123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 29.11.2020

د ملي امنیت عمومي ریاست: د طالبانو د ماين ايښولو ډله ونيول شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د وسله‌والو طالبانو هغه ډله‌یې نیولې چې د ماینونو په ایښوولو کې یې لاس درلود.  دغه ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د نقیب‌الله په نوم دغه کس په پروان ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته ۱۴ وارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تګ راتګ په اړه اطلاع ورکړې وه. اعلامیه وايي دغه شخص د ماین خښولو د درېیو ډلو مشري کوله چې تر ډېره‌یې پر موټرو د ماینونو چاودنې کولې. د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کړې چې وسله‌وال طالبان د کوټې شورا په امر هڅه کوي چې د ګڼه ګوڼې په ساحو کې ترورېستي حملې وکړي. Читать дальше...

بېلاروس کې د اعتراضونو دوام؛ لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس امنیتي ځواکونو نن لسګونه لاریون کوونکي ونیول.  خلکو په بېلاروس کې د اګست له ۹ د الکساندر لوکاشینکا پر ضد لاریونونه پیل کړل او هر وار د پولیسو له خوا نیول شوي.  د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه مېنسک کې لږ تر لږه ۴۵ تنه نیول شوي. ښايي د ورځې په اوږدو کې د نیولو شویو لاریون کوونکو شمېر زیات شي.  الکساندر لوکاشینکا د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی اعلان شوی خو خلک او اپوزیسیون یې نه منی او وايي، چې لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړی.  اروپايي ټولنې په الکساندر لوکاشینکا بندیزونه هم... Читать дальше...

"ایراني چارواکو سره د ناقانونه کډوالو د طرحې په اړه خبرې پیل شوي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ایران د پارلمان د ځینو استازیو له خوا د ناقانونه کډوالو د طرحې په تړاو يې له ایراني چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند حامدتهذیب نن رسنیو ته ویلي، چې په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران د پارلمان له رییس محمد باقرقالي باف سره خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې د افغان کډوالو او افغان دولت د اندېښنو په هواري کې همکاري وکړي.  هغه زیاته کړه: "په هغه لیدنه کې چې په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د پارلمان له رییس ښاغلي... Читать дальше...



بدخشان کې د ښځینه رستورانتونو زیاتېدل

Pa.azadiradio.com 

په فیض آباد کې ښځینه رستورانتونه مخ پر زیاتیدو دي چې دا په ټولنه او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د شتون د پراختیا په ګوته بلل کېږي. د رستورانت مسئولین وايي، داسې چاپیریال یې چمتو کړی چې مېرمنې په ګډه خواړه وخوري او مجلس وکړي. نور حال په راپور کې:

د کرکټ نړیواله شورا: راشد خان په کمو سیالیو کې زیاتې وېکټې اخیستي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیواله شورا وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په کمو شل اوریزو سیالیو کې له نورو توپ اچونکو زیاتې وېکټې اخیستي دي. دغه شورا د نومبر په ۲۸ مه په خپله فیسبوک پاڼه خلک تشویق کړي، چې د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه راشد خان ته رایه ورکړي. یادې شورا ویلي، چې راشد خان د لسیزې یوازینی بالر دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې په کمو لوبو کې تر نورو ډېرې وېکټې اخیستي دي. یادې شورا لیکلي، چې راشد خان د لسیزې د یو ښه توپ اچوونکي په صفت ۸۹ وېکټې ترلاسه کړي، چې په لږ وخت کې یې لږ تر لږه خپل اوسط ۱۲ اعشاریه ۶۳ ته لوړ کړی دی. Читать дальше...

کابل کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د کابل د فوټسال غوره لیګ سیالۍ وروستی پړاو ترسره کېږي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د مسوولینو په وینا، د فوټسال غوره لیګ سیالیو دا پړاو د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل، د دې سیالیو پرانیستې مراسم نن د ټولو لسو لوبډلو په برخې اخیستنې ترسره شول.

په کابل کې د "پینګ پانګ" لوبې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پینګ پانګ ټاکنیزې لوبې پای ته ورسېدې. د افغانستان د پینګ پانګ د فدراسیون سرپرستې لینا کاکړ نن ازادي راډیو ته وویل، دا لوبې د قوس په ۶ د بدنې روزنې عمومي ریاست جمنازیوم کې پیل او د شپږو ورځو پورې یې دوام درلود. د اغلې کاکړ په خبره، په دې لوبو کې د کابل په ګډون له له ۱۵ ولایتونو ۱۶۵ لوبغاړو ګډون ګړی و. هغه زیاتوي، یادې لوبې د مختلفو عمرونو او کټګوریو، د ځوانانو تر منځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکلو په موخه ترسره شوې. د دې لوبو پای کې لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو... Читать дальше...

ولسې جرګې بيا د نوماند وزيرانو د کاري پروګرامونو د اورېدو لړۍ پيل کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان  ولسې جرګې د یو شمېر وګیلانو په اړه  د جمهور رئيس د لومړي مرستیال له جنجالي څرګندونو وروسته يو ځل بيا د نوماند وزيرانو د کاري پروګرامونو د اورېدو لړۍ پيل کړه.   له هغې وروسته چې د ملي شورا  مشرانو له جمهور رئيس سره وليدل، ولسي جرګې  نوماند وزيرانو ته د رای ورکونې لړۍ بيا پيل کړه.  د‌ ولسي جرګې د منشي مرستیال حجت الله خردمند نن يک شنبه ازادي راډيو ته وويل، چې شپږ نوماند وزيرانو ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل او ولسي جرګه به سبا دغو نوماند وزيرانو ته د باور رايې ورکونې په موخه صندوقونو کېږدي. Читать дальше...



غزني کې پر کومانډو ځواکونو موټربم برید

Pa.azadiradio.com 

نن سهار شاخوا اته بجې د غزني ولایت په قلعه جوز سیمه کې د ملي اردو د کومانډویانو پر کنډک موټر بم برید شوی دی. د دې چاودنې د تلفاتو شمېر۵۴ تنو ته رسېدلی دی. خو ملي دفاع وزارت ویلي، چې په برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. نور ویډیو کې:

چارواکي: د نړیوالو ځواکونو پرته افغان ځواکونه د امنیت ساتنې وړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د نړیوالو ځواکونو په بيړه د کمېدو په درشل کې وايي، چې له بهرنیو ځواکونو پرته افغان ځواکونو د امنیت د ساتنې وړتیا لري. له ملي اردو سره د ۱۲۰۰نویو سرتېرو یو ځای کېدل او د افغانستان د دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو په وړتیاوو ټینګار. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونه له وسله واله والو سره د جنګېدو لپاره کافي تجهیزات او سرچینې لري. د نوموړي په وینا دغه ځواکونه کولای شي، له نړیوالو ځواکونو پرته وجنګېږي. هغه زياتوي: "افغان ځواکونه... Читать дальше...

د غزني ننني بريد په اړه د سولې وزارت غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم غړي سیدسعادت منصور نادري ویلي، چې د غزني نننی برید د جامع او بېړني اوربند د ټینګښت اړتیا لا ډېروي. دا خبره نن د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له ټوېټر د ښاغلي نادري په حواله خپره شوې. ښاغلي نادري په غزني کې نننی موټر بم برید چې په کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ټکان ورکوونکی او بشر ضد بللی دی.

پېژندل شويو دوو متقاعدو سوک وهونکو تېره شپه لوبه کړې

Pa.azadiradio.com 

په نړیواله کچه پېژندل شویو متقاعدو سوک وهونکو مایک ټایسن او روی جونز بېګا له خیریه ټولنو سره د مرستې په هدف سره ولوبېدل. لوبه د داورانوله خوا مساوي اعلان شوه. ټایسن څلور پنځوس کلن اورویجونز ۵۱ کلن دی. دوی دواړه په ځوانۍ کې څو دورې د اتلولۍ کمربندونه ګټلي دي. لوبه د لاس انجلس ښار په سټاپلس مرکز کې وشوه. خلک ځکه لیدو ته نه و ورپرېښودل شوي چې امریکا د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر داسې لوبې یواځې په ټلویزیون ښکاروي.

ارګ کې پر سوله او د ملي مصالحې عالي شورا جوړښت په اړه خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو د جوړښت پرسر له ځنیو سیاسي مشرانو کتلي دي. وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو د جوړېدو غوښتنه وکړه ولسمشر غني تازه په دې اړه له ځنیو سیاسي مشرانو کتلي دي. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه کتنه کې د سولې پروسې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوي دي. هغه زياتوي:" د افغانستان جمهور رئیس له مخکیني جمهوررئیس حامدکرزي،... Читать дальше...

سبا په خيبر پښتونخوا کې پولیو ضد واکسین کمپاين پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پوليو د کنټرول اداره سر له سبا د پولیو د واکسین یو اوونیز کمپاین پيلوي. د خیبرپښتونخوا د پولیو ضد د کمپاین مسوولینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ټول ټال ۶۴ لکه ماشومان به په دې اوه ورځنۍ دوره کې واکسین شي. د خیبرپښتونخوا په لرو پرتو سیمو کې ځینې خلک اجازه نه ورکوي چې ماشومان یې د پولیو پر ضد واکسین واخلي. د یوه فلج شوي ماشوم حمزه خان پلار سخت پښېمانه دی چې زوی یې نه دی واکسین کړی. هغه زياتوي: "خلک دې سرغړونه نه کوي، د خدای په خاطر دا ډېره خطرناکه ناروغي... Читать дальше...

د برښنا شرکت بيا د برښنا پوروړو ته خبردارى ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت یو ځل بیا پر هغو کسانو، چې د برښنا د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي غږ وکړ چې که د خپلو لګښتونو پیسې دغه شرکت ته ورنه کړي نو برښنا به یې پرې شي. د افغانستان د برښنا شرکت سلاکار مصطفی اریا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دمګړی یو شمېر داسې دولتي ادارې، افراد او اشخاص شته چې کلونه کلونه کېږي د برښنا د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي.  هغه زياتوي: "نه یوازې په مرکز، بلکې په ولایتونو کې زورواکي شته چې برښنا یې اخیستې خو د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي، موږد برښنا د لګښت ټول پوروړي پیدا اولستونه... Читать дальше...

اروپا کې د کرونا ويروس له امله د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې چې ځینې برخې یې د اونیو محدودیتونه او بندیزونه نرموي، په کرونا ويروس د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت. د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز پر اساس، په تېرو ۸ میاشتو کې چې دا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴ لکه ۹۵۰ تنه مړه شوي دي. تر ټولو ډېر کسان په بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، هسپانیا او روسیې کې مړه شوي دي. په بریتانیا کې ۵۷ نیم زره، ایټالیا کې له ۵۳ زرو زیات، په فرانسه کې نږدې ۵۲ زره، په هسپانیا کې نږدې ۴۵ زره او په روسیه کې ۳۹ زره کسان مړه شوي دي. د اتلانیتک بلې غاړې، د امریکا... Читать дальше...

چارواکي: په میدان وردګ کې د مڼو ۷۱ سړې خونې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ ولایت کې د مڼو ۷۱ سړې خونې جوړېږي.  د میدان وردګو ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ مسوولین وايي، د مڼو د سارک موډل صفر انرژۍ ۷۱ سړې خونو کارونه ۷۰ سلنه بشپړ شوي. د دوی په وینا دا خونې د کرنیزو محصولاتو مدیریتي طرحې په چوکاټ کې جوړېږي.  د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریيس ولید احمد تسل وايي، د دې سړو خونو د جوړېدو لګښت ۱۷۴ میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ دی، چې ۹۰ سلنه بودیجه یې د کرنې وزارت او پاتې نوره د ګټه اخیستونکو بڼوالو له لورې ورکول کېږي. نوموړی زیاتوي، چې یادې سړې خونې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Shaman

Shaman разрешил певице из Нижнего Новгорода Ивановой петь свою песню «Встанем»





Персональные новости
Григорий Лепс

Телефон раздора: что грозит Лепсу за удар по смартфону фанатки





"امریکا او اروپا ته د انارو جوس او د انارو د صابون صادرات ډېر شوي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، کندهار کې د انارو د حاصلاتو له زیاتېدو سره امریکایي او اروپایي هېوادونو ته د انارو د جوس او د انارو د صابون صادرات ډېر شوي دي. د دې وزارت ویاند جواد دبیر وایي، روان لمریز کال کې په کندهار ولایت کې د انارو د جوس محصولات څه د پاڅه ۱۰ ټن او همدا شان د انارو صابون تولیدات نږدې ۸ ټنو ته رسېږي. د ښاغلي دبیر په وینا، په همدې موده کې کې د انارو جوس، صابون ترڅنګ د یادې میوې ۶۰۰ټن دانې هم چې روغتیايي او د سینګار محصولاتو کې کارول کېږي بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي. Читать дальше...

د دشت ارچي اوسېدونکي: جګړو مو هر څه له منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

د دشت ارچي ولسوالۍ د ګڼو سیمو اوسېدونکي وايي، جګړو یې کورونه او فصلونه سوځولي، مالدارۍ یې له منځه وړې او دکانونه یې په کنډوالو بدل شوي دي. د پنځوس کلن خان ولي کور په یو داسې سیمه کې دی چې یوې خواته یې وسله وال طالبان او بلې خوا ته یې حکومتي ځواکونه دي. د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړیو د کلۍ دا اوسېدونکی نیکمرغه دی چې پر کور یې د جګړو پر مهال توغندي لګېدلي، خو د کورنۍ غړیو ته یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خو پر دې سربېره یې هغه کور چې په ډېر خوارۍ یې اباد کړۍ په بشپړه توګه په کنډواله بدل شوی دی.... Читать дальше...

د امريکا د بهرنيو چارو نوماند وزير بلينکن پراخه تجربه لري

Mashaalradio.com 

د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن، انتوني بلينکن د بهرنيو چارو وزير په توګه نومولی. بلينکن يو تجربه کار سفارتکار دی او د منتخب ولسمشر بايډن سلاکار په توګه یې تر اوږدې مودې پورې کار کړی. تمه کېږي چې بلنيکن به د امريکا له خپلو اتحاديانو سره همکارۍ پياوړي کولو او نړيوالو تړونونو کې د بيا-شاملېدو لپاره کار وکړي.

اطلاعات روز: د هېواد مقننه قوه او ارګ باید په خپل منځ کې نرمښت ایجاد کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو مقالې او تبصرې لیکلې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو په اړه د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې. په سرمقالې کې راغلي، د دې شورا د تشکیلاتو په جوړښت د یادو درېیو لورو ټینګار دا ښيي چې د افغانستان نړیوال متحدین نه‌غواړي چې ارګ دې د افغان سولې په چارو کې لاسوهنه وکړي. اروپايي ټولنې، امریکا او بریتانیا د نومبر په ۲۷مه په داسې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا د ژر کار... Читать дальше...

اورګنایزېشن فار ورلډ پیس: هغه ژورنالېست چې په هلمند ولایت کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

دي ویک «پوځي متخصصان وايي، د امریکايي پوځیانو وتل په سیمه کې شرایط پېچلي کوي»  دا د دي ویک خپرونې د یوې مقالې عنوان دی. خپرونې په پیل کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا د نوي سرپرست دفاع وزیر کریستوفر مېلر هغه یادښت ته اشاره کړې چې د نومبر په ۱۳مه‌یې د دفاع وزارت مأمورینو ته ولېږه.  مېلر لیکلي "موږ هغه خلک نه‌یوو چې د تل لپاره به جنګېږو او نه دا هغه جنګ دی چې له نیکونو راپاتې و. جګړې باید پای ته ورسېږي".  له دې څلور ورځې وروسته مېلر له افغانستان، عراق او سومالیا څخه... Читать дальше...

روسیه کې د بندیزونو نه‌رعایتولو په خاطر تر یو میلیون ډېر کسان جریمه شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پولیسو تر یو میلیون ډېر خلک په دې خاطر جریمه کړي چې د کرونا ویروس د نه‌خپرېدو لپاره بندیزونه‌یې نه‌دي رعایت کړي.  د روسیې د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبه) تاس خبري اژانس ته وویل، قانون نافذوونکو د قرنطین د مقرراتو د نه‌رعایتولو په خاطر یو میلیون او ۱۰۰ زره کسان جریمه کړي دي.  د کرونا ویروس د بندیزونو د نه‌رعایتولو په خاطر په روسیه کې لږترلږه جریمه زر روبله ده چې ۱۳ ډالره کېږي.  روسیه په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو د ډېروالي له نظره څلورم هېواد دی.  تر اوسه په دغه هېواد کې ۲ میلیونه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

РМОУ презентовал издательский проект «Притяжение Сочи» на форуме «Мы вместе. Спорт»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина: знаю, что меня поддерживают в России, но болельщиков из Казахстана намного больше


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Шашлыки и дача отменяются: аномальная погода на майские праздники в Москве, Питере и регионах





Путин в России и мире
Москва

Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Григорий Лепс

Лоза о ситуации с Лепсом и фанаткой: он повел себя вспыльчиво и импульсивно



Москва

К летнему сезону в «Серебряном бору» проведут локальное благоустройство

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net