مایا رعیدي له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د لبنان د ښکلا ملکې د اعزاز خاونده ده. په هغه هېواد کې شاوخوا هر کال د ښکلا کلنۍ سیالۍ کېږي چې پکې د بریا تاج د یوې نجلۍ په سر کېږي. نو رعیدي ولې تر اوسه د لبنان د ښکلا ملکه ده؟ ځواب یې د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د پاریس په یوه څنډه کې نژدې دوه زره افغان پناه غوښتونکي په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د هغوی سرپناوې کوچینۍ خیمې دي چې د مرستندویه ټولنو له خوا یې ترلاسه کړې دي.
اوس چې ژمی را روان دی، د هوا سړیدو یې دغه ستونزمن ژوند لاسخت کړی دی.
په بېلاروس پولیسو نن په لسګونو معترضان ونیول.
پولیسو په پلازمېنه مینسک کې د معترضانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او صوتي لاسي بمونو څخه کار واخیست.
اعتراض کونکي له قدرته د الکساندر لوکوشینکا د لیرې کېدو او د انتخاباتو د بیا کېدو غوښتنه کوي.
د بېلاروس په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.
دغه مظاهرې په اګست کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، پیل شوې دي.
د دغو مظاهرو له پیله څو معترضان وژل شوي او په زرګونو نور نیول شوي دي.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې ډاکټره سمېرا شمس وايي د اکسیټوسین په نوم د هغه ستنې په اړه د پوهاوي هلې ځلې یې پیل کړې دي چې د ماشوم زیږونې پر وخت مېندو ته ورکول کېږي.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وایي، د نوبل د سولې جایزه د ملګروملتونو دغې ادارې ته ځکه ورکړل شوې چې د نړۍ مشرانو ته یې خبرداری ورکړی چې راتلونکې ۲۰۲۱ کال به د خوړو له پلوه د نړۍ لپاره لا بد کال وي.
ډیویډ بیسلي له اسوشیتیدپرس آژانس سره په مرکه کې د هغو هېوادونو په کتار کې د افغانستان نوم هم اخیستی چې راتلونکې کال به یې لا ډېر وګړي د خوړو مصئونیت ونه لري.
هغه ویلي چې دا اداره راتلونکي کال د میلیونونو وګړو د مړولو لپاره ۱۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
پنځه ملیارډه یوازې د دې لپاره چې د قحطۍ مخه... Читать дальше...
د کابل ښار له اوبو ډک سړکونه چې کابل مېشتو ته يې ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.
نورو په ویډیويي راپور کې:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند او کندهار کې د پوځي عملیاتو پرمهال طالب جنګیالیو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په وژل شویو کې لسګونه طالب قوماندانان او پاکستاني جنګیالي هم شامل دي.
هغه زیاته کړه: "د وسله والو طالبانو له لوري په وروستیو تحرکاتو او وسله والو حملو کې نږدې یو زرو ۱۰۰ تنه طالب وسله والو ګډون کړی وو، یوازې په کندهار ۱۵۲ تنه او په هلمند کې څه باندې ۲۰۰ تنو طالبانو ګډون کړی وو چې ټول وژل شوي دي، همدارنګه د... Читать дальше...
څلور فضا نوردان به نن د لومړي ځل لپاره د سپس کریو ډراګان د ریزالینس په نوم فضایي بېړۍ کې نړیوالې فضایي اډې ته واستول شي.
د امریکا متحده ایالات وروسته له هغې چې د روان کال د پسرلې په پای کې یې یو آزمایښتي ماموریت کامیاب شو، هیله من دی چې له دې وروسته به د دا ډول فضایي ماموریتونو لړۍ دوام وکړي.
په دغه فضایي بیړۍ کې درې امریکایي او یو جاپاني فضانوردان فضاته استول کېږي.
د دوی بیړۍ به نن یکشنبې په سیمه وخت د ماښام شاوخوا اونیمې بجې د فلوریدا د کینیډې له فضایي اډې والوزي.
دغه څلورفضا نوردان... Читать дальше...
آیا هغه ځوانان چې د لوړو زده کړو له مؤسسو څخه فارغېږي د وړتیا، زیرکتیا او هڅو په اساس دولتي ادارو کې دندې ترلاسه کوي؟
په بلخ کې په دې اړه نظرونه مختلف دي.
ځیني د استخدام په برخه له شفافیت او ړونتیا خبرې کوي خو ځینې د ځوانانو پر وړاندې له شته خنډونو غږېږي.
۲۴ کلن فرید فیصل اوس اوس په بلخ کې د باختر اطلاعاتي آژانس د آمر په توګه ګمارل شوی.
هغه دوه کاله وړاندې د بلخ پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغ شو.
فیصل ازادي راډیو ته وویل چې کومه سیاسي متنفذه څېره پېژندله او نه یې دغې دندې ته د رسېدو لپاره چا ته پیسې ورکړي. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په دره ادم خيل تحصیل کې زرغون خيل قبيلې پر حکومت غږ کړی چې په سیمه کې دې د کويلې د کانونو او ځمکو د شخړو د حل لپاره جامع کمېټۍ جوړه کړي.
د کندهار خبریالانو نن یکشنبه په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي فاتحه واخیسته او له حکومت يې و غوښتل چې د نوموړي د وژل کېدو د قضیي په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.
صادق رښتینی په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو سندرغاړی معيز مومند مېلمه کړی وو. ده شاوخوا شپږ کاله مخکې سندرې پيل کړي او تر دې دمه يې يوازې د غني خان شعرونه ويلي دي. دی وايي، اکثره وخت خپلو کمپوزونو ته احساساتي او په ژړا شي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشره وايي: پر الیاس داعي په حمله کې د طالبانو د لاس لرلو احتمال تر هر چا زیات دی. ملالۍ بشير له پاتریشیا ګاسمن سره په دې ویډيو مرکه کې خبرې کړي. نور دلته وګورئ او شریک يې کړئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، له دوي سره داسې تصدیق شوي شواهد دي چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي.
ټاکل شوې چې ارمنستان د سولې د هغه تړون له مخې چې د نګورنو قره باغ پر سر د شپږو اونیو جګړې ته یې د پای ټکی کېښود، نن اذربایجان ته د لانجمنو سیمو د سپارلو بهیر پیل کړي.
د اذربایجان د چلبجار د سیمې اوسېدونکو چې له لسیزو راهیسې پرې ارمن ټبري واکمن و، خپل کورونه پرېښودل.
د ازادي راډیو د ارمني څانګې د راپور له مخکې یو شمېر اوسېدونکو مخکې له دې چې له خپلو کورونو ووځي هغو ته یې اور ورته کړ.
تر۱۹۹۰ لسیزې مخکې د چلبجار ډېری اوسېدونکي اذریان و چې پر سیمې د ارمن ټبرو د واکمني ترټینګېدو وروسته یې ډېر له دې سیمې وشړل شول. Читать дальше...
د کندهار، زابل، غزني او بادغیس خبریالانو نن په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي فاتحه واخیسته او د افغانستان له حکومته یې د هغه د وژلو د عاملانو د موندلو او سزا ورکولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
خبریالانو دا حمله د رسنیو پر ټولې کورنۍ حمله وبلله چې د دوی په وینا هدف یې د ټولنې د غږ غلي کول دي.
د کندهار پریس کلب مسوول جاوید احمد تنویر وویل چې له څو ورځو تېرېدو وروسته هم حکومت د الیاس داعي د قضیې په اړه خبریالانو او د خبریالانو بنسټونو ته معلومات نه دي ورکړي.
هغه زیاته کړه:... Читать дальше...
د اروپا د فوټبال د ملتونو جام سیالیو کې بېګاه شپه فرانسې پرتګال ته ماته ورکړه.
د نړيوالو ورزشي ویب پاڼو د خبر له مخې په دغو سیالیو کې فرانسې پرتګال ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او د پرتګال ټیم څلور غوره ټیمونو ته لاره پیدا نه کړه.
په یوه بله لوبه کې بیاد سویس او اسپانیا ټیمونه یو-یو مساوي شول.
په سمنګان ولایت کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې.
د افغانستان د وزلوبې فدارسیون رییس سیف الله تندغان ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو لوبو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالسیو شاه خوا ١٠٠ چاپندازانو ګډون کړی.
ښاغلی تندغان زیاتوي له دغو لوبو هدف د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو لپاره چمتوالی ده چې یوه میاشت وروسته په دغه ولایت کې جوړېږي.
نوموړی زیاتوي، چې له دغو لوبو وروسته به په کندز، بلخ او بدخشان ولایتونو کې هم ورته سیالۍ ترسره شي.
د افغانستان حکومت د پاکستان دا تور رد کړی دی چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
د پلازمېنې کابل له بیلابیلو سيمو 700 تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.د
ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د 700 مجرمینو د نېول کېدو خبر ورکوي.
ښاغلي صالح جرمي شبکو ته ګواښ کړی چې د نه تسليمېدو په صورت کې به له جدې چلند سره مخ شي.
امرالله صالح نن په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ټولو ولایتونو کې د مجرمینو د نیولو لپاره نوملړ جوړ شوی او ډېر ژر به اقدام وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح که څه هم د دغو مجرمینو د جرمنونو نوعیت نه دی مشخص کړی خو ویلي، چې د درې زره او شپږ سوه... Читать дальше...
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ بیا هم د افغانستان د سولې په روان بهیر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د راتګ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
رحمت الله افغان دغو ورځپاڼو ته کتنه کړې.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د سولې په روانو خبرو کې له ځانه تېرېدنه( انعطاف) باید دوه اړخیزه وي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له کم زیات دوو میاشتو راهیسې بین الافغاني مذاکراتو ته د چمتوالي لپاره په دوحه کې د تماس ډله ناستې لري، خو د ورځپانې په باور هیڅ ښکاره پرمختګ په کې نه لیدل کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د ویندوی هغه ادعاوې چې وایي، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي، په کلکه رد او هغه یې بې بنسټه وبللې.
دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان چې په خپله د ترهګرۍ ستر قرباني او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د هرې بڼې پر وړاندې د بې توپیره مبارزې سیاست ته ژمن دی، هیڅکله اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانونکو فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پېښور د کرنې په پوهنتون... Читать дальше...
ننګرهار کې سږ کال د نارنجانو حاصل پنځه برابره زیات شوی دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست ازادي راډيو ته په استولي خبر پاڼه کې ویلي، چې سږ کال په دې ولایت کې د نارنجانو په حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی راغلی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېر کال په دغه ولایت کې په شپږ سوه هکټاره ځمکه کې د نارنجانو له باغونو نه درې زره او شپږ سوه ټنه میټریک ټنه نارنجان ترلاسه شوي وو چې سږ کال یې حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی راغلی.
اوسمهال د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې په شخصي ځمکو کې د نارنجانو ستر باغونه کېنول شوي، چې د پراختیا په حال کې دي.
روان کال د افغانستان په ختیځ ننګرهار، لغمان و کونړ ولایتونو کې په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې د لیمو او مالټې باغونه جوړېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو باغونو کې ۲۲جریبه یې د مالټو او ۸۸ جریبه یې د لیمو دي.
د نوموړي په وینا، دغه باغونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د څه باندې پنځه میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامې، د لغمان په مهترلام او د کونړ ولایت په کوز کنړ او خاص کونړ کې د ۴۶بڼوالو لپاره جوړ شي.
د افغانستان... Читать дальше...
په نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو د کاري اعتصاب دوه میاشتې په پوره کېدو دي، خو لاهم معاشونه نهدي ورکړل شوي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوه میاشتو يې په ولایت کې ډاکترانو د معاشونو او نورو امتیازاتو د نهورکړې له امله کاري اعتصاب کړی چې ولسونهيې ستونزو سره مخ کړي.
د دواب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي: "دې روغتون کې درمل نهشته له مسېوال نه راغلی یم. یوه ښځینه ناروغه مې راوستې ده. ډاکتران دلته مسافر دي، د هغوی معاشونه هم نهشته. هغوی به خپل کور وساتي که موږ ته ناروغانو ته به درمل پیدا... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Новак Джокович в пятый раз получил спортивный «Оскар» как атлет года
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Экологический телемост регоператора МСК-НТ связал школьников Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Путин утвердил закон о справедливой оплате сверхурочной работы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Моргенштерн
Моргенштерну* не нужны деньги? Рэпер рассказал о своем отношении к богатству
Москва
Незабываемй Фрунзик Мкртчян
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net