123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 23.11.2020

ولسمشر غني: په افغانستان کې دایمي سولې لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جنیوا کنفرانس په لومړۍ ورځ وویل، په افغانستان کې دایمي سولې لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده. د جنيوا ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلې وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت ترلاسه شوی او د دې فرصت څخه په استفادې سره باید نړېواله اجماع رامنځته شي. د ښاغلي غني په خبره دا ډېره مهمه ده. هغه زیاته کړه: "د نړیوالې ټولنې اجماع د سولې او سیاسي ثبات لپاره ډېره مهمه ده، نړیواله ټولنه باید د ترورېزم سره د مبارزې په برخه... Читать дальше...

په پاکستان کې ښوونیزې ادارې به یوه میاشت نور هم بندې وي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې به د زده کړې موسسې په دې هېواد کې د کرونا وبا د زیات خپراوي له امله څه باندې یوه میاشت نورې هم بندې وې.  د پاکستان د ښوونې وزیر شفقت محمود نن د ایالتونو د ښوونې له وزیرانو سره تر غونډې وروسته په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې زده کونکي به د ژمنیو لسو ورځو رخصتیو له پیلېدو مخکې د ډسمبر تر ۲۴ مې پورې، له کوره په انلاین بڼه زده کړې مخ ته وړي.  هغه وویل، د جنوري د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به وضعیت بیا وڅېړي او هیله من دي چې وکولای شي د جنوري له یولسمې د ښوونې موسسې بېرته پرانېزي. Читать дальше...



اسټرازینیکا شرکت: جوړ شوی واکسین د "کویډ۱۹" پر وړاندې ۹۰ سلنه اغېزمن دی

Pa.azadiradio.com 

د کرونا یروس پر وړاندې د واکسینونو د جوړولو د هڅو په ترڅ کې اسټرازینیکا شرکت وایي، جوړ شوی واکسین یې د کرونا ویروس پر وړاندې تر نوي په سلو کې اغېزمن دی.  تر اوسه له ۵۸ میلیونو زیات وګړي په نړۍ کې پر کرونا اخته شوي او نږدې یو ملیون څلور لکه یې له امله مړه شوي دي.  د اکسفورډ له خوا جوړ شوي د دغه واکسین د لومړنیو آزموینې په نتیجه کې چې نن خپرې شوې معلومه شوي چې د یوې میاشتې په موده کې لومړی د دغه ویروس نیمایي او بیا بشړ دوزه د کرونا ویروس پر وړاندې په سلو کې نوي اغېز درلودلی دی.  تردې مخکې د امریکایي... Читать дальше...

په برلین کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني، بریتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به نن په برلین کې په غونډه کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې وکړي.  دا غونډه څوورځې وروسته تردې جوړېږي چې د ملګروملتونو د اټومي انرژې د څارنې ادارې وویل چې تهران بیا له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.  د جرمني د حکومت یوې ویاندې وویل، له خپلو شریکانو سره په ګډه به له ایرانه وغواړو چې له دغه تړونه نور سرغړونې ونه کړي او بېرته په کې کړو ژمنو ته ور وګرځي.  د ملګروملتونو د اټومي څارنې ادارې د نومبر په اتلسمه ویلي وچې د ایران ترځمکې لاندې... Читать дальше...

"د طالبانو لنډ فکري" د سولې لار له لوړ او ژورو سره مخ کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دولت د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي دا خبره نن د جېنوا په کنفرانس کې وکړه. د افغانستان ۲۰۲۰ په دوه ورځني کنفرانس کې د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو استازیو ګډون کړی. د ښاغلي معصوم ستانکزي د خبرو یوه لنډه برخه دلته کتلی شئ.

ځينې مېرمنې: نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، دا هغه غوښتنه ده، چې نن یو شمېر افغان ښځو د جینوا کنفرانس له ګډنوالو وکړه. د جینوا کنفرانس د لومړۍ ورخې یوه برخه د سولې د خبرو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په راتلونکې راټوله وه. د افغان مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د قطر له پلازمېنې دوحې دغه کنفرانس ته غږېده، چېرې چې طالبان سیاسي دفتر لري. اغلې کوفي وویل، د سولې په خبرو کې به د افغان ښځو پر حقونو معامله ونه شي. هغې زياته کړه: "طالبان ادعا کوي، چې د ښځو پر وړاندې یې لید... Читать дальше...

کورونا وبا په پاکستان کې سیاسي ناندرۍ زېږولی

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د کورونا وايرس زياتېدونکې پېښې د حکومت او اپوزيشن ترمنځ يو ډول په سياسي لانجه اوښتې دي.  وزیراعظم عمران خان وايي، که په هېواد کې د کورونا پېښې زياتېږی نو هغه به يوار بيا ټولبند ته مجبوره شي چې د ده په خبره ذمه واري به يې پر اپوزيشن ګوندونو وي. د دې هېواد روغتيا وزارت هره ورځ د کورونا پېښو په اړه معلومات ورکوي چې له مخې يې د اکتوبر له مياشتې راهيسې د وايرس ځپليو شمېر مخ په زياتېدو دی. هم دې ته په کتو سره د پاکستان نیشنل کمانډ او اپرېشن سېنټر د نومبر پر ۱۰مه نېټه غونډه کې د وايرس... Читать дальше...



جېنوا کنفرانس؛ د ۱۹ کلنو بریاوو پر ساتلو د اتمر ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، په جېنوا کې د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس په پیل کې ټېنګار وکړ چې د تېرو نولس کلنو لاس ته راوړنې باید نه یوازې وساتل شي بلکې پیاوړي شي. د " افغانستان کنفرانس ۲۰۲۰ " د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو د استازيو په ګډون په جینوا کې پیل شوی.

د اسراییل صدراعظم په پټه سعودي کې له محمد بن سلمان او پومپیو سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو پرون یکشنبې په پټه له سعودي عربستان څخه کتنه ترسره کړې او د هغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره کتلي دي. د اسراییل کان عامه راډیو ته اسراییلي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، تایید کړې چې نتانیاهو او د اسراییل د جاسوسۍ د ادارې موساد مشر یوسي کوهین د سعودي د سره سمندرګي په غاړه نیوم ښار کې له محمد بن سلمان او مایک پومپیو سره خبرې کړې دي. د اسراییل یو شمېر نورو رسنیو هم ورته خبر ورکړی دی. Читать дальше...

یونیسف: راتلونکى کال ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین لېږو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، په پام کې لري چې راتلونکی کال د ودې په حال کې ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین او یو میلیارډ سورنجونه یا ستنې ولیږي. یونیسف، چې د نړۍ په کچه د واکسین پېرلو تر ټولو لویه اداره ده، هر کال نږدې سلو هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي او د کتلوي معافیت په هدف څه باندې دوه میلیارډ ډوزه واکسینونه پېري. د ودې په حال کې هېوادونو ته په دغه شمېر د کرونا واکسین لېږل  اسانه هم نه دى، خو یونیسف وایي، چې له بار وړونکو په سلګونو هوایي او... Читать дальше...

د جنسي تېري پېښو مخنیوي لپاره دې زغرده قانون تیار شي: عمران خان

Mashaalradio.com 

د قانون او انصاف لپاره د قومي اسمبلۍ په قایمه کمېټه کې د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند يوه غړي محسن نواز رانجا د نومبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، د تحريک انصاف حکومت تر دې مخکې هم پر يوشمېر مهمو موضوعاتو د قانون جوړولو په چاره کې ناکامه شوی دی.

"د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ تر ۲۶ زرو زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، له ۲۶ زرو زیات ماشومان په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ جګړو کې مړه یا ټپیان شوي دي.  یونیسف دا خبره په هغه راپور کې چې نن دوشنبې یې خپور کړی کړې او ویلي یې دي چې یوازې تیر۲۰۱۹ کال ۸۷۴ ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او ۲۲۷۵ ټپیان شوي دي.  یونیسف وایي، دا په نړۍ کې د جګړو په سیمو کې د ټولو وژل شویو او معلول شویو ماشومانو په سلو کې دیرش دی.  د راپورپه اسناد دغه ماشومان د حکومتي ځواکونو او د وسله والو مخالفانو ترمنځ مخامخ جګړو په نتیجه مړه یا ټپیان شوي دي. Читать дальше...

فیلیپو ګراندې: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره دې مرستو ته دوام ورکړي کنه نه د ورانونکو عواقبو له خطر سره به مخ شي.  ګراندې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، د میلیونونو افغانانو راتلونکې په دې هېواد کې د سولې د خبرو په نتیجې او د دې هېواد د پرمختیا لپاره د جنیوا د دوه ورځني کنفرانس په ګډون د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر ژمنو پورې تړلې ده.  ګراندې دغه راز خبرداری ورکړ چې که په هره برخه کې هڅې ناکامه شي نوپه لویه پیمانه به د خلکو د بې ځایه... Читать дальше...

اتمر: د سولې ټینګښت د افغانستان د دولت لپاره ستر لومړیتوب دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جنیوا کنفرانس ته په پرانستونکې وینا وویل چې د سولې ټینګښت د افغانستان د دولت لپاره ستر لومړیتوب دی.  هغه زیاته کړه: "په جنیوا کې د افغانستان د کنفرانس پر مهال چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د دوامداره مشارکت یوه مهمه غونډه ده، تر پایداره سولې جوړونې پرته په کومې بلې مهمې فکر نه شم کولای، سوله اوس وخت په اساسي توګه له سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره د مشارکت په برخه کې د افغانستان په یوه مهمه تګلاره بدله شوې ده." ښاغلي اتمر د سولې د لومړیتوب... Читать дальше...

جوبایډن "انټوني بلینکن" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه نوموي

Pa.azadiradio.com 

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې تمه ده چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن به د خپلې اوږدې مودې سلاکار او باتجربه ډیپلوماټ انټوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونوموي. که هغه دې چوکۍ ته ونومول شي او سنا یې هم تایید کړي، د بلینکن دنده به د امریکا د اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څلورکلنې دورې وروسته چې شعارې یې و، لومړۍ امریکا او دغه پالیسي یې له نړیوالو سازمونود لیرې والي او له خپلو متحدانو او رقیبانو سره د یوشان نښتو ښکارندوي کوله، د امریکا د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو بیا احیا کول وي.   ... Читать дальше...

له معلولو سرتېرو سره د معلول سرتېري مرسته

Pa.azadiradio.com 

عبدالمجید د افغانستان د ملي اردو یو له هغو سرتېرو دی چې د ماین په شنډولو کې معلول شو، خو اوس د امنیتي ځواکونو له نورو معلولینو سره مرسته کوي چې په خپل وخت خپل معاش او نور امتیازونه تر لاسه کړي. نوموړي په هرات کې یو مرستندویه بنسټ جوړ کړی. نور په ویډیويي راپور کې:

ګاسمن: نړیوال مرستندویان دې د افغانانو لومړیتوب ته پام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بشر د حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ د افغانستان په نړیوالو مرستندویانو غږ کړی چې له دې هېواد سره د کېدونکو مرستو په ژمنو کې باید دې ته لومړیتوب ورکړي چې بسپنې یې د ښوونې او روغتیا په تېره بیا د نجونو او ښځو لپاره په خدمتونو او خپلواکو رسنیو ولګېږي.  د بشر د حقونو دغه نیویارک میشتي سازمان دا غوښتنه د افغانستان په اړه د جنیوا له کنفرانس سره چې ټاکل شوې نن پیل شي، په یوه وخت کړې ده.  پاتریشیا ګاسمن چې د دې سازمان د آسیا د چارو مشره ده، ویلي چې د جنیوا کنفرانس یو مهم فرصت دی چې په افغانستان... Читать дальше...


Музыкальные новости
Борис

Ритуальный агент Борис Свистунов: комплексная поддержка в организации похоронных услуг в Санкт-Петербурге и Ленинградской области





Персональные новости
Зенит

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»





کلیفورنیا کې د چړو په ګوازرونو ۲ کسه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سان هوزي په یوه کلیسا کې دوه تنه د چړو د ګوزارنو په نتیجه کې مړه شوي دي.  د سان هوزي د پولیسو دفترپه یوه ټویټ کې ویلي چې دا پېښه په دې کلیسا کې پرون یکشنبې د ورځې ناوخته وشوه او پولیس هم په وخت د پېښې ځای ته ورسېدل.  پولیس وایي چې په دې پېښه کې یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي چې د ځنیو روغتیایي وضعیت یې خطرناک دی.  پولیسو داهم ویلي، چې په کلیسا کې مذهبي مراسم نه وو، بلکې ډېرو هغو کسانو چې کورونه نه لري، ورته د دې لپاره پناه وروړې وه چې له یخنۍ ځان وژغوري.  د دې پېښې... Читать дальше...

جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی مرستندویه کنفرانس پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د "افغانستان ۲۰۲۰" دوه ورځنی لوی مرستندویه کنفرانس نن د سویس جینوا کې پیل شو.  ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي.  د افغان حکومت په دغه څلور کلن پروګرام کې، پایښتي سولې، خوراکي خوندیتوب، بېوزلۍ سره مبارزه، د دولتي بنسټونو ځان بسیاینه، پرعایداتي سرچینو پانګونه او کرونا ویروس سره مبارزه شامله ده.  د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې تر څنګ چې دا کنفرانس د نړیوالو مرستو د راټولولو لپاره افغان حکومت ته یو ښه فرصت... Читать дальше...

جلال اباد کې د تشبث نندارتون

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد کې د نازو انا لېسې د تشبث نندارتون د نازو انا لېسې زده کوونکي د دغه نندارتون هدف د خپلو وړتیاو ښودنه یادوي. د دغې لېسې زده کوونکي وایي، د تشبث مضمون د لوست له برکته کولی شي، چې د خپلې کورنۍ او ټولنې په اقتصادي پیاوړتیا مرسته وکړي. راپور: سهارګل امیرزی

د کوچنیو متشبثاتو او ځوانو کارموندونکو د ملاتړ هڅې ګړندۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کوچنیو متشبثاتو او ځوانو کارموندونکو د ملاتړ په موخه پنځه کلن پروګرام اعلان کړ. د دغه وزارت ویاند جواد دبیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلان پنځه ستراتیژیکې برخې رانغاړي چې په کې بنسټیزې برخې، بازارونو ته لاسرسی، مالي ملاتړ، نوې ټکنالوجۍ ته لاسرسی او ظرفیت لوړونه شاملې دي. نوموړي وویل، چې دوی به ځوانان وهڅوي څو په لږه پانګونه بریالی کسب او کار جوړ کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دوی د وړو متشبثاتو او ځوانو کارموندونکو لپاره د ملاتړ یو کلن او دوه کلن... Читать дальше...

هېواد: پر کابل ښار د توغندیزو بریدونو پيغام څه و؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو او په کابل د توغندیزو بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.  مسیر   مسیر ورځپاڼې دوحې ته د مایک پومپیو سفر او د سولې په پروسې یې اغېزو ته په اشارې سره لیکلي، پومپیو په داسې حال کې له طالبانو او افغان پلاوي سره ګوري چې امریکا د خپلو ځواکونو ایستل چټکوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څه کم دوو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر دوو زرو ته راټیټ کړي.  د لیکوال په باور، امریکا هڅه کوي چې د ځواکونو... Читать дальше...

جنیوا کنفرانس ۲۰۲۰؛ "افغانستان سره یوه برخه ژمنه شوې مرستې ښايي کمې شي"

Pa.azadiradio.com 

افغانستان به د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د یوه برخه ژمنه شویو مرستو له کمې او پر داسې مرستو له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ شي. ټاکل شوې د شااوخوا ۷۰ هېوادونو وزیران او د نړیوالو سازمانونو استازي د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په هغه انلاین کنفرانس کې چې په جنیوا کې جوړېږي، د افغانستان د بیارغونې د پروژو لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنې وکړي. د بسپنه ورکوونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو دا دوه ورځنی کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د کرونا وبا خپرېدو جنګ ځپلی افغانستان له لا ډېرو ننګونو سره مخ کړی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

GeekVape в сотрудничестве с Absolute Racing выиграла чемпионат в категории GT3


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Татьяна Марчук выпустила альбом «Экопесенки» на лейбле Riki Music





Путин в России и мире
Москва

Путин уточнил у Беглова причины снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Рэпер ST

Рэпер ST признался, что не смог написать песню о трагедии в "Крокусе"



Москва

Правительство России направило дополнительно 1 млрд рублей на программу промышленной ипотеки

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net