123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 26.11.2020

د مارډونا تابوت د جمهوري ریاست ماڼۍ کې، له يوې اسطورې سره خدای پاماني

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړۍ د نامتو ستوري ماراډونا تابوت د درې ورځني ماتم په ترڅ کې د ارجنټاین دجمهوري رياست په ماڼۍ کې اېښودل شوی، څو خلک د فوټبال د نړۍ دا افسانوي لوبغاړی د وروستي ځل لپاره له نژدې وګوري. د فوټبال د نړيوال جام ګټونکی او د ورزش د نړۍ جنجالي شخصيت مارډونا د چارشنبې په ورځ په 60 کلنۍ کې ومړ.

د خورشید ټلوېزيون د مخکېني اجرائيوي مشر مړی موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل د قره‌باغ ولسوال خواجه حنيف صديقي وايي چې د خورشید ټلوېزيون د مخکېني اجرائيوي مشر رفيع صديقي او يو تن بل مړي د دغه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي. د قره‌باغ ولسوال وايي، روښانه نه‌ده چې دا دوه تنه څنګه مړه شوي، خو د ده په وينا ښايي ګاز نيولي وي. ښاغلی حنيف صديقي زياتوي، د دوی پر بدن داسې نښې چې پر دوی د حملې ښکارندوي وي، نه‌ليدل کېږي. د قره‌باغ د ولسوال په وينا دوی د ولسي جرګې د يوه غړي په بلنه دغې ولسوالۍ ته تللي وو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې رفيع صديقي ګاز نيولی او مړ شوی دی.

د دییېګو مرادونا مینه وال یې په مړینه ویرجن دي

Mashaalradio.com 

د فوټبال نومیالی لوبیغاړی دییېګو مرادونا د نومبر پر ۲۵مه ومړ. ۶۰ کلن مرادونا د نړۍ پر کچ د فوټبال له تر ټولو ښه لوبغاړو یو وو او په ۱۹۸۶ز کال کې یې ارجنټینا ته نړیوال جام هم ګټلی وو. د نوموړي پر ژوند او کار د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.



اسلام اباد: خبريالان د پيمرا بنديز خلاف عدالت ته تللي

Mashaalradio.com 

د پاکستان بشري حقونو کمیشن او د خبريالانو وفاقي‌اتحادیې يا پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس ۱۵ خبريالانو په عدالت کې د هغه درخواست بيا جمع کولو تیاری کړی چې دوی پکې پر ټيليويژن د ځينو کسانو پر مرکو او تقریرونه ښودلو بندیز چېلنج کړی دی.

د داعي د وژلو دوه اوونۍ پوره کېږي، خو چارواکي وايي څېړنې یې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي رادیو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدو دوه اوونۍ پوره شوې. الیاس داعي د تیر لړم میاشتې پر ۲۹مه نېټه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو. په جنوب کې د افغان خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب بنسټونه وايي، د الیاس داعي د وژل کېدو دوه اوونۍ پوره کېږي، خو اړونده مسؤلانو تر اوسه د هغه د وژل کېدو جزئیات نه دي څرګند کړي. د کندهار پرېس کلب مسوول جاوېد احمد تنویر وايي، د شااوخوا ۱۵ ورځو تیرېدو سره - سره افغان حکومت او وسله والو طالبانو دوی ته د الیاس داعي د قتل په اړه وضاحت نه دي ورکړي. Читать дальше...

د تحصیلي بنسټونو د رخصتۍ پر پرېکړې یو شمېر خصوصي هغو غبرګون ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو د پرېکړې له مخې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي او تعلیمي بنسټونه به د لیندۍ میاشتې له اتمې د روان لمریز کال د کب تر ۱۵مې پورې رخصت وي او پوهنتونونو به خپل درسونه په انلاین ډول مخ ته وړي. که څه هم د کابینې د پرېکړې له مخې باید د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځې وروسته ټول پوهنتونونه رخصت شي او درسونو ته په انلاین ډول دوام ورکړي، خو د خصوصي پوهنتونو یو شمېر محصلین وايي، درسونه یې په حضوري ډول روان دي او ورته ویل شوي چې د دغه سمسټر ټول فیس باید ورکړي. وحید خطیبي... Читать дальше...

میدان وردګ کې د تښتول شویو مسافرو برخلیک؛ طالبان نه 'هو' وايي نه 'نه'

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ جلرېز لاره کې د ۲۸ تښتول شویو ملکيانو له ډلې ۱۱ لا هم نادرکه دي، ددې ولایت چارواکي وايي، دا مسافر طالبانو تښتولي دي، خو طالبان تراوسه نه 'هو' کړې او نه يې هم 'نه' ويلي دي. د میدان وردګ ولایت د والي ویاند محب الله شریف زي نن پنجشنبه (د لیندۍ ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، پرون کابل ته پر لارې ۲۸ مسافر د طالبانو له خوا تښتول شوي چې ۱۷ یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوي، خو ۱۱ یې لا هم لادرکه دي.   ښاغلي شریف زي زیاته کړه: "پرون وسله والو طالبانو ۲۸ مسافرین نامعلوم ځای ته بوتلل... Читать дальше...

دوو بېلابېلو چاودونو ارامه بامیان نا ارامه کړ

Pa.azadiradio.com 

د سې شنبې په ماښام، د بامیان په بازار کې په یو وخت کې دوه چاودنې وشوې، ددې چاودنو له امله ۱۵ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول. سیمه ییزو پولیسو په پېښه کې د لاس لرلو په تور څلور تنه نیولي دي. تر دې دمه کومې ډلې د دې چاودنو مسولیت نه دی منلی. نور حال په دې ويډیويي راپور کې وګورئ:



د نړۍ مشهور فوټبالر ديګو مارادونا مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مشهور فوټبالر ديګو مارادونا د ۶۰ کلنو په عمر مړ شو. د ارجنټاين لوبډلې دغه مشهور لوبغاړی چې يو وخت د دې لوبډلې لوبډلمشر و د دغه هېواد د بونيس ايرس په ښار کې د زړه د حملې له امله ومړ. ارجنټاين د مارادونا په کپټانۍ کې په کال ۱۹۸۶ کې د نړۍ د فوټبال اتله لوبډله هم شوې و. نوموړی د فوټبال په ۱۹۹۰ نړیوال جام کې هم د ارجنټاین لوبډله تر پایلوبې ورسوله خو له جرمني لوبډلې يې ماتې وخوړه.

د سریلانکا 'لنکا پريمرليګ' کرکټ سیالۍ پيليږي

Pa.azadiradio.com 

نن پنجشنبه (د لېندۍ ۶مه) ماښام شپږ نيمې بجې د سریلانکا هېواد 'لنکا پريمرليګ' کرکټ سیالۍ پيليږي. ټاکل شوې ده چې لومړی پړاو 'لنکا پریمرلیګ' نن د کولمبو کینګز او کینډي ټاسکرز په لوبې سره پیل شي. په نننۍ سیالۍ کې به قیس احمد او کریم صادق د 'کولمبو کینګز' په ګټه، نوین الحق او رحمان الله ګربز به د 'کینډي ټاسکرز' په ګټه ولوبيږي. له دې څلور افغان لوبغاړو ور اخوا یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم د یادو سیالیو په بېلابېلو لوبډلو کې د لوبېدو لپاره پېرل شوي دي.

کابل کې د زورخانه يي سياليو ۶مه دوره لوبې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د زورخانه يي سياليو شپږمه دوره لوبې تېره ورځ پای ته ورسېدې. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د مطبوعاتو برخې مسؤل مجيب قاري زاده نن پنجشنبه (لېندۍ ۶مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ پيل شوې وې، هغه وویل په دې سیالیو کې ۱۲۰ لوبغاړو ګډون درلود چې ۴۰ يې د کابل ملي لوبډلې لپاره غوره شوه. د ښاغلي قاري زاده په خبره، دغو لوبغاړو درې ورځې د يو بل پر وړاندې سيالۍ وکړې. هغه وايي، په دې سياليو د کابل له ۱۳ کلپونو لوبغاړو ګډون کړی وو‌.

"طالبانو د دارالمعلمین ودانۍ د دهراود ولسوالۍ تر سقوط وروسته چور کړه"

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي وايي، د دې ولایت د دهراود ولسوالۍکې طالبانو د خلکو په مرسته د دارلمعلمینو ودانۍ چور کړې. د ارزګان ولایت چارواکي زیاتوي، طالبانو دغه ودانۍ د ولسوالۍ تر سقوط وروسته چور کړه. د دغي ودانۍ د چور ویډويي چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې د خلکو يي سخت غبرګونونه راپارولي دي. ددې ویډیو په اړه وسله والو طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ویلي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

کابل ښاروالي: په کابل کې به د ودونو ټول هوټلونه وتړل شي

Pa.azadiradio.com 

د ژمي سړه هوا او د کرونا دویمې څپې یو ځل بیا په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ګراف لوړ کړی دی چې د عامې روغتیا وزارت یې د مخنیوي په پار بېلابېل تدابیر لري. کابل ښاروالي وايي چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پر وړاندیز د کابینې له پرېکړې سره سم به سر له شنبې په کابل کې د ودونو هوټلونه بشپړ تړل کېږي. د کابل ښاروالي د نشراتو رئیس نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "د کابینې د پریکړې له مخې د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ په همغږي باید د ودونو هوټلونه وتړل شي، سر له شنبې... Читать дальше...

د وژل شوي داعي کورنۍ د حکومت پر ځنډني پلټنو انتقاد کوي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي کورنۍ د نوموړي د وژنې په تړاو د حکومت پر ځنډني پلټنو انتقاد کوي.   د محمد الیاس داعي د وژل کېدو شاوخوا دوه اوونۍ پوره شوې، خو حکومت تراوسه په دې اړه پلټنو کې پرمختګ نه لري.   د ښاغلي داعي ورور مدثر دعوت ازادي راډیو ته په مرکې کې وویل چې حکومت باید د الیاس داعي قاتلین ونیسي او سزا ورکړي: "په لومړیو ورځو کې چې موږ له دوی سره اړیکې ټینګولې دوی پر ځینو ځایونو او کسانو باندې شک ښوده. موږ ته یې ویل چې پر ځینو کسانو شک لري، خو زموږ غوښتنه دا وه چې باید... Читать дальше...

"ښځو سره فزیکي تاوتریخوالی د تېرکال پرتله ډېر شوی،۱۲۴۱ قضیې ثبت دي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لسو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ثبت شوېو قضیو په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.  په راپور کې راغلي چې په تېرو لسو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۷۴۴ قضیې ثبت شوي چې لوړ شمېر یې فزیکي تاوتریخوالی دی.  د راپور له مخې د فزیکي تاوتریخوالي په ۱۲۴۱ ثبت شویو قضیو کې ان ۲۸۱ یې د قتل، تیري، اختطاف او ځان وژنې قضیې دي.  د راپور په حواله په سختو قضیو کې ۱۶۷ يې د ښځو د قتل دي چې وژونکي يې د مېرمنو نږدې خپلوان بلل شوي دي.  د بشر... Читать дальше...

انټوني بلينکين، هغه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا منتخب ولسمشر جو بایډن، انټوني بلينکين، هغه څوک چې اوږده موده يې سلاکار و ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څوکۍ ته غوره کړی. تمه کېږي بايډن د جنوري مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي. په دې راپور کې مو د انټوني بلينکين ژوند ته کتنه کړې.

ساريندې نوم او عزت راکړی، ورکېدو ته يې نه پرېږدم: اعجاز سرحدي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سارينده غږوونکی اعجاز سرحدي مېلمه کړی وو. دی په پېښور کې اوسي او کلونه وشول چې د پښتو موسيقۍ په ډګر کې فعاله دی. د اعجاز پلار منير سرحدي د ساريندې نوميالی استاد ياديږي. سرحدي وايي، د ساريندې زده کړه ګرانه ده او څوک ورته زړه نه ښه کوي، خو خپل زوی ته يې ښوول پيل کړي دي. د نوموړي خبرې او د ده او د پلار د ساريندې څو نغمې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

بلخ چارواکي: د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بلخ  امنیه قوماندانۍ تأیید کړه چې د چمتال ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې دغه قوماندان امیرګل نومېده او تېره شپه د مزارشریف ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمو کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.   ښاغلي عادل وویل چې د دې پېښې په اړه څېړني پیل شوي دي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شو.   د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

اسټرالیا د خپلو ۱۰ ځانګړو ځواکونو دندې پای ته رسولي

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا خپلو ځانګړو ځواکونو کې لږ تر لږه د لسو کسانو دندې پای ته رسولي دي، دې اسټرالیايي سرتېرو ته د پنجشنبې په ورځ له دندو څخه د لېرې کېدو دا لیکونه وروسته له هغې استول کېږي چې د اسټرالیا د دولت په خپلو څېړنو کې څرګنده شوه، په افغانستان کې یې ځانګړو ځواکونو بشري جنایات کړي او لږ تر لږه ۳۷ افغانان یې چې ملکیان او بندیان په کې شامل دي په ناقانونه توګه وژلي دي.  په دې وژنو کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ۱۹ سرتیري ښکېل بلل شوي وو. په دې اړه د څیړنو راپور چې د اسټرالیا د دفاعي مفتش له خوا ټاکل شوي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Концертный Директор в тарифе Maxi.





Персональные новости
ЛокоТех

В АО "Желдорреммаш" введен единый Стандарт системы неразрушающего контроля на производстве





د نورستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو تښتول شوی رئیس راخوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د نورستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو رئیس د وسله والو له منګولو راخوشې شو. انجنیر سید معصوم سیدي یوه اوونۍ وړاندې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو کسانو تښتولی و. د نورستان د حج او اوقافو رئیس او د قومي جرګې مشر مولوي محمد انور ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی سیدي د قومي جرګې په هڅو تېره شپه راخوشې شو.  دی وايي: "د نورستان د انکشاف دهات رئیس چې څه موده وړاندې نا معلومو وسله والو له ځانه سره بیولی وو، د ولسونو او ځایي مشرانو په هڅه خوشې شوی دی."  سید معصوم سیدي د... Читать дальше...

ناټو: له کندزه د جرمني سرتېرو د اېستلو پرېکړه د ښې ګټې اخېستنې په پار شوې

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې له کندزه د جرمني سرتېرو د وتلو راپورونه خپاره شول، د ناټو یوه چارواکي ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه د یادو ځواکونو د ښې او ګټورې ګټې اخېستنې په هدف شوی دی.  د ناټو دغه چارواکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم يې واخېستل شي وايي، دغه اقدام له وړاندې د پلان شوي پروګرام پر اساس شوی چې له مخې به يې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مشورې ورکوي، زده کړې به ورکوي او دوی به تجهیزوي.  د ناټو دغه چارواکي د افغانستان په ثبات کې د جرمني سرتيرو رول مهم او ګټور بولي او وايي... Читать дальше...

کورونا وبا: پاکستان سرکار سر له ننه سکولونه وتړل

Mashaalradio.com 

د ابتدايي او ثانوي تعلیم صوبايي وزیر شاهرام خان ترکي په چارشنبه په پېښور کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دا ګام يې د پاکستان د تعليم مرکزي وزارت له هغه پرېکړې وروسته پورته کړی چې وايي، د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره به په ټول هېواد کې د نومبر له ۲۶مې تعليمي ادارې تړل کېږي.

پکتیا چارواکي: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتيا ولايت کې چارواکي مني چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي، خو دوی وايي، ‌د دې لامل د ډېرو پېښو راپور کېدل او ثبتېدل دي. د بشري حقونو ځايي ‌دفتر بيا وايي، په ډېرو پېښو کې ښکېل کسان نه مجازاتېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي‌ د زیاتېدو يو لامل دی. د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالۍ یوه ۴۵ کلنه صبرونه ده. د نوموړې شپږکاله وړاندې یو زوی د افغان سرتېرو په لیکو کې ووژل شو. له هغه ورته مېرمن او دوه بچیان پاتې شول. هغه وايي‌، غمونه یې هغه وخت لا زیات شول چې مېړه او زوی یې د ټول جایداد او پیسو سره ترې لاړل. Читать дальше...

امریکا کې کرونا؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰۰ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له امله د ۲۴۰۰ نویو مړینو د ثبتیدو خبر ورکړ چې دا په تېرو شپږو میاشتو کې په یوه شپه او ورځ کې د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.  د کورونا له امله په دې شمېر مړینې داسې مهال ثبتېږي چې نن پنجشنبې (د لېندۍ ۶) په امریکا کې کورنۍ سره راټولېږي اود "تنکس ګیوینګ" یا شکرانې مذهبې مراسم پرځای کوي.  د امریکا منتخب ولسمشر​ جو بایډن تېره شپه د شکرانې د ورځې په مناسب وینا کې د امریکا له خلکو وغوښتل چې له کرونا سره مبارزه شدیده او د دغې ورځې د لمانځلو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соперница Арины Соболенко разрыдалась на плече белоруски


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

"Самое опасное" начнётся в пятницу: Синоптик предупредил об аномальной погоде в России





Путин в России и мире
Москва

Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост


Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Элтон Джон, Баста, Райан Рейнольдс, Натали Портман — собственники футбольных клубов



Москва

В Красногорске открылась площадка «Мегабак»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net