جنرال مهمند کټوازی د خوست والي وټاکل شو
![جنرال مهمند کټوازی د خوست والي وټاکل شو](https://gdb.rferl.org/af74d29a-75f0-4f47-8556-3a20ada2049c_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
جنرال مهمند کټوازی د خوست د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه کې ويلي چې د دغې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د حکم له مخې تورن جنرال مهمند کټوازی د خپلې نظامي رتبې په ساتلو د محمد صدیق پتمن پر ځای د خوست د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
جنرال کټوازی چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې، درې کاله مخکې پر دې قوماندانۍ چې مقر یې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې دی، د وسلهوالو طالبانو د برید په تړاو یوې پوځي محکمې د څو نورو جګپوړو افسرانو ترڅنګ په یوه کال تنفیذي بند محکوم کړی و.
په دغه برید کې شاوخوا ۱۳۵ سرتېري وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي وو.