د خوست لاریون له پاکستانه د افغانستان سوله کې رښتینې همکاري غوښتې
افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي، که د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د سولې همیشنیو ژمنو ته صادق وي، خپله رښتینولي دې په عمل کې ثابته کړي. عبدالجبار
افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي، که د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د سولې همیشنیو ژمنو ته صادق وي، خپله رښتینولي دې په عمل کې ثابته کړي. عبدالجبار
د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته په ننني سفر کې وویل، هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره ټولې هغه هڅې وکړي چې توان کې یې دي. جمهور ریس اشرف غني هم په افغانستان کې پر اورکم او د طالبانو سره اوربند ته په رسیدو ټینکار وکړ.
د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز نن وویل، د افغانستان له خلکو څخه د هغو بدچلندیو بښنه غواړي چې ادعا کیږي استرالیايي ځواکونو د ولسي افغانانو په وړاندې ترسره کړي دي. د یوې لومړنۍ څېړنې پایلې ښيي چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ تنه چې بندیان او ولسي وګړي په کې شامل وو وژلي دي.
جنيوا مېشت د پريس ایمبلم کمپېن (پيک) په نوم اداره د سږکال له پیل راهيسې هره ورځ د هغو خبريالانو شمېره راغونډوي چې د کورونا وايرس له کبله مري. د ادارې پر ووبياڼه د وژل شويو زیاتره خبريالانو عکسونه او پېژندګلوي ورکړل شوې ده.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر پر ۱۹مه د کابل يو ورځني سفر کې له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره وليدل. دواړو مشرانو تر ملاقات وروسته ګډې خبري غونډې ته وينا هم وکړه. دا په ۲۰۱۸ز د عمران خان تر واک سمبالولو وروسته کابل ته لومړی سفر وو.
کندهار کې مېرمنو ته د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي، په ودونو کې د لوړو لګښتونو او نورو ناوړه دودونو پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین پیل شوی دی. په یوه ټولګي کې چې شاوخوا ۳۰ تنې د پاخه عمر مېرمنې ناستې وې، یوه ښوونکې ورته د کورنيو مسایلو اړوند عامه پوهاوی ورکاوه. په دغه عامه پوهاوي کې مېرمنو ته ښودل کېږي چې څرنګه په خپلو کورونو کې د ماشومانو د ځورونې مخه ونیسي، په کورونو کې تاوتریخوالي ونه کړي او خپل نارینه وهڅوي چې په ودونو کې لوړ لګښت کم او لوړ ولور وانه خلي. د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي د عامه پوهاوي... Читать дальше...
د ۲۰۱۹ کال په وروستيوو کې د چين له اوهان ښاره راپېدا شوي کورونا وایرس، د رويټرز خبري اژانس ترمخه، تر دا مهاله په دنيا کې له يو اعشاريه درې ميليونو څخه زیات خلک وژلي دي. خو اوس د وايرس د کنټرول لپاره په ځينو هېوادونو کې د ویکسينو جوړولو چارې چټکې شوې.
په خوست ښار کې د پاکستان د دوه مخي سیاست او د ترهګرۍ د ملاتړ په غبرګون لاریون وشو. له پکتیکا او پکتیا وروسته نن پنجشنبه (د لړم ۲۹مه) ماسپښین مهال د خوست په ښار کې هم سلګونه ځوانانو د پاکستان د دوه مخي پالیسۍ، د ترهګریزو ډلو د تمویل پر خلاف او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ شعارونه ورکړل. دوی له عمران خان او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کوله چې په افغانستان کې د سولې، ثبات، دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره له ریښتینوالۍ کار واخلي. د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په داسې مهال دغه مظاهرې... Читать дальше...
باور غورځنګ په افغان حکومت کې د ګډوډيو، د داعش او طالب وسله والو د جګړو، د افغان سياسيونو د ناسمو مبارزو او په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنو پر وړاندې د يو شان مبارزې خبرداری ورکړ. د دغه غورځنګ سلګونو پلویانو د خپلو مبارزو پيل له ننګرهاره وکړ او په خبره یې چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې به لویې غونډې وکړي. د باور غورځنګ مشر نجيب ازاد افغان حکومت تورن کړ چې ګوندې له ولسوالۍ نیولې تر وزارتونو د جګړو په تودولو او دوام کې لاس لري او په خبره یې، ځکه يې پر وخت تدابیر نه نیسي. ده وویل چې باورغورځنګ... Читать дальше...
په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعین پر ښځو د وروستیو حملو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، حکومت باید د ښځو د حقونو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د هغوی ژوند دې وژغوري. د افغان ښځو د زده کړو مرکز رئیسه پلوشه حسن وايي، پر یوې ښځې وار پر ټولو ښځو وار دی. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير له مېرمن حسن سره پر دې موضوع خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې د دوی دا شعار په څه مانا دی؟ دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو شمېر هغه کورنۍ چې غړي یې کلونه مخکې د اسټرالیايي عسکرو د چاپو او عملیاتو پر مهال وژل شوي وو وايي، د اسټرالیا د حکومت له لوري اوسني څېړنې یو طرفه دي او په دې برخه کې شوي جرمونه تر دې زیات دي. چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند سرخوم سیمي اوسیدونکی دی ازادي راډيو ته وویل، اته کاله وړاندې یې اسټرالیايي عسکرو د دوی پر کور د ورځې چاپه ووهله، د ده پلار یې وواژه او کور ته یې اور واچوه. دی وايي: "زما پلار سردار محمد نومېده او د کلي قومي مشر هم و، هغه په کور کې... Читать дальше...
که څه هم په دې وروستیو کې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې نسبي زیاتې شوې وې خو په هېواد کې وروستیو ناامنیو او تاوتریخوالي یو ځل بیا اندېښنې راټوکولې دي. د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د پلاوو د ناستې ځنډنی برخلیک افغان مېرمنې اندېښمنې کړي دي. د لغمان اوسېدونکې ښځینه فعاله وږمه وایي، هغه سوله چې د ښځو حقونو ته په کې درناوی وي، غواړي خو اجازه نه ورکوي چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې یې له لاسه ووځي. اغلې وږمه زیاتوي: "ښځو په تېرو ۱۹کلونو کې پرمختګونه کړي او تردې... Читать дальше...
هغه ځواکونه چې افغانستان ته د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب لپاره رالېږل شوي وو اوس په بې رحمانه او قصدي وژنو تورن دي. یو اسټرالیایي قاضي پاول بریرتون د (نیوسود ویل) په نوم استیناف محکمه کې دغه تور تحلیل کړی او موندلي یې دي چې په افغانستان کې د کمانډو او هوایي ځانګړو اسټرالیایي ځواکونو له لوري ملکیان وژل شوي او یا هم شکنجه شوي دي. په یوه خبري ناسته کې چې په کانبیرا کې رویټرز خبري اژانس پوښښ ورکاوه، د اسټرالیا د ځواکونو له لوري یې په افغانستان کې د ۳۹ افغان ملکیانو دغه وژنه تأييد کړه او دا يې شرمونکې وبلله. Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته د سفر پر مهال له افغان لوري سره په افغان سولې پروسه کې د مرستې ژمنه بیا تازه کړه. عمران خان د پنجشنبې (د لړم ۲۹مه) په ورځ کابل ته تر را رسېدو وروسته په جمهوري ریاست کې له ولسمشر غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی. نوموړي وویل چې په دې وخت کې يې کابل ته د سفر هدف افغان لوري ته د مرستې د ډاډ ورکول او باور جوړول دي. دی وايي: "دلته زما د راتګ هدف دا دی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی... Читать дальше...
د نورستان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو رئیس د دوو نورو ملګرو سره په کونړ کې وسله والو کسانو تښتولی. د نورستان د والي ویاند محمد سعید مومند نن پنجشنبه (د لړم ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل، تېر مازیګر درې بجې د نورستان د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو رئیس سید معصوم سیدي له کونړه پارون ته روان و چې د چپې درې ولسوالۍ اړوند سیمو کې ناپېژاندو وسله والو تښتولی. ښاغلي مومند وویل، له دغو کسانو سره یو بل کس چې میلمه وو د وسله والو له خوا وژل شوی دی. د ولایت چارواکو د دغو کسانو د خوشې کولو... Читать дальше...
د بدخشان چارواکي تأییدوي چې د دې ولایت مایمي ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې ده. د مایمي ولسوال کامبیز قرباني ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه (د لړم ۲۹مه) سهار پنځه بجې وسله والو طالبانو له بېلابېلو استقامتونو د دې ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه پیل کړل . دی وایي، جګړو څو ساعته دوام وکړ: "امنیتي ځواکونو مو لږ وو . انتنونه کار نه کوي. هغه ولسوالۍ چې د زړه په وینو مو جوړه کړې وه، له بده مرغه د دښمن لاسته لویدلې. د جاشتګ او ورسج قومي خلک لا هم د جنګ په حال کې دي، خو له بده مرغه د هغوی مهمات... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت په کندز ولایت کې د هاوان د لګېدو له کبله د ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې دا هاوان تېره شپه د ګل تېپې ولسوالۍ په تیلوکه سیمه کې د طالبانو له خوا توغول شوی دی. د اعلامیې په خبره په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته او زیاتوي چې ۶ نور ملکي کسان په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي. د دفاع وزارت اعلامیه وایي چې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي عاملین دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا هاوان په خپله د حکومتي ځواکونو له خوا توغول شوی دی. Читать дальше...
په امریکا کې ټاکنیز چارواکي وایي، د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو هغو رایو د بیا شمېرنې نتیجې به چې په جورجیا ایالت کې اچول شوې وې نن په سیمه ييز وخت ناوخته خپرې شي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله من دی چې د رایو لاسي شمېرنه به چې په جورجیا کې یې غوښتنه شوې د ډیموکرات جوبایډن مخکې والی له منځه یوسي، خو د ایالت مشر انتخاباتي چارواکي ویلي چې دا احتمال ډېر لږ دی. د جورجیا ایالتي منشي 'براد رافینس پرګر' د 'سي.اېن.اېن' شبکې ته ویلي، اټکل نه کوي له دې رای شمېرنې به په پای کې عمومي نتیجه واوړي. د ایالت د ټاکنیز... Читать дальше...
په پکتیکا کې ګڼ شمېر خلکو کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په غبرګون لاریون وکړ. دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي او د سولې، امن او ثبات لپاره له زړه ګامونه واخلي. دوی وایي، پاکستان له افغان حکومت او خلکو سره ریښتونی نه دی او که دا هېواد په خپلو پالیسو کې بدلون را نه ولي، ورته سفرونه یې کوم درد نه شي دوا کولی. د لاریون یو ګډونوال تاج محمد ارګونی وایي: "که دوستي کوې، نو بیا دوستي راسره وپاله کوم چې زموږ حق او حقوق دي، عمران خان څخه... Читать дальше...
د سوات د بریکوټ په بازیره کې اېټالویو لرغونپوهانو یو نوی ځای موندلی چې په اړه یې ویل کېږي چې دا شاوخوا ۲،۰۰۰ کاله مخکې د پوځي څار یو مرکز وو. لرغونپوهان وايي، د غونډۍ پر سر له جوړ ځایه به پوځ د بازیرې ښار او پخواني سوات ادیانه څارل او ساتنه به یې کوله. ویډیويي رپورټ.
د نومبر پر ۱۹مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې سولې ته لېواله دی ځکه چې په وینا یې، د ترهګرۍ پر
په کابل ښار کې د نشه يي موادو د قاچاقو او پلورلو په تور اووه تنه ونيول شول. د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول، دا هيروئين د موټر په ټايرونو کې پټ ایښودل شوي او په پام کې وه چې پر معتادينو باندې وپلورل شي. دغه ډول پولیسو د خيرخانې په کوتل کې هم عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي ونيول شول، دې قاچاق کوونکو څلور... Читать дальше...
په تورخم کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، ۲۷۵ کيلوګرامه نشه يي مواد چې په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه له هېواده دباندې قاچاق کړل شي، پولیسو ونيول. په دې موادو کې ۵۴ کيلوګرامه هيروئين، ۸۹ کيلوګرامه تارياک او ۱۳۲ کيلوګرامه چرس شامل وو. د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.
د هرات پولیسو دې ولایت ته تر ۳۰ زرو ليټرو ډېرو الکولو د قاچاقو مخه ونيوله. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګذرې ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۱ زره او ۳۱۰ لېټره ايټايل الکول په ميرداود دروازه کې ونيول شول. دا الکول په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې هرات ښار ته قاچاق کړل شي. د دې موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.
د نشه يي موادو تر ۳۰ ډېر قاچاق کوونکي مجازات شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د علني غونډو په جوړولو سره د نشه يي موادو ۳۶ قاچاق کوونکي چې د ۲۸ پېښو په تړاو نيول شوي وو، له دوو کالو څخه نيولې بیا تر ۱۶ کالو پورې پر بند محکوم کړل. له نشه يي موادو سره مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل چې دا قاچاق کوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې نيول شوي دي، له دوی سره نژدې ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي مواد نيول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې هيروئين، ښيښه، چرس او تارياک شامل دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.