د نړۍ د دیني ازادۍ په اړه د امریکا په کلني راپور کې د افغانستان وضعیت
په دې راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د دیني ازادیو مسئله څيړل شوې ده، د افغانستان په اړه هم په تفصیل دې مسئلې ته اشاره شوې ده.
په دې راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د دیني ازادیو مسئله څيړل شوې ده، د افغانستان په اړه هم په تفصیل دې مسئلې ته اشاره شوې ده.
د ټلوېزیون دا ویاند محمد رضا حیاتي نومېږي، حیاتي په ایران کې د دولتي ټلوېزیون د کورنیو او بهرنیو خبرونو ویاند وو.
د سکرو د تصدۍ مشر ریاضالدین شریفي نن د جون په ۱۱مه ازادي راډیو ته وویل چې په سمنګان کې د سکرو له کانه چې په وروستیو کې نړېدلی و، ۱۲ جسدونه را ایستل شوي دي. شریفي وویل چې د کان د څلورو کارګرانو جسدونه لا هم ورک دي. د سمنګان په دره صوف کې د سکرو په کان کې د سې شنبې په ورځ د ګاز چاودنه وشوه چې دوه تنهیې ځای پر ځای ووژل او ۱۶ تنه تر کان لاندې بند پاتې شول.
په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نن د جون په ۱۱مه، له نیم میلیون څخه زیات شو. روسیه په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ډېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو په مسکو کې د بندیزونو تر نرمېدو لنډ وخت وروسته، چارواکو وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۰۰ زرو ته ورسېدې. په امریکا کې هم د کرونا ویروس شمېر پرون له ۲ میلیونو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په مکرر ډول خبرداری ورکوي چې کرونا ویروس لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. په ټوله نړۍ کې نن د کرونا ویروس مثبتې پېښې... Читать дальше...
د اروپا د فوټبال ادارې د مشرتابه پلاوي ویلي چې راتلونکې اوونۍ به په دې اړه پرېکړه کوي چې څرنګه د دې فصل د اتلولۍ لیګ مسابقې چې د مارچ په میاشت کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله لغوه کړې وې، سرته ورسوي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې نن د جون په ۱۱مه ، خپره شوې لیکل شوي چې د مشرتابه کمېټه بهیې د جون په ۱۷مه او ۱۸مه په دې اړه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کال د اروپايي لیګ او د اتلولۍ لیګ سره خبرې وکړي. د اروپايي فوټبال د دې لیګ پایلوبه باید په استانبول کې شوې وی، خو د اروپا د فوټبال لیګ مشرانو ویلي چې په دې برخه کې هم پر بېلابېلو امکاناتو غور کوي.
د بدخشان پولیسو ویلي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه په وردوج ولسوالۍ کې پر یوه کلي حمله کړې وه، خو ماتهیې وخوړه او له سیمې وتښتېدل. د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني نن د جون په ۱۱مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د وسلهوالو طالبانو یو ډلګی مشر او د هغه ۳ ملګري وژل شوي او ۶ تنهیې زخمیان شوي دي. ښاغلی روحاني زیاتوي: "تېره شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دولت وسلهوالو مخالفانو د وردوج ولسوالۍ پر غنیو کلي حمله پيل کړه چې د شپې په یوه بجه پای ته ورسېده او د هغوی یو ډلګی مشر چې صبغتالله نومېږي... Читать дальше...
د افغانستان ۱۰ کډوال چې په هغه کې درې ماشومان هم شامل دي په داسې حال کې چې هڅهیې کوله چې په پښو هنګري ته تېر شي، نیول شوي دي. د هنګري رسنیو نن د جون ۱۱مه ، ویلي چې هغوی هڅه کوله چې له هنګري د لوېدیځې اروپا نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د هنګري او رومانیا ترمنځ د ندلاک په نوم سیمه کې د سرحدي پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې ابتدايي څېړنو ورته ښودلې چې دا کسان د افغانستان وو او د تحقیق لپاره بیول شوي دي. ندلاک د هنګري او رومانیا ترمنځ پر پوله پرته سیمه ده. له دې څرګندېږي چې دې کډوالو افغانانو غوښتل له رومانیا هنګري ته داخل شي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د جون په ۱۱مه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان پلاوی له ښه نیت سره ورغلی، خو دوی په عمل کې غواړي چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په بهیر کې صادقانه مرسته وکړي. د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د استخباراتو د مرکزي ادارې (ای اس ای) مشر جنرال فیض حمید د سې شنبې په ورځ په کابل کې وو. د پاکستان د دې لوړ رتبه پلاوي تر سفر وروسته، د افغانستان حکومت وویل چې دوی تمه لري چې د سولې لپاره د افغانانو خبرې به ژر پېل شي. د ولسمشر... Читать дальше...
یوه خبره چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو پر مهال روښانه شوه، هغه دا ده چې تور پوستي او هغه وګړي چې سپين پوستي نهدي، د دې ویروس له کبله د مړه کېدو له زیات خطر سره مخامخ دي.
پرلتوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په چمن کې ګڼ خلک د پولې دواړو غاړو ته په ګاډیو کې سامانونه وړي راوړي او دا یې یوازینی روزګار دی.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر دا مهالهیې افغانستان ته ۶،۵ میلیونه ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات برابر کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به د دې لګښت کچه تر ۷۰ میلیونه ورسوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، هغه وخت رارسېدلی چې د سولې د راتلو لپاره عملي ګامونه پورته شي او تر خوا یې د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره نوره هم زمینه برابروي او افغان حکومت په دې برخه کې بشپړه ژمنتیا لري.
د پکتیکا د بکيخېلو سیمې امنیه قوماندان د وسلهوالو طالبانو په حمله کې وژل شوی دی. د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو پرون ماخوستن به بکيخېلو کې پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه. عزیز عزیز زیاتوي: "په دې نښته کې ۳ امنیتي کسان زخمیان شوي دي، داسې ویل کېږي چې د وسلهوالو طالبانو خوا ته هم تلفات رسېدلي دي." د پکتیکا امنیه قوماندانۍ په دې اړه خبرې نهدي کړې. وسلهوالو طالبانو هم په د ې اړه څه نهدي ویلي. بکيخېل که څه هم د یوې ولسوالۍ اداري تشکیل لري، لا رسماً ولسوالي نهده بلل شوې. Читать дальше...
په جاپان کې د اوړي اولمکپيک لوبې په جولای کې کېدونکې وي خو د کورونا وایرس وبا د مخنيوي لپاره د ټولبند يا لاکډان له کبله ځنډېدلې دي. په دې لوبو کې د برخه اخیستو لېواله لوبغاړو بيا هم خپل تمرينونه يا مشقونو جاري ساتلي دي. خو دوی داکار په مېدانونو کې نه بلکې په خپلو کورونو کې کوي. راپور او اېډېټ: بشيرګواښ ويډيو: اې اېف پي، رويټرز
د یورو ګروپ غړي هېوادونه به نن د جون ۱۱مه، د کرونا ویروس له کبله پر نړۍ د راغلې وبا د اقتصادي اغېز په اړه خبرې وکړي. په ایرو ګروپ کې عمدتاً هغه اروپايي هېوادونه غړي دي چې د پیسو واحد یې ایرو ده. د اروپايي اتحادیې د دې ډلې د ۱۹ غړو هېوادونو د مالیې وزیران به پر قبرس، اسپانیا او یونان د دې وبا د اقتصادي اغېز په اړه ځانګړی بحث وکړي. دا هغه هېوادونه دي چې پر اروپا د تېر اقتصادي بحران په وخت کې د نورې اروپا په مرسته وژغورل شول، خو دا وار د کرونا ویروس د وبا له کبله شا ته تللي دي. اوسمهال د پرتګال... Читать дальше...
په متحده ایالاتو کې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تور پوستي جورج فلوید له وژل کېدو وروسته د نژاد پالنې ضد د هڅو په لړ کې د هغو سیمبولو او نښو لیرې کول هم پیل شوي دي چې د نژادي توپیر ملاتړ کوي.
اسوشیټډ پرس اژانس ته، یوه بل امریکایي چارواکي چې نهیې غوښتل تفصیلات ورکړي، په دې شرط چې نوم بهیې نهاخیستل کېږي، وویل چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر اوس ۹،۰۰۰ ته رسېږي حال دا چې په فبرورۍ کې ۱۲،۰۰۰ ته رسېده.
پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېره ۱،۱۹،۵۳۶ ته رسېدلې ده. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۲،۳۵۶کسان مړه شوي او ۳۸،۳۹۱ ترې پاخه شوي دي.
په دې سند کې ویل شوي چې روسیه او چین د ډیموکراتیکو بحثونو د کمزورۍ هڅې کوي او غواړي چې ټولنیزو اختلافاتو ته لمن ووهي، بل لور ته د 'کووېډ-۱۹' په ارتباط خپل ښه تصور نورو ته وړاندې کوي.
خلیلزاد روانۍ اونۍ له اسلام اباده و قطر ته ولاړ او هلته په دوحه کې یې له طالب استازو سره د احتمالي بینالافغاني خبرو په باب ږغېدلی وو.
ایران ویلي د هغې مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې تور بکس د څېړنو لپاره پاریس ته لېږي چې د دغه هېواد ځواکونو ویشتلې وه. ایراني چارواکو د ملګرو ملتونو د هوایي چلند ادارې ته ویلي، دوی به دغه بکس وروسته تر دې فرانسې ته ولېږي چې په څېړنه کې له ښکېلو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي. اوکراین او امریکا په دې څېړنه کې ښکېل هېوادونه دي. دغه الوتکه د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه تهران ته نږدې په توغندي رانسکوره شوه چې ۱۷۶ کسان پهکې ووژل شول. ایران ویلي، د دغې الوتکې د ثبت اله چاته نهسپاري.
په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر تر دوه میلیونو واوښت. پرون د جون په ۱۰مه په څو ایالتونو کې روغتیایي مسؤلانو وویل، له تېرو دوو اوونیو را په دې خوا ورځ تر بلې په روغتونونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو بسترېدل زیاتېږي. د امریکا په ارېزونا ایالت کې پرون په ورځني ډول د کرونا ویروس پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې، دا وروسته له هغه چې د مې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د څو ورځو رخصتیو پر مهال ګڼ شمېر خلک دې ایالت کې تورېستي سیمو ته ولاړل. تکزاس، فلوریدا او شمالي کارولینا ایالاتونو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په دوحه او اسلاماباد کې یې د طالبانو له استازو او پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي، کابل ته تللی څو د افغانانو ترمنځ د خبرو د عملي بهیر د پیلېدو لپاره د ټولو لورو ترمنځ توافق ترلاسه کړي.
په سمنګان کې د سکرو په کان کې د ایسارو شویو کارګرانو د ژغورنې هڅې روانې دي. د افغانستان د شمال د سکرو د تصدي رئیس ریاضالدین شریفي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "شپږ جسده مو سهار راوایستل، دوه تنه مو بهر تلفات لرل چې ټول تلفات اتو ته ورسیدل. د ژغورني هڅې روانې دي. چاودنې سختې وې ځکه زموږ کار ورو ورو مخته ځي." په دې کان کې د سې شنبې په ورځ چاودنه وشوه چې دوه تنه یې دستي ووژل او شپاړس تنه نور د کان دننه په څو سوه مترۍ کې ګیر پاتې شول.
په شمالي وزیرستان کې پرون د پوځیانو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه. په دې پېښه کې دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. د پاکستان پوځ وایي چې دا چاودنه میرانشاه ته څېرمه شوې ده. کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نهدی منلی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.