123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 14.11.2020

په بېلابېلو ولایتونو کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د تېرې په پنجنشبې په ورځ په د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په موټر پسې د نښلول شوي یا چسپکي ماین به چاودنه کې ووژل شو، چې په نړیواله کچه یې بېساري ګڼ غبرګونونه راوپارول. هیلۍ اسد پرې رپوټ لري:

د بې پولې خبریالانو ټولنې په رڼه توګه د "داعي" د وژنې پېښې څېړل وغوښتل

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې غوښتنه کړې چې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې پېښه دې په رڼه توګه وڅېړل شي. د دغې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني ویلي: "دغه زړه بوږنونکی عمل باید بې سزا پاته نه شي او د تکرار مخه یې ونیول شي." د ښاغلي معیني له خوا نن په خپاره شوي بیان کې دغه راز راغلي، یوې بشپړې رڼې څېړنې ته اړتیا ده چې د پېښې عاملین په ګوته او سزا وویني. داعي چې له ۱۲ کلونو راهیسې یې ازادي راډیو سره کار کاوه، وړمه ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل... Читать дальше...

د پنجشېر د ايمرجنسي روغتون ۱۸ کارکوونکي ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې د ایمرجنسي روغتون د ډاکټرانو کاسټر موټر چپه شوی او اتلس کسان په کې ټپیان شوي دي. د والي ویاند منصور عنابي ازادي راډیو ته وویل، د ډاکټرانو دغه موټر سهار له کابله پنجشېر ته په لاره و چې دالان سنګ سیمه کې سیند ته ولوېده. د پېښې لامل نه دی څرګند او د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه هم لا معلومات نه دي خپاره شوي. دا پیښه داسې مهال کېږي چې سبا د ترافیکي پېښو د قربانیانو نړیواله ورځ ده. افغانستان کې له جګړې وروسته ترافیکي پېښې د ډېرو کسانو ژوند اخلي.



مسلم لیګ (ن) وايي په ملک کې دې له سره ټاکنې وشي

Mashaalradio.com 

د نومبر پر ۱۳مه نېټه، په سوات کي، د مسلم ليګ (ن) لويه جلسه شوې چي پکي په حکومت نيوکې او غوښتنه شوې چي په ملک کې دې نوي ټاکني وشي. حکومت د مسلم لیګ (ن) د مشرانو تورونو او نیوکو په غبرګون څه نه دي ویلي. خو په تېرو د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په بیا بیا ویلي، اپوزیشن ګوندونه ځان له احتسابه د ژغورلو لپاره دا ډول غونډې کوي. حکومت او انتخاباتي کمېشن هم په تېرو دوو کلونو کې په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات راڼه او منصفانه ول. د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ هم ویلي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه... Читать дальше...

په ډېرى ولايتونو کې د واورې او باران ورېدو له امله د سېلابونو خبردارى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د واورې او باران له کبله د احتمالي سملاسي سېلونو خبرداری ورکړ شوى دی. د هوا پېژندنې ملي ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو سیمو کې له شلو تر دیرش ملي مترو پورې باران او تر شلو ملي مترو واورې وړاندوېنه شوې ده. د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابیلو ښارونو کې بیا عامو افغانانو د لومړنۍ واورې ورښت ته خوښي ښودلې او په نیک پال یې نیولې ده. د سږني ژمي لومړنۍ واوره د تېر ژمي پرتله څه باندې میاشت مخکې ورېدلې ده.

په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند کې د "الیاس داعي" فاتحه واخیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په کابل، لوګر، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې نن د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي فاتحه واخیستل شوه. د شنبې په ورځ په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند ولایتونو د الیاس داعي د فاتحې په مراسمو کې سلګونو کسانو ګډون کړی و. د فاتحې ګډونوال ځوانيمرګ داعي ته د دعا تر څنګ د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي. په کابل کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار جمعه خان اڅکزي او په کابل کې د میشتو هلمندیانو له لوري د کابل د څلورمې کارتې په شېر شاه سوري جومات کې واخیستل شوه. Читать дальше...

د شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ ۹ سلنه افغانان شکر ناروغي لري

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۱۴ مه د شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې ۹ سلنه خلک د شکرې پر ناروغۍ اخته دي چې ډیری یې ښځې دي. حلیمه ۶۷ کلنه ده. هغه وایي، اوو کاله کېږي چې د شکرې ناروغۍ لري او دې وروستیو کې د همدې ناروغۍ لا امله یې د پښې ټپ ورځ تر بلې خرابېږي. حلیمه له خپل زوې سره له غزني نه تر کابله د درملنې لپاره راغلې ده. هغه زیاتوي: "پښه مې پړسېدلې او یو اړخ یې هم زخم شوی دی، نور څه نه خو درد لري. شپه تر سهاره ویښه وم له غزني د جګړې په حالت کې په مشکلاتو دلته... Читать дальше...



نړیوال خبریالان: "الیاس داعي" د هلمندیانو غږ و

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د افغان همکارانو تر څنګ د هغه نړیوال همکاران هم د ده کار فوق العاده ځانګړی بولي او الیاس داعي یو نه تکرارېدونکی خبریال ګڼي. الیاس داعي د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په دوولسمه نېټه) په لښکرګاه کې د ده په موټر پوري د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. د وسله والو ډلو د مطالعې څېړنیز مرکز څېړونکې اشلي جیکسن وايي، لومړی ځل یې په ۲۰۱۸م کال کې د ازادي راډيو له خبریال الیاس داعي سره په هلمند کې هغه مهال ولیدل چې دا دغه ولایت ته د یوې څېړنې په خاطر تللې وه. ... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: خصوصي پوهنتونونونه دې ۴۸ ساعتونو کې له ملي تصدۍ ساتونکي وګماري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د دوی په خبره د لوړ امنیتي ګواښ له امله خصوصي پوهنتونونو ته د عامه ساتنې "محافظت عامه" له ملي تصدۍ نه د ساتونکو د ګمارنې لپاره وروستی وخت ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن د شنبې (د لړم ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی ټولو خصوصي پوهنتونو ته په اجباري ډول ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د خپل امنیت ساتلو لپاره دې دولتي ځواکونو وګماري. ښاغلی ارین وايي، دا وخت له نننه پیل شوی، خو دقیق ساعت یې نه دی ښودل شوی، د ده په خبره، که خصوصي پوهنتونونه دغه پرېکړه عملي نه کړي وبه تړل شي. Читать дальше...

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله سویلي افریقا ته خپل سفر ځنډوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله سویلي افریقا ته خپل سفر وځنډوي. نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په سویلي افریقا کې هم د کرونا ویروس ګواښ زیات دی او کېدای شي د انګلستان حکومت زړه ښه نه کړي، چې لوبډله افریقا ته واستوي. د مخکيني جوړ شوي پلان له مخې انګلستان کرکټ لوبډله باید د نومبر له ۲۷ مې وړاندې سویلي افریقا ته ولاړه شي او هلته تمرینات ترسره کړي . تمه ده چې د انګلستان کرکټ لوبډله هلته  درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي. د انګلستان کرکټ لوبډله، په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې له سویلي افریقا مخکې ده. Читать дальше...

اسرائیلي استخباراتو په تهران کې د القاعده شبکې یو مشر وژلی

Pa.azadiradio.com 

د القاعده شبکې دویم نمبر مشر په تهران کې د اسرائیل د استخباراتي کسانو له خوا وژل شوی دی.  د القاعده دغه مشر عبدالله احمد عبدالله یاد شوی او نوموړی په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو د خونړیو بریدونو په طرحه کولو تورن دی.  نیویارک ټایمز پرون( جمعه د لړم ۲۳مه) راپور ورکړ، عبدالله احمد چې د ابو محمد المصري په نوم هم مشهور و، د تېرې اګسټ میاشتې په ۷مه نیټه ایران کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا وژل شوی دی.  المصري د القاعده شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري د ځای ناستي په توګه یاد شوی دی. Читать дальше...

د هرات د بدني ښکلا او فټنس ۲ لوبډلې مشخصې شوې

Pa.azadiradio.com 

د هرات د بدني ښکلا او فټنس دوه لوبډلې مشخصې شوې. د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې ریاست سرپرست احمد جاوېد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل،چې د بدن ښکلا فدراسیون دغه سیالۍ په ۵ کټګوریو کې ترسره شوې. په یادو سیالیو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی. د سیالیو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل او ملي سیاليو ته چمتووالی په ګوته شوی. یادې سیالۍ د جمعې په ورځ پیل او نن پای ته ورسېدې.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. د والیبال د ملي لوبډلې روزونکي محمد یوسف صادق نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغې لوبو پرانېسته تېره ورځ وشوه خو کومه لوبه ونه شوه. د ده په خبره، نن به په لومړنۍ لوبه کې د سپین غر او نګین لوبډلې سره مخ شي. یادې سیالۍ یوه اونۍ دوام کوي چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی. د ښاغلي صادق په خبره د والیبال په یادو سیالیو کې له مرکزي زون څخه ام البلاد له شمال زون څخه سپین غر له ختیځ زون څخه چنار له جنوب څخه بست او له جنوب لوېديخ څخه هریوا ګډون کوي.

امریکا وايي، د کورونا د مخنیوي واکسین به زر بازار ته راووځي

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی دی چې د کورونا وایرس ضد واکیسن به د راتلونکي کال تر اپرېل میاشتې په پراخه توګه موجود وي. نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۱۴مه د کورونا وایرس د مخنیوي او علاج لپاره د روانو هڅو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي. په امریکا کې د اپرېشن رېپ په نامه د کورونا ضد عملیاتو مشر منصف سلاوويي ویلي، کېدای شي چې امریکا د روان کال تر پایه د دوو واکسینو منظوري ورکړي. د نوموړي په وینا، کېدای شي چې تر راتلونکې میاشتې د صحت څانګې په ډېرو ضروري کارکوونکو او په اسانه... Читать дальше...

افغان حکومت پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت وایي، پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی یې نیولی دی. دغه خبره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فیسبوک پاڼه کې کړې ده. ښاغلي صالح ویلي، د برید طراح داسې یو کس دی چې درې کاله یې شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته د حقاني شبکې د یوه غړي 'ثناالله' له خوا جذب شوی دی. نوموړي زیاته کړې، کومو کسانو چې دا برید کړی، څو هویتونه درلودل لکه داعش، حزب التحریر، طالب او داسې نور. وړاندې راغلي، د برید طراح د پنجشیر اصلي اوسیدونکی دی او کورنۍ یې د کابل پل چرخي سیمه کې اوسېږي. Читать дальше...

دفاع وزارت: کندهار کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، کندهار کې یې ۶۰ وسله وال مخالفان وژلي او ۲۲ نور یې ټپيان کړي دي.  وزارت نن شنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه وسله وال په ژیړۍ، پنجوایي، میوند، میانشین او شاولیکوټ ولسوالیو کې وژل شوي دي.  په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملیاتو پر مهال ۳۰ میله وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.  طالبانو د دولتي چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.  کندهار هغه ولایت دی چې وروستیو شپو ورځو کې ترې د تودې جګړې راپورونه ورکول کیږي.

عمران خان وايي، د بلوچستان د خلکو ټولې مسلې به هواروي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم وزیراعظم د نومبر پر ۱۳مه د بلوچستان صوبې څخه لیدنه وکړه.  نوموړي په تربت کې دارالاحساس ادارې ته د وینا پر مهال وویل، د پاکستان روښانه سباوون د ځوانانو د هڅو سره تړلی دی نو ځکه حکومت د بلوچستان د ځوانانو سره په تعلیمي څانګه کې هر ډول کومک ته چمتو دی. نوموړي وویل، د پنجاب وزیراعلی د بلوچستان د ځوانانو سره په تعلیمي چارو کې د مرستو په موخه د سکالرشپونو شمېره له ۱۳۵ څخه ۳۶۰ ته لوړه کړې ده.  د پاکستان وزیراعظم په هیواد کې د بې روزګارۍ او غربت د ختمولو لپاره د چین سره د سي پیک... Читать дальше...


Музыкальные новости
Коммерсантъ

Invest AG настраивает на своем // Земли в Новой Москве останутся структурам компании на жилых условиях





Персональные новости
Спорт

Продолжается регистрация на форум «Мы вместе.Спорт»





"سږکال به هرات کې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران په هرات ولايت کې تولیدېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال به په دغه ولایت کې پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه د کرل شویو زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي. تېرکال په هرات کې ۷۵۰ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو. هغه وویل، چې په هرات کې شل زره کورنۍ د زعفرانو پر کښت بوختې دي او ښه ګټه هم ترلاسه کوي. د افغانستان سره زر (زعفران) په کور دننه او دباندې له خورا شهرت څخه برخمن دي. د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...

چارواکي: راتلونکې اوونۍ کابل ته د پاکستانيو سوداګرو پلاوی سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل به روانه اونۍ د پاکستان د سوداګرۍ د یوه پلاوي کوربه وي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هوارې په هدف ترسره کېږي. د نوموړي په خبره، د دې لړۍ لومړۍ ناسته تېر اکتوبر میاشت په پاکستان کې ترسره شوې وه او پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري ژمنه کړې وه. افغانستان دا مهال له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. وخت ناوخته د پاکستان له لوري لارو بندېدل، د اخاذيو اخیستل، لوړه تعرفه او... Читать дальше...

پاکستان: د کووېډ-۱۹ خپرېدو مخنیوي حکومتي هڅې او د دوکاندارانو ګیلې

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې حکومت دکورونا وایرس د بيا خپرېدو مخنيوي کوښښ‌کوي. د دې لپاره یې د عامه پوهاوي د زیاتولو تر څنګ خلکو ته ويلي چې ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي. چارواکو په اسلام اباد کې ځينې سړکونه او مارکېټونه هم تړلي چې ځايي‌دکانداران پرې خفه دي. نور د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

ټرمپ:کرونا واکسین به تر اپریله په پراخه کچه چمتو شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې کرونا واکسین به تر اپریل پورې په پراخه کچه چمتو شي. ډونالډ ټرمپ دا اعلان پرون جمعه (د لړم ۲۳مه) په داسې وخت کې وکړ چې په متحد ایالتونو کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرنا مثبتې پېښې تر یولک او پنځوس زره واوښتې. د امریکا په ځنیو ایالتونو کې د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه لګیدلې دي. د امریکا د دوا لوی مشهور شرکت فایزر وویل چې د جرمني له بایو نیچ شرکت سره یې د کرونا واکسین د درېیمې مرحلې ازموینې ترسره کړې دي او دا ازموینې نوي په سلو کې اغېزمنې دي. Читать дальше...

مایک پومپیو د اروپا او منځني ختیځ  د ۷ هېوادونو سفر پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اروپا او منځني ختیځ  د اوو هېوادونو سفر پیل کړ. دی به د دې سفر په ترڅ کې فرانسې، ترکیې، ګورجستان، اسرائیل، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي. د فارس خلیج د درېیو هېوادو د سفر پر مهال داسې اټکل کېږي چې د پومپیو د خبرو د اجنډا په سر کې به د ایران مسئله وي.

امریکا کې ولسمشریز انتخابات؛ ډونالډ ټرمپ ماتې ونه منله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې ونه منله خو په سپینه ماڼۍ کې یې پرون جمعه (د لړم ۲۳مه) د خبرو پرمهال وویل چې ښایي دی د سپینې ماڼۍ څوکۍ ترلاسه نه کړي. امریکایي رسنیو جوبایډن په دې ټاکنو کې بریالی بللی دی، خو جمهوري غوښتونکي وایي چې رایي دې بیا وګڼل شي. د جمهوري غوښتونکو د رایو د بیا شمېرلو قضایي دعوه د ارېزونا، میشیګن او پنسلوانیا په مهمو ایالتونو کې رد شوې ده.

Спорт в России и мире
Москва

Отставка Кудашова и уход Гусева и Уила: кого «Динамо» рискует потерять после вылета из Кубка Гагарина


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

КОМПАНИЯ LG НАЗВАНА ПАРТНЕРОМ ГОДА ENERGY STAR 2024





Путин в России и мире
Москва

Глава МЧС России Александр Куренков представил начальника московского подразделения ведомства


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Тимати

Тимати, Shaman, Чеботина и группа «Пикник» посетили акцию «Журавли»



Москва

Экономист Юшков: G7 хочет понизить потолок цен на нефть для давления на Россию

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net