په پاکستان کې ځینې کمپنۍ په خپله خوښه نرخونه ټاکي: سپریم کورټ
د پاکستان سپريم کورټ د يوې مقدمې پر مهال ويلي چې هغه هيواد کې د دوایانو کمپنۍ خپل سری کوي او په خپله مرضۍ نرخونه ټاکي.
د پاکستان سپريم کورټ د يوې مقدمې پر مهال ويلي چې هغه هيواد کې د دوایانو کمپنۍ خپل سری کوي او په خپله مرضۍ نرخونه ټاکي.
ټاکل شوې چې مصر، حبشه او سوډان تر راتلونکو دوه یا درې اوونیو پورې پر نیل سیند د اوبو د یوه لوی بند د جوړولو هوکړه لاسلیک کړي. دا هوکړه تر هغه وروسته کېږي چې د دغه بند د جوړولو پر سر د ۱۰ کلنو شخړو هواري کې افریقایي ټولنې منځګړیتوب وکړ. په تېرو ۱۰ کلونو کې د مصر، حبشې او ګاونډي سوډان چارواکي یې په دې کار نه سره سلا کېدل، خو د دغو هېوادونو مشرانو د جنوبي افریقا له ولسمشر سره تر ملاقات یوه ورځ وروسته د موافقې خبره وکړه. دغه بند د سوډان د سرحد په ۱۵ کیلومترۍ کې د حبشې د خاورې دننه د نیل پر سیند جوړېږي او څلور میلیارده ډالره لګښت پرې راځي.
طالبان وایي، ننیې بدخشان کې له خپل حبس نه ۳۴ پوځیان او پولیس خوشې کړل. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو سرهیې یوه اندازه مرسته کړې او خپلو کورنیو ته استول شوي دي. طالبانو تر اوسه له دوی سره د زرو زندانیانو له ډلې له نیمایي ډېر هغه خوشې کړي دي. د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او هلته د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو بهیر څاري.
پاکستان کې د تېلو بیه په بېساري ډول لوړه شوې ده. د یوه راپور پر بنسټ چې نن خپور شو، د پطرولي تولیداتو په بیو کې له ۲۷ نه تر ۶۰ فیصده پورې زیاتوالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې پاکستان وویل، ۲۰۱۹ کال کې یې د نا خالصه تولیداتو عوایدو ص ۰٫۴ فیصده کسر کړی دی. له دې وړاندې تمه کېده چې دغه عواید به په سلو کې ۲٫۴ وده ولري. په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان د واکمنۍ له پيله د پاکستان اقتصاد مخ په ځوړ روان دی. تېره مارچ میاشت کې چې کله حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې بندیزونه ولګول، د پاکستان اقتصاد بله ضربه وخوړه. Читать дальше...
د پاکستان د مذهبي چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغو خلکو ته به خپلې پیسې بیرته ورکوي چې د حج لپاره یې جمع کړې وې.
پاکستان حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د ليټر پر سر د ۲۵ روپیو او ۵۸ پېسو لوړې کړې دي.
که څه هم په کابل ښار کې د پولیسو لهخوا د موټرو د تورو ښيښو د سپينولو او فلمونو ليرې کولو کمپاین له یوې مودې راهیسې روان دی، خو دوی ورته د شک په سترګه ګوري.
افغانستان کې وروسته له دې چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له امله ۶ خبریالان مړه شول ،د رسنیو ملاتړ بنسټ نی، خبریالانو ته د پاملرنې غوښتونکی دی.
د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د پاکستان سپریم کورټ جج جسټس قاضي فایز عیسا ته د قتل د دړکو غندنه کړې او وايي چې د دهړکو ورکوونکو پرضد به مقدمه جوړوي.
د امریکا متحده ایالاتو د جون پر ۲۶ مه د کرونا ویروس څه باندې ۴۰۰۰۰ د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړې چې دا په دې هیواد کې په یوه ورځ د یاد ویروس تر ټولو لوړه شمېره ده.
د جون پر ۲۶مه په امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات شمېر نوي کېسونه ریکارډ شول.
ولسمشر محمد اشرف غني تازه لارښوونه کړې چې لومړی مرستیال یې امرالله صالح په لویو ښارونو کې د جنایاتو د مهارولو، په مالي نظام کې په ځانګړې توګه په ګمرکونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه او په کلیو ولسوالیو او ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ څارنه وکړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د تاوتریخوالي د کمښت او سولې ته د رسېدو لپاره نږدې څلور زره طالب زندانیان ازاد کړي، خو وایي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه نه ده ساتلې. ښاغلي صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس د دې وخت دی چې طالبان له خپله اړخه د تاوتریخوالي د کمښت او ښه نیت یو ګام پورته کړي. هغه زیاته کړه: "زمونږ په باور، د قضیې دې اړخ ته د سولې د خبرو هېڅ خنډ نشته، خو په خواشینۍ سره، کله... Читать дальше...
د فرانسې په پاریس ښار کې ایفل برج د لیدونکو لپاره پرانستل شو. د دې تاریخي برج د تړلو علت د کرونا ویروس خپریدل او له کبله یې په ټولې فرانسې کې د محدودیتونو لګول وو . هرکال میلیونونه کسان د دې برج لیدو ته ورځي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د نن سهار چاودنې قربانیان د دوی کارکوونکي وو. دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارکوونکي یې سهار د احمدشا بابا مینې اړوند بت خاک څلور لاره کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول. کمېسیون دغه برید وحشیانه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې د انګېزې په اړه یې پلټنې کوي. د کابل پولیس وایي، وژل شوي کسان یو نرینه او یوه ښځه ده چې کورولا ډوله موټر پسې یې ماین سریښ شوی و. تر اوسه چا د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی.
د امریکا اسخبارتي سرچینې وايي، تېر کال د روسیې یوې څارګرې ډلې له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په پټه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي سرتېرو د وژلو پر سر د انعامونو وړاندیز کړی و.
د زابل والي او د دغه ولایت د کرنې رئیس هم د کروندګرو ستونزې مني او وايي چې د زابلي کروندګرو او بڼوالانو لپاره یو شمېر اړين پروګرامونه په پام کې لري.
په پکتیا کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسئول ایمل مومند وایي، چې تېره شپه ناوخته ۱۱:۳۰ بجې د دې ولایت د میرزاکې ولسوالۍ په مقام وسله والو طالبانو برید وکړ، چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. دی وایي، د جنګ په ډګر کې د وسله والو طالبانو دوه جسدونه او یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم پاتې شوي. دده په وینا په برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امریکا کې پرون جمعه په یوه ورځ د کرونا ویروس څه باندې ۴۰ زره پیښې ثبت شوې چې په ورځنۍ توګه د پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی. له دې سره یو شمېر ایالتونه له هغه ګامه په شا شوي چې غوښتل یې لګول شوي بندیزونه لرې کړي. ټکزاس او فلوریډا هغه ایالتونه دي چې وروستیو درېیو ورځو کې د نورو پرتله ډېرې پېښې په کې رامنځته شوي. د ټکزاس والي، دغلته د ټولو بارونو د تړلو امر کړی دی او په فلوریډا کې د بارونو دننه د شرابو څښل منعه شوي دي. چارواکي وایي، امریکا کې د کرونا پېښې ځکه بېرته په ډېرېدو شوې چې ایالتونو بېرته... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د کابل د احمد شاه بابا مينې په سيمه کې د شینوارو په نوم یوه مارکېټ کې تېره شپه د اور لګېدو له امله دوکاندارانو ته نږدې سل لکه افغانۍ زیان رسېدلی دی. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو دوکانونو کې تر ډېره کالي او سیمساري خرڅېدل. نوموړي وویل په اور لګېدنه کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي. د متشبثینو عالي بورد وایي، د زیانونو په اړه حکومتي پلاوی تللی او موضوع څېړي. خو تراوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی. تر دې وړاندې هم... Читать дальше...
د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د کچالو او پیازو د ۱۴۰ سړو خونو د پرانیستل کېدو خبر ورکوي. د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو سړو خونو پروژه د اسیا پراختیایې بانک د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي. نوموړي وویل چې په دې کې ۱۰۹ د کچالو او ۳۱ د پیازو سړې خونې دي. د میدان وردګو ولایت د کرنې وزارت وایي، دا به د کروندګرو د کروندو په ساتلو او بازار ته د وړاندې کېدو لپاره ګټور رول ولري. د دوي په وینا کروندګر کولای شي د دې پروژې په پلې... Читать дальше...
خالد ملک پېژندل شوی سندرغاړی دی چې له څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې د موسیقۍ په ډګر کې فعال دی. دی وايي، د کورونا وایرس وبا یې کار اغېزمن کړی دی ځکه چې اوس محفلونه نه جوړېږي. خالد ملک وايي، په ۲۰۰۱ز کال کې یې د سندرو ویلو یوه سیالي ګټلې وه. دی وايي، کلونه یې تېر کړل خو په سم ډول یې هارموینه (هارمونییم) غږول زده نه کړای شول. په "اسحاق خان هنري بنډار" کې د خالد ملک نورې خبرې او زمزمې هم لرو، بشپړه خپرونه وګورئ.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې پروسې او د تاوتریخوالي زیاتیدو په اړه لیکلي دي.
پاکستاني چارواکو د هوايي شرکتونو ۲۸۲ تنه پیلوټان د الوتکو له چلولو منع کړل. پاکستاني چارواکو دا پرېکړه په دغه هېواد کې د پي آی اې هوايي شرکت د یوې الوتکې له لوېدو وروسته په دې خاطر وکړه چې ممکن د پېلوټانو اسناد جعلي وي. د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان پرون (جمعه) وویل، له پیلوټانو تحقیقات روان دي او د هوايي ملکي چلند ادارې له ۵ جګپوړو مامورینو، چې په درغلیو کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي. په هغو پیلوټانو کې، چې شک کېږي اسناد به یې جعلي وي، ۱۴۱ تنه یې د پاکستان په دولتي هوايي شرکت یا پي آی اې پورې اړه لري. Читать дальше...
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د نړیوالو ځواکونو په برید کې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالي کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول. د کندهار امنیه قوماندانۍ نن وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالي په سیاسنګ دره کې غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري پرې هوايي بریدونه وشول. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.