د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي په پاکستان کې یې له کورونا وايرسه اغېزمنو تر ۵۰ زرو زیاتو بې وزله افغان کډوالو کورنيو ته دولس دولس زره روپۍ نغدې مرستې ورکړې او په راتلونکې کې به له ځينو نورو کورنيو سره هم خپلې مرستې جاري ساتي.
د يو اېن ايچ سي ار په پاکستان کې وياند قيصر خان اپرېدي د نومبر پر۱۲مه مشال راډيو ته وويل د سږني کال له مې مياشتې راهيسې د پاکستان سيفران وزارت او پاکستان پوسټ افس په مرسته يې د ملک په بېلا بېلو سيمو کې ميشتو غريبو افغان کډوالو کورنيو ته امدادي رقم ورکول شورو... Читать дальше...
په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي نن (پنجشنبې) د ده په موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو. داعي ۳۳ کلن وو او له ۲۰۰۸م کال راهیسي يې له ازادي راډيو سره کار کاوه. نور په دې ویډيو کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ.
د پاکستان د روغتيا څانګې چارواکي وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په وايرس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
کابل په دغو ورځو کې له پنځه میلیونه زیاتو انسانانو کوربه دی، له ګڼې ګوڼې په دغه ډک ښار کې د طالبانو د حاکمیت او په ښاریانو د دوی د محدودیت په اړه اوس هم خلک کیسې کوي.
په ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په شپږمه طالبان کابل ته ننوتل او په کابل ښاریانو یې زیات محدودیتونه له هغې ډلې، د موسیقي اورېدو، له محرم پرته له کوره د ښځو راوتل، له زده کړو د دوی بې برخې کېدو په ګډون بېلابېل بندیزونه ولګول.
کابل ښاریانو وايي، دغې ډلې د دوی د تعریف پر اساس سخت اسلامي قوانین پلي کړل.
د کابل اوسېدونکي محمد اسلیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
ګلګت بلتستان سيمه په تاريخي ډول د جمو او کشمير نوابي رياست برخه وه.
په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونو په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال پر هدفي وژنه خواشیني څرګنده کړې ده.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارزدافیر راس ویلسن پر خپله ټويټر پاڼه په دې اړه لیکلي:"زه د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي وحشیانه حمله په سختو ټکو غندم. دا د رسینو پر ازادي یوه بله حمله ده. پر خبریالانو دا حملې باید ژر تر ژره ودریږي. زه د الیاس داعي کورنۍ او په ازادي راډيو کې د هغه همکارانو ته خپل تسلیت وړاندې کوم."
په کابل کې د برېتانیې سفارت د پنجشنبې (د لړم ۲۲مه) په ورځ پر... Читать дальше...
مریم نواز وايي: ''هر ګوند خپله ايجنډا او خپله پالیسي لري. پر هېچا هېڅ جبر نشته. موږ په ځينو خبرو همغږي يو چې په راتلونکې کې به هم انشاالله همداسې وي. زموږ د ټولو بيانيه تقريبا يو شان ده.''
د اسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن د نومبر پر ۱۲مه، د هېواد وګړو ته پر دې موضوع د رپورټ تر خپرېدو مخکې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دې د اسټرالیاويو ځانګړو پوځیانو
په کابل کې د فوټسال د غوره لیګ سیالیو د وروستي پړاو پچه اچونه ترسره شوه چې له مخې يې صداقت، طاها، پیشتاز، سنايي او همای حرمت لوبډلې په لومړي او شهید نسیم، ظاهر اسد، شریفي سپورت او اطمینان لوبډلې په دوهم ګروپ کې راغلې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هر ګروپ دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته ځي او د سیالیو اتله او نایب اتله لوبدله به د افغانستان د فوټسال غوره لیګ سیالۍ چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې به ترسره شي، لاره پيدا کړي.
دغه سیالۍ نږدې شل ورځې وړاندې په کابل کې د ۱۶... Читать дальше...
افغان کرکټ بورډ وايي، د "اې.پي.اېل" یا د افغانستان پریمیر لیګ سیالۍ بیا پیلوي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي تېره ورځ له ملي ټلوېزیون سره د افغانستان د کورنیو سیالیو د خپراوي او تنظیمونکي د لس کلن تړون لیک د لاسلیک په غونډه کې وویل چې د "اې.پي.اېل" سیالۍ به بیا پیل شي.
ښاغلي یوسفزي وویل: "له دې وروسته د افغانستان شل اورېزه غوره لیګ لوبې به یوځل بیا پیل شي او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري زموږ لیګ روڼ بلل شوی او ادارې ته یې د یاد لیګ د لوبو کولو اجازه ورکړې او موږ به وکولی شو چې دغه لیګ... Читать дальше...
"واک" د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ژغورنې غورځنګ دی، چې اوس د بلوچستان یو شمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم وغځېد، او هلته خپلې څانګې او یو شمېر ښځینه غړې لري. واک تحریک دوه کاله وړاندې جوړ شوی وو چې اوس په پېښور، کوټه او کابل کې څانګې لري، او ګڼې ښځې او نجونه ورسره مل دي. د واک د مشرانو په وینا، دوی په پښتنه ټولنه کې د ښځو د سیاسي پوهې، د دوی پر حقونو، د سیمې پر حالاتو او ټولنیزو مسلو پشمول پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه او غونډې کوي. د تاندې هیلې د دې اوونۍ په خپرونه کې د واک غورځنګ د بلوچستان څانګې د غړو خبرې اورئ.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ازبکستان د "ترهګریز" تحریک مشر عزیز یولداش یې وژلی دی.
دغه وزارت نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یولداش د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نه دی یاد شوی خو په کې راغلي چې پر مهال یې د عزیز یولداش زوی ټپي شوی دی.
دفاع وزارت عزیز یولداش د ازبکستاني وسله والو د پخواني مشر طاهر یولداش زوی یاد کړی دی.
یولداش او ورسره وسله والو یې په شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه فاریاب کې فعالیت درلود.
په ارمنستان کې سیاسي مخالفان پلان لري چې د صدر اعظم نیکول پاشینیان پر ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
اعتراض کوونکي د صدر اعظم استعفا غواړي او پر دې پریکړې یې اعتراض لري چې له اذربایجان سره یې د نګورنو قره باغ پر سر د روسیې په منځګړیتوب د روغې جوړې موافقه کړې ده.
د نن ورځې له اعتراضه څو ساعته مخکې د تحقیقاتو یوې ځایي ادارې وویل چې د اپوزیسیون ۱۰ پیاوړي غړي" د ناقانونه لویو ګډوډیو" د پلانولو په تور نیول شوي دي.
سیاسي مخالفانو د خپلو ملګرو نیول غندلي او ناقانونه کار یې بللی دی.
د ارمنستان... Читать дальше...
جاپان د افغانستان په ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره څلور میلیونه ډالره مرسته کوي.
د دغو مرستو تړون نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) کابل کې د جاپان سفارت د شارژدافیر او یونېسف د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
په ډېرو ښونځیو کې د پاکو اوبو او پاک چاپیریال نشتوالی د افغانستان یوه بنسټیزه ستونزه ده.
د شمېرو له مخې په درېیو کې یو ښونځي پاکې اوبه نه لري او په درېیو کې دوه ښونځي د لاس مینځلو اسانتیاوې نه لري.
ښونځیو کې د پاکو اوبو پروژه د پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونو له خوا پلې کېږي.
په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي نن پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) سهار د هلمند په لښکرګاه ښار کې د هغه په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې له کبله ووژل شو.
د هغه اوښی وايي، پر داعي ټول هېواد خفه دی: "ډېر نرم، د لوړې حوصلې خاوند او له مینې ډک انسان و، مهربان زړه یې درلود او هر کله به یې چې کوم فقیر ولید، ورسره به یې مرسته کوله. "
د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه د پنجشنبې په سهار نږدې ۹ بجې او ۳۰ دقیقې هغه مهال وشوه چې الیاس داعي له کوره دندې ته پر لار و. Читать дальше...
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې سلګونو افغان کډوالو له دوو ورځو راپه دېخوا د تحصن خیمه لګولې او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د سازمان د عالي کمېشنري نه غوښتنه کوي چې په ستونزو يې غور وشي.
دغه کډوال وایي، بېلابېلو جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ورته پاملرنه نه ده کړې.
په نوې ډهلي کې د افغان کډوالو د انسجام کمیټې مشر احمد ضیا غني د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه ناستې مو چې له 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' سره... Читать дальше...
د کندهار د خبریالانو بنسټونو او د رسنیو استازو په هلمند کې د ازادي راډيو د خبريال الياس داعي وژل کېدل وغندل او په جګړه کې یې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتینی راپور لري چې غږیزه بڼه یې د لاندې تړونې په کېکاږلو ارسره اورېدلی شئ:
د الیاس داعي پر وژنې د ارزګان د خبریالانو غبرګون
همداراز ارزګان کې خبریالانو د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي وژل کېد وغندل او د عامیلونو نیولو غوښتنه يي وکړه.
په ارزګان ولایت کې د سیمه ییزو او نړیوالو... Читать дальше...
په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو د الیاس داعي وژنه غندلې او دا یې پر رسنیو حمله بللې ده.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ازبکستان د "ترهګریز" تحریک مشر عزیز یولداش یې وژلی دی.
دغه وزارت نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یولداش د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نه دی یاد شوی خو په کې راغلي چې پر مهال یې د عزیز یولداش زوی ټپي شوی دی.
دفاع وزارت عزیز یولداش د ازبکستاني وسله والو د پخواني مشر طاهر یولداش زوی یاد کړی دی.
یولداش او ورسره وسله والو یې په شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه فاریاب کې فعالیت درلود.
په ۲۰۰۲ ز کال په میټړۍ کې د رند او ریساڼي قبیلو ترمنځ له جګړې وروسته د کوټې یوه عدالت حکومت ته امر کړی وو چې په یاده نښته کې دې د نواب محمد اسلم ریساڼي و کورنۍ ته اوښتی له سرکاري خزانې ادا کړي.
په افغانستان کې د بېلابېلو خواوو، شخصیتونو او بنسټونو له خوا د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژنې خواشینې ښودل شوې ده.
الیاس داعي نن سهار د هلمند مرکز لښکرګاه کې هغه مهال ووژل شو چې پر موټر یې مقناطیسي ماین وچاودېد.
پېښه کې د داعې ورور چې ځایي خبریال و، ټپی شو.
د ازادي راډیو مشر قادر حبیب الیاس داعی یو زړور او مسلکي خبریال یاد کړ: "دا یو زړه بوږنونکی او ټکان ورکوونکی خبر و چې ما نن سهار واورېده، موږ دا حمله محکوموو، الیاس داعي ۲۰۰۸ کال نه را په دې خوا د ازادي راډیو سره کار کاوه چې نوموړی... Читать дальше...
داعي خپلې لومړنۍ زده کړې د چاه انجیر په عالي لېسه کې بشپړې کړې، وروسته یې د هېملند په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګې زده کړې
په ارمنیا کې په زرګونه خلکو د مظاهرو له لارې له وزیراعظم نېکول پاشینیانه استعفا غوښتې او وايي چې نوموړي ولې د جلاکړې سیمې ناګورنو قره باغ پر سر د سولې تړون وکړ.
په یاده سیمه د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ له شپږو اوونیو زیاتې جګړې د دواړو خواوو تر ۲،۰۰۰ زیات سرتېري او عام وګړي ووژل.
د دې جګړې د ختمولو لپاره د سولې دا موافقه د نومبر په ۱۰مه اعلان شوه چې د ارمنیا په پلازمېنه یرېوان کې یې پر ضد قهرېدلی غبرګون مخې ته راغی او خلک د مارشل لا (پوځي قانون) باوجود د ښار ازادۍ څلورلارې ته راووتل چې په خپلو نعرو کې یې پاشینیان "غدار" وباله. Читать дальше...
په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال وژنې په سوېل ختیځ کې هم د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤلین او ژورنالېستان سخت دردمن او اندیښمن کړي دي.
دوی د الیاس داعي وژنه په هېواد کې د لویو ناوړه سیاستونو موجودیت او د کشفي او امنیتي ارګانونو کمزوری مدیریت بولي.
شکور کامران په پکتیا کې د پژواک ولایتي خبریال دی وایي، له کله یې چې د الیاس داعي د وژنې خبر اوریدلی، رواني شکنجه شوی او دې پېښې ډير اندېښمن کړی دی.
دی وایي، په هېواد کې د لویو ناوړه سیاستونو له امله هره ورځ خبریالان او لسګونه افغانان قرباني... Читать дальше...
محمد الیاس داعي د محمد زوی په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاهانجیر سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
داعي خپلې ابتداییه زدهکړې د چاهانجیر په عالي لیسه کې بشپړې کړې، وروسته یې د دې ولایت په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګې زدهکړه وکړه، خو دا یې پای ونه باله او په اراکوزیا پوهنتون کې یې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې لسانس واخېست.
الیاس داعي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې رسنیو سره خپل کار پیل کړ او لومړۍ دنده یې د سلام وطندار راډیو سره واخېسته. 'اې.ډبلیو.پي.ار' او... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Мария Шарапова
Первая ракетка России рассказала об общении с Шараповой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Блогер Алена Водонаева заявила, что Тимати нужно похудеть
Москва
Теплая погода и кратковременные дожди придут в Московский регион на выходных
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net