Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 12.06.2020



کابل کې د امریکا سفارت په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت د کابل پر شېرشاه سوري جامع جومات د نن ورځې چاودنه وغندله. دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، سفارت دا حمله غندي، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيي. د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون ځیني کسان ووژل. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، په چاودنه کې د جومات ملا امام او ۳ نور کسان وژل شوي دي. ښاغلی ارین زیاتوي: "نن ماسپښین د جمعې لمانځه پر مهال شېرشاه... Читать дальше...

واشنګټن او بغداد: له عراق به د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر روان وي

Pa.azadiradio.com 

عراق او امریکا دا بیان تر ستراتېژیکو خبرو او تر هغه وروسته وکړه چې د ایران یو لوړ رتبه جنرال په عراق کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او د عراق د پارلمان غړو غوښتنه وکړه چې امریکايي ځواکونه له هغه هېواده ووځي.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال په کندهار کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د سنګین پخوانی ولسوال نن سهار د کندهار په ‌‌‌‌‌‌ډنډ ولسوالۍ کې د نا معلومو وسله‌والو په حمله کې ووژل شو. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل سلیمان شاه د یوې فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه کندهار ته راغلی و. ښاغلی احمدي زیاتوي: "د هلمند د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال سلیمان شاه نن سهار د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د فاتحې په مراسمو کې ګډون کاوه چې په هدفي برید کې وژل شوی دی." دا په کندهار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېیمه هدفي وژنه ده. پرون غرمه په درېیمه حوزه... Читать дальше...



ارمنستان کې نافذ یوی بېړنی حالت تمدید شو

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان حکومت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت د یوې بلې میاشتې لپاره تمدید کړ. حکومت نن جمعه په یوه فوق‌العاده جلسه کې هغه بېړنی حالت چې د مارچ په نیمايي کې لګول شوی و، د جولای تر ۱۳مې تمدید کړ. د دغه هېواد صدراعظم نیکول پاشینیان پارلمان ته وویل، په ارمنستان کې د کرونا وبا له کبله راغلی وضعیت لا هم کړکېچن دی. د ده په وینا که څوک اعتراض نه‌لري، نافذ شوی بېړنی وضعیت به یوه بله میاشت هم دوام وکړي.

چارواکي: تخار کې وسله‌والې نښتې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت چارواکي وايي د ولسي پاڅونوالو په مرسته‌یې په وسله‌واله نښته کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ۵ تنه ټپیان کړي دي. د تخار امنیه قومانداني وايي، لومړی وسله‌والو طالبانو غوښتل تېره شپه د فرخار ولسوالۍ په مشتان کلي کې ځانونو ته مرکزونه جوړ کړي. د دې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، وروسته وسله‌واله نښته شوې چې له کبله‌یې وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. ښاغلی اسیر زیاتوي: "طالبانو مقاومت وکړ چې د وسله‌والې نښتې په نتیجه کې ۱۵ مخالفان وژل شوي، ۵ تنه‌یې ټپیان شوي او ۶ تنه‌یې اسیران شوي دي. Читать дальше...

پاکستان بجټ: کووېډ-۱۹ وبا اقتصاد "تاواني" کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ د راتلونکي مالي کال بجټ ته د کورونا بودیجې نوم ورکړ او زیاته یې کړه ولس ته د اوښتي اقتصادي تاوان پوره کولو هڅه کوي

د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر: واشنګټن د پیونګ یانګ لپاره ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د پیونګ یانګ په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له تګلارو دا ثابته شوې ده چې واشنګټن د اوږدې مودې په مخه د شمالي کوریا لپاره یو ګواښ دی. ري سن ګوان نن په یوه بیان کې زیاته کړه چې شمالي کوریا به د دې ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه پیاوړي کړي. دا څرګندونې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لومړۍ کتنې د دوهم کال د پوره کېدو په ورځ شوې دي. ټرمپ او کېم د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره لیدلي وو، خو په دې کتنه کې له... Читать дальше...

د جرمونو نړیوالې محکمې د خپلو کارکوونکو په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې د (ای سي سي) پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي. د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د ډونالد ټرمپ پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. په بیان کې دې محکمې ویلي چې د ټرمپ اقدام د منلو نه‌دی او دا د (ای سي سي) په قضایي چارو کې د مداخلې معنی لري. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې رئیس جوزف بورېل هم د ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده. ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې... Читать дальше...

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳،۵۴۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلي معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې په دې ویروس ۲۰ کسان مړه شوي او ۶۰۲ تنه نور روغ شوي دي. له دې سره د وزارت په حواله په ټوله کې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳ زره ۵۴۶ او له دې جملې د روغو شویو کسانو شمېر ۳،۹۲۸ ته ورسېد. وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې خلک له یو بله لږ تر لږه یو متر فاصله وساتي،... Читать дальше...

اسپر امریکا کې د مظاهرو پر مهال د ملي ګارد اقداماتو د څېړنې امر وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر د وروستیو مظاهرو پر مهال د ملي ګارد د اقداماتو په اړه د څېړنو امر کړی دی. په امریکا کې دغه مظاهرې د یوه تور پوستي جورج فلوید تر وژنې وروسته پیل شوې دي. د امریکا دفاع وزارت د اعلامیې په حواله، مارک اسپر پرون وویل، د مدني ناکراریو په وړاندې د پوځیانو د ملاتړ لپاره د ملي ګارد اقدامات به وڅېړي، په ځانګړي ډول په وروستیو دوو اوونیو کې. په وروستیو کې د نژادي تبعیض پر خلاف د مظاهرو پر مهال د ملي ګارد د رول په اړه پوښتنې ولاړې شوې دي. دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې... Читать дальше...

ارزګان کې د یوې غیر دولتي مؤسسې کارکوونکی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې چارواکي وايي د یوې غیر دولتي مؤسسې یو کارکوونکی د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی. د 'NCC' مؤسسې مسؤل محمد اکبر اخندزاده نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د عزت‌الله په نوم کارکوونکی تېره شپه په خاص ارزګان ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د اخندزاده په وینا دغه کس پر بې‌وزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي موادو په سروې او وېش بوخت و. ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "ده د خاص ارزګان ولسوالۍ په ششپر کلي کې، په امیري روغتون کې یو اتاق نیولی و چې همالته اوسېده، په هغه اتاق کې ویشتل شوی دی." د 'NCC'... Читать дальше...

خوست ته د نړیوال روغتیايي سازمان طبي بسته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

خوست ولایت ته د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د طبي توکو بستې ورسېدې. د خوست روغتیايي مسؤلان وايي چې له دغو موادو به د خوست په مرکز او ولسوالیو کې تر شپږ نیم زره زیات کسان ګټه واخلي. د خوست د روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) له‌خوا ۱۳ کېټونه چې هر یو يې د ۵۰۰ ناروغانو لپاره د تداوۍ ظرفیت لري، د موسمي ناروغیو او بېړنیو پېښو لپاره رارسېدلي چې د پلان مطابق به ناروغان ورڅخه استفاده وکړي." په خوست کې په کرونا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Queen

Свой день рождения White Queen отметила вечеринкой в космическо-морской тематике





Персональные новости
Google

Состоялся релиз стратегии Warbits+ в App Store и Google Play





د ټرمپ فرمان جرمونو نړیوالې کچارۍ پر کارمندانو بندیزونه لګوي

Mashaalradio.com 

کله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دا اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، واشنګټن به اجازه ورنه‌کړي چې امریکایان دې د یوې غیر رسمي او بې‌شواهدو محکمې له‌خوا وګواښل شي.

یمي خان: نوي سندرغاړي باید موسیقي زده کړي

Mashaalradio.com 

سندرغاړی او موسیقار یمي خان وايي، له ماشوموالي یې له موسیقۍ سره شوق وو. دی په پېښور کې د موسیقۍ سټوډیو لري او ډېرو نومیالیو سندرغاړو ته یې کار کړی. د کورونا وایرس وبا او د مخنیوي لپاره یې ټولبند په خیبر پښتونخوا کې زیاتره کاروبارونه اغېزمن کړي، خو یمي خان وايي د ده کاروبار نه دی متاثره شوی. د ده بشپړه مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" خپرونه کې لیدلای شئ.

په قرنطین کې تکړه لوبغاړي څه کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس په خاطر لګیدلو محدودیتونو لوبغاړي اړ کړي چې په کورونو کې تمرینونه مخته یوسي. په دې ویډیو کې د څو لوبغاړو فعالیتونه ګورئ چې المپیک ته هیله من دي.

واشنګټن ټایمز: له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل په شرایطو پورې تړلي دي

Pa.azadiradio.com 

جنرال مک‌کنزي د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټټیوت له‌خوا په جوړ شوي وېډیو کنفرانس کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د راروان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل په شرایطو پورې تړلي دي.

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России почтила память героев в День Победы в Чехове


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Уимблдон

Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Песков: погода не является препятствием для проведения парада Победы





Путин в России и мире
Москва

Путин поблагодарил президента Лаоса за передачу России танков Т-34


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко вернулся с парада Победы в Минск: "Ядерный апокалипсис неминуем"




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве налоговая потребовала взыскать долг с Алексея Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Queen

Свой день рождения White Queen отметила вечеринкой в космическо-морской тематике



Москва

Уволиться из банка ради карьеры кондитера: шоколадная история томички

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net