د پارک سینما، د کابل په شهر نو کې د فلمونو د نندارې یو مهم سالون تېره شپه وران شو. د افغانستان وتلي سندرغاړي فرهاد دریا د پارک سینما ورانول د بودا د مجسمو له نړلو سره تشبیه کړي. خو کابل ښاروالي وايي، ددې سینما رغوَل ناممکن شوي و، او ټاکل شوې چې پر ځای یې یو بل فرهنګي مرکز جوړ شي.
د افغانستان ملي امنیت ادعا کوي چې د هند د نیمې وچې لپاره یې د القاعده یو مشر وژلی دی.
ملي امنیت په یوه بیان کې وایي چې محمد حنیف چې مستعار نوم یې عبدالله دی او له اصله د پاکستان د کراچۍ دی د فراه په بکوا ولسوالي کې د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو. ملي امنیت د عملیاتو په وخت د دوو پاکستاني میرمنو د نیولو خبر هم ورکوي.
په خپاره شوي بیان کې دا نه دې ویل شوي چې دا عملیات کله شوې دي.
د امریکا د بهرنیو خدمتونو د ټولنې د شمېرو له مخې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر بل هر ولسمشر ډېر سیاسون د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.
د امریکا متحدو ایالاتونو پر ۱۸۹ سفیرانو سربیره، د ځانګړو سیمو یا خاصو موضوعاتو لکه د افغانستان د سولې د بهیر، د غربي بالکان د مسایلو او د صربیا کاسوو د مذاکراتو لپاره ځانګړي استازي هم ګومارلي دي.
که څه هم وروسته تر دې چې نوی ولسمشر انتخاب شي، ډېر سفیران غواړي چې خپلې دندې پریږدي خو په ټوله کې به دا پردې دندې ټاکل شوي سیاسون وي چې خپلې دندې به پریږدي.
... Читать дальше...
په کوټه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پای ته رسېدلې دی. د دې نندارتون تابیا شهید باز محمد فاونڈېشن کړې وه. په نندارتون کې زده کوونکو په ګڼ شمېر برخه اخیستې وه. په نندارتون کې پر ادب ، سیاست ، فلسفه او نوور موضوعات بېلا بېل کتابونه ایښودل شوي وو. نور حال د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وړاندې کوي.
د شانګهای د همکاریو سازمان شلمه غونډه نن سې شنبه (د لړم ۲۰مه) په انلاین ډول د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په کوربه توب جوړه شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته په وینا کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، د تروریستي شبکو او د مخدرو موادو د قاچاق او یو شمېر نورو ګواښونو پر وړاندې په مبارزې د ټینګار ترڅنګ له دغه سارمانه وغوښتل چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ له جوړ نظام څخه ملاتړ وکړي.
ښاغلي غني وویل چې د شویو سروېګانو پر بنسټ د افغانستان له ۷۵ سلنې زیات خلک له جمهوري نطام څخه... Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان د سوداګرو د ټولنې مشر او د پښتونخوا عوامي ګوند مخکښ غړی الله داد ترین ووژل شو.
پولیسو وویل چې الله داد ترین په پښین کې پرون د دوشنبې (د لړم ۱۹مه) د ماښام له لمانځه وروسته کور ته روان وو چې ډزې پرې وشوې او ساه یې ورکړه.
پولیس وایي چې برید کوونکي له سیمې تښتیدلې دي او تراوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د بېلاروس د اټمي انرژۍ یوازینۍ دستګاه چې د لیتوانیا له پولي سره نژدې پرته ده، ودرول شوه.
درې ورځې مخکې د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو دا دستګاه پرانېسته او ویې ویل چې ډېر ژر به هېواد یو اټمي ځواک شي.
چارواکي وایي، د دې مرکز د برېښنا چارې د دې لپاره ودرول شوې چې د انرژي وزارت پرون د دوشنبې (د لړم ۱۹مه) په ورځ وویل چې ځیني وسایل به یې بدل کړي.
دا مرکز د روسیې په لس میلیارډه ډالره پور جوړیږي او لیتوانیا ورسره مخالفه ده.
د روسیې سوله ساتې ځواکونه ناګورنو قره باغ سیمې ته په لاره دي. دوی د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د روسیې په منځګړیتوب د شوې موافقې له مخې هلته ځای پرځای کېږي.
پرون د دوشنبې (د لړم ۱۹مه) په ورځ چې کله دا تړون لاسلیک شو، مظاهره چیانو په پلازمېنه ییروان کې مظاهرې پیل کړې او نن د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) دولتي ودانیو او پارلمان ته ورننوتل، وسایل یې تالان کړل، کړکۍ یې ماتې کړې او د اخ وډب پر مهال د پارلمان رئیس ارارت میرزویان ټپي شو چې اوس په روغتون کې دی.
حکومت دا پیښه په سختو ټکیو غندلې ده.
د ولسمشر... Читать дальше...
د سعودي عرب حکومت د کورونا وایرس د خپریدو مخنيوي لپاره په تېره فرورۍ کې د عمرو کول وځڼدول او حج کول یې محدود کړ. اوس یې یو ځل بيا بهرنیانو ته اجازه ورکړي چې د عمرې لپاره ورشي خو ځيني شرطونه بايد عملي کړي. په دې شرطونو کې قرنطین او د فاصلې مراعتول شامل دي.
په اړه یې دا ويډيويي راپور وګورئ
پلازمېنه کابل کې لا هم د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی، یوه لویه ستونزو ګڼل کېږي.
د کابل د کارته سخي سیمه، یوه نسبتاً عمر خوړلې مېرمن چې د اوبو نل ته جامې مینځي وايي، مېړه یې ناورغ دی او مجبوره ده چې هره ورځ د اوبو وړو او د خپلو ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له غره راښکته شي.
دی وايي: "زموږ نلونه له قصده نه راخوشې کوي، پايپونه نه نښلوي، تراوسه مې ۱۶ زره افغانۍ ورکړي وايي، باید نورې هم راکړئ. زما خاوند غریب سړی دی له کومه یې کړو، وګورئ له خپلو ماشومانو سره راغلې یم او جامې مینځم."
په دې... Читать дальше...
وفاقي وزیران بریګیډیر (ریټایرډ) اعجاز شاه او پروېز خټک د ګل په ورځ په پېښور کې باچا خان مرکز ته ورغلل او د ترهه ګرۍ پرضد د عوامي نیشنل ګوند د وژل شویو غړیو په اړه پر خپل لانجمن بیان یې بخښنه وغوښته. ایا اې اېن پي له دې وروستو د ټروت کمیشن له غوښتنې پر شا شوې؟ ایا دا د ریاست معافي ده او که د بریګیډیر اعجازشاه؟ او د وژل شويو خلکو د مرګ ذمه وار څوک دي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
د هند د کرکټ کپتان ویرات کوهلي به په استرالیا کې یوازې په یوه ټېسټ لوبه کې ولوبېږي.
ټاکل شوې ده چې د هند ملي ټیم به په استرالیا کې د ډسمبر له ۱۷مې څلور ټېسټ لوبې وکړي.
ویرات کوهلي به په لومړۍ لوبه کې برخه واخلي بیا به هند ته ستون شي، ځکه چې په جنوري کې د ده د مېرمنې انوشکا شرما چې د فلم ستورې ده د بچي د زیږون وخت دی.
تاجکستان منلې چې ناول لیکوونکی 'بهمنیار امیني' د ۶۶ کلونو په عمر ومړ.
د تاجکستان د لیکوالو ټولنې وویل چې 'امیني' په دوشنبې ښار کې په خپل اپارتمان کې نن د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) په ورځ وفات شو.
د هغه د مړینې علت نه دی ویل شوی.
امنیتي چارواکي د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې د نژدې ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د ۲۰۵م اتل قول اردو ویاند محمد صادق عیسی نن سې شنبه (د لړم ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې پر طالبانو د هوا له لارې بمبار شوی.
ښاغلي عیسی زیاته کړه: "۳۷ وسله وال ترهګر ووژل شول او په دې عملیاتو کې د دښمن اتلس مختلف ډوله وسلې له منځه تللي دي."
د ښاغلی عیسی په وینا د دې بریدونو پرمهال شل تنه طالبان ټپیان شوې هم دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندز په خان اباد ولسوالۍکې د جګړې پرمهال پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره شپه طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو د ملا غلام په سیمه کې برید وکړ او د ملي اردو څلور سرتیري یې ووژل.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو دوه عسکر ټپیان دي او یو تری تم دی.
مرادي په ورته وخت کې ملکيانو ته د اوښتو تلفاتو خبر ورکړ: "تر دې برید وروسته طالبان د یوه کور په مېلمستون کې ځای پر ځای شول، هلته افغان هوایي ځواک پر مهمانخانې برید وکړ، له بده مرغه په دې برید کې... Читать дальше...
ارمنستان وروسته تر دې سیاسي بې ثباتۍ ته داخل شو چې اپوزسیون ډلو د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه وکړه.
بل لورته تېره شپه په اذربایجان کې د دې لپاره ناکرارۍ وې چې د روسیې په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان مشرانو په کورواکي سیمه ناګورنو قره باغ کې سر له نن سې شنبې(د لړم ۲۰مه) د جګړې د بندېدو لپاره موافقه لاسلیک کړه.
نن سهار وختي د اپوزسیون په سلګونو ملاتړي په پلازمېنه ییروان کې دولتي ودانیو او پارلمان ته ورننوتل، وسایل یې تالان کړل او کړکۍ یې ورماتې کړې.
د اخ و ډب پرمهال د پارلمان... Читать дальше...
په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو، د ښځو د حقونو فعالانو او خبريالانو د ګنډاپور د ګلګت وينا او وروسته يې دا ټويټ زښته وغانده.
د امریکا د متحد ایالاتونو لوی څارنوال ویلیام بار له فدرالي څارنوالانو غوښتي دي چې د ولسمشرۍ په ترسره شویو انتخاباتو کې د بې نظمیو د ادعاو څیړنه وکړي.
دا غوښتنه د دې سربېره شوې ده چې تراوسه د نوومبر د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو شواهد نه شته.
ډونالډ ټرمپ چې په دې ټاکنو کې یې له خپل سیال جوبایډن څخه ماتې خوړلې ده، ادعا کوي چې درغلۍ شوې دي.
د امریکایي رسنیو په استناد په عدليې وزارت کې د انتخاباتي جرمونو د څانګې مشر په ایمیل کې خپله استعفا وړاندې کړې ده.
منتقدینو او ډیموکراتانو د... Читать дальше...
د هندوستان غورهلیګ کرکټ سیالیو یا 'IPL' په پای لوبه کې نن سه شنبه (د لړم ۲۰مه) ممبي انډینز او ډیلي کپیټلز لوبډلې د یوه او بل پر وړاندې د سیالي ډګر ته وځي.
ډیلي لوبډلې د نومبر په اتمه نېټه حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه، خو ممبي اینډیز له وړاندې پای لوبې ته لار پیدا کړې وه.
د کرکټ مبصرین دا لوبه خورا سخته بولي، ځکه دواړه لوبډلې توانېدلي چې پهدې سیالیو کې تر ټولو ډېرې لوبې وګټي او زیاتې نومرې هم واخلي.
ډیلي لوبډلې له دې وړاندې د دې سیالیو اتلولي نه ده ګټلې،... Читать дальше...
طالبانو په خپلې یوې نوې خپرې شوې اعلامیه کې د امریکا له نوي منتخب ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې د دوحې هوکړه د افغانستان د معضلې د حل لپاره یو ښه اساس دی.
په داسې حال چې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د امریکا له نوي حکومت غوښتي، چې د سولې روان بهیر بیا وارزوي، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا نوي حکومت ته وریاده کړې چې، د دوحې تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او ښه راتلونکي په اړه ښه وثیقه او د منازعې د معقول حل ښه او مؤثره لاره ده.
په دې اعلامیه کې وړاندې راغلي،... Читать дальше...
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کانفو سیالیو د دویمې درجې لوبڅارۍ ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، پهدې روزنیز سیمینار کې د هېواد ۳۲ لوبڅارانو ته د پنځو ورځو لپاره د کانفو سیالیو په برخه کې د لوبڅارنې د قوانینو په اړه روزنه ورکړل شوه.
دې کمېټې په خپله رسمي فسبوکپاڼه کې لیکلي، لوبڅارانو د دې سیمینار هرکلی کړی او دا یې د کانفو لوبې په برخه کې د قوانینو د لا ښه عملي کېدو لپاره مهم سمینار ګڼلی دی.
د افغانستان په په پلازمېنه کابل کې د ځوانانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.
ددې هېواد د المپیک ملي کمېټې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، پهدې سیالیو کې د کابل له بېلابېلو لوبډلو ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له ډلې بهیې ۱۶ لوبغاړي د کابل د منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.
سرچینه زیاتوي، دا سیالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، تر راتلونکو شلو ورځو به د سنوکر ملي لوبډلې سیالۍ هم په کابل کې پیل شي.
فایزر کمپنۍ ویلي چې د هغو کسانو په منځ کې، چې له وړاندې یې د کورونا وایرس نه وي لرلی، دا واکسین ۹۰ سلنه اغېزمن دی او دا د بشریت او ساینس لپاره یو ستر زېری دی.
د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو د سوات د مېنګورې يو ځوان سندرغاړی عنايت الله مېلمه کړی وو. دی د "يون" په نوم د موسيقۍ د يوې ډلې غړی دی او يو شمېر سندرې يې ويلې دي. د عنايت الله د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې بېرته زیاتې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور که څه هم ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله دا اوونۍ کې پېښې کمې وې، خو په خبرهیې د دغه ویروس کچه له نزولي حالت نه وتلې.
خو د درملو یو شمېر عمده پلورونکي وایي د تېر په پرتلهیې د روغتیایي وسایلو او درملو پلور کم شوی دی.
د کابل خیرخانې سیمې پروان هوټل ته څېرمه چې د کابل ښار ډېری درملتونونه له دې ځای نه په عمده ډول درمل وړي، درمل پلورونکي وایي د څه موده مخکې بازار نهدی پاتې. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA отреагировала на суперкамбэк Елены Рыбакиной
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о сохранении экологии Севастополя
Путин в России и мире
Москва
Путин 22 апреля проведет в Москве переговоры с президентом Азербайджана Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
К 100-летию Булата Окуджавы драмтеатр подарит зрителям спектакль - Иркутская область. Официальный портал
Москва
Сибирячка выиграла конкурс красоты «Юная российская красавица 2024»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net