123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 28.11.2020

عابده: د طالبانو او داعش د بريدونو له وېرې پوهنتون ته نه پرېښودل کېږم

Pa.azadiradio.com 

ابده باور په بلخ کې د باران روغتیايي انستیټیوت د قابلګۍ څانګې محصله ده. عابده وايي، چې له دوه اونیو راپه دېخوا یې کورنۍ د وسله والو حملو له وېرې اجازه نه ورکړې چې پوهنتون ته ولاړه شي. هغې وویل: " زما پلار او مور د طالبانو او یا هم د داعشیانو له وېرې اجازه نه راکوي چې د خپلو درسونو د دوام لپاره پوهنتون ته ولاړه شم، که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي زه اړ یم څو یو کال د بیا ځل لپاره درس ووایم." یوازې عابده نه ده، چې د وسله وال تاوتریخوالي د زیاتېدو او په تحصیلي مرکزونو د ترهګریزو بریدونو له وېرې د خپلو درسونو له دوام پاتې شوې. Читать дальше...

د افغانستان ولسي جرګې د نيم کال بودیجه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې د 1399 د نیم کال بودیجه تصویب کړه. د افغانستان ولسي جرګې غړو د یو شمېر مخالفتونو سره سره بیا هم د 1399 د نیم کال بودیجه تصویب کړه. د نیم کال بودیجه هغه پېسې دي، چې د افغان حکومت او یا د حکومت ملاتړو بنسټونو لخوا یو شمېر هغه دولتي اداراتو ته ورکول کېږي، چې د بودیجي له کمښت سره مخامخ وي، دغه بودیجه هم د کلنۍ ملي بودیجه په څېر د پارلمان تصویب ته اړتیا لري. د دغې بودیجې له تصویب سره یو شمېر وکیلانو په دې دلیل مخالفت وکړ چې تصویب شوې پیسې یو شمېر هغه بنسټونو ته ځي، چې پارلمان ته ځواب ویونکي نه دي. Читать дальше...

طالبان: د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د مذاکراتو طرز العمل بشپړ شوى

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل په 21 مادو کې بشپړ  او وروستى شوی دی.  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر ویلي، دا کړنلاره د روان کال د نومبر په ۱۵ مه تکمیل شوې. هغه د بین الافغاني خبرو د دې تکمیل شوې کړنلارې جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو زیاته کړې یې ده چې د کړنلارې یوه نسخه د دواړو مذاکراتي خواوو له تاييد وروسته د نومبر په اولسمه نېټه اسان چاري هېواد ( قطر) ته هم سپارل شوې ده. تر اوسه د... Читать дальше...



اتمر د اسلامي همکاريو له سازمانه نوې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان او په کې شاملو اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې دې مرسته وکړي او پر طالبانو دې فشار راوړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. حنیف اتمر چې د نایجیر په پلازمېنه نیامي کې یې د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۴۷مه ناسته کې خبرې کولې افغانستان کې پر ولسي اهدافو د بریدونو زیاتېدل بې ساري وبلل. هغه په دې لړ کې په کابل کې پر یو زېږنتون، یو ښوونیزو مرکز او کابل پوهنتون وروستي بریدونه د بېلګو په ډول... Читать дальше...

خامنه يي د "محسن فخري زاده" د وژل کېدو غچ اخیستل وغوښتل

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د دې هېواد د یوه وتلي اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژل کېدو د غچ اخیستو غوښتنه کړې ده. خامنه يي نن پر خپله رسمي ویب پاڼه د دې قتل د تعقیب او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې. په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د دې پېښې په تړاو اسراییل تورن کړ چې د امریکا د مزدور په توګه عمل کوي.   روحاني پر خپله رسمي ویب پاڼه لیکلي: "يو ځل بیا د نړیوالو اشرارو لاسونه د مزدور صهیونستي رژیم د دسیسې له کبله د دې هېواد د یوه بچي په وینو ولړل شول." حسن روحاني نن د ایران د کابینې په غونډه کې وویل... Читать дальше...

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پرمختيايي شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې زرګونه کسان د سختو امنیتي تدابیرو او سړې هوا سره د سیمه ييزو پرمختیایې شوراګانو ټاکنو کې رایې ورکوي. وروسته تر دې چې د هند صدراعظم نریندرا مودي تېر کال د دې سیمې نیمه خپلواکي او د دې سیمې بیل اساسي قانون یې لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو فدرالي سیمو وویشله، دا لومړي انتخابات دي چې په کې ترسره کېږي. بیلتون غوښتونکو وار له مخه له دې انتخاباتو سره مخالفت څرګند کړی دی. دا انتخابات د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو د ۲۸۰ څوکیو لپاره دي چې په اتو پړاوونو کې به ترسره شي او د ډسمبر په ۱۹مه به پای ته ورسېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمایي وګړي له جګړو اغېزمن دي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان د ملکیانو لپاره ګواښوونکی هېواد دی. د سره صلیب نړیواله کمېټه اندېښنه ښيي، چې د افغانستان نیمایي نفوس له جګړو اغېزمن دي. دغه کمېټه وايي، چې ۱۷ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې مېشت دي چې وسله والې نښتې په کې روانې دي. دغه کمېټه افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ ګواښونکی سیمه یادوي. بلخوا د دغې کمېټې عمومي مشر رابرت ماردیني له بي بي سي سره په مرکه کې د سولې په خبرو کې د جګړې د کمېدو غوښتنه کړې ده. هغه زياتوي: "نن په افغانستان کې د سولې بهیر روان دی، خو... Читать дальше...

په کابل کې د مقناطیسي ماين چاودنو د زياتوالي لاملونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې نن سهار دوه مقناطیسي ماین چاودنې شوي چې له امله یې د دوه امنیتي سرتېرو په ګډون اوه ملکیان ټپیان شوي دي. سره له دې چې له تېرو څو اونیو راهیسې د کابل امنیتي مسوولیت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح پر غاړه دی خو بیا هم په دې ښار کې اکثره ورځې د مقناطیسي ماینونو په چاودونو پیلېږي. د مقناطیسي ماینونو د چاودنو له زیاتوالي سره په کابل ښار کې په دې وروستیو ورځو کې د ناامنیو احساس لوړ شوی دی. په تازه دوه ورته پېښو کې چې نن سهار ( شنبه) د کابل ښار په دوه بېلابېلو سیمو کې وشوې له امله یې اوه تنه ټپیان شول. Читать дальше...



خامنه يي: د ساینس پوه 'فخري‌زاده' د وژلو د غچ دې واخیستل شي

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دې هېواد دیوه وتلي اټمي ساینس پوه محسن فخري زاده د وژل کېدو د غچ غوښتنه کړې ده. خامنه یې نن شنبه (د لیندۍ ۸مه) پر خپله رسمي ویب پاڼه د دې قتل د تعقیب او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.   په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د دې پېښې په تړاو اسرائیل تورن کړ چې د امریکا د مزدور په توګه عمل کوي. روحاني پر خپله رسمي ویب پاڼه لیکلي: "یو ځل بیا د نړیوالو اشرارو لاسونه د  مزدور صهیونستي رژیم د دسیسې له کبله د دې هېواد د یوه بچي په وینو ولړل شول."... Читать дальше...

د ښځو جرګه به د دوي پر مسلو خبري کوي: وفا وزير

Mashaalradio.com 

وفا وزير د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړې ده. وفا وزيره سياست ته له راتلو وړاندې، فعاله هم پاتې شوې او د ښځو د حقونو سربيره یې د ځوانانو لپاره هم هلې ځلې کړي. نوموړې د خيرښګړې د يوې غيرسرکاري ادارې (زموږ ژوندون) مشره ده. د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.

افغانستان: د کډوالو په اړه ایران سره ډیپلوماټیک مخته ځو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي له ډیپلوماتیکو لارو په ایران کې د غیر قانوني افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د نویو ګواښونو لپاره حل لاره ومومي.   د دغه وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې نن د شنبې(د لیندۍ ۸مه) ویلي چې  په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د پارلمان له مشر سره د غیر مجاز کډوالو پر وړانډې د ایران د نوي طرحې په اړه اندیښنې شریکې کړي دي. دی وايي: "په دې لیدنه کې په تهران کې  د افغانستان سفیر د دې طرحې د تصویب او عملي کېدو په اړه د  افغانستان... Читать дальше...

دفاع وزارت: په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۳ تنه طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.   د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د هوایي ځواکونو ملاتړ هم وو .    د اعلامیې له مخې دا عملیات تېره شپه د هرات په کوهستان، د ارزګان په ګیزاب، د هلمند په ناوې، نهر سراج او نادعلي، د کندز په امام صاحب او د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوي دي.   دفاع وزارت زیاتوي چې په دې عملیاتو کې یوه اندازې وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.   وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

قریشي او اتمر د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې

Mashaalradio.com 

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د نومبر پر ۲۷مه په خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې د سولې د راتلونکي پړاو، امنیت، د کډوالو په بېرته ستنېدو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي.

یونیسکو د اوکرین د کلالانو کسب نړیواله ورثه ګرځولې ده

Mashaalradio.com 

که څه هم په پاکستان او افغانستان کې د خاورینو لوښو او منګیو استعمال کم شوی چې ورسره د کلالانو روزګار هم په ختمېدو دی خو د اوکرین په یوه غریزه سیمه کوسېو کې کلالانو له درېو پیړیو راهیسې نه یوازې خپل کسب ژوندی ساتلی بلکې په دې کې یې خپل روایتي رنګونه او تاریخ هم په ښه توګه وړاندې کړي دي. هم دغه وجه ده چې د تعلیم، ساینس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، یونیسکو د دې سیمې د کلالانو کار د نړیوالې ورثې په فهرست کې شامل کړی دی چې لیدو ته یې ګڼ خلک هم ورځي. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د اسوشیېټيډ... Читать дальше...

چارواکي: په پکتیا کې سږ کال د جلغوزو حاصلات لس سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ د شرکت کارونه بشپړ شول. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ناصر عالمیار وایي، چې په دغه شرکت کې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په کلني ډول به ۶۰۰۰۰ ټنه جلغوزې بسته بندي شي. سږ کال په دغه ولايت کې جلغوزو څه باندې ١٣زره مټريک ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي. چارواکي وايي، که څه هم اوسمهال ګاونډي هېواد پاکستان ته د جلغوزو د قاچاق مخه تر ډېره نيول شوې، خو بيا هم يوه اندازه جلغوزي دغه هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او پاکستان يې بيا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي. Читать дальше...

"بهر ته د افغاني غاليو صادرات دوه برابره کم شوي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د غالیو د صادرونکو ټولنه وايي، سږکال یې بهر ته صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره کم شوي دي. د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې مشر محمد عظیم اسلم زاده ازادي راډیو ته وویل چې سږکال شاوخوا ۲۵۰ زره مټر مربع غالۍ بهر ته صادرې شوې دي. په داسې حال کې چې تېر کال تر همدې مودې دا کچه شاوخوا ۱۰۰ زره مټر مربع غالیو ته رسېده. نوموړي وویل چې د کرونا ويروس له حده زیاته اغېزه د غالیو پر تولیدونکو ده او ډېری غالۍ اوبدونکي دم ګړۍ نه شي کولای خپل تولیدات په مناسبه بیه وپېري. غالۍ اوبدنه او... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Баста отметит свой день рождения концертом в Москве





Персональные новости
Артём Дзюба

Дзюба и Орзул встретились на шоу «Футбольная монополия»: как отреагировала телеведущая





هندي کشمیر کې د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو ټاکنې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند تر واک لاندې کشمیر کې نن د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو ټاکنې پیلېږي.  وروسته تر  دې چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي د دې سیمې نیمه خپلواک واک تېر کال وګرځاوه، د دې سیمې بیل اساسي قانون یې لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو فدرالي سیمو وویشله، دا لومړي انتخابات دي چې په کې ترسره کیږي.  د رای ورکوونکو د ساتنې لپاره په لسګونو زره اضافي سرتیرې سیمې ته استول شوي دي.  بیلتون غوښتونکو  وار له مخه له دې انتخاباتو سره مخالفت څرګند کړی دی.  دا انتخابات د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو د ۲۸۰ څوکیو لپاره... Читать дальше...

کابل کې ۲۵ کیلوګرامه چرس د پولیسو له لوري ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې تر شلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول. د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل،۲۵  کيلو ګرامه چرس چې په يوه کورولا موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه له شمالي ولايتونو څخه کابل ته قاچاق شي، په دسپيچري سيمه کې د پولیسو له خوا ونيول شول. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.

کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر او سرپرست وایي، د اروپایي ټولنې د دې اعلامیې هرکلی کوي چې د مصالحې د عالي شورا د کار د پیلېدو، د اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه یې کړې ده. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن تیره شپه په ټویټر کې ولیکل، دا شورا به د افغانستان د سولې مرکچیانو ته ښه لارښوده شي او د سولې په لور به نور ګامونه واخېستل شي. د اروپایي ټولنې استازیو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا د کارونو د پیلیدو غوښتنه کړې وه. د مصالحې د عالي شورا ویاند... Читать дальше...

پکتیا کې له ۳۰۰ کیلوګرامو ډېر چرس نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا پولیسو تر درې سوه کيلوګرامو ډېر چرس او بنګ ونيول. د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د سيد کرم ولسوالۍ پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۰۰ کيلوګرامه بنګ او ۱۱۰ کيلوګرامه اومه چرس ونيول شول.

ویسا: دوحه کې دواړه ډلې توافق ته رسیدلي خو ولسمشر غني یې له منلو انکار کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو خپرو شوېو ګڼو کې تر ډېره په دوحه کې د سولې په مذاکراتو او په افغانستان کې په روانې جګړې لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. ویسا وېسا ورځپاڼې په سوله کې پرمختګ ته په اشارې لیکلي،که څه هم په دوحه کې دواړو مذاکراتي ټیمونو پرمختګ کړی او د خبرو د کړنلارې په وروستي اختلافي ټکي باندې توافق ته رسېدلي دي، خو په وینا یې چې ولسمشر غني یې له منلو انکار کوي. سرمقاله کې ادعا شوې چې د ښاغلي غني او د ده  مرستیالانو د سولې ضد دریځونه نیولي او په وینا یې دا دریځونه په ملت کې هېڅ پلوی نه لري. Читать дальше...

عراق کې د الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو درې تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د شیعه ګانو د رهبر مقتدا الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو په یوه کمپ باندې په برید سره درې تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل. د حکومت مخالفینو په جنوبي ښار ناصریه کې کمپ جوړ کړی و. د دې پېښې عیني شاهدانو او روغتیاپالانو د خلکو د وژنې او ټپي کېدو معلومات رسنیو ته ورکړي. د تُندلاري شیعه رهبر مقتدا الصدر پلویانو د جمعې ترلمانځه وروسته د الحبوبي مرکزي میدان په لور ورغلل چېرته چې د حکومت مخالفین مظاهره چیان له اکتوبر راهیسې پرلت او لاریون کوي. د پېښې شاهدانو ویلي چې د الصدر پلویانو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Сафиуллин не смог выйти во второй круг турнира ATP в Барселоне


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии отечественного судостроения   


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост


Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Тимати

Иностранный бизнесмен Совада подал иск против Тимати в размере 7 млн рублей



Москва

Лавров не нашел ничего плохого в обилии товаров из Китая в России

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net