123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 20.11.2020

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ژر وتلو اغېز

Mashaalradio.com 

کارپوهان وايي د ډونلډ ټرمپ ادارې له لوري له افغانستانه د خپلو پوځیانو ژر اېستلو پریکړه ښايي دغه جنګ ځپلی هېواد کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي او د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د خبرو اترو روان بهیر چې وار له مخه په نازک پړاو کې دی، ورته زیان ورسوي. د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې موافقه شوې وه چې له مخه یې فیصله وشوه چې که طالبان ځیني شرطونه ومني نو د ۲۰۲۱م تر مې پورې به امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي. ځينې غوښتنې لا پوره شوې نه دي خو د هېواد دفاع وزارت د... Читать дальше...

مکسیکو کې د غلا په هدف جوړ شوى تونل کشف شو

Pa.azadiradio.com 

په مکسیکو کې چارواکي وایي، تر ځمکې لاندې داسې یو تونل یې کشف کړی چې د غلا په قصد جوړ شوی و. دا تونل په سیلایا سیمه کې د ۱۳۵ مترو په اوږدوالي جوړ شوی دی. د مکسیکو چارواکو ویلي، د دغه کار هدف دا وو چې له یوه خصوصي شرکت نه میلیونونه ډالر غلا کړي. ویل شوي، د دغه شرکت د خطر زنګونه هغه مهال فعال شول چې کله غله ورنژدې شول. غله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ پولې ته نږدې سيمې ته ننوتي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ځواکونه د نګورنو قره باغ پولې ته نږدې یوې سیمې ته ننوتلي دي. دا ګام د سولې له هغې هوکړې وروسته پورته کېږي چې د ارمنستان او اذربایجان د شپږو اونۍ اوږدې جګړې ته یې پای ورکړ. د اذربایجان د دفاع وزارت نن ( د نومبر په ۲۰مه) اعلان وکړ چې ځواکونه یې (اغدم) سیمې ته ننوتلي دي. دا د هغو دریو سیمو یوه ده چې د هوکړې له مخې باید د ارمنستان له ځواکونو نه اذربایجان ته وسپارل شي. د دفاع وزارت وړاندې ویلي، د اغدم سیمه کې یوه ورځ وروسته تر دې اذربایجاني ځواکونه ځای پر ځای شول چې ارمني ځواکونه ترې ووتل. Читать дальше...



هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نهو ميليونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په هند کې نن په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له نهو میلیونو واوښت. روغتیایي چارواکو وویل، تېره یوه اونۍ کې په اوسط ډول هره ورځ ۴۵ زره کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. هند کې تراوسه څه باندې ۱۳۲ زره کسان په کویډ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي. د روغتیایي سپارښتنو او ټولنیز واټن نه مراعاتول هند کې د کرونا ویروس د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي. د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته شویو شمېر نږدې ۵۷ میلیونو ته رسېدلی دی. امریکا د څه باندې ۱۲ میلیونه پېښو په درلودو په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې لري.

د هرات ښځینه فلم نړیوال فیسټوال شپږم پړاو

Pa.azadiradio.com 

د دغه فیسټوال په شپږم پړاو کې له ۱۲۲ هېوادونو څخه تر ۳ زرو ډېر فلمونه په دوه کټګوریو عمومي او د مېرمنو سینما په برخه کې د فلم جوړونکو لخوا په یاده سیالۍ کې نندارې ته وړاندې شول. دا چې غوره فلمونه کوم وټاکل شول او د دې فیسټوال جوړونکي څه وایي، د هیلۍ اسد په رپوټ کې ورته کتنه شوې:

"د استرالیايي ځواکونو له لوري بنديان شوي افغانان اوس رواني ناروغي لري"

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه کسان چې ارزګان کې یې د استرالیايي ځواکونو زندانونو کې وخت تېر کړی وايي په رواني ناروغیو اخته شوي دي. عبدالخالق د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند دیجوز حسن زوي سیمې اوسېدنکی دی چې اته کاله مخکې د استرالیا ځانګړو ځواکونو له خوا له خپلې کلي څخه د یوې چاپې پر مهال ونیول شو. هغه ازادي راډیو سره خبرو کې د نیول کیدو او بندي کیدو په اړه وویل: "لومړی یې ماته سپي راخوشې کړل، په لاسونو باندې یې وخوړلم، ما هغه سپي په لغتو وواهه او راڅخه لرې شول، بیایې راباندې را وښکاره، هغه ټپ ویني وکړي بیانو... Читать дальше...

لېنډا: د ځينو ځواکونو چلند د استرالیا د ارزښتونو استازیتوب نه شي کولای

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا د دفاع وزیره وایي، له کله نه یې چې افغانستان کې د خپل پوځ د جنګي جرمونو راپور کتلی، روغتیایي وضعیت یې خراب شوی دی. لېندا رینولډس نن ( جمعه) وویل چې د استرالیایي ځواکونو د یوې ډلې چلند د یوه هېواد له ارزښتونو استازیتوب نه شي کولای. هغه زياتوي: "فکر کوم هر چاته چې پوځي یونیفورم اغوندي یا یې دا جامه پر تن وي، ازار ورکونکې ده، خو که له بل پلوه وکتل شي، په واقعیت کې دا د استرالیا د دفاعي ځواکونو د ارزښتونو استازیتوب نه کوي، مونږ باید له دې سره چلند وکړو." د استرالیا د دفاع وزېرې ویلي،... Читать дальше...



قبايل دې په قانون سازۍ پوه استازي منتخب کړي: سېنېټر هدایت الله

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې په سېنېټ کې د باجوړ قبايلي سيمې استازی سېنېټر هدايت الله مېلمه دی. نوموړی دوه ځله سېنېټر منتخب شوی او په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې نېکټا ادارې د بورډ غړی دی. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.

بلوچستان حکومت د معذارانو درملنې لپاره درې اربه روپۍ ایښې دي

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې شا او خوا ۱۴۰۰۰ معذوره کسان د ټولنيزي ښېګړي سرکاري ادارې سره ثبت دي، یادې ادارې ته د حکومت لخوا هغوی ته د اسانتیاو ورکولو او درملنې لپاره درې اربه روپۍ په څانګړي توګه د ۲۰۲۰ ز او ۲۱ز کال لپاره څانګړې کړې دي. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.

د بدخشان خبریالان په مرګ ګواښل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې یو شمېر خبریالان وايي، له څه مودې راهیسې په مرګ ګواښل کېږي. په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي او په کابل کې د طلوع نیوز د پخواني ویاند یما سیاوش وژنې د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

بدخشان والي: د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلى

Pa.azadiradio.com 

په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلی دی. د بدخشان والي ذکریا سودا وایي، طالبان هڅه کوي چې په راغستان ولسوالۍ کې پراته دغه کان نه سره زر وباسي. هغه زیاته کړه: " اوس لپاره تاسو پوهیږئ چې د کانونو کار ډېرې پانګې ته اړتیا لري، تراوسه دوی له دې کانه کار نه اخلي، خو د کیندنې هڅې یې کوي، په خواشینۍ سره چې دا کان د طالبانو لاس ته ورغلی، خو د هغې سیمې او په ځانګړې توګه د دغه کان د بېرته نیولو لپاره زمونږ هڅې دوام لري." د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي... Читать дальше...

کابل او اسلام اباد نوى سند لاسلیک کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سند کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر او له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته لاسلیک شوی دی. د دې هوکړې د سند له مخې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ور کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن "جمعه" ازادي راډيو ته وویل، چې په دې هوکړه کې افغانستان، پاکستان او په پراخه کچه سېمه کې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیا او ولسي اړېکو په تړاو بنسټیز اصول ځانګړي شوي دي. Читать дальше...

"فایزر" د کرونا ویروس ضد واکسین د تایید ترلاسه کولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکت فایبر او د هغه جرمني شریک بیو اِن تیک به نن د امریکا له حکومته په بېړني ډول د کرونا ویروس ضد واکسین د تایید ترلاسه کولو هڅه وکړي. د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته دا غوښتنلیک په داسې حال کې سپارل کېږي، چې تمه کېږي په راروانو اوونیو کې د امریکا د درمل جوړولو بل شرکت موډیرنا هم د خپل واکسین د بېړني تایید لپاره غوښتنلیک وسپاري. دغو شرکتونو ویلي، چې د دوی له خوا جوړ شوی واکسین خلک د کرونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۹۵ خوندي کوي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا ون... Читать дальше...

د دنيا ګران بيه کوتره مو ليدلې؟

Mashaalradio.com 

په بیلجیم کې د پیپا په نوم د مارغانو د ساتلو یو مرکز ګرانبیه کونترې ساتي. یاد مرکز تېر کال یو نر کونتر په ۱۲ لکه یورو خرڅ کړی و، خو سږ کال یې خپل ریکارډ مات کړ او یوه کونتره یې په ۱۶ لکه یورو په ان لاین بولۍ خرڅه کړه. د کونترو اخیستونکی چینايي وګړی دی چې د ګرانبیو کونترو د نسل د زیاتولو په موخه پیسې لګوي. رویټرز خبري اژانس پر دې موضوع راپور لري چې نجیب عامر پښتو کړی دی.

"جو بایډن" په جورجیا ایالت کې هم ګټونکی اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په جورجیا ایالت کې په لاس د رایو تر شمېرنې وروسته منتخب ولسمشر جو بایډن په دغه ایالت کې هم ګټونکی اعلان شو. دغې بریا ډیموکرات جو بایډن د امریکا د ولسمشرۍ د نومبر د در‎ېیمې د ټاکنو د ګټونکي په توګه تایید کړ. د جورجیا ایالتي منشي براد رافنسپرګر وویل، له شک پرته دغه ایالت نن د بایډن بریا تاییدوي. غیر رسمي نتیجو ښوولې وه، چې جو بایډن په دغه ایالت کې تر ډونالډ ټرمپ ۱۴۰۰۰ رایې مخکې دی او د دغه ایالت د قانون له مخې د ولسمشرۍ یو کاندید باید نږدې ۵ میلیونه رایې خپلې کړي. جو بایډن د نوامبر... Читать дальше...

ډبليو ايچ او: پر کویډ۱۹ اخته کسانو ته دې د رمدسیویر درمل نه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یوه پلاوي سپارښتنه کړې، چې د کویډـ۱۹ ناروغۍ بستر شویو ته دې د روغېدو لپاره د رمدسیویر ویروس-ضد درمل نه ورکول کېږي. دغه پلاوي ویلي، دغه درمل د ناروغانو پر ژوندي پاتې کېدو یا د رغېدو د مودې پر لنډېدو «کوم مهم اغېز» نه لري. د روغتیا نړیوال سازمان دغو متخصصانو نن جمعه اعلان وکړ، د اوسنیو معلوماتو پر اساس، داسې شواهد نه شته چې رمدسیویر درمل دې په کویډـ۱۹ ناروغۍ اخته کس بهتره کړي. تر لومړنیو څېړنو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او په لسګونو نورو هېوادونو د... Читать дальше...

د غزني اوسېدونکي د "الیاس داعي" غږ پسې ارمان کوي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د الیاس داعي د راپورونو او غږ ځینې مینه وال په هغه پسې ارمان کوي. دوی وايي، د امنیتي راپورونو ترڅنګ الیاس داعي د تعلیم، روغتیا، کرنې، پرمختګ او ډېری نورو برخو کې د هغه راپورنه د پام وړ وو. مرتضی وردګ اته ویشته کلن ځوان دی. دی وايي، له وخته ازادي راډیو اورم، خو په ټولونو کې مې د الیاس داعي له ښکلي غږ سره زیاته مینه وه، تر ډېره به مې هیر نه شي. عبدالمجید ژړاند خبریال دی. دی وايي، د الیاس داعي په رنګه ډېر لږ خبریالان به په افغانستان کې پیدا کېږي، تولیدي راپورونه یې ډېر د ستاینې وو. Читать дальше...


Музыкальные новости
Аранжировка

Аранжировка Песен. Аранжировка Музыки. Создание Аранжировок.





Персональные новости
Концерт

Концерт в Клинской детской школе искусств им. П. Чайковского





بدخشان چارواکي: مایمي کې نښتې دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، د مایمي ولسوالي په مرکز کې نښتې لا دوام لري.   د دې ولایت د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني پرون ماخستن ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار به تازه دمې ځواکونه سیمې ته ولېږل شي.    هغه زیاته کړه: "دغو نښتو کې له بده مرغه امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي او طالبانو ته هم درانه تلفات اووښتي دي، مرستندویه ځواکونه د پنجشنبې په ماښام د هوا د خرابوالي له کبله ونه لېږل شول خو سهار وختي مرستندویه ځواکونه سیمې ته لېږل کېږي." د سیمې اوسېدونکو په بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال... Читать дальше...

ګلوبل پوسټ: استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نهه دېرش افغانان وژلي

Pa.azadiradio.com 

ګلوبل پوسټ ګلوب پوسټ د استرالیا د ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکیانو د وژلو موضوع څېړلې ده. دا امریکایۍ ورځپاڼه لیکي، د استرالیا ځانګړیو ځواکونو په افغانستان کې نهه دېرش ملکیان او بندیان په غیرقانوني ډول وژلي دي. ورځپاڼه زیاتوي، د استرالیا د نظامیانو تحقیقات چې په دې اړه یې څو کاله دوام وکړ، د پنجشنبې په ورځ اعلان شول او په کې څرګنده شوې ده چې په دې ډله کې یو شمېر کسان ژر اعدام شوې دي. د استرالیا د پوځ عمومي پلټونکي د دې پېښو په اړه خپله ارزونه په څلور سوه پنځه شپېته مخه ټکان ورکوونکي راپور کې خپره کړې ده. Читать дальше...

عبدالله عبدالله د ترکیې لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې وکړې.    ښاغلي عبدالله عبدالله ترکيې ته د سفر پر مهال د پنجشنبې په ورځ(د نومبر په نولسمه نېټه) د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار، بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او پارلمان د رییس مصطفی سینتوپ په ګډون له ګڼو چارواکو سره ولیدل.    د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "ترکیه به د سولې په برخه کې د ملګري هېواد افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ ته دوام ورکړي."... Читать дальше...

"کندهار ښار کې موټر بم چاودنې ۲ ملکیان وژلي"

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار د دریمې ناحیې په چوک کې د پنجشنبې په ماښام په موټر بم چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي دي.    دا خبره د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د پنجشنبې په ماخستن ازادي راډيو ته وکړه.   هغه زیاته کړه: "د کندهار د دریمي حوزې د چوک سره یوه موټر سایکل بم چاودنه کړې چي نتیجه کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او شل نور یې ټپيان کړي دي. په همدې پېښه کې زموږ د یادې حوزې مرستیال او یو بل سرتېری سطحي ټپيان شوي دي." د بارکزي په وینا دا چاودنه د دریمې حوزې د پولیسو پوستې ته نیږدې شوې ده. Читать дальше...

اروپايي کمېسیون ځینو برخو کې له بېلاروس سره همکاري کموي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون وړاندیز کړی چې اروپايي ټولنه دې د تجارتونو او امنیت د برخو په ګډون له بېلاروس سره همکاري کمه کړي خو مدني ټولنه او د چاپېریال ساتنې برخه دې خوندي او حتی پياوړې کړي.   دې کمېسیون د اروپايي ټولنې او بېلاروس  د اړیکو ارزونه کړې او د دې ټولنې ټولو ۲۷ غړیو هېوادونو ته یې لېږلې چې نسخه یې د ازادي راډيو مرکزي څانګې د پنجشنبې په ورځ لیدلې ده.  تر دې مخکې پرون د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو توافق وکړ چې دبېلاروس پر تجارتونو به هم بندیزونه ولګوي. اروپايي ټولنې دا پرېکړه د هغو اقداماتو... Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان د روسیې له لوري ډوما کې وروستی وړاندیز غندلی

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د روسیې هغه وړانديز غندلی چې له مخې يې افراد، بهرني استازي یا اجنټان ګڼل کېدای شي.   د روسیې د پارلمان په ولسي جرګه کې یوه مسوده لاس په لاس شوې چې له مخې به یې هغه کسان چې فنډ تر لاسه کوي، بهرني استازي بلل کېږي.    د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا مسوده په دې مانا ده چې د بشري حقونو مدافعین او مدني فعالان به تر تعقیب لاندي شي.    د نومبر په اتلسمه نېټه په سټېټ ډوما کې وړاندې شوې دې مسودې له مخې به هغه کسان چې بهرني اجنټان وپېژندل شي، په مدني خدماتو کې ګډون نه شي کولای او په حکومت کې به دنده نه شي کولای. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Московкой области сотрудник Росгвардии тренирует юных тхэквондистов


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина о смене гражданства: «Я никому ничего не доказываю. В меня поверил Казахстан, чему я очень рада»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Шашлыки и дача отменяются: аномальная погода на майские праздники в Москве, Питере и регионах





Путин в России и мире
Москва

Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

У помощника Лукашенко по общим вопросам нашли три квартиры в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Андрей Макаревич

Борис Галкин объяснил истоки поведения Макаревича* и других уехавших артистов



Москва

В Москве на проспекте Андропова столкнулись автобус и автомобиль

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net