پر کابل پوهنتون ننني برید کې ۱۹ کسان ووژل شول
پر کابل پوهنتون ننني برید کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول چې ډیری یې محصلین او د کابل پوهنتون استادان وو.
پر کابل پوهنتون ننني برید کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول چې ډیری یې محصلین او د کابل پوهنتون استادان وو.
ډاکټران ويره څرګندوي که حکومت د کورونا دوېمې څپې مخنيوي لپاره د اوسه نه کوټلي ګامونه پورته نکړل نو روانه څپه به د ړومبي په نسبت زيات خطرناک وي.
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په دریېمه ترسره کیږي چې په کې ددې هیواد ولسمشر ډنالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ کاندید دی. ډیموکراټ سیال یې جو بایډن بیا پخوانی مرستیال ولسمشر دی. په دې راپور کې د ډانالډ ټرمپ شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد بجوا سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پهدې کتنه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د افغان سولې د بهیر په تېره بیا د پولو د ټینګښت د مېکانېزم او په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وشوې. د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خلیلزاد په سیمه کې د سولې د ټینګېدو لپاره یوه ګډ هدف ته په رسېدو کې د پاکستان هڅې وستایلې. Читать дальше...
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له امله په تېرو شپږو ورځو کې ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
په کابل پوهنتون کې نننۍ برید د درې بریدکوونکو په وژلو پای ته ورسېد.دا خبره د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته کړې. ښاغلي آرین نهدي ویلي چې وژل شوي او ټپیان څوک دي، خو ویلي یې دي په دې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی چې د پېښې پر مهال په درسي خونه کې و، ازادي راډیو ته وویل چې ډېره مرګ ژوبله د دوی د پوهنځي محصلینو ته هم رسیدلې چې تر اوسه یې دقیق شمېر نهدی معلوم. د کابل نننۍ پېښه مختلفو لورو په کلکه غندلې. Читать дальше...
ارین د وسله والو بریدګرو کره شمېر و نه ښود خو وايي چې د محصلینو او د کابل پوهنتون دننه کسانو د ژغورلو لپاره، د پولیسو ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
په بېلاروس کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې د وروستیو ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې په پلازمېنه مېنسک کې له ۲۰۰ زیات کسان نیولي دي. پرون یکشنبې (د لړم ۱۱مه) په زرګونو کسانو په مېنسک کې په یوه مظاهره کې ګډون کړی وو او له واکه د الکساندر لوکا شېنکو د لېرې کېدو غوښتنه یې کوله. په بېلاروس کې دغه اعتراضونه په اګسټ میاشت کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکا شینکو یې ګټونکی اعلان شوی، پیل شوي دي. په ورته وخت کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وایي، کره شواهد شته چې د دغو انتخاباتو په نتیجه کې لاس وهنه شوې ده. Читать дальше...
د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په درېيمه حوزه کې د ماين چاودنې په یوه پیښه کې ۷ ملکيان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه د درېيمي حوزې په بولان سيمه کې شوې ده. نوموړي طالبان تورن کړل چې دغه ماين یې ځای پرځای کړی و، خو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وايي، په وروستیو اوونیو کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. ده د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، وضعیت د اضطراب حالت ته نهدی رسیدلی، خو پهکار ده چې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي. ده وویل، په دولتي ادارو کې د ماسک کارول جبري شوي او له خلکو هم هیله ده چې د ماسک د کارولو ترڅنګ ټولنیز واټن جدي ونیسي. ده دا هم وویل، که احتمالاً د کرونا وېروس دوهمه څپه راستنه شي، دوی ورته له مالي... Читать дальше...
نن په کابل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کورش لوبې پيل شوې. د افغانستان کورش فدراسیون فني او مسلکي مرستیال محمد اشرف تقدیر نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا لوبې چې درې ورځې به دوام لري، له ولایتونو لس لوبډلو او له ایران او پاکستان څخه هم له راغلو کډوالو دوو تېمونو ګډون کړی دی. ښاغلی تقدیر وایي، دا لوبې د کورش ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د انتخابولو په موخه ترسره کوي.
په داسې حال کې چې لا هم ورته لسګونه ناروغان د بستر په کټونو پراته دي، په جلالاباد کې د 'نښتر پښتورګو درملنې روغتون ' ډاکټرانو د کاربندیز خبرداری ورکوي. دوی ادعا لري چې د تېرو څو میاشتو معاشونه یې ځنډېدلي چې له امله یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. د یاد روغتون ډاکټران وایي، له تېر نږدې یو کال راهیسې ورسره د حقالخطر د امتیازاتو قراردادونه لاسلیک شوي، خو تر اوسه ورته دغه امتیازات نهدي ورکړل شوي. د دوی له ډلې الفت الله ذاهد وویل چې د روغتون مسؤلین ورته د اضافه کارونو امتیازات هم نه ورکوي چې له کبله یې دوی کاربندیز ته اړ شوي دي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ 'ای. پي. اېل' سیالیو په لړ کې نن دوشنبه (د لړم ۱۲مه ) ډیلي کپيټل او رایل چېلنجرز بنګلور لوبډلې سره مخامخ شي. هره لوبډله چې دا لوبه وګټي هغه به د سیالیو په جدول کې دوهم ځای غوره کړې. اوسمهال دواړه لوبډلې د نومرو په جدول کې د ۱۴-۱۴ نومرو په لرلو دوهم او درېیم ځای لري. ممبي انډینز بیا د دې سیالیو لومړۍ ځای خپل کړي دی، اتلس نومرې لري او بل پړاو ته يې تګ حتمي شوی. سبا به د لومړۍ پړاو په وروستۍ لوبه کې سنرایزر حیدراباد او ډیلي لوبډله سره مخامخ شي. د... Читать дальше...
د کابل ساحلي فوټبال غوره لیګ لوبې نن پيل شوې. د افغانستان فوټبال فدراسیون د نشراتو مسوول فیروز مشعوف نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه ) ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې به اته ټیمه په لیګ سیستم کې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي. د ښاغلي مشعوف په خبره، دا لوبې به دوی سره مرسته وکړې څو ساحلي ملي لوبډلې کې نوي څېرې جذب کړې. دی زیاتوي، نن په دوه بېلابېلو لوبو کې شریفي سپورټ ۷ د ۱ پر وړاندې افغان کلپ ته او د مرادخاني لوبډلې ۸ د صفر د سباوون لوبډلې ته ماته ورکړه. دا لوبې به ۱۵ورځې دوام وکړي.
کابل پوهنتون ته نن له غرمې مخکې وسلهوال بریدګر ننوتلي. وېرهیې شته چې محصلینو او استادانو ته به مرګژوبله اوښتې وي. د کابل پوهنتون استاد محمد امیر کامهوال چې د برید پر مهال په کابل پوهنتون کې و، وايي چې لا هم ډزې روانې دي، خو پولیسو ساحه کلابند کړې. صفيالله ستانکزي له استاد کامهوال سره خبرې کړي او له هغهیې لومړی پوښتنه کړې چې د سترګو لیدلی حال یې څه دی؟ د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د سرپل د ښاروالۍ مرستیال نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) د ناپیژندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو. د سرپل د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې ویلي چې مرستیال ښاروال عنایت الله فیضي نن سهار اته بجې د ښاروالۍ د ودانۍ په مخ کې وسله والو په ډزو وواژه. ویل شوي چې هغه له دې مخکې ویلي و چې څو ځلي ورته پر ټیلفون ګواښونه شوي خو پولیسو ته یې خبرنه و ورکړی. د سرپل پولیسو ویلي چې وسله وال په تېښته بریالي شوي او د پیښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل پوهنتون کې د برید کونکو د ځپلو لپاره له احتیاطه کار اخېستل کیږي چې محصلانو او نورو تو زیان ونه رسېږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) له غرمې مخکې یو شمیر وسله وال چې هغه یې شمیر یاد نه کړ، د پوهنتون انګر ته دننه شوي او ډزې کوي. ښاغلي ارین زیاته کړه: "د دې لپاره چې محصلانو او هغوی ته چې په داخل کې دي، زیان ونه رسېږي له ډېر احتیاطه کار اخېستل کېږي او د ترهګرو د ځپلو لپاره له هر امکانه استفاده... Читать дальше...
د ژمي په رانږدې کېدو سره، یو شمېر کابل ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي. دوی وايي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې ډېره لږه برېښنا لري او د دوی اړتیاوې نهشي پوره کولای. د کابل ښار دوو اوسېدونکو عادل اشنا او احسانالله ازادي راډیو ته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۲» وویل: "زموږ کور د کارتې نو په قلعه برقي کې دی، مخکې برېښنا ښه وه، خو اوس کله وي او کله نهوي. کله یوه ورځ وي او یوه ورځ نهوي او چې وي هم حتی اب ګرمي پرې نهتودېږي. یخني شوې، برېښنا ته اړتیا ډېره ده." "دلته د برېښنا ستونزه ډېره ده، کله وي او کله نه، خو د پوښتنې یې څوک نهشته. Читать дальше...
په داسې حال کې چې لا هم په ننګرهار کې ګڼې مېرمنې له ناچارۍ او بې کارۍ ځورېږي، د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست وایي، ۳ زرو میرمنو ته یې د غالۍ اوبدلو لارې چارې برابرې کړي دي. د ننګرهار د کلیو او پراختیا رئیس امان الله میاخېل وایي، دغه پروګرام یې په جلال اباد ښار او پنځو ولسوالیو کې د کډوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه برابر کړی چې ښه نتیجه یې ورکړې ده. ښاغلي میاخېل زیاته کړه:"د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا برنامې له لارې هغو هېوادوالو لپاره چې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه راستانه شوي... Читать дальше...
د خوست-کابل پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د یوه پخواني غړي په ګډون دوه تنه مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي. د پکتیا د ترافیکو مدیر شفیقالله ننګیال ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د تېرې کوتل په لوړه څوکه کې تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له عمومي سړک واوښت او یوې لویې ژورې کندې ته ولوېد. په پېښه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی حمیمالله عبید ځدراڼ او د هغه مور خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پېښه کې د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ ښودل شوی. Читать дальше...
چارواکي په پکتیا کې په یوه چاودنه کې د دوو سرتېرو د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان لطفالله کامران ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د ګردېز-زرمت د لویې لارې په اوږدو کې د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د نېک نام په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټربم مخکې له دې چې پر یوه بس والوزي، د امنیتي ځواکونو لهخوا په نښه او وچاودېد. هغه زیاته کړه: "موټربم هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه شوی چې له چاودنې سرهیې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی." د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
په مولدووا کې د ولسمشرۍ لپاره دوهم ځلي انتخابات ترسره کېږي. د دې هېواد د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون لهخوا د ولسمشرۍ د تېرې ورځې د انتخاباتو تقریباً د ټولو شمېرل شویو رایې نتیجه ښیي چې یو کاندید هم په دې نهدی بریالی شوی چې په ۱۰۰ کې ۵۰+۱ رایې وګټي. لوېدیځ پلوې کاندیدې مایا سندو په ۱۰۰ کې ۳۶ او د هغې سیال روس پلوي ایګوردودان په سلو کې څه کم ۳۳ رایې ګټلې دي. د ولسمشرۍ دوهم دور انتخابات به دوه اوونۍ وروسته د نومبر په ۱۵مه ترسره کېږي. مولدووا چې شااوخوا درې نیم میلیونه نفوس لري او د اروپا یو بېوزلی... Читать дальше...
سبا سې شنبه (د لړم ۱۲مه) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. مخکې تر مخکې شاوخوا ۹۰ میلیونه امریکایانو خپلې رأیې کارولي دي. د کرونا وبا د خپرېدو له کبله ډېر امریکایان په الکترونیکي بڼه او یا هم د پوسټ له لارې رایې کاروي. پرون دوشنبه (د لړم ۱۱مه) هم دواړو کاندیدانو په بېلابېلو ایالتونو کې د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې غونډې وکړې. د امریکا ولسمشر او د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستي پړاو کې له انتخاباتو وروسته د ناوړه پېښو د احتمال پر وړاندې خبرداری ورکړ. Читать дальше...
۲۱۵ ميوند قول اردو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون د له ۱۰ زیاتو وسلهوالو د وژلو خبر ورکوي. دغې قول اردو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ وسلهوالو طالبانو د ناوې ولسوالۍ اړوند مومن خان سيمه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په اکمالاتي کتارونو د بريدونو پلان درلود چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او د هوايي ځواکونو په مرستهيې پلان شنډ شو. د قول اردو په وینا د دغو بریدونوپه نتیجه کې د وسلهوالو طالبانو د يوه قوماندان ملا باريداد په... Читать дальше...
د خوست یو شمېر اوسېدونکي چې د دې وچې میوې کاروبار کوي وايي، حاصل یې ښه دی خو په کور دنننه یې بیې تيټې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.