123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 08.06.2020

د غره له بوټو د شکر درمل

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولايت کې يو طبیب وايي، چې د غره له بوټو يې د شکر درمل جوړ کړي. قلندر حبيب وايي، چې له لسو کلونو راهيسې د شکر درملو په جوړلو بوخت دی او د ده په وينا چې له بېلا بېلو ولايتونو خلک ترې د شکر درمل پېري. نور په ویډیويي راپور کې:

بیل ګېټس پر ځان وروستي لګېدلي تورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

امریکایي میلیارډر او د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر بیل ګېټس د توطئیې د وروستیو نظریو په اړه غبرګون وښود. دغه نظریې د واکسینونو د تولید او ترسره کولو په اړه په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې. په دغو نظریو کې ویل شوي بیل ګېټس غواړي د واکسینونو په لګولو سره د خلکو په بدن کې کوچني چیپونه ځای پر ځای کړي او دا کسان وڅاري. خو بیل ګېټس په وروستیو کې په یوه ټېلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته د مایکروچیپونو په لګولو کې خپل دخالت رد کړ. هغه زیاته کړه، که څه هم د دغې موضوع ردول ګران کار دی، ځکه... Читать дальше...

د خوست په امنیه قومندانۍ کې د یوې پیغلې پر ګمارنې غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت لخوا د خوست د امنیه قومندانۍ اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت په چوکاټ کې د ځلا ځاځۍ په نوم یوه پیغله افسره ګمارل شوې، چې په اړه يې په ټولنیزو شبکو کې خلکو پراخ غبرګونونه ښودلي دي. پیغلې دوهم څارن ځلا ځاځۍ د ترکیې هېواد د پولیسو په یو روزنیز مرکز کې زده کړې کړي او د کورنیو چارو وزارت لخوا په خوست کې دنده ورکړل شوې ده. په ټولنیزو شبکو کې د خوست په شان یوه دودیزه ټولنه کې چې هلته په پوځي ادارو کې نجونې او ښځې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، د ټولنیزو شبکو ځینو کارونکو د کورنیو... Читать дальше...



'د لګول شویو محدودیتونو دوام د بلخ اقتصاد بحران سره مخ کړی'

Pa.azadiradio.com 

د بلخ عام روغتیا مشر ناظم الدین جلیل ازادي راډیو ته ووېل چې کرونا ویروس په مزارشریف کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او تر دې دمه سلګونه کسان د عامې روغتیا سپارښتنو ته د نه پاملرنې له امله پرې اخته شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۰۰۰۰ واوښت

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس تر ۵۷۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت معین وحید مجروح، نن رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې وویل، چې دوی د نږدې ۹۸۰ مشکوکو کسانو سمپلونه اخیستي وو. هغه زیاته کړه: "د ۵۷۵ کسانو ټېسټ مثبت و، په دې موده کې ۱۲ کسان وفات شوي او ۳۲۹ تنه نور روغ شوي دي، په ټوله کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰زره ۹۱۷ ته رسېږي، ۳۶۹ تنه وفات شوي او ۲۱۷۱ تنه روغ شوي دي." بلخوا د غور د روغتیا رئیس جمعه ګل یعقوبي،... Читать дальше...

د ننګرهار لاریون کوونکي: ایران سره د هر راز اړیکو پرې کول غواړو

Pa.azadiradio.com 

لاریون کوونکو له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یاد هیواد سره دې هر ډول اړیکې پرې کړي او هم یې په افغانستان کې د ایران د ډیپلوماټیکو ادارو د تړل کېدو او د یادې پېښې د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.



کابل او هلمند کې د ایران ضد مظاهرې

Mashaalradio.com 

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخته په شمېر کم، خو په غږ لوړ مدني فعالان او عام خلک ټول شوي و او په ایران کې يې د افغانانو په وژنې تُند غبرګون وښود.

د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی در محمد ناصر له کورونا وایرسه ومړ

Mashaalradio.com 

د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی سردار در محمد ناصر د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړی له تېرو دوو اونیو راهیسې د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله د کراچۍ په یوه روغتون کي بستر وو. سردار در محمد ناصر په کال ۲۰۱۳۸ د مسلم لیګ ن پر ټیکټ د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو او د یوڅه وخت لپاره د هغه وخت د اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د صنعت و صنعتکارۍ لپاره خپل مشر ګومارلی وو. دی د مسلم لیګ ن د مرکزي نایب صدر سېنېټر سردار یعقوب ناصر وراره او په کرایم برانچ کې د پولیسو ډي ای جي وزیر خان ناصر د اکا زوی وو او په ۲۰۱۷... Читать дальше...

بدخشان کې وسله‌والې نښتې د دولت ۷ مخالف وسله‌وال وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولايت چارواکي وايي په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د وسله‌والې نښتې په نتیجه کې د دولت ۷ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل، په دې وسله‌واله نښته کې چې له دوو ورځو راهیسې روانه وه، ځیني کلي تصفیه شوي دي. هغه زیاته کړه: "د دښمن حملې په شا تمبول شوي، په نتیجه کې د دولت ۷ مخالف وسله‌وال وژل شوي، ۶ تنه‌یې ټپیان دي او د دولت د وسله‌والو مخالفانو له موجودیت څخه ۴ کلي تصفیه شوي دي." د دولت کومې مخالفې ډلې په بدخشان کې د دې نښتې په اړه څه نه‌دي ویلي.

سټولټنبرګ د ناټو تړون د پیاوړتیا لارې چارې لټوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبه د دغه تړون د پیاوړتیا پر لارو چارو وینا وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې په اروپا کې د امریکا د متحدو ایالتونو، متحدو هېوادونو له جرمني څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د طرحې په اړه اندېښنه ښوولې ده. د امریکا چاپ والستریت ژورنال ورځپاڼې پرون یکشنبه راپور ورکړی و، د امریکا ځینو متحدانو ویلی، دغې طرحې د ناټو تړون په اړه پوښتنې ولاړې کړي او د دوی په وینا دښمن، له دې جملې روسیه یې تقویه کړې ده. دغې ورځپاڼې تېره جمعه هم راپور ورکړی و، چې د امریکا... Читать дальше...

بریتانیا کې د نژادي تبعیض پر ضد د لاریونونو دوام

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا په څو ښارونو کې پرون پرله پسې دوهمه ورځ په زرګونو کسانو د نژادي تبعیض او د پولیسو د بې رحمیو پرضد مظاهرې وکړې. دغه مظاهرې په امریکا کې د تورپوستو ژوند ارزښت لري، د مظاهرو په ملاتړ شوي چې د هغه هیواد په ډیرو ښارونو کې له څو ورځې راهیسې روانې دي. د انګلستان په واتفورد کې پېژندل شوي سوک وهونکي انتوني جوشوا (Anthony Joshua) د اعتراض کوونکو ډلې ته په خبرو کې وویل: "زموږ د ټولنې لکه سپورټ، تعلیم، کلیساګانو، تفریح، رسنیو او ټول حکومت په ټولو سکټورونو کې یو ویروس خپور شوی، نه یوازې په بریتانیا... Читать дальше...

په پکتیکا کې چاودنې یو ۱۳ کلن ماشوم وواژه

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا امنیه قومانداني وايي په هغو ماینونو چې د دولت وسله‌وال مخالفان‌یې پر عامه لارو خښوي، زیات وخت ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي. دا قوماندانۍ په داسې حال کې دا خبره کوي چې نن سهار د مټا خان ولسوالۍ په سیدوکلا سیمه کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې یو ۱۳ کلن ماشوم ووژل شو او بل تن ټپي شو. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې وویل: "دا لومړی ځل نه‌دی چې د ترهګرو له‌خوا په خښ کړل شویو ماینونو عامو خلکو ته زیان اوړي. تر دې مخکې هم ملکیان په ځلونو ځلونو د دوی... Читать дальше...

ایرانی ساینسپوه امریکا کې له خوشې کېدو وروسته ایران ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

یو ایرانی ساینسپوه مجید طاهري، د امریکا په متحدو ایالتونو کې له بنده تر خوشې کېدو وروسته نن، خپل هېواد ته ستون شو. د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا خبر ورکړی، چې طاهري د بندیانو د تبادلې د موافقې د برخې په توګه خوشې شوی دی. په خپله مجید طاهري چې په ماتیو تایري هم مشهور دی، نن د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته وویل: "ما غوښتل د ایرانیانو د سلامتۍ او د طب د تحقیقاتو د پرمختګ لپاره یو څه وکړم خو له بده مرغه دوی یعنې امریکایانو یو ډېر غیرمنصفانه او د درواغو تور راباندې وتاړه."... Читать дальше...

ننګرهار کې لسګونه فعالانو او عامو خلکو د ایران ضد لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې لسګونه فعالانو او عامو خلکو په ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو د پېښې په عکس‌العمل کې لاریون وکړ. دوی چې د ایران د رژیم او امنیتي ځواکونو خلاف شعارونه ورکول، له دولته غوښتنه وکړه چې ایران د پېښې عاملانو ته د سزا په ورکولو مجبوره کړي. پرون په هلمند او کابل کې هم د وروستۍ پېښې د غندلو په هدف په لسګونه کسانو لاریون وکړ. ادعا کېږي چې تېره چهارشنبه د ایران په یزد ښار کې پولیسو پر هغه موټر چې افغان پناه غوښتونکي یې لېږدول ډزې کړي چې د ډزو په نتیجه کې موټر اور اخیستی دی. Читать дальше...

له طالبانو او ځیني پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې اړوند د خلیل‌زاد خبرې

Pa.azadiradio.com 

‎په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین تازه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زلمی خلیل‌زاد له ملا برادر او ورسره هیئت سره‌یې د بندیانو د چټک خلاصون او بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه غږېدلی دی.

ټرانسپورت وزارت: یوه اوونۍ کې ۱۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ټرانسپورت وزارت وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې دې هېواد ته ۱۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق‌شناس رسنیو ته په یو استولي لیکلي پیغام کې ویلي دي چې دا سوداګریز او خوراکي توکي د حیرتان، مزار شریف، اقینې او تور غونډۍ د رېل پټلې له لارې هېواد ته وارد شوي دي. په پیغام کې لیکل شوي چې په دې توکو کې غذايي، نفتي او ساختماني مواد شامل دي. اته زره ټنه غنم، نږدې ۳۸ زره ټنه وړه، څه باندې ۳ زره ټنه غوړي، نږدې ۳۹ زره ټنه تېل، څه باندې ۱۳ زره ټنه مایع ګاز... Читать дальше...


Музыкальные новости
Моргенштерн

ГАЛЕРЕЯ ⟩ Адский угар: смотрите, как Моргенштерн в Таллинне выступал





Персональные новости
Елена Маркелова

Благодаря поддержке Фонда Президентских грантов в Самарской области реализуется проект «Особые дети! Позвольте им победить»





افغان حکومت به له نړیوال بانک ۱۷ میلیارده افغانۍ پور واخلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ماليې وزارت هیله لري چې د مشرانو جرګې له تأييد وروسته به د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې د عمومي غونډې هغه وړاندیز تأييد شي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته د پور اخیستو په هدف شوی دی. افغان حکومت پرېکړه کړې چې د نړیوال بانک د پیسو له وجهي صندوقه ۱۷ میلیارده افغانۍ پور واخلي. د ماليې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پور اخیستو دا وړاندیز د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم تأييد کړی دی. دی وايي دا پور به د بودجې د کسر د لیرې کېدو په برخه کې ولګول شي. دا په داسې... Читать дальше...

خلیل‌زاد له ملا برادر سره د بین‌الافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د بندیانو د چټک خوشې کېدو او د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو په اړه خبرې وکړې. دا خبره د دې دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په یوه ټویټ کې وکړه. د شاهین په وینا په دغه کتنه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق‌القحطاني هم حضور درلود. د سولې د هغه تړون له مخې چې متحده... Читать дальше...

بریتانیا کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د بې‌رحمیو ضد مظاهرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا په څو ښارونو کې پرون پرله‌پسې دوهمه ورځ په زرګونه کسانو د نژادي تبعیض او د پولیسو د بې‌رحمیو پر ضد مظاهرې وکړې. دغه مظاهرې په امریکا کې د تور پوستو ژوند ارزښت لري، د مظاهرو په ملاتړ وشوې چې د هغه هېواد په ډېرو ښارونو کې له څو ورځو راهیسې روانې دي. دغه مظاهرې د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د مې په ۲۵مه د یوه سپین پوستي پولیس له‌خوا د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي د وژل کېدو په غبرګون کې راپارېدلې دي. د بریتانیا په بریستول کې شااوخوا ۱۰ زره کسانو ګډون کړی و. په لندن کې مظاهرې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Праздник космических масштабов: ММА для каждого


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублёв разгромно проиграл Надалю тренировочный сет в Барселоне


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Подмосковное УФАС внесло ООО «Экосистема» в реестр недобросовестных поставщиков





Путин в России и мире
Москва

«Десятками выбрасывают трупы»: Лукашенко о варварском поведении Литвы и Латвии


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск: Дан старт очередному совместному космическому проекту




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленского выпороли ультиматумом: США жестко ответили на наглость и поучения Киева


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Григорий Лепс

Григорий Лепс выбил телефон из рук поклонницы на концерте в Костроме



Москва

МТС в Самарской области открыла свои магазины для домашних животных

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net