"د لُور بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل"
د بچۍ بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل. داسې ټوکر ټوکر يې کړې وه. په مېخونو، پرايانو او مختيبلو يې وهلې وه. مېخونو يې تر پښو او لاسونو پورې ووري وتلي دي.
د بچۍ بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل. داسې ټوکر ټوکر يې کړې وه. په مېخونو، پرايانو او مختيبلو يې وهلې وه. مېخونو يې تر پښو او لاسونو پورې ووري وتلي دي.
د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې پتیلې چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.
د پېښورهای کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ کې دوه کسیزه بنچ د نهې په ورځ د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوې دوو سوو کسانو سزاګانې غیر قانوني ګرځولي دي.
دا پریکړه نن د جمعې ورځ د سپریم کورټ ۱۰ کسیزې ډلی وکړه. د پاکستان سپریم کورټ وکیلانو ټولنو دا د عدلیې د ازادۍ کامیابي بللې ده.
د اروپایي ټولنې مشرانو نن د اوکراین په شخړه کې د ښکېلوالي له کبله پر روسیې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د شپږ میاشتني تمدید ملاتړ وکړ. د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون او د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل نن د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې وویل، د منسک په تړون کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. پر روسیې دغه بندیزونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال ولګېدل چې دغه هېواد د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځاې کړې. د دغو بندیزونو موده د جولای په ۳۱مه پای ته رسېږي. پر روسیې تور دی چې د اوکراین... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی ملکي استازی وایي، دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی. سټفانو پونتی کوروو ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالبانو په ښارونو او ایتلافي ځواکونو بریدونه درولي، خو له دې سره سره یې هم تاوتریخوالی روان ساتلی. هغه زیاته کړه: "دا ممکن د دې لپاره وي چې طالبان په دې باور دي چې په دې توګه به د سولې بهیر کې له پیاوړي دریځه برخه اخلي، اما دا په بشپړه توګه یو غلط نظر دی، زما په نظر دا حساب ناسم دی." د ناټو ملکي استازي ټینګار وکړ چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید کمه شي. Читать дальше...
د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سپورتي نړۍ سره اړوند ټول لوبغاړي اړ شوي چې په کورو کې پاته شي او له همدې کبله لوبې زیانمنې شوي.
د کرکټ لوبې ۲۱ کلن افغان ستوري راشد خان ته که وروستي کلونه د لوبو په ډګر کې له بریاوو ډک وو، خو په شخصي ژوند کې بیا له پرلپسې تراژیدیو سره مخ شو.
تراوسه په پکتیا کې ۷۰ سلنه نارینه او یوازې ۱۰ سلنه میرمنو تردې مهاله کاغذي پېژندپاڼې اخیستې دي.
د پاکستان دولت منصور خان د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی. د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، نن سبا کې به دغه ګمارنه په رسمي ډول اعلان شي. له دې وړاندې د پاکستان یوې ورځپاڼې هم د دغې ګمارنې راپور ورکړی و. منصور خان به په کابل کې د ذاهد نصرالله خان ځای ناستی شي چې دا مهال په افغانستان کې د پاکستان د ډیپلوماتیک ماموریت مشري ور له غاړې ده. پاکستان خپل سفیر داسې مهال بدلوي چې وروستیو ورځو کې یې د پوځ مشر کابل ته راغلی و او له چارواکو سره یې د سولې بهیر په اړه چې اوس حساس پړاو ته رسیدلی، خبرې وکړې.
د اروپایي ټولنې مشرانو د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد د بیا په پښو درېدو په هدف خپله غونډه پیل کړه. په دغې غونډه کې د اروپایي کمېسیون د مشرې اورځلا وان دیرلین پر وړاندیز بحث کېږي، د دغه وړاندیز له مخې د اروپا د اقتصاد بیا رغونې ته د ۷۵۰ میلیاردو یورو په ارزښت یو پلان جوړېږي. د اروپایي ټولنې د اقتصادي رغونې په برخه کې د ټولنې د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف شته. د اووه ویشت غړیو هېوادو دا ټولنه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره کوي. د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادو... Читать дальше...
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نژدې اته ویشت زره شو. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس ۳۴۶ تازه پیښې ثبت شوي دي. تراوسه له دغه ویروسه څه باندې یو نیم زره کسان افغانان روغ شوي او نژدې پنځه نیم سوه نور مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، د کرونا ویروس لا هم مخ په زیاتېدو دی. هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس له وضعیته زمونږ ارزونې ښيي چې مونږ د ویروس اوج یا څپانده کېدو ته... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وايي، تر راتلونکو دوه میاشتو به د هېواد په کچه د کویډ-۱۹ ناروغۍ زیاتوالی دوام ولري او له هغې وروسته به د دغه ویروس په شدت کې کموالی راشي.
د بلوچستان د چمن او د افغانستان د سپین بولدک ترمنځ د لارې تړل کېدو پرضد د جون پر اتمه پیل شوی پرلت لا هم دوام لري.
د پاکستان د سند ایالت په کهوټکي سیمه کې بمي چاودنې د پاکستان د رینجرز ځواکونو د سرتېرو په ګډون ۳ تنه ووژل. د سند امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال د کهوټکي په یوه بازاره کې شوې ده. د کهوټکي یوه امنیتي چارواکي فرخ لونجر ډان خبري اژانس ته د دغه پېښې په اړه ویلي: "د رینجرز ځواکونو موټر په بازار کې ولاړ و، چې بمي چاودنه پرې وشوه او په نتیجه کې یې د رینجرز ځواک ۲ سرتېري او یو ولسي وګړی وژل شوي دي." د فرخ په وینا، امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړې او د بمي چاودنې د... Читать дальше...
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د سروضې ولسوالۍ د سقوط په هدف د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی. د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، د طالبانو د دغه ډله ییز برید په ځواب کې له هوایي ځواکه هم کار اخیستل شوی. هغه زیاته کړه: "نن شپه په یوه نیمه بجه د سروضې ولسوالۍ په اړوند پوستو تهاجمي او ډله ییزه حمله ترسره شوه، خوشبختانه چې د دفاعي ځوابي برید په نتیجه کې د دښمن له ۱۷ زیات مړه او تر څنګ يې د دښمن له ۱۲تر ۱۵ پورې د دوی زخیمان دي، همدارنګه دوی غوښتل چې د سروضې... Читать дальше...
سره له دې چې د امریکا په یو شمېر سویلي ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، د دې هېواد په شمال ختیځ ایالت نیویارک ایالت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شوو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي.
د هنر سالار ډلې د تورپوستې امریکايي جورج فلویډ، چې د پولیسو له خوا د نیول کیدو پر مهال ووژل شو، یو انځور د کابل پر یو دیوال کښلی او ورته یې په ایران کې د افغان کډوالو وژنو سره تړاو ورکړی. دا ډله وايي، که څه هم دا دواړه پېښې له یو بل ډېرې لرې رامنځ ته شوي، خو د یو شریک درد څرګندونه کوي.
روغتیايي مسئولین خبرداری ورکوي چې که د ارزګان اوسېدونکي د یاد ویروس په وړاندې په روغتیايي لارښوونو عمل ونه کړي نو په دې ولایت کې به انساني ناورین رامنځته شي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د غور ښار اړوند او پسابند ولسوالۍ کې د پوځ او سمه ییزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه برید کې د غور له طالبانو سره د هرات او فراه طالبانو هم لاس یو کړی و چې په شا تمبول شوی دی. دفاع وزارت یاد برید کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې ځوابي ډزو کې د هرات د تېورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال نصرالله انصاري او دوه ملګري یې وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندز ولسي استازي او ځایي مسئولین وایي، اقتاش ولسوالۍ کې طالبانو ۷ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي. د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان تېره شپه د بند برق په ساحه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو برید وکړ. ښاغلی امیري وایي، برید کې درې پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي او طالبانو له برید وروسته د پوستې تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي دي. د کندز پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په اقتاش کې یوې بلې ځایي سرچینې ازادي راډیو ته دغه خبر تائید کړ. ... Читать дальше...
امریکايي جنرال فرانک مکنزي چې په سیمه کې د امریکايي اردو عملیات څاري وايي، چې د سرتېرو کمول له طالبانو سره توافق په اساس شوی.
په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د ویکسینو د ساتلو د اساسي مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ینس سټولټنبرګ چې د ناټو د دفاع د وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته یې د پنجشنبې په ورځ له بروکسل څخه خبریالانو ته انلاین خبرې کولې وویل، ناټو په افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مېنګل په مرکز کې له واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره د خپل اتحاد ختمولو پر مهال پارلمان ته په وینا کې ویل چې له دوی سره کړې ژمنې نه دي پوره شوې خو د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر شبلي فراز وايي د بي اېن پي پخلا کولو هڅې کوي. د ابوب ترین راپور
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.