د ملي امنیت یو پخوانی مسؤل: د محمد عارف اغا په نوم پاکستانی پاسپورټ د ملا برادر دی
طالبان هغه اسناد جعلي بولي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او کاپۍ یې ازادي راډیو ته هم رسېدلي.
طالبان هغه اسناد جعلي بولي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او کاپۍ یې ازادي راډیو ته هم رسېدلي.
تېره ورځ د کابل د والي، برښنا شرکت او د کابل اوبو رسونې شرکت ترمنځ یوه هوکړه لاسليک شوه چې پر بنسټ بهيې د کابل هغه ښاريانو د برښنا او اوبو د اولې دورې پیسې معاف کېږي چې له ۱،۰۰۰ افغانیو نه کم مصرفیې کړی وي. لېمه هادي په دې اړه راپور لري.
د خوست چارواکي وايي، ولایت ته یې له څلور میاشتني ځنډ وروسته راتلونکې اونۍ د کام ایر خصوصي هوايي شرکت پروازونه بیا پیلیږي. د خوست والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، یادې الوتنې چې د کرونا ویروس د لیږد د مخنیوي په خاطر ځنډیدلې وې، د ځايي خلکو او ولایتي ادارې د غوښتنو پر اساس به راتلونکې اونۍ پیل شي. بلخوا د خوست اوسیدونکو همیاد ولایت ته د هوايي پروازونو د بیا پیلیدو د پرېکړې هرکلی کړی او ویلې دي، چې پدې سره به دوی لپاره کابل ته په لږ وخت او خوندي توګهتګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي. په لومړي... Читать дальше...
بې پولې خبریالانو سازمان (آر ایس ایف ) د بلوچستان په چمن کې د ملیشا ځواکونو له خوا پر ۲ خبریالانو تشدد غندلی دی او په دغه اړه يې د پلټنو غوښتنه کړی ده. د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ویلي چې پلټنې یی پیل کړي او په پېښه کې ککړ درې چارواکي يې معطل کړي دي. د جون په ۲۰ مه د قلعه عبدالله انتظامیې له چمنه ۲ ځايي خبریالان نیولي وو او بیا يې زندان ته اچولي وو. د شاهین بونېری راپور د احتجاجي خبریالانو په اوازونو پیلیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو غږیز پیغام لاس په لاس کېږي چې ګنې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په کې د پولیسو یو مسئول ته امر کوي، څو هغه کسان لهمنځه یوسي چې د پولیسو امر ته پام نه کوي.
په کونړ کې د معلولو کسانو لپاره د مصنوعې اندامونو جوړولو يو ورکشاپ هره مياشت سلګونو کسانو ته مصنوعي اندامونه جوړوي. د ازادي راډیو خبريال روح الله انوري یاد ورکشاپ ته ورغلی او پرې راپور لري:
د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند، خپل منځيوو اختلافاتو په اړه د وفاقيوزیر فواد چوهدري تر مرکې وروسته، وزیراعظم عمران خان خپلو غړو ته ويلي چې په دې اړه خبرې بهر ته نه وباسي.
د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند، خپل منځيوو اختلافاتو په اړه د وفاقيوزیر فواد چوهدري تر مرکې وروسته، وزیراعظم عمران خان خپلو غړو ته ويلي چې په دې اړه خبرې بهر ته نه وباسي.
د بلوچستان د پښين ضلعې په حرمزۍ کلي کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د يوه مړي د فاتحې کمبله ټوله شوې نه وي چې بله هواره شي. د ځايي خلکو په وينا دغه مړينې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته زياتې شوي دي.
د جون پر ۲۳مه د بلوچستان های کورټ پر چیف جسټس جمال خان مندوخیل او جسټس نذیر احمد لانګو باندې جوړ دوه کسیزه بنچ د قامي مالیاتي کمېشن لپاره د پاکستاني صدر ګومارلي استازي چې پکې د خزانې سلاکار حفیظ شیخ او د خزانې وفاقي سېکرېټري دي ناقانونه ګرځولي او امر یې کړی چې د بلوچستان ګورنر دې د اعلا وزیر په مشوره د قامي مالیاتي کمېشن لپاره صوبايي غړی وټاکي.
د دې لارې مسافرین او د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي چې طالبانو د لارې په اوږدو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړي او ټوله ورځ له امنیتي ځواکونو سره جګړیز حالت کې دي.
د پاکستان او هند تر منځ سفارتي اړيکي له هغه وروسته زياتې ترېنګلې شوې چې نوي ډلي پر اسلام اباد ږغ وکړ چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې دې په هند کې د خپل سفارت د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د هند خارجه چارو وزارت د جون پر ۲۳مه نېټه بيان کې تور ولګاوه چې د پاکستان د سفارتي عملې غړي جاسوسي کوي او له ترهګرو سره يې لاس دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې دا تورونه رد کړل او هند ته يې وویل چې هغه دې هم په راتلونکې يوه اوونۍ کې په اسلام اباد کې د خپلې سفارتي عملې د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د مشال تر... Читать дальше...
په دې اړه عبدالحي کاکړ د اسلام اباد ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر فضل ربي سره مرکه کړې او په سر کې يې ورڅخه د دې ورځې د لمانځلو د هدف په اړه پوښتنه کړې ده؟
په پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو د هستوګنې موده د روانې مياشتې پر۳۰مه پای ته رسېږي.
ټرمپ دا کار د هاګ د محکمې د هغې څېړنې په ځواب کې وکړ چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه پلان شوې او د یو شمېر امریکايي ځواکونو فعالیت هم تر پوښتنې لاندې کولای شي.
په پکتیا کې وسله والو طالبانو یو تن قومي مشر هغه مهال وواژه، چې د خپلې کورنۍ د دوو تنو غړو جنازې یې لېږدولې. د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو قومي مشر تراب خان هغه مهال چې د خپلې کورنۍ د دوو غړو د جنازې د مراسمو د لېږد لپاره له مرکز ګردېزه خپلې سیمې ته روان و، تېره ورځ مازدیګر ناوخته مهال د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د حسن خېلو چینې سیمه کې وسله والو طالبانو جنازې درولي او نوموړی یې د خلکو په مخ کې په ډزو وژلی. د امنیت امر... Читать дальше...
وسله والو غلو د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ مربوط د ځينو ښوونکو د څو میاشتو معاشونه تښتولي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل-جلال اباد په لویه لاره د ګمرک په ساحه کې شوې چې په تړاو یې ۳ تنه نیول شوي دي. ښاغلي خوګیاڼي که څه د د تښتول شویو معاشونو د پیسو د اندازه ونښوده خو د ننګرهار د پوهنې ریاست مسؤلین وایي چې تښتول شوې پیسې د ښوونکو د څو میاشتو معاشونه وو چې په خبره یې، شااوخوا یو میلیون افغانۍ کېدې. د پوهنې ریاست وایي، وسله والو غلو... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د پولیسو د ظلمونو او نژادي بې عدالتیو پر ضد اعتراض کوونکي د امریکا ضد بللي دي. ټرمپ دا خبرې په اریزونا ایالت کې خپلو ځوانو پلویانو ته د کمپاین په یوه غونډه کې وکړې. د جون په ۲۳مه د سې شنبې په ورځ ټرمپ په فینکس ښار کې په یوه غونډه کې اعتراض کوونکي (ښی اړخې ډله) وبلل چې د ده به وینا غواړي په هېواد کې د نژادي بې عدالتۍ تر چتر لاندي بې ثباتي رامنځته کړي. اعتراض کوونکو د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او نژادي عدالت غوښتنه کړې ده او د دې تر څنګ یې غوښتي چې هغه... Читать дальше...
د ترکیې دفاع وزارت وايي، د ایران د پولې له خوا د ډزو په نتيجه کې یو ترکی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د دفاع وزارت په اعلامیه کې چې د جون په ۲۴مه خپره شوه، نه دي راغلي چې پر سرتېرو یې چا ډزې کړي. اعلامیه وايي چې ترکي ځواکونو د پولې په غرونو کې کشفي ماموریت پر مخ وړ چې ورباندې حمله وشوه. ترکي ځواکونه له لسیزو راهیسې له سوريې او عراق سره پر پوله د کردستان کارګر ګوند له سخت دريځو سره په جګړه بوخت دي. د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د جون میاشتې په نهمه نېټه ویلي وو چې ترکیه... Читать дальше...
تر درې میاشتې ځنډ وروسته لومړی پرواز نن (د جون په ۲۴مه نېټه) د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کېناست. د ترکیې نړیوال هوايي شرکت نن ۳۵۰ مسافر کابل ته انتقال کړل. خو د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن د دغو پروازونو د بېرته پیلېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "نن ترکش هوايي شرکت له ترکیې څخه کابل ته د سهار پر اوو بجو نړیوال پرواز درلود، په دې پرواز کې ۳۵۰ مسافر له استانبوله کابل ته انتقال شول، سبا هم امارات هوايي شرکت یو پرواز لري. پر دې اساس به نړیوال پروازونه پیل شي." ... Читать дальше...
د اوکراین په لویديځ کې د توپان او باران په نتيجه کې ۳ کسان مړه شوي او سلګونو نور خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي. د اوکراین په ختيځ کې یو شمېر سیمې د سېل تر اوبو لاندې شوي او دغو سیمو ته مواصلاتي لارې تړل شوي دي. د اوکراین صدراعظم ډینس شمایال او د کورنیو چارو وزیر ارسن اواکوف نن (د جون په ۲۴مه نېټه) زیانمنو شویو سیمو ته ورغلل. ویل کېږي چې د سېل په نتیجه کې په ۱۸۷ کلیو کې تر ۵ زرو زیات استوګنځایونه له منځه تللي دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اوکرایني سرتېري له څلورو هليکوپټرونو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې ګومارل شوي دي.
سعودي عرب اعلان کړی چې سږ کال به د کورونا وایرس له کبله نړیوال دغه هېواد ته د حج لپاره نه ورځي. سعودي حکومت دا پرېکړه د کورونا وبا مخنيوي لپاره کړې. هر کال تر پنځويشتو لکو پورې کسان د حج لپاره سعودي عرب ته ځي. ويډيو: د فرانس پرېس اژانس
د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې د طالبانو ۱۷ جګړهماران وژل شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن د چهارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې چې وايي د نړیوالو ځواکونو هوايي حمله پرون ماښام داسې مهال وشوه چې د طالبانو ډلې غوښتل د خاکرېز ولسوالۍ په داروق سیمه کې پر امنیتي پوستو حمله وکړي. په دې خبرپاڼه کې راغلي چې په هوايي حمله کې ۱۷ سخت دريځي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. همداراز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې حمله کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم لهمنځه تللي دي. Читать дальше...
امنیتي چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د سړک غاړې ته د ايښودل شوي ماین چاودنې په نتيجه کې شپږ ملکیان وژل شوي دي. ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، دا پېښه پرون غرمه وشوه. د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په لېږلي پیغام کې داسې وویل: "پرون یوه رېکشا چې اووه ملکیان پهکې سپاره وو، پر سړک د طالبانو پر خښ شوي ماین وخته چې له بده مرغه په نتیجه کې يې شپږ ملکیان ووژل شول او یو کس ټپي شو." د شاهین قول اردو ویاند دا پېښه د طالبانو کار بللی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه... Читать дальше...
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، سبا د پنجشنبې په ورځ د اماراتو هوايي شرکت هم کابل ته پرواز لري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.