افغان حکومت د 'ترورېزم' په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور هرکلی وکړ
په دې راپور کې راغلي چې طالبانو په ۲۰۱۹م کال کې خپلې ترورېستي حملې زیاتې کړي او د داعش حملو هم پر ملیکانو په ځانګړې توګه مذهبي اقلیتونو دوام کړی.
په دې راپور کې راغلي چې طالبانو په ۲۰۱۹م کال کې خپلې ترورېستي حملې زیاتې کړي او د داعش حملو هم پر ملیکانو په ځانګړې توګه مذهبي اقلیتونو دوام کړی.
په نړۍ کې تر اوسه همدا فکر کېده چې له کرونا ویروسه روغ شوي کسان د دې ویروس پر وړاندې معافیت مومي، خو هغوی باید ډېر احتیاط وکړي ځکه ښايي دا خبره ريښتیا نهوي.
تازه درې ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ په کجاب کې د سیمې د هزاره قوم او سیمهییزو کوچیانو ترمنځ وسلهواله نښته شوې ده.
د پېښور په تهکال کې له رفیع الله "عامر تهکالي" سره د پولیسو تر ناوړه چلند وروسته په پېښور او د صوبې په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي. د جون پر ۲۵مه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته ورغونډو شویو خلکو له چارواکو وغوښتل چې د عامر د بې پتولو په پېښه کې ککړو پولیسانو ته سزا ورکړي. اعلا وزیر محمود خان ژمنه کړې چې ککړو پولیسانو ته سزا ورکوي او د پېښور د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی یې له دندې ګوښه کړی. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې د افغان سفارت د معلوماتو پر بنسټ عامر تهکالي په خېبر پښتونخوا کې زېږېدلی، خو په خټه افغان دی.
د فرانسې حکومت نن د جون په ۲۵مه، ټولو سیلانیانو ته اجازه ورکړه چې په پاریس کې د ایفل برج لیدو ته ورشي. د فرانسې حکومت له تقریباً درې میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د سیلانیانو پر ورتګ بندیز لګولی و. سیلانیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د ایفل برج د لیدو لپاره سیمې ته ورشي، خو اجازه نهلري چې به لفت کې د برج سر ته وخېژي، خلک مجبور دي چې په زینو پورته شي. فرانسوي چارواکو دا کار د دې لپاره کړی چې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي او هغه فاصله چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهمه ده، وساتل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون د جون په ۲۴مه اعلان وکړ چې هغه چا ته به چې د داعش د یوه مشر امیر محمد عبدالرحمن المولي په اړه معلومات ورکړي، ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر جایزه ورکړي. د داعش د ډلې بنسټ ايښودونکی، ابوبکر البغدادي تېر کال په سوریه کې د امریکا د کمانډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ووژل شو. د بغدادي تر مرګ وروسته، المولي د هغه پر ځای د داعش مشر وټاکل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به ابتدا کې د المولي پر سر پنځه میلیونه ډالر ايښي وو، خو کله چې هغه د بغدادي پر ځای وټاکل شو، د امریکا حکومت هم خپله جایزه دوه چنده کړه. Читать дальше...
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي پر خپله خاوره هيڅ وسله والې ډلې ته د فعاليت اجازت نه ورکوي. دې وزارت د جون په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ۲۰۱۹ کال د ترهګرۍ په اړه د امريکې پر راپور ځکه مایوسه دی چې په دې کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني پوځ پوره کار نه دی ښودل شوی.
د کوسوو صدراعظم عیدالله حوتي د صربیا له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په هغو مذاکرو کې چې د امریکا په منځګړیتوب پیلېدونکې وې، خپل ګډون رد کړ. دا خبرې باید د جون په ۲۷مه په سپینه ماڼۍ کې شوې وی. دا په داسې حال کې ده چې په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالانو پرون رسماً، د کوسوو پر پخواني صدراعظم هاشم تاچي او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو له ۱۹۹۸ تر ۱۹۹۹ میلادي کاله د کوسوو په جګړه کې د بشري ضد او جنګي جرمونو د ترسره کولو تور ولګاوه. د کوسوو صدراعظم پرون له بروکسله په ټویټ کې ولیکل چې په پریشتینا... Читать дальше...
د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پيایاې) ویلي چې ۱۵۰ پیلوټان به چې په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د پیلوټۍ مشکوک اسناد لري، له پروازه منع کړي. دا شرکت ټول ۴۲۶ پیلوټان لري. د پاکستان د هوايي چلند وزیر، غلام سرور خان نن د جون په ۲۵مه، د 'پيایاې' شرکت د یوې الوتکې د سقوط په اړه د څېړنو راپور د پاکستان مرکزي پارلمان ته وړاندې کړ. د پاکستان د هوايي چلند وزیر، غلام سرور خان د الوتکې د سقوط په اړه پارلمان ته وویل: "دواړه، پيلوټ او د هغه مرستیال د پرواز په وخت کې تمرکز نهدرلود او فکر یې د کرونا... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش به نن د جون په ۲۵مه، د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي. د راپور متن تېره اوونۍ خپور شوی دی. په راپور کې په وروستیو درې میاشتو کې (له مارچه د مې تر پایه) د سیاسي پرمختګوونو، د کرونا ویروس د ټولنیز، صحي او اقتصادي اغېز، په راروان وخت کې د اقتصادي ودې او د افغانانو د بشري حقونو د څرنګوالي جاج پهکې اخیستل شوی دی. انتونیو ګوترش د جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه چې د مې په ۱۷مه وشوه، په... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حقاني شبکې تېر کال په افغانستان کې پر ولسي خلکو، د نړیوالې ټولنې د بېلابېلو ادارو پر کارکوونکو او دولتي چارواکو حملې زیاتې کړې وې. په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت راپور پرون د جون په ۲۴مه، خپور شو. د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې د هماهنګۍ د ادارې مشر، نیتین سلیس پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "زموږ موقف پټ نهدی، نه له تاسو او نه د امریکا له خلکو. له طالبانو موږ توقع لرو چې خپل تعهد پر ځای کړي او له القاعده او بلې هرې ترورېستی... Читать дальше...
د سېکرېټرېټ تاڼې یوه پولیس افسر د جون پر ۲۵مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نوموړي مېرمن سرینه عیسا د جون ۲۴مه "تاڼې ته ورغلې وه"
د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" د سندرغاړي شهريار شعور ياد ته ځانګړې شوې. نوموړی ځوان وو او په پېښور کې يې له استادانو د موسيقۍ زده کړې کولې. په وروستيو کې يې يو شمېر سندرې په سټوډيو کې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې وې. شعور له څو ورځو ناروغۍ وروسته د جون پر ۱۹مه په پېښور کې ومړ. د هغه پر مړينه د سيمې هنرمندانو ژور خپګان څرګند کړ. په خپرونه کې به د پېښور د هغو هنرمندانو خبرې واورئ چې شعور يې له نېږدې پېژنده او د هغه له ارمانونو خبر ول. د سيمې ځينو هنرمندانو پر ټولنيزه ميډيا د شهريار شعور له غريبې... Читать дальше...
په کروندو کې د بېلابېلو مرضونو له امله د غنمو حاصلات ډېر زیات راکم شوي دي، خو په بازار کې د غنمو لږوالي او په ورته وخت کې لوړ قیمت د هلمند اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د دغه وزارت مسؤلین وايي، دا چې یو شمېر هېوادونو په مستقیم ډول له روغتونونو سره د تنفس د مصنوعي دستګاوو مرسته کړې، نو له همدې امله یو شمېر دستګاوې له دغه وزارت سره ثبت نهوې.
دا شمېرې وروسته له هغه ثبت شوي چې په دې هېواد کې د یاد ویروس د ازموینو شمېر ډیر شوی دی، خو چارواکي په دې خاطر اندېښمن دي چې د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ګراف په ټیټېدو وو.
د ننګرهار چارواکو د کورونا لپاره له مرکز څخه د ورکړل شوې بودیجې په لګښتونو او د کورونا فنډ صندوق کمېتې له اړخه ناچارو کورنیو سره د مرستو په هکله د یوه مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې ولس ته حساب ورکړ او هغه رضاکار په ساینلیکونه ونازول شول چې د کورونا فنډ د مرستو په وېش کې يې همکاري کړې وه.
په دې راپور کې راغلي چې پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي پټنځایونه لري او دا د دې لامل کېږي چې پر نورو هېوادونو ترې ترهګر حملې او بریدونه وکړي.
د بلوچستان حکومت د کوټې پولیس مشر عبدالله جان اپرېدی د بلوڅ زده کوونکو په نیولو له خپلې دندې لیرې کړی دی. زده کوونکو په دوشنبه مازیګر مهال د انلاین زده کړو پر ضد او د پوهنتونونو او کالجونو بیا وازلو لپاره تر صوبايي اسمبلۍ د لاریون کولو نیت کړی وو چې په لاره کې یې ډېری ونیول شول خو وروسته پرېښودل شول. د ایوب ترین راپور
د افغانستان کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ټول هېواد کې د ۵۷ پرختیايي پروژو د قراردادونو د لاسلیک کېدو خبر ورکوي. د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژو ټول قیمت ۴۱۳ میلیونه افغانۍ دی. په خپره شوې خپرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه پرختیايي پروژې په ۱۷ ولایتونو بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، غزني، کابل، کندهار، خوست، کونړ، کندز، لوګر، پکتیا، پنجشېر، پروان، سمنګان، سرپل او تخار کې تطبیقېږي. د خبرپاڼې له مخې په ۵۷ پروژو کې ۸ د اوبو کانالونه، ۱۷ محافظتي دېوالونه، ۴ د... Читать дальше...
په پروان ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۱۶ فیصده زیات شوي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال به په پروان ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۲ زره ۵۵۷ متریک ټنو ته ورسېږي. د پروان ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب خیرزاد وايي، سږ کال په ۸۲۵ هکتار ځمکه کې بادرنګ کرل شوي دي. د ښاغلي خیرزاد په خبره، تېر کال په دې ولایت کې په ۷۶۵ هکتاره ځمکه کې بادرنګ کرل شوي و چې شااوخوا ۲ زره ۱۳۰ مټریک تنه حاصلات ترې واخیستل شول. د پروان ولایت بادرنګ په ټول هېواد کې په چارېکاري بادرنګو مشهور دي او د کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو کې مینهوال لري.
په باړه بازار کې د وژل شوی دیرش کلن عرفان الله د پیښې پرضد سیاسي ګوندونو مشرانو او فعالانو احتجاجي پرلت لګولی، دوی وايي، د دغې پیښې عدالتي پلټنې دې وشي. د وژل شوی عرفان الله اپرېدي کورنۍ دعوا کوي چې نوموړی د پولیسو په حراست کې وژل شوی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي راپور وګورئ.
په امریکا کې د کرونا ویروس زیاتېدا پرون د خبرداري تر کچې ورسېده. دغه هېواد کې پرون د جون په ۲۴مه، د دغه ویروس ۳،۴۷۰۰ تازه پېښې ثبت شوې، دا شمېرې د اپرېل له وروستیو را په دې خوا په یوه ورځ کې تر ټولو لوړې ګڼل شوې دي. امریکا کې دغه پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس معاینې زیاتې شوي، خو چارواکي دغه زیاتي ته ځکه اندېښمن دي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې هلته پېښې په کمېدو وې. د تکزاس ایالت حکومت له خلکو غوښتي چې په کورونو کې پاته شي او په ارېزونا کې له خلکو غوښتل شوي چې ماسک بند کړي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وایي چې ولس د طالبانو وروستیو شخړو ته اندېښمن دی او دې بریدونو د سولې د خبرو پيلېدل سخته کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.