هم ورته معاشونه نه‌دي ورکړل شوي.  د لوېديځ نورستان د دواب ولسوالۍ روغتيايي مرکز مشر ډاکتر محمد فاروق ازادي راډيو ته وويل  پنځه مياشتې کېږي چې ورته معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره‌يې د پيل کړي کاري اعتصاب نږدې ۴۰ ورځې پوره کېږي، خو لاهم دغه ستونزه نه‌ده هواره شوې.  د افغانستان عامې روغتيا وزارت مرستيال وياند نورالله تره‌کي ازادي راډيو ته وويل چې وزارت په نورستان کې  ډاکترانو ته... Читать дальше...

پاکستان پوځ: د افغانستان له لوري ډزو کې یو ملېشه وژل شوی او ۲ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وایي، له پولې اخوا د افغانستان له لوري د سخت دریځو وسله‌والو په ډزو کې د پاکستان د سرحدي ملېشو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.  د پاکستان پوځ پرون سې شنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي چې د بلوچستان ایالت په منځکۍ سیمه کې یوه سرحدي پوسته‌یې په نښه کړې وه.  په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان په منظم ډول دغه موضوع د افغانستان له چارواکو سره راپورته کړې چې د دوی د پولې په خوا کې یو اغېزمن سرحدي مېکانیزم د دې لپاره مهم دی چې له پولې هاخوا د ترهګرو بریدونو مخه ونیول شي. Читать дальше...

خامنه‌یي: د امریکا انتخاباتو نتیجه به د تهران دریځ بدل نه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌یي وایي، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه به د واشنګټن په وړاندې د تهران دریځ بدل نه‌کړي.  خامنه‌یي دغه څرګندونې پرون سې شنبه په تهران کې د امریکا سفارت د اشغال د ۴۱ کلیزې په مناسبت یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې. ښاغلي خامنه‌یي زیاته کړه: "په موږ پورې به هېڅ اړه ونه‌لري، یعنې زموږ پر سیاست به هېڅ ډول اغېز نه‌کوي، زموږ سیاست سنجول شوی او مشخص دی او د افرادو ادلون بدلون پرې تأثیر نه‌لري."  د ۱۹۷۹ کال د نومبرپه څلورمه په ایران کې د امریکا سفارت د ایران رژیم... Читать дальше...

ترکمنستان په هېواد کې دننه پر سفر کولو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان چې د منځنۍ اسیا یوازنی هېواد دی چې په رسمي توګه‌یې د کرونا د هېڅ یوې مثبتې پېښې راپور نه‌دی ورکړی، په هېواد کې دننه پر سفر کولو بندیز لګولی دی.  له عشق‌اباده د ازادي راډیو د خبریالانو د راپور له مخې دغه بندیز به د جنوري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې جاري وي او یوازې هغو کسانو ته به د سفر کولو اجازه ورکول کېږي چې د ځانګړو دولتي کمېسیونونو له‌خوا مستحق پېژندل کېږي. د دغو نویو سختو مقرراتو په اړه‌یې کومه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره کړې، خو سیمه‌ییزو چارواکو د اکټوبر د ۳۱مې راهیسې د کرونا ازمیښتونه... Читать дальше...

ایا د افغانستان نړیوال مرستندویان به له دې هېواد سره مرستې کمې کړي؟

Pa.azadiradio.com 

نړیوال مرستندویان ښایي له افغانستان سره د جنیوا په راتلونکي کنفرانس کې د کمو مرستو ژمنې وکړي او د کېدونکو مرستو لپاره هم روښانه شرایط کېږدي. روېټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو له قوله وایي، د امریکا متحده ایالات او د ناټو یو شمېر غړو له مخکې نښې څرګندې کړي چې د افغانستان په اړه راتلونکې مرستندویه کنفرانس کې به چې په پام کې ده د نوامبر په ۲۳مه او ۲۴مه په جنیوا کې جوړ شي، له دې هېواد سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د کمو مرستو ژمنې وکړي.  دغو سرچینو چې له موضوع خبرې او روېټرز یې نومونه نه‌دي په... Читать дальше...

د امریکا په تاریخ کې بې‌ساري انتخابات؛ '۱۶۰ میلیونه کسان به رایه ورکړي'

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو بهیر په ډېرو ایالتونو کې په سیمه‌ییز وخت د سهار له اوو بجو پیل شوی او هغوی چې تر اوسه‌یې رایې نه‌دي ورکړي، د رأی ورکولو مرکزونو ته ځي او خپلې رایې غوره کاندید ته ورکوي. جمهوري‌پال ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ډیموکرات سیال جوبایډن له سختې سیالۍ سره مخ دی. دا د امریکا په تاریخ کې بې‌ساري انتخابات دي چې په دې هېواد کې د کرونا د خپرې شوې وبا تر سیوري لاندې ترسره کېږي. له ننه چې د انتخاباتو ورځ ده، مخکې له ۱۰۰ میلیونو زیاتو امریکایانو د پوسټ یا هم د رأی ورکولو د مرکزونو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о спорте и ежедневных здоровых привычках


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Камилла Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA-250 в Рабате


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения





Путин в России и мире
Москва

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»



Москва

Президент Чехии Павел получил травмы во время езды на мотоцикле

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net