د جګړې ډګر ته د یو شمېر خوشې شویو طالب بندیانو د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنې
فرانس پرس خبري اژانس د طالبانو د یوه خوشې شوي زنداني محمد داوود خبرې را اخیستي، ۲۸ کلن داوود ویلي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ونهوځي، جګړې ته به دوام ورکړي.
فرانس پرس خبري اژانس د طالبانو د یوه خوشې شوي زنداني محمد داوود خبرې را اخیستي، ۲۸ کلن داوود ویلي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ونهوځي، جګړې ته به دوام ورکړي.
په افغانستان کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې رییسه وايي: د سولې د هر ډول توافق په صورت کې به ملګري ملتونه د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي. له الیټا میلر سره ملالۍ بشير مرکه کړې ده. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
ملالۍ بشیر په څېرې پروګرام کې له افغان فعالې عالیه رسولي سره خبرې کړې.
په ملي او نړیواله سطحه د اوربند د غوښتنې سره سره په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري او تر ډېره له ملکیانو قرباني اخلي.
حیدري وجودي په خپل ژوند کې د لیکوالۍ او شاعرۍ ترڅنګ بېلابېل نور فرهنګي کارونه هم ترسره کړي دي. حیدري وجودي د عامه کتابتون د مدیریت چارې هم پر مخ وړلې.
يو شمېر کابل ښاريان چې خپلو ناروغانو ته د اکسيجن اخيستلو لپاره ښار ته راغلي په دولتي روغتونونو کې د اکسیجن له کموالي شکایت کوي. پلورونکي يې وايي، د کرونا ويروس په ډېرېدو سره د اکسيجن ډبو په قيمتونو کې درې برابره لوړوالی راغلی. شفيع کريمي يې په اړه دا راپور چمتو کړی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د جون پر نهمه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل. د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي چې په ملاقات کې پر خپلمینځيو اړیکو، د سیمې پر امنیت، د افغانستان سولې پر بهیر او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي. تر دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام اباد کې له جنرال قمر جاويد باجوه او د جون پر اتمه يې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي ول. Читать дальше...
د افغانستان نامتو شاعر، مولانا پېژندونکی او لیکوال حیدري وجودي نن په کورونا وایرس د ۸۱ کلونو په عمر په حق ورسېد. وجودي له کلونو راهیسې د مثنوي لوستلو د بانډارونو په جوړولو د ادب، عرفان او د مولانا د شعرونو مینه والو ته زده کړه ورکوله. تېر کال هیلۍ اسد په یوه راپور کې د دغه عارف ژوند انځور کړی و.
خو د حکیم الکوزي په مشرۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ وایي چې د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون د غوښتنې پر بنسټيې د راتلونکې یکشنبې تر ورځې پورې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
دغه وزارت مجرمینو او غلو ته خبرداری ورکوي، که له جرمونو لاس په سر نهشي نیول کېږي یا به هم ووژل شي.
د قرغزستان ولسمشر، سورنبای جینبکف نن چهارشنبه د دې هېواد جنوبي ښار اوش ته ولاړ او د هغو خونړیو نښتو د ۱۰م کال د پوره کېدو په مراسمو کې یې ګډون وکړ چې د توکمیز تشدد پر اساس پېښې شوې وې او سلهاوو کسان پهکې وژل شوي وو. جينبکف د قرغزانو او ازبکانو ترمنځ د خونړیو نښتو د قربانیانو په یاد جوړ شوي څلي ته چې د (میندو اوښکې) بلل کېږي، د ګلانو ګېډۍ وروړه او د دعا په خاصو مراسمو کې یې ګډون وکړ چې د هغو نښتو د قربانیانو د کورنیو غړي او عزیزان هم ورغلي وو. کله چې کورمانبېک باکیف د قرغزستان له جمهوري ریاسته... Читать дальше...
د چین حکومت نن د جون ۱۰مه، بیا وویل چې له امریکا او روسیې سره به د بېوسلې کېدو په اړه په درې اړخیزو خبرو کې ګډون ونهکړي. مسکو او واشنګټن غواړي چې د وسلو د کنټرول په اړه د خبرو نوې لړۍ د جون په ۲۲مه په ویانا کې پېل کړي. امریکايي لوري ویلي و چې دوی هیله لري چې روسیه به د چین چارواکو ته قناعت ورکړي چې په درېیو هېوادونو کې د اټمي وسلو د زېرمتونونو د محدودولو په اړه په خبرو کې برخه واخلي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هوا چونینګ نن د جون په ۱۰مه، وویل چې پیکنګ په دې اړه خپل پخوانی موقف نهدی بدل کړی او په خبرو کې برخه نهاخلي. Читать дальше...
کندز کې یو شمېر خلک د کرونا ویروس د تشخیص او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړی روغتون نهلري. د یو شمېر خلکو په وینا، د کرونا ویروس د تشخیص لپاره نمونه کابل یا بلخ ته استول کېږي او د پایلې معلومېدلیې تر یوې اوونۍ زیات وخت نیسي چې ډېره ستونزمنه مسئله ده. د کندز د عامې روغتیا ریاست وايي چې یوازې د دې ولایت خلک نه، بلکې د یو شمېر لیرې پرتو ولایتونو لکه بدخشان خلک چې په خپلو سیمو کې صحي امکانات نهلري یا محدود دي، دې ولایت ته د درملنې لپاره ورځي. د عامې روغتیا ریاست نن چهارشنبه، ازادي... Читать дальше...
د جون پر لومړۍ نېټه حکومت د ټولې میاشت لپاره د تېلو بیې ښکته کړې چې ورسره سم، د هېواد په زیاتره برخو کې خلک پر پمپونو د تېلو په اخیستو کې له ستونزو سره مخامخ شول.
په افغانستان کې پېژندل شوی شاعر او لیکوال، حیدري وجودي نن چهارشنبه سهار مړ شو. هغه د مرګ په وخت کې ۸۱ کلن و. حیدري وجودي له داسې لیکوالو و چې د مولانا جلالالدین بلخي شعر او ژوند یې څېړه. 'سالې در مدار نور'، 'سایه معرفت' او 'عشق و جواني' د هغه له ډېرو لوستل شویو اثارو دي. د ازادي راډیو د خبریالانو په حواله، حیدري وجودي په کرونا ویروس اخته شوی و او له دې کبله مړه شوی دی.
په سمنګان کې دسکرو د یوه کان د نړېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي دي. د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې د کان ۱۱ کارګر لا هم هلته بند دي. عزیزي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې کارکوونکو د شپې کار کاوه او دی فکر نهکوي چې نور څوک به هلته ژوندي پاتې شوي وي ځکه کان له زهرجن ګازه ډک دی. په سمنګان کې د سکرو په کان کې مخکې هم داسې پېښې شوې دي. تېر کال په ورته پېښه کې د یوه کان ۶ کارګر په سمنګان کې مړه شوي وو.
ډاکتر فاوچي ویلي دغه تنفسي ناروغۍ د انتقال او وژنې داسې وړتیا لري چې دی یې د راتلونکې بد خوبونه ویني.
د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې د لومړي وار لپاره د دغه هېواد د هوايي ځواک لوی درستیزۍ ته یو افریقايي–امریکايی تأیید کړ. سنا جرګې پرون چارلس براون ته ۹۸ موافقې رایې ورکړې او هېچا ورسره مخالفت ونهکړ. دی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا په مارچ میاشت کې د هوایي ځواکونو د لوی درستیزۍ منصب لپاره معرفي شوی و. د امریکا سنا جرګې داسې وخت د افریقايي امریکایانو له ډلې چارلس براون د هوايي ځواک د لوی درستیز په توګه تأیید کړ چې په دغه هېواد کې له تور پوستو سره د پولیسو په چلند او نورو پالېسیو سخت انتقادونه کېږي. Читать дальше...
د فلایډ جنازې ته پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د فلایډ وژنه به په ټوله نړۍ کې توکمیز مساوات ته لار برابره کړي.
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي په ننګرهار کې یې د وسلو یوه لویه ډیپو نیولې ده. د دغه ریاست په اعلامیه کې نن راغلي چې د ملي امنیت خاصو ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې عملیات کړي او د طالبانو د یوه وژل شوي قوماندان عبدالفتاح مشهور په پتنګ پورې اړوند یوه ډيپو یې نیولې. د اعلامیې له مخې په نیول شویو مهماتو کې یوه ډرون یا بېپیلوټه الوتکه، یو شمېر سپکې او درنې وسلې او هاوانونه دي. ملي امنیت زیاته کړې چې د ډيپو دوه طالب ساتونکي یې ژوندي نیولي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې روان کال په دغه ولایت کې په پنځه زره او ۲۹۹ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوي. زلمی الکو وايي، هر هکټار ۴،۵ مټریک ټنه حاصل ورکوي چې له کورني بازار سربېره په نړویوالو بازارونو کې هم مناسبه بیه لري. ښاغلی الکو وايي: "د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلې، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده." ښاغلی الکو زیاتوي چې هڅه کوي په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله... Читать дальше...
په سرمقاله کې یادونه شوې، اوس پاکستان غواړي چې په بدل کې یې له افغان حکومت هم امتیازات ترلاسه کړي.
دی چې د ملټري ټایمز په لیکنه د یوتا ښاروال و له خپلې رسمي دندې یې د یوه کال لپاره رخصتي اخیستې وه او افغانستان ته د امریکا د ملي ګارد په چوکاټ کې په پوځي خدمت تللی و.
د بلخ ولایت د شورتپې ولسوال پرون د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل د شورتپې ولسوال ابراهیم الیار پرون ماسپښین په داسې حال کې چې مزار شریف ته پر لار و، د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو. ښاغلي عادل وویل، په دې پېښه کې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان او د ولسوال څلور ملګري هم وژل شوي دي. که څه هم د بلخ چارواکي دا د طالبانو کار بولي، خو وسلهوالو طالبانو د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د پرونۍ چاودنې په اړه څېړنې پیل شوې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ولایتي ادارې او خپلو ټیمونو ته دنده ورکړې څو د کانونو او پټرولیم وزارت له وسایلو په استفاده هغه کسان چې په کان کې بند پاتې دي، راوباسي. د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره به د کانونو او پټرولیم وزارت لهخوا له نورو ادارو سره په همغږۍ ټیم ټاکل کېږي چې دا موضوع وڅېړي." د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، تر چاودنې وروسته په کان کې تر ۱۶ زیات کسان راګېر پاتې دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.