د پاکستان د مترقي او جمهوري زده کوونکیو اتحادیې د خپلو غوښتنو لپاره د نومبر پر ۲۷ په ټول هېواد کې خپل کلنی احتجاج کوي.
پروسږ کال هم پر دې نېټه د پاکستان تر پنځوسو زیاتو ښارونو کې په زرګونو زده کوونکیو مظاهرې او احتجاج کړی وو. دوی په پوهنتونونو کې د زده کونکیو د اتحادیو بحالولو، د جنسي ځورونو مخنیوي، په فیسونو کې د کمښت او نورو سهولتونو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کورونا وبا مخنیوي لپاره یو وار بیا د تعلیمي ادارو د بندولو اعلان کړی دی. په دې حالاتو کې به دا زده کوونکي خپل احتجاج څنګه... Читать дальше...
د افغانستان د ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال چې په ژنیو کې جوړ شو، هیوادونو او ادارو له افغانستان سره د څو ملیاردو ډالرو مرستې د اعلان تر څنګ یو شمېر اندېښنې هم مطرح کړې. له دغو اندېښنو څخه یوه یې په راتلونکي کې له طالبانو سره تر احتمالي موافقې وروسته د ښځو د حقونو په اړه وه.
د روسیې دفاع وزارت وایي، د متحد ایالتونو یوه جنګي کښتۍ وروسته له هغې د روسیې د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه چې خبرداری یې ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت په بیان کې ویلي دي چې د "یو. اېس. اېس. جان اېس مککین" په نوم امریکایي بیړۍ د لوی پیټر په خلیج کې نن دوه کیلومتره د روسیې اوبو ته ننوتې وه چې د اډمیرال وینوګرادوف بیړۍ له خبرداري وروسته بیرته په شا شوه.
په ارام سمندر کې د امریکا سمندري خواکونو په یوه بیان کې پرته له دې چې دې پیښې ته اشاره وکړي ویلي دي چې دوی ازادانه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.
باميان ولايت کې دوو چاودنو ۱۴ تنه وژلي او ۵۰ نور ټپيان دي.
د باميان مرستيال والي عتيقالله عتيق دغه پېښه تأييدوي.
د سيمهييزو چارواکو په وينا په وژل شويو کسانو کې يو ترافيک او په ټپيانو کې دوه امنيتي ځواکونه شامل دي.
د باميان امنیه قوماندان رضا يوسفي وايي چې دغه چاودنې د سې راهي شفاخانې سيمه کې په يوه وياله او يوې کراچۍکې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله وې.
تر اوسه کوم کس يا ډلې د دې چاودنو مسؤليت نهدی منلی.
باميان د افغانستان په مرکز کې له امنو ولايتونو شمېرل کېږي. په دغه ولايت کې چاودنې په تېرو دوو لسيزو کې بېمخينې دي. Читать дальше...
په هلمند کې د ځوان فکر په نوم مدني ټولنې نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي او د پخواني ژورنالېست یما سیاوش د قاتلانو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه وکړه.
د دې ټولنې مشر نور علي نوري ازادي راډیو ته وویل: "ځوانان، قومي مشران او خبریالان زموږ په ټولنه کې راغونډ شوي وو، له دولته مو وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او له طالبانو مو وغوښتل چې خبریال خپل هدف ونه ګرځوي."
په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال الیاس داعي له نننه دولس ورځې مخکې په لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو... Читать дальше...
د ارزګان چارواکي وايي په دې ولایت کې پر ۱۰۶۶۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سرې ویشي.
د ارزګان چارواکې وايي، دغه مرستې د وچکالي او جګړو ځپلو بزګرانو سره کوي.
د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت د جګړو پر مهال زراعت ته زیات زیان رسیدلی دی.
په دې اړه نورحال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی کېږي:
په کابل کې د پینګ پانګ ملي لوبدلې ته د لوبغاړو د غوراوي لپاره، د نارینو او مېرمنو د پنځلسم پړاو سیالۍ تېره ورځ پېل شوې.
د ملي المپیک کمېټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو لوبو کې له ۱۵ ولایتونو ١٠٣ نارینو او ٣٦ مېرمنو ګډون کړی.
د نوموړي په خبره، دا لوبې چې په بېلابېلو ګټه ګوریو کې دي، شپږ ورځې به دوام وکړي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې له دغو لوبغاړو به شل غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته غوره شي.
په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لوبې وسایلو یوه تولیدي فابریکه پرانېستل شوه.
دغه فابریکه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په مالي همکاري جوړه شوې ده چې په یوه ورځ کې د سل بېټونو او وېکټو د تولید ظرفیت لري.
د ننګرهار د صنعت او سوداکرۍ رئيس محمد حسن محسن وایي، دم ګړۍ دغه فابریکه یوازې د ننګرهار بازارونو لپاره د کرکټ لوبې وسایل چمتو کوي او هڅه دا ده چې د تولید ظرفیت لوړ او نورو ولایتونو ته هم واستول شي.
دا فابریکه داسې مهال په کار پیل کوي چې له دې وړاندې د کرکټ د وسایل په ګډونو د نورو... Читать дальше...
کرکټ بورډ وایي چې تېره ورځ یې په ننګرهار کې له ١٩ ښکته او له ٢٣ کلونو ښکته یا "اېمریجنګ" ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو د پېژندلو لپاره ٧١ ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغاړي به په بېلابېلو برخو کې تمرینونه وکړي او له ١٩ کلونو ښکته ملي ټیم ته به ترینه ١٥ غوره لوبغاړي انتخاب شي.
ښاغلی فرید زیاتوي چې اېمرجنګ یا له ٢٣ کلونو ښکته لوبډلې لپاره به هم غوره لوبغاړي وټاکل شي.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د "افغانستان ۲۰۲۰ " جینوا کنفرانس ته وویل چې د افغانانو لومړیتوب سولي ته رسېدل دي. ولسمشر غني په دغه ویډیويي پیغام کې همداراز وویل چې سولې ته په رسېدو کې افغانان او نړیواله ټولنه ګډ لیدلوری لري.
چین نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) له سپوږمۍ څخه د خاورو او ډبرو د نمونو ټولولو او ځمکې ته د راوړلو په نیت یوه ستور بیړۍ وتوغوله.
د چانګ پنځه په نوم دغه ستوربیړۍ نن سهار وختي د لانګ مارچ پنځه په نوم د توغندي په وسیله د هینان ولایت په جنوب کې د فضا په لور روانه شوه.
د دې ماموریت مرستیالې ژینګ یوهوا وویل: "سپوږمکۍ په بریالیتوب وتوغول شوه که څه هم دا لا پیلامه ده."
که دا ماموریت بریالی شي دا به د امریکا له متحد ایالتونو وروسته په تېرو شااوخوا ۴۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې یو هېواد د سپوږمۍ خاورې او ډبرې مځکې ته راوړي.
نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د جنیوا نړیوال کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د لاندې مرستو اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر
بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه
جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالره
کاناډا د راتلونکو درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره
هالند ۲۲۰ میلیونه ډالره
ډنمارک د راتلونکو... Читать дальше...
په جنیوا کې د افغانستان نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره د راتلونکي څلورو کلونو په مخه د نویو مرستو ژمنې وکړې او د مرستو د اعلانولو دغه لړۍ روانه ده.
د افغانستان د مالېي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي شېبه مخکې وویل چې نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) تر غرمې مخکې نړیوالو له افغانستان سره د نژدې ۶ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وکړې او د ټولو مرستو اندازه به تر غرمې وروسته معلومه شي.
ښاغلي مسجدي وویل چې تر اوسه د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوال بانک په ګډون د افغانستان یو شمېر سترو مرستندویانو د کېدونکې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله د افغانانو لومړیتوب دی.
اشرف غني په جنیوا کې نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د افغانستان لپاره نړیوالې غونډې ته له کابله په ویډیو کنفرانس کې وویل: "د افغانستان د خلکو اصلي لومړیتوب څه دی؟ سوله ده. نن زموږ د افغانستان خلک، حکومت او نړیواله ټولنه یو ګډ لرلید لرو؛ هغه یو خپلواک، متحد او ډیموکراټ افغانستان دی چې په کور دننه، له سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب توان ولري."
بل لور ته د جنیوا کنفرانس ته نن د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
ولسي جرګې خپله دروازه وروسته له هغې وتړله چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ د جنیوا کنفرانس په څنډه کې په خپله وینا کې د ملي شورا غړي په فساد تورن کړل.
ښاغلي صالح په خپلو خبرو کې وویل چې د ملي شورا یو شمېر غړي د کابینې غړي د ګوښه کولو له تهدید سره د خپلو غیرقانوني غوښتونو منلو ته اړ باسي.
ښاغلي صالح دا هم وویل چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نوی جوړ شوی کمېسیون به د ملي شورا د دې غړو لاس له فساد، د ځمکو له غصب، جعل کارۍ او اختلاس را لنډ کړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا... Читать дальше...
خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د جینۍ او هلک تر منځ توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول پدې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بیلګو څخه دي.
د ننګرهار یو شمېر ځایي اوسېدونکي د ولسي تړون ملي پروګرام پر فعالیتونو نیوکه کوي.
دوی وایي، د یاد پروګرام په پروژو کې فساد او کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې د پروژو پر کیفیت بده اغېزه وکړي.
رحمان الله د ننګرهار اوسېدونکی دی، ده ۱۲ ورځې د خپل کلي د خوړ پر غاړه د ولسي تړون له خوا په یوه جوړ شوي استنادي دېوال کې کار کړی دی، خو هغه پر دې دیوال له شوي کاره خوښ نه دی.
رحمان الله وایي، د ولسي تړون پروګرام د مسؤلینو له خوا د کمزوري نظارت له کبله هسې چې په پام کې وه او باید شوي وای، معیاري کار ونه شو او پرېمانه پیسې بې ځایه لاړې. Читать дальше...
سږکال د نوومبر ۲۵مه یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د نورو سیمو په شان خوست کې هم ښځې د تاوتریخوالي د بېلابېلو ډولونو قرباني دي.
خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د نجلۍ او هلک ترمنځ توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بېلګو څخه دي.
د فضیله حکیمي په نوم د ښځو یوه مدافع وکیله وايي، د ښځو پر وړاندې... Читать дальше...
په بلوچستان کې د نښې ويشتلو لوبه خپل مينه وال لري چې ځانګړي ټوپکونه کاروي. د دوی په وینا دا لوبه له پلرونو او نيکه ګانو په ميراث کې ورپاتې ده. د بلوچستان په پښین ضلع کې د نښې ويشتلو يوې سيالۍ په اړه د صمد شبنم وېډیویي راپور وګورئ.
نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د جنیوا نړیوال کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د لاندې مرستو اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر
بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه
جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالره
کاناډا د راتلونکو درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره
هالند ۲۲۰ میلیونه ډالره
ډنمارک د راتلونکو درې کلونو لپاره ۶۴... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو استازې دبرالاینز وویل، افغانستان باید مخته حرکت وکړي، شاته لاړ نه شي.
دبرالاینز په جینوا کې د افغانستان په اړه نن د دوه ورځنۍ غونډې په دوهمه ورځ دا ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
دې هغو ستونزو ته هم اشاره وکړه چې افغانان ورسره مخامخ دي.
هغې زياته کړه: "موږ ټول پوهېږو، چې د شخړو کچه خورا لوړه ده، باید راکمه شي په میلیونو افغانان لاهم له خپل هېواده بهر پاتې دي او په زرګونو نور د افغانستان دننه بېځایه شوي دي."
د ملګرو... Читать дальше...
په کندهار کې امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د پنجوایي په ولسوالي کې طالبانو تېره شپه د یخچال په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په ځوابي برید کې درې طالبان وژل شوي او درې تنه یې ټپیان شوې دي.
طالبانو د دې حملو په اړه څه نه دې ویلي.
د بشري حقونو د څار ډله ( هیومن رایټس واچ) وایي، د روسیې پارلمان باید دا نوې لایحه رد کړي چې چارواکو ته دا واک ورکوي چې هغه ویبپاڼې بلاک کړي چې د روسیې په دولتي رسنیو کې خپاره شوي معلومات سانسوروي.
د بشري حقونو د څار ډله وایي، که دا لایحه تصویب شي له دې سره به په روسیه کې سانسور زیات شي.
د اروپا او اسیا لپاره د بشري حقونو همغږه کوونکې انستیزیا زلوبینا په یوه بیان کې وویل، که دا لایحه تصویب شي خلک به د اطلاعاتو له ترلاسه کولو محروم شي.
دغه لایحه د نومبر په نولسمه پارلمان ته وړاندې شوه.
ټرمپ انتخاباتي نتيجې منلې نه دي البته ويلي دي چې د فيدارلي ادارې له خوا د واک انتقالولو د پروسې پيلولو له پرېکړي سره رضا دی.
محمد حنیف اتمر په جینوا کې دی چېرته چې د "افغانستان ۲۰۲۰" لوی مرستندویه کنفرانس د مرستو د جلب په هدف جوړ شوی. له ښاغلي اتمر سره صفي الله ستانکزي خبرې کړي دي.
له هغه یې د افغان سولې د هڅو، د مرستو د جلب د څرنګوالي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د پروګرامونو په اړه پوښتنې کړي دي
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Шнайдер проиграла Бадосе на старте турнира WTA в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о сохранении экологии Севастополя
Путин в России и мире
Москва
Путин наградил гендиректора Музеев Московского Кремля орденом «За заслуги перед Отечеством»
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Variety: актер Леонардо Ди Каприо сыграет Фрэнка Синатру в байопике Скорсезе
Москва
Свыше 20 зданий приведут в порядок в рамках капремонта поликлиник в ВАО
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net