سعودي عرب د کفیل په نظام کې بدلون وکړ
د سعودي عرب حکومت اعلان کړی دی چې بهرنیو کارګرانو ته د اسانتیاوو لپاره یې په کفاله نظام کې یو شمېر بدلونونه راوستي دي.
د سعودي عرب حکومت اعلان کړی دی چې بهرنیو کارګرانو ته د اسانتیاوو لپاره یې په کفاله نظام کې یو شمېر بدلونونه راوستي دي.
د بایډن په اداره کې به بهرنۍ تګلاره په ډېر احتمال د اوباما د وخت د خلکو په لاس کې وي. جوبایډن د بارک اوباما مرستیال پاتې شوی او د یوه با تجربه سناتور په توګه یې کلونه د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه هم اداره کړې. منتخب ولسمشر جوبایډن او منتخب مرستیال ولسمشره کاملا هریس د داسې ادارې د رامنځته کولو ژمنې کړي چې د دوی په خبره په نړیواله کچه به د امریکا ځای احیا کړي او درناوی به یې وشي. مرستیالې ولسمشرې کاملا هریس د شنبې په شپه تر بریا وروسته په لومړنۍ وینا کې وویل: "موږ داسې یو ولسمشر... Читать дальше...
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو پر دغه پوهنتون د تېرې اونۍ د برید د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه وکړه. دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې د هغو امنیتي منسوبینو د نیول کېدو غوښتنه هم وکړه چې د دې پېښې د رامنځته کېدو په برخه کې یې بې غوري کړې ده. دغو معترضو محصلانو په یو غږ شعارونه ورکول، د قلم شین رنګ په سور مه اړوئ، او شمعې موږ ته مه بلوئ، زموږ امنیت خوندي کړي. یو تن محصله راحله حیدري وايي: "موږ د حیواناتو په څېر وژني او له موږ څخه قرباني اخلي، دوی چې هر ورځ موږ په انتحاري او... Читать дальше...
په هرات کې د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال نن سهار د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو. د دې څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي وویل چې دا پېښه نن سهار د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې رامنځته شوې او د دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د تحقیقاتو د برخې څارنوال عبدالسمیع رحمتي په کې وژل شوی. هغه زیاته کړه: "نن سهار اته نیمې بجې چې نوموړي غوښتل دفتر ته ولاړ شي، چې په خواشینۍ سره د خپل کور په پنځوس مترۍکې پرې درې موټر سایکل سپاره ډزې کوي او هغه وژني." د ښاغلي احمدي په وینا وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي او پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
په ننګرهار کې سلګونه ماشومان چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده، پر درنو کارونو بوخت دي. نور کریم هر سهار ښار ته د کار کولو لپاره په تګ او ماښام ستړی کور ته په راتګ مجبور دی. دی ۱۶کلن دی، جګړې ترې د پلار سیوری اخیستی او دوه کاله کېږي چې د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده. نور کریم چې په ښار کې کراچۍ چلوي او هره ورځ د مزدورۍ په انتظار وي، وایي چې ډیر کله تش لاس کور ته ستنېږي. هغه زیاتوي: "د رکشا کرایه مې هم نه کېږي، نه مې د کور کار پرې کېږي، مشر ورور مې نه شته، د ټولو مشر زه یم، دا خو مجبوري ده... Читать дальше...
نن هم په زرګونو کسانو په بېلاروس کې په هغو اعتراضونو کې برخه اخیستې چې په ترڅ کې یې له قدرته د الکساندر لوکا شینکا د استعفا غوښتنه کوي. دا پرله پسې دیارلسمه یکشنبې ده چې په بېلاروس کې د لوکا شینکا ضد اعتراضونه ترسره کېږي. د تېرې یکشنبې د ورځې په اعتراضونو کې له دوو سوو زیات کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو. په دې هیواد کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکا شینکا یې ګټونکی اعلان شوی، مظاهرې پیل شوې مظاهرې تراوسه روانې دي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف وایي، د هېواد ځواکونو یې په نګورنو قره باغ کې د شوشي په نوم دوهم ستر ښار نیولی دی. د ارمنستان چارواکي وایي، په دې ښارکې جګړه روانه ده. د علییف تردې څرګندونو وروسته ډېر خلک په باکو کې راټول شول او د شعارونو په ورکولو او د بیرغونو په ښورولو سره یې دغه بریا ولمانځله. د علییف تر دغه اعلان مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو سیالانو، د ترکیې او د فرانسې له ولسمشرانو سره د نګورنو قره باغ د لانجې په اړه خبرې وکړې او پوتین او ایمانویل مکرون په سیمه کې د ارمن ټبرو... Читать дальше...
د ارزګان چارواکي د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان په کډون د ۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبره کوي. د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه په هغو سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي چې تیره اونۍ طالبانو لاندې کړې وې. هغه زیاته کړه: "په دغه بمبارد کې د وسله والو طالبانو نولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې اته یې وژل شوي او یولس نورټپیان دي، په وژل شویو کې د مولوي مبارز په نوم د دوی یو سرګروپ هم شامل دی."... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه تر اعلانېدو وروسته، جو بایډن ته د نړیوالو متحدینو د مبارکۍ او همکارۍ پیغامونه ورمات دي، یو شمېر هېوادو کې مشرانو ځانونه غلي نیولي دی. د روسیې حکومت د یکشنبې ورځې تر ناوخته پورې لا څه نه دي ویلي. جو بایډن ته مبارکۍ له بېلابېلو خواو راروانې دي. د ناټو د سرمنشي په ګډون د دغې ټلوالې ډېر غړي د مبارکۍ ویونکو ډله کې راځي، خو هنګري چوپه خوله نیولې او د صدراعظم ویکتور اوربان حکومت د یکشنبې تر ماسپښین پورې هیڅ وینا خپره نه کړه. خو د ښاغلي اوربان... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا له نوي ولسمشره غوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه وتل باید با مسوولیته وي. هغه وايي، دا نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ غوښتنه هم ده. اجمل تورمان له ښاغلي میاخېل سره مرکه کړې:
دواړو مشرانو د نومبر پر اوومه نېټه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال د استعفی اعلان وکړ او وې ويل چې د نواز شريف ويناګانې يې د ګوند د پرېښوولو علت دی.
پخوانی مرستیال ولسمشرجوبایډن چې د امریکا د ولسمشرۍ د نومبر د دریمې انتخابات یې ګټلي، وایي، یوداسې ولسمشربه وي چې خلک به سره جلا نه بلکه یوموټی کړي. بایډن وروسته له هغې چې امریکایي رسنیو نوموړی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خپلو ملاتړوته وینا وکړه.
جو بایدن معاون پیشین رییس جمهور امریکا که برندۀ انتخابات ریاست جمهوری سوم نومبر شد میگوید رییس جمهوری خواهد بود که مردم را از هم جدا نه بلکه باهم متحد خواهد ساخت. بایدن چند ساعت پس از آن که رسانه های امریکا پیروزی او در انتخابات را اعلان کردند در جمعی از هوادارانش سخنرانی کرد.
د دې هېواد روغتيا څانګې د نومبر پر اتمه نېټه په خپله پاڼه ليکلي چې په تېر شواروز کې وايرس ۱۴۵۶ کسان ځپلي دي چې ورسره په پاکستان کې په وايرس د اخته کسانو شمېر درې لاکه ۴۳ زره او ۸۹ ته رسېدلی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا په ټاکنو کې بریالي نوماند جوبایډن مبارکي ویلې ده. ښاغلي غني په خپلې ټويټرپاڼې لیکلي، امریکا سره به د ترورېزم او سولې راوستو برخه کې ګډ کار کوي او دغه شان یاد هېواد سره به خپلې ستراتیژیکي اړیکې لا پیاوړې کړې. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مينهپال، د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ته د افغان ولسمشر د مبارکې پیغام په اړه ازادي راډیو وویل: "د افغانستان جمهور رئیس د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن او د هغه... Читать дальше...
د امریکا متحدانو د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د جوبایډن د ټاکل کېدو سمدستي هرکلی وکړ او جرمني د اتلانتیک د دواړو خواوو ترمنځ یو نوی او په زړه پورې باب وباله خو روسیې چوپتیا غوره کړې ده. د بایډن له ټاکل کېدو د کریملن سوړ دریځ کومه عجیبه خبره هم نه ده. ویل کېږي چې بایډن به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله د روسیې پر وړاندې د دغه هېواد د بشري حقونو مخینې په اړه سخت دریځ غوره کړي. منتخب ولسمشر بایډن په ځلونو پر ګاونډیو د یرغل او د نورو هېوادونو په ټاکنو کې د لاسوهنې په ګډون د روسیې د ولسمشر... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډیموکراټ کاندید جوبایډن او د هغه مرستیالې کماله هارېس ته د بریالتوب مبارکي ورکړې. ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان له خپل اساسي متحد، له متحدو ایالتونو سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په ګډون د دوه اړخیز ستراتیژیک شراکت لا پیاوړي کېدو ته سترګې په لاره دی. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم د بایډن د انتخابېدو په اړه ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دوی هیله... Читать дальше...
په کابل کې د کانفو د دوېیمې درجې لوبڅارانو روزنیزه دوره نن د یکشنبې (د لړم ۱۸مه) پيل شوه. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې ویاند مجیب قاريزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیزه دوره کې د ۳۲ ولایتونو د کانفو فدارسیون استازو ګډون کړی وو. ښاغلي قاريزاده زیاته کړه چې په دغه پنځه ورځني کورس کې به ګډونوال د کانفو لوبې نوي قوانین زده کړي. مجیب قاريزاده همداراز وايي چې له دې زدهکړو نه هدف په افغانستان کې د کانفو لوبو د لوڅارانو د وړتیاوو لوړول دي.
د جوبایډن ولسمشري به له دې پلوه هم تاریخي وي چې مرستیالي یې په لومړي ځل یوې مېرمنې او هغه هم یوې غنمرنګې ته ورکول کېږي او یوازې دا هم نه ده – د امریکا راتلونکې مرستیاله ولسمشره کماله هاریس به لومړنۍ آسیایي او افریقایي توکمه وي چې د مشرتابه دومره لوړې پوړۍ ته رسېږي. تر هغې وړاندې یواځینی ناسپین وګړی چې د امریکا مشرۍ ته رسېدلی و بارک اوباما و چې له ۲۰۰۸ میلادي کال تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یې د ولسمشر په توګه واکمني درلوده او جو بایډن یې مرستیال و. کماله هارېس ۵۶ کلنه او د کلیفورنیا ایالت مخکنۍ... Читать дальше...
افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا له نوي جمهور رئیس، په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن په بریالي کېدو سره، غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان نه با مسؤلیته ووځي. د دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۸» ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وېره ښکاره کړه چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو غیر مسؤلانه وتل افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جکړو په ډګر بدل نهکړي. ښاغلي میاخېل وویل، دا نهیوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ غوښتنه هم ده. Читать дальше...
په دې وروستیو کې ځوانان د ناهیلۍ خبرې ډېرې کوي. عامل یې د دوی شخصي ستونزې که د وطن عمومي وضېعت دی؟ د ځوانانو د ناهیلو پایلې څه کېدای شي؟ اځوانان څنګه له ناهیلیو ځان خلاصولای شي؟ «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د جو بایډن د بري له اعلان سره سم د هغه ګڼو پلویانو په ښادیو پیل وکړ. د پلازمېنې واشنګټن اوسېدونکي سره له دې چې ښایي خبرونه یې نه کتل، خو پوهېدل چې څه راروان دي. زوږ او شورماشور له ښادمنو چیغو او نارو سره یو ځای د خلکو له اپارتمانو او کورونو ناببره راپورته شو. چلوونکو د واټونو پر سر پر خپلو هارنونو ورغوي ټینګ کړل؛ نورو بیا زنګونه کړنګول یا یې ډولونه وهل یا د خپلو کورونو غولو ته ووتل نڅاوې یې پیل کړې او د بایډن او هاریس جنډې یې رپولې. اعلان لا سم خلاص شوی نه و چې خلک د واشنګټن پر کوڅو راتوی... Читать дальше...
د هرات چارواکي د دې ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د ۱۷ طالبانو د وژلو او اووه نورو د ټپي کېدو خبره کوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "دغه نښتې هغه مهال پیل شوې چې یو زیات شمېر طالبانو د دې ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل. د څو ساعتونو لپاره نښتې روانې وې. له نېکه مرغه هوایي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر مورچلو بمونه وغورځول چې دښمن تهیې ماتې ورکړه." د... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له پاکستانه افغانستان ته په وارداتو کې کموالی راغلی. د دغه وزارت د عامه اړیکو رئیس جواد دبیر ازادي راډیو ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله په وارداتو کې ۶۴ میلیونه ډالره کموالی راغلی. ښاغلي دبیر یې لامل قرنطین، په افغانستان کې د تولیداتو رشد او له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې بولي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېرکال پاکستان افغانستان ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي وارد کړي، خو وړاندوینه... Читать дальше...
په پام کې ده چې نن هم په زرګونه کسان په بلاروس کې په اعتراضونو کې برخه واخلي او له قدرته د الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه وکړي. دا پرلهپسې ۱۳مه یکشنبې ده چې په بلاروس کې د لوکاشینکا ضد اعتراضونه ترسره کېږي. د تېرې یکشنبې د ورځې په اعتراضونو کې له ۲۰۰ زیات کسان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي و. په دې هېواد کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، مظاهرې پیل شوې مظاهرې تر اوسه روانې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.