د امریکا مرستیال ولسمشر د څو لویو هوايي شرکتونو له مشرانو سره ګوري
سپینې ماڼۍ له مایک پنس سره د نننۍ کتنې خبر تأیيد کړی، خو نهیې دي ویلي چې د کومو شرکتونو مشران به خبرې کوي.
سپینې ماڼۍ له مایک پنس سره د نننۍ کتنې خبر تأیيد کړی، خو نهیې دي ویلي چې د کومو شرکتونو مشران به خبرې کوي.
په دې راپور کې افغانستان د درېیمې لیکې په هېوادونو کې چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې سم کار نهدی کړی او د ستندرد حداقل ته هم نهرسېږي، راغلی دی.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نن وېډیو کنفرانس وکړي. د دوی د خبرو په اجنډا کې به د کرونا وبا، امنیتي مسایل او د اوکراین وضعیت شامل وي، د سوریې پر وضعیت، د ایران پر موضوع او د لیبیا په اړه به هم خبرې وکړي. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې مخکې ویلي وو، د روغتیا او چاپېریال په برخو کې پر همکارۍ به هم بحث کېږي. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له روسیې سره د ټولو پېچلو موضوعاتو د حل اړتیا لیدل کېږي. امانوئل مکرون له اروپا غوښتنه کړې چې له روسیې سره پر خپل ستراتېژیک شراکت له سره غور وکړي.
په پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل، دغو وسلهوالو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو پېښو کې مرګژوبله اوښتې ده. ښاغلی مومند زیاتوي: "تېره شپه د لوګر د مرکز په دوشنبې سیمه کې ۳ تنه وسلهوال طالبان ووژل شول. ۳ نور وسلهوال طالبان د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. دغهراز د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغې سیمه کې د طالبانو... Читать дальше...
د سوک وهنې د پخواني اتل رابرتو دوران د کرونا ویروس ټسټ مثبت ختلی او په روغتون کې یې څارنه کېږي. د دوران زوی پرون وویل چې تر اوسه پورې یې په پلار کې د کرونا ویروس خفیفې نښې شته. د رابرتو دوران زوی، روبین دوران ویلي ۶۹ کلن پلار یې چې د والګي علایمیې درلودل، یوه خصوصي روغتون ته تر تلو وروستهیې ټسټ مثبت وخوت. د ده په خبره خپل پلار یې ځکه په روغتون کې بستر کړی چې په ۲۰۰۱م کال کې د موټرو د ټکر له پېښې وروستهیې یو سږی پوره کار نهکوي. هغه ټکر د دې سبب شو چې د سوک وهنې دغه اتل تقاعد شي. دوران... Читать дальше...
د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ تنه غړي د ډزو په نتیجه کې وژل شوي دي. د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه نن سهار اته بجې شوې ده. د جوزجان پولیس وايي د دې کورنۍ غړو هلته د یوې فابریکې له ساتونکي سره لفظي شخړه کړې ده چې وروسته ډزې شوې دي. د دوی په وینا د پېښې عامل له یو میل وسلې سره نیول شوی او د قضیې په اړه ورڅخه تحقیقات روان دي.
په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وبا له امله د لوبو میدانونه او ورزش ځايونه بند دي او د سپورټس يوشمېر کورني او نړيوال ټورنمنټونه وځنډېدل.
د مسکو یوې محکمې د تیاتر او فلمونو پر ډایرکټر کیریل سیریب رینیکوف د اداري اختلاس تورونه ولګول. د میش-چینسکي محلي محکمې نن دغه حکم صادر کړ او په پام کې ده په راروانو ساعتونو کې د دغو مجازاتو روانه پروسه دوام ومومي. په خپله ۵۰ کلن سیریب رینیکوف د اختلاس لګېدلي تورونه ردوي. د محاکمې پر مهال څارنوال میخایل ریز-ني-چینکو وویل، ده ثابته کړې چې سیریب رینیکوف او په قضیه کې شاملو نورو کسانو ۱۲۹ میلیونه روبلو په اندازه چې معادلیې یو میلیون او ۸ لکه ۶۰ زره ډالره کېږي، اختلاس کړی دی. څارنوال له محکمې... Читать дальше...
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په دې هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ ووهل خو د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۲۶مې نېټې تر اوسه ۵۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي.
د امریکا متحده ایالاتو افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د انساني قاچاق له امله تر ټولو بد ګڼل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه د انسان د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، کابل له ماشومانو څخه د جنسي غلامۍ او د پوځ لیکو ته د ماشومانو د جذب د مخنیوي په برخو کې پاتې راغلی دی. په دې کلني راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شمېرل شوی چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپارهیې د پام وړ هڅې نهدي کړي. په راپور کې ویل شوي چې په دولتي تأسیساتو کې د جنسي غلامۍ لپاره ماشومان استخدامېږي او پوځ ته جذبېږي. Читать дальше...
د ایران یوې پوځي اډې ته نږدې د ګازو په یوه زېرمه کې نن چاودنه وشوه چې له املهیې د تهران پر اسمان یوه زېړه رڼا خپره کړه. د ایران د دفاع وزارت ویاند برید جنرال داوود عابدي د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل، دا چاودنه د پرچین پوځي زون په یوې ملکي ساحه کې شوې ده. د لوېدیځ امنیتي ادارې په دې باور دي چې تهران په پرچین پوځي مرکز کې نږدې یوه لسیزه مخکې د اټمي موادو مربوط ازموینې کړې دي. ایران دا تور رد کړی دی. عابدي وویل، له نننۍ چاودنې وروسته اور ولګېد چې بیرته کنټرول شو او د دې پېښې له کبله چاته مرګژوبله نهده اوښتې. Читать дальше...
د پاکستان هوایي چلند وفاقي وزیر غلام سرور خان وايي، د پي اې ای هوايي شرکت په ګډون د دغه هېواد یو شمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پایلټانو کې یاخو ډګریانې جعلي دي او یا یې جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلي معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۸ کسان مړه شوي او ۱۳۲ تنه نور روغ شوي دي. له دې سره د وزارت په حواله په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۰ زره ۴۵۱ او د مړو شمېر په ټوله کې ۶۳۸ ته ورسېد. روغتیا وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغه ویروس څخه د خوندیتوب لپاره لاسونه په وار وار په صابون پرمینځي، له نورو خلکو لږترلږه یو متر فاصله وساتي او خپله خوله او پوزه په ماسک وپوښي.
د کابل – لوګر پر سړک مساپران او ډرېوران وايي، پر دې لاره امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي. پر دې سړک خلک پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ته تګ راتګ کوي. د دې سیمو اوسېدونکي وايي، د رسمي او نارسمي کارونو ته یې کابل ته تګ ته اړتیا وي، خو د امنیتي ګواښونو له کبله پر دې سړک سفر ته زړه نه ښه کوي. چارواکي وايي، د کابل – لوګر پر سړک د امنیت ټینګولو هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د یاد هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال چې په ژوندۍ بڼه خپرېده اسامه بن لادن ته د "شهید" خطاب وکړ.
صحت نړيواله اداره (ډبليو اېچ او) وايي، په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر په زياتيدو دي او د دې وايرس بيا راپورته کېدو امکان لري.
د دې وزارت د کتلوي معافیت د برخې مشر غلام دستګیر نظر يې لوی لامل په تېرو ۱۸ میاشتو کې د پولیو د منظم کمپاین نهکېدل یادوي.
د دې ادارې پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې پر ۲ لکه ۵۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
د بنګلادېش په سرښار ډاکه کې د رضاکارانو یوه ډله د کورونا وایرس په نارغانو مرستې وېشي. هلته د کووېډ-۱۹ ځینې ناروغان، کورنیو یوازې پرېښي دي او ځینې نور یې بیا د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
ځیني کسبهکاران او هتۍوال وايي چې د بلخ سیمهییزو چارواکو د پیسو د اخیستلو په بدل کې د کرونا ویروس د خپرېدو په مهال د مزار ښار قرنطین هم پای ته رسولی او دوی تهیې د مارکېټونو د خلاصېدو اجازه ورکړه.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل درې ورځې مخکې په افغانستان کې تېره اوونۍ د دې هېواد په ۱۹ کلنه جګړه کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وبلله.
په خېبر پښتونخوا ایالت کې د ۳ پولیسو دندې وروسته له دې وځنډول شوې او ونیول شول چې یوه وېډیو خپره شوه. په وېدیو کې یو تن چې پر پولیسو یې انتقاد کړی و، د دغو پولیسو له لوري وهل کېږي. د خېبر پښتونخوا چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل چې په دې تړاو د پولیسو یو مشر هم چې په دې پېښه کې یې رول درلود، له دندې لیرې کړای شوی دی. د تورنو پولیسو پر ضد دا اقدامات وروسته له دې وشول چې د هغې وېډیو د خپرېدو له کبله اعتراضونه وشول چې په هغې کې د پېښور د پولیسو په یوه تاڼه کې له یوه ځوان څخه چې عامر تهکالي نومېږي، په زوره کالي ایستل کېږي او وهل کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته وغوښتل چې د نړیوالو روغتیايي مؤسسو د فعالیت لپاره شرایط برابر کړي. د دغه کمېسیون ویاند ذبیحالله فرهنګ پرون (پنحشنبه) ازادي راډیو ته وویل، د کابل په برچي زېږنتون کې د بېپولې ډاکترانو د کار درېدا روغتیايي خدماتو ته د میندو او ماشومانو د رسېدو په لاره کې خنډ پېښوي. ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "د میندو د مړینو او په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د مړینو په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له کبله له یوې خوا په «کووېډ-۱۹» د اخته کسانو شمېر او له بلې خوا د کرونا... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو له لوري پراخې حملې کمې شوي، خو لا هم د دې ډلې په بریدونو کې د مرګژوبلو شمېر لوړ دی. ولسمشر غني له ټېډ امریکايي بنسټ سره په انلاین مرکه کې وویل، په افغانستان کې لویې حملې کمې شوي، خو د وړو حملو د مرګژوبلو شمېر خورا زیات دی. د ده په وینا هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل کېږي او کابو ۷۰ نور ټپیان کېږي. د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې تېره اوونۍ طالبانو ۸۴۱ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده. Читать дальше...
د ارزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې وسلهوال طالبان د دې ولایت په شاوخوا کې راټول شوي دي. په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال وايي، که څه هم طالبانو پر ترینکوټ حمله نهده پیل کړې، خو د ښار په ځینو لمنو کې د ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو د راټولېدو له کبله خلک اندېښمن شوي او له هغو سیمو څخه چې ممکن جګړه پهکې ونښلي، کډې باروي. د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي. په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر رحمتالله نبیل... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.