Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 27.11.2020

هرات کې لسګونه ټنه الکولي توکي وسوځول شول

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې لسګونه ټنه کېمياوي او الکولي مواد وسوځول شول. په دې اړه د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته وويل، د هرات له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو او نورو امنيتي ځواکونو ۶۵۴ لېټره شراب او پريکرسرونه، دغه ډول ۳۶۲۴۹ کيلوګرامه سوډيم کلورايډ وسوځول. د يادونې وړ ده چې پولیسو دا مواد په تېرو دوو وروستیو کلونو کې په هرات ښار او ولسوالیو کې د عملياتو په نتيجه کې نيولي وو. د دې موادو د قاچاقو په تور د څلورو بهرنيانو په ګډون ۴۳۵ تنه هم نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا مجازات شوي دي.

په افغانستان کې په بد چلند تورن استرالیايي سرتیري ښایي له دندې لیري شي

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا یوه لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي چې د دې هیواد هغه سرتیري چې په افغانستان کې له ۳۹ ملکیانو او زندانیانو سره په ناوړه چلند تورن دي، ښايي له پوځه وایستل شي. استرالیا له دې قضیې سره په تړاو له افغانانو بخښنه غوښتلې ده. نور په دې راپور کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریک کړئ.

پېښور کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره د قبایلي زده کوونکي مظاهرې

Mashaalradio.com 

د قبایلي سیمو زده کوونکیو د نومبر پر۲۷مه په پېښور کې د انټرنېټ د بحالۍ لپاره مظاهره وکړه. دوی وايي، حکومت د کورونا وایرس د ټولبند له وجې په پوهنتونونو کې پرلیکه/ انلاین زده کړې پیل کړي خو دا چې په قبایلي ضلعو کې د تري جي او څلور جي ( چټک انټرنیټ) سهولت نه شته نو څه نا څه ۳۰ زره قبایلي زده کوونکي ترې بې برخې پاتې کېږي. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.



"که راتلونکې اونۍ پر کرونا د اخته‌وو شمېر ډېر شي پر ادارو جدي بندیزونه لګېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له پراختیا اندېښمن دی.  د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که په راتلونکي اوونۍ کې د کرونا شمېرې لوړې شي په دولتي او غیر دولتي ادارو به جدي بندیزونه ولګول شي. دی وايي: "دا مهال د ودونو تالارونه بند شوي او که تر راتلونکې یوې یا دوه اونیو پورې د کرونا ویروس پېښې لا زیاتې شي، د بندیزونو دغه موده به وغځيږي، په روانه میاشت کې به ښوونځي هم وتړل شي او که ارقام لوړ شي د دولتي او غیر دولتي ادارو کاري... Читать дальше...

مرسل احمدزۍ د پښتو ژبې کتابونه په غږيزه بڼه وړاندې کوي

Mashaalradio.com 

په بيلجم کې ميشت پښتنه فعاله مرسل احمدزۍ هلته کډوالو ته درسونه ورکوي. دا خبریاله هم پاتې شوې او په افغانستان کې يې له بيلا بېلو رسنيو سره کار هم کړی دی. مرسل د کتاب غږ په نامه يو ټيوب چينل جوړ کړې چې پکې د پښتو کتابونه په غږيزه بڼه وړاندې کوي. په سروې خپرونه کې مرسل احمدزۍ ميلمنه ده او د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.

کونړ کې د درسي کتابونو نشتون؛ زده کوونکي وايي پر یوه کتاب ۶ راټول یو

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د ښونځيو زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي او نشتوالي سر ټکوي، د دوی په خبره چې د کتابونو د کمي له امله نه په ښونځي کې سم درس ویلی شي او نه هم کورنۍ دنده په سمه توګه لیکلی او زده کولی شي. د کونړ په مرکز اسعداباد کې د عُمراخان مرکزي لېسه چې د ورځې شاوخوا ۴۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو د کتابونو د کمي له امله یو- یو کتاب ته پنځه او شپږ تنه راټول دي. انس د نهم ټولګي زده کوونکی دی وايي: "موږ ته يې بیخې کتابونه نه دي راکړي، په بازار کې يې پیرو، که څوک کتابونه نه لري، بیا یو ځای... Читать дальше...

په ټول پاکستان کې د زده کوونکيو احتجاج

Mashaalradio.com 

په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د مترقي او جمهوري زده کوونکو د اتحاديو او ځينو سياسي ګوندونو له سازمانونو سره خبرې کړي. دوی د نومبر پر ۲۷مه په ټول پاکستان کې احتجاج کړی و. دوی د هېواد په پوهنتونونو کې د زده کونکو اتحادیو د بحالولو، د جنسي ځورونو د مخنیوي، په فیسونو کې د کموالي او نورو اسانتياو غوښتنه کوي. دوی وايي، تېر کال يې هم پر ياده ورځ دغه راز احتجاج کړی و خو حکومت يې تر دې دمه غوښتنې نه دي منلي. له موږ سره مېلمانه وو په لاهور کې د مترقي او جمهوري زده کوونکو اتحاديو د مشترکه اېکش يا اجرايوي کمېټې... Читать дальше...

شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ ۴ کار کوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان د پوځ د انجینرۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي، دغه کسان پرون له کاره کور ته روان و چې د میرعلي له څلور لارې لږ ها خوا یې وسله والو مخه ونیوله او ډزې ېې پرې وکړې. د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې یو د اېبټ اباد، بل د ډېره اسماعیل خان، یو د ګوجرانوالې او یو د شمالي وزیرستان اوسېدونکی و. د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول. Читать дальше...



دفاع وزارت: د بادغیس د ابکمري لپاره طالب ولسوال وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی دی.  د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ملا امین الله چې په خادم مشهور و، تېره شپه له ۷ ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې پر همدې ولسوالۍ یې د برید نیت درلود.  دفاع وزارت ویلي، د دغو عملیاتو پر مهال له هوایي ځواکه هم کار اخېستل شوی دی.  طالبانو تراوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

بلجیم کې د یوه ایراني دیپلومات او ۳ نورو کسانو د محاکمې غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

په بلجیم کې نن جمعه(د لېندۍ ۷مه) د یوه ایراني دیپلومات او درې نورو کسانو د محاکمې غونډه جوړیږي.  پر ديپلومات اسدالله اسدي او درې نورو تورنو کسانو شک دی چې ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې پاریس کې د مجاهدین خلق په یوه غونډه کې د ماین چاودنه پلان کړې وه.  اسدي په اتریش کې د ایران سفارت درېیم مرستیال و چې جرمني ته د یوه سفر پر مهال ونیول شو.  د بلجیم لویې څارنوالۍ دوه میاشتې وړاندې اسدي او درې نور کسان ترهګریزو چارو کې په لاس لرلو تورن کړل.  د ایران د مقاومت ملي شورا  چې د مجاهدین خلق سازمان یې یوه لویه... Читать дальше...

د قزاقستان سوسیال دیموکرات ګوند راتلونکې پارلماني ټاکنې تحریموي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان سوسیال دیموکرات ګوند اعلان کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې تحریموي.  د دغه ګوند مشر اشقت رحیم ژانوف چې ځان د قزاقستان د رژیم مخالف بولي وایي، د ګوند نوماندان یې د راتلونکي کال د جنورۍ لسمې ټاکنو کې ګډون نه کوي.  د قزاقستان د سوسیال دیموکرات ګوند اکثرو غړو نن جمعه (د لېندۍ ۷مه) په خپلمنځي غونډه کې دې ته رایه ورکړه چې  دا ټاکنې چې یو نیمه میاشت وروسته کېږي باید تحریم شي.   په قزاقستان کې دا مهال پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایف چې تېره مارچ میاشت کې له واکه لېرې شو، پیاوړې سیاسي څېره ده. Читать дальше...

د غیرقانوني کډوالو په اړه د ایران نوې طرحې افغانستان کې جدي غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وايي، که د دغه هېواد د اسلامي شورا مجلس د پارلمان نوې طرحه تصویب کړي، نو دغلته زیات شمېر مېشت افغان کډوال به له یو لوی ناورین سره مخ شي.  د ایران د پارلمان د یو شمېر استازو په نوې طرحه کې چې د دې هېواد د اسلامي شورا مجلس ته يې وړاندې کړې، د غیرقانوني کډوالو په وړاندې سخت قیودات وضع شوي دي.  دغه طرحه په ایران کې د افغان کډوالو د جدې اندېښنې سبب شوې.   دوو افغان کډوالو عابدین حسیني او علي ناصري ازادي راډيو ته وویل: "که دا طرحه تصویب شي، دا یو ډېر دروند زیان... Читать дальше...

د ځورول شویو او ورکو پښتنو تپوس کوو: منظور پښتین

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د چمن ښار ګڼ تجاران تری تم کړل شوي او یا هم وژل شوي چې هغوی یې پوښتنه له حکومته کوي. منظور پښتین دا څرګندونې نن (د نومبر پر ۲۷مه) په چمن کې د پي ټي اېم په جلسه کې وکړې. په دغه جلسه کې پر منظور پښتین سربېره د پي ټي اېم ګڼو مشرانو، د سیمې مخورو او سلګونو کسانو ګډون وکړ. پر دې موقع منظور پښتین وویل، له حکومت او پوځه د هغوی غوښتنه دا ده چې پښتانه دې نه ځورول کېږي، نه دې تری تمول کېږي، پر هغوی دې تشدد نه کېږي او د هغوی کلي، بازارونه او تجارت دې له منځه نه وړل کېږي. ... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر داسې کمولو ټینګار وکړ چې اوربند ته لاره هواره کړي.  محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي نن ( جمعه) د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې چې نایجر کې جوړه شوې، دا خبرې وکړې.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د قریشي په حواله ویلي، کابل ته د صدر اعظم عمران خان دسفر پر مهال داسې ګډ لیدلوری رامنځته شوی چې سولې ته په رسېدو کې مرسته کوي.  بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي د مړینې پېښه څیړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي او د یوې همکارۍ د مړینې( مرموزه) پېښه یې تر څیړنې لاندې ده. د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، هر کله چې پرمختګ وشي، دوی به یې له خلکو سره شریک کړي.  د خورشید ټلوېزیون د خپرونو پخوانی رئیس رفیع الله صدیقي او د هغې د یوې همکارې فهیمې فیض مړی پرون د کابل په استالف ولسوالۍ کې وموندل شو.  کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دغه کسان د ګاز نېونې له کبله مړه شوي دي، خو نا تایید شوي راپورونه بیا د دوی د مسمومېدو خبره کوي. Читать дальше...

سیلانیانو د سوات واورینو سیمو ته مخه کړې

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په هوارو سيمو کې د باران تر څنګ په غرنیو سيمو کې واوره هم شوې ده، د ملک له مختلفو برخو سېلانيانو واورينو سيمو ته مخه کړې ده. ویډیو رپورټ وګورئ.

ازبکستان له یوې کمپنۍ سره هوکړې کړې چې هېواد کې یې طبي بنګ وکري

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان د مالټا له یوې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې طبي بنګ وکري. د دې قرارداد پر اساس به د مالټا میلابیس (Melabis) شرکت د ازبکستان د سیردریا ولایت په سردابه ولسوالۍ کې پر ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه بنګ وکري. دا لومړی ځل دی چې ازبکستان داسې یو قرارداد لاسلیکوي. په دغه هېواد کې مخدر مواد منع دي. د ازبکستان د ځايي رسنیو د راپور له مخې، له بنګو څخه به یوازې په طبي درملو کې کار اخېستل کېږي او ورڅخه جوړ شوي درمل به بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.


Музыкальные новости
Михаил Кутушов

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье





Персональные новости
#123ru.net

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о господдержке многодетных семей





اسټرالیا او بریتانیا د ایران له لوري د مورګیلبریټ د خلاصون هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا او بریتانیا چارواکو د ایران له لوري د اسټرالیايي- بریتانیايي څېړونکې کایلي مورګیلبریټ د خلاصون هرکلی وکړ. نوموړې ایران ته د سفر په ترڅ کې نیول شوې وه. ایراني رسنۍ وايي چې کایلي مورګیلبریټ اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه او د درېيو ایراني سوداګرو د خلاصون په بدل کې خوشې شوه. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پاین په یوه بیان کې ویلي چې د نوموړې خلاصون د اسټرالیا د حکومت لپاره یو لومړیتوب و. د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر دومنیک راب هم په یوه ټویټ کې د کایلي مور ګیلبریټ... Читать дальше...

روسیه لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ. سرګي لاوروف دا تور په مېنسک کې د بېلاروس له باندنیو چارو وزیر الکساندر لوکاشینکا سره په کتنه کې ولګاوه. په دې هېواد کې د اګسټ د میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي. زرګونه مظاهره چیان د اګسټ له ۹مې نېټې راپه دې خوا د هرې اوونۍ په پای کې واټونو ته راوځي او د الکساندر لوکاشینکو د استعفا غوښتنه کوي. اعتراض کوونکي باور لري چې د اپوزیسیون ۳۸ کلنه کاندیده سسفیاتلانا څیخانوسکایا (Svyatlana Tsikhanouskaya) د انتخاباتو اصلي ګټونکې ده.

د ترکیې یوې محکمې د پوځ ۳۳۷ غړي په عمرقید محکوم کړل

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې یوې محکمې د پېلوټانو او قوماندانانو په ګډون د پوځ ۳۳۷ غړي په عمرقید محکوم کړل. محکمې دا کسان د ۲۰۱۶ میلادي کال په جولای کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد په خونړۍ کودتا کې په لاس لرلو مجرم وپېژندل. دا محاکمه په ۲۰۱۷ میلادي کال پیل شوې وه او تر ډېره د یې د هغو پوځیانو دوسیې وڅېړلې چې د انقرې په اکینچي هوايي اډه کې دېره وو. ترک چارواکي دا اډه د کودتا اصلي سرچینه ګڼي. د دوی د محاکمې په مهال په محکمه او پلازمېنه انقره کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو.

ځینې ډیموکراتانو له بایډنه غوښتي چې د امریکا پوځي بودجه کمه کړي

Pa.azadiradio.com 

رویټرز خبري اژانس وايي، ځینې ډیموکراتان پر منتخب ولسمشر جوبایډن فشار راوړي چې د متحدو ایالتونو پوځي بودجه کمه کړي. اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو درېيو کلونو کې د امریکا بودجه له څه باندې ۶۱۹ میلیاردو ۷۴۰ میلیارد ډالرو یعنې شاوخوا ۱۹ فیصده لوړه کړه. د سیپرې په نوم د ستوکهلم د سولې د نړیوالې تحقیقاتي موسسې د راپور له مخې چې د سږکال په ثور میاشت کې خپور شو، د کرونا ویروس د اقتصادي اغېزو له کبله ښايي په راتلونکې کې د هېوادونو د پوځي بودجو د زیاتېدو بهیر ودرول شي او دا امکان هم شته چې کمې شي.

نورستان چارواکي: ددې ولایت په روغتيايي مرکزونو کې درمل نشته

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې روغتيايي کارکوونکو ته د څلورو مياشتو معاشونه ورکړل شوي، خو په روغتيايي مرکزونو کې درمل نشته. د نورستان د عامې روغتيا رئیس ډاکتر ذکي الله ستوري ازادي راديو ته وويل چې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو د کمي د پوره کولو او نورو اسانتياوو د برابرولو لپاره د عامې روغتیا وزارت خپلې همکارې موسسې 'اهیډ'ته پیسې ورکړي دي. په نورستان کې د ۴۲ روغتيايي مرکزونو روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله څه باندې دوې میاشتې اعتصاب کړی وو.

چارواکي: په تخار کې ۱۰ تنه په بېلابېلو جرمونو نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار د ملي امنیت اداره وايي چې ۱۰ تنه یې د وسله والو غلاوو، قتلونو او د وسلو د خرڅلاو په تور نیولي دي. د تخار د والي ویاند محمدجواد هجري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تخار د ملي امنیت د ریاست موظفانو په تالقان ښار کې په درېيو اوپراتیفي عملیاتو کې دا کسان نیولي دي." ده دا هم وویل چې له نیول شوېو کسانو څخه یو موټر، یو کلاشینکوف او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي او ضبط شوي دي.

Спорт в России и мире
Москва

Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Песня

Совместная Песня со Звездой.



Москва

Киркорова оштрафовали за уклонение от оплаты парковки

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net