د امریکا تاوجنو مظاهرو په ترڅ کې د پولیس، لاریونوالو او ولسمشر ځواکونه
په امریکا کې د پرتشدده مظاهرو په ترڅ کې له پولیسو، مظاهره چیانو او ولسمشر سره له فانوني پلوه څومره ځواکونه دي
په امریکا کې د پرتشدده مظاهرو په ترڅ کې له پولیسو، مظاهره چیانو او ولسمشر سره له فانوني پلوه څومره ځواکونه دي
روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د فوټبال لوبې نندارچیانو ته اجازه ورکوي، هغه هم تر هغې کچې چې د ستډیوم ظرفیت وي.
د روسیې د سایبریا په نوریلسک سیمه کې پرون (د جون ۰۲مه) بېړنۍ حالت اعلان شو. د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د ډیزل تېلو یوه نللیکه د سیمې په دریاب کې وشلېده او له کبلهیې تقریباً ۲۰ زره لیتره ډیزل د دریاب په اوبو ګډ شوو. د ډیزل تېلو دا نللیکه د سایبریا په صنعتي ښار، نوریلسک کې چې د ارکتیک پر کړۍ پروت دی، د حرارتي برېښنا د تولید د یوې کارخانې وه. په نړۍ کې د وحشي ژوو سره د مرستې ادارې هغه عکسونه چې د سټلایټ کمرو په مرسته اخیستل شوي، خپاره کړي او پهکې لیدل کېږي چې په دوو دریابونو 'Daldykan' او 'Ambarnaya' کې د وینې په څېر سرې اوبه روانې دي. Читать дальше...
د ایران دولتي خبري اژانس، ایسنا په حواله ایرانی عالم، سیروس عسکري چې د ایران د شریف پوهنتون استاد او په امریکا کې زنداني شوی و، نن د جون په ۳مه، تهران ته ورسېد. سیروس عسګري ۵۹ کلن دی او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا له اوهایو پوهنتونه د یوې څېړنیزې پروژې د تجارتي رازونو د غلا په تور ونیول او بیا زنداني شو، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې تبرئه شوی و. امریکا او ایران تېر کال د ډسمبر په میاشت کې چینيالاصله امریکايي څېړونکی ژیاو وانګ او ایراني عالم مسعود سلیماني... Читать дальше...
د دې وزارت مرستیال وحید مجروح وایي، کوم درمل چې ښاغلي الکوزي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته ورکول په ترکیب کې یې ډېره برخه مخدره مواد مورفین، تریاک او ځیني طبي بوټي شامل دي.
ولسمشر غني د يادې پېښې څېړلو لپاره شپږ کسيز هيئت ټاکلی تر څو هر اړخيزې څېړنې وکړي. ديني عالمان د محمد اياز نيازي وژل غندي. ټاکل شوې ده د نومړي جنازه سبا پنجشنبه خاورو ته وسپارل شي. شفيع کريمي د وزير محمد اکبر خان جومات ته ورغلی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې شهرزاد اکبر سره د ملالۍ بشیر ځانګړې مرکه
ملګرو ملتونو د جون درېمه د بایسېکل نړیوالې ورځ په توګه نومولې چې موخه یې د خلکو روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه اګهي پیدا کول دي. د خیبر پښتونخوا په ښاري سیمو کې د بایسېکل استعمال کم دی خو په کلیو کې یې ډېری خلک د تګ راتګ لپاره کاروي. د بایسېکل نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي رپورټ.
د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره زياتره هېوادونو ټولبند اعلان کړی چې ورسره هوايي ډګرونه هم بند شول. د هوايي ډګرونو د تړل کېدو له کبله په عربو هېوادونو کې مېشت په زرګونو پښتانه اېسار دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې پښتنو د ستونزو او بېرته تګ کې د خنډونو په اړه خبرې شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ
په امریکا کې د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژلو په غبرګون کې د لسګونه زرو کسانو مظاهرو پرون د پرله پسې اوومې ورځې لپاره هم دوام درلود.
امرالله صالح لیکلي که دا برید طالبانو هم نه وي کړی خو د ده په خبره همدې ډله پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.
اروپايي ټولنې د افغانستان په سیاست او په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې د ښځو له ونډې داسې مهال ملاتړ کوي چې په دې وروستیو کې اکثره افغان مېرمني د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د زیانمنېدو اندېښنه لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د نویو ۷۵۸ پېښو له ثبت خبر ورکوي.
د امریکا په متحده ایالاتو کې له نیویارک تر لاس انجلسه ګرځبندیز اعلان شوی دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر والیانو فشار زیات کړی چې د ملي ګارد ځواکونه په زیات شمېر کې په کار واچوي او د داسې مظاهرو مخنیوی وکړي چې تشدد او چور او تالان په کې شوی دی. په امریکا کې یوه پولیس د مارچ په ۲۶مه تور پوستی امریکايي سړی، جورج فلوید ووژل او له هغه راهیسې د امریکا په مختلفو ښارونوکې مظاهرې کېږي. ډونالډ ترمپ تردې وړاندې خبرداری ورکړ چې که والیان د ملي ګارد زیات غړي موظف نه کړي، د امریکا پوځ به د وضعیت د کنټرول لپاره ور واستوي. Читать дальше...
د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ امنیه قوماندان، څارمن همایون د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د سید کرم ولسوال محمد شریف کلیوال نن، د جون په ۳مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چاودنه تر لمرخاته مخکې شوې ده. د پېښې مسئولیت لا چا نهدی اخیستی. د پکتیا امنیه قومانداني هم په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وزیر محمد اکبرخان مېنې په جومات کې د پرونۍ چاودنې په اړه د څېړنې ځانګړې کمېټه ټاکلې ده. پرون مازدیګر په چاودنه کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا او په پېژندل شوی دیني لارښوود، محمد ایاز نیازی ووژل شو. په چاودنه کې یو شمېر ولسي خلک هم چې د لمانځه لپاره جومات ته ورغلي وو، وژل شوي او زخمیان شوي دي. د ارګ خبرپاڼه چې نن، د جون په ۳مه، خپره شوه، وايي چې د شپږ کسیز څېړونکي پلاوي مشري د حج او اوقاف وزیر عبدالحکیم منیب کوي. د افغانستان د علماو د سراسري شورا،... Читать дальше...
دا مهال په ټوله نړۍ کې څلورشپېته لاکه دوپنځوس زره کسان کورونا وايرس وهلي درې لاکه دوه اتیا زره یې وژلي او څه باندې دېرش لاکه ترې پاخه شوي دي
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا پرون برلین ته تللی و او هلته یې له روسیې سره د اوکرایین په لانجه او نورو مسایلو خبرې کړي. دیمیتري کولیبا او د هغه جرمنی سیال هایکو ماس د پاریس د تړون په هر څه ژر تطبیق سلا شوي. د پاریس تړون د روسیې او اوکراین د کړکېچ د سړولو په هدف تېر ډېسېمبر د جرمني او فرانسې په منځګړیتوب لاسلیک شو. روسیې کریمیا ټاپووزمه چې د اوکراین د خاورې برخه وه له ځان سره الحاق کړه او اوس هم روس پلوه بیلتون پال د اوکرایین په ختیځ کې له اوکراییني عسکرو سره جنګ کوي. د پاریس... Читать дальше...
د ناټو سازمان په کابل کې پر وزیر اکبر خان کې بمي برید غندلی دی. په افغانستان کې د دغه سازمان نوي ملکي استازي استفانو پونتیکورو په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر عبادتځایونو او د خلکو په راټولېدنو بریدونه د منلو وړ نهدي. ښاغلي استفانو پونتیکورو ویلي چې افغانان د سولهییز او سوکاله ژوند مستحق دي او ناټو په دې چاره او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده. بېګا شپه د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې په جامع جومات کې بمي چاودنې د دغه جومات امام وتلی دیني عالم... Читать дальше...
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کورونا د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او لامل يې د ټولبند ماتېدل او طبي لارښوونو ته د خلکو نه پاملرنه یادوي.
نن د ۲۰۲۰م کال د جون پر درېيمه (د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۱۴مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۸م تلين دی.
کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د کابل په یو مسجد کې د تېرې شپې بمې چاودنې او په افغانستان کې د کرونا ویروس بې ساري پراختیا په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
واشنګتن ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالتونو جګپوړي مذاکره کوونکي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل چې موږ خوشبینه یوو او د بین الافغاني خبرو د پيلېدو په خوا د حرکت په حال کې یوو.
د مې په پنځه ویشتمه د یوه سپين پوستي پولیس په لاس د جورج فلویډ وژنې د امریکا په نږدې یو نیم سل لویو او وړو ښارونو کې لکونه خلک پارولي او دا هېواد د توکمیز تعصب ضد تر ټولو تریخ پاڅون تجربه کوي.
ایراني چارواکي وايي ایرانی ساینسپوه سیروس عسګري د امریکا له متحدو ایالتونو اخراج او ایران ته روان شوی دی. دوی دا نه مني، چې د عسګري خوشې کېدل دې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې یوه برخه وي. عسګري چې د ایران د شریف صنعتي پوهنتون استاد دی، په امریکا کې نیول شوی و. هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د اوهایو ایالت د پوهنتون له یوې تحقیقاتي پروژې د تجارتي اسرارو د پټولو په هڅې تورن کړای شو. نهه پنځوس کلن عسګري، چې پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي، په نومبر میاشت کې له تورونو سپین اعلان شو. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.