واشنګټن او بغداد: له عراق به د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر روان وي
عراق او امریکا دا بیان تر ستراتېژیکو خبرو او تر هغه وروسته وکړه چې د ایران یو لوړ رتبه جنرال په عراق کې د امریکا د بېپيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او د عراق د پارلمان غړو غوښتنه وکړه چې امریکايي ځواکونه له هغه هېواده ووځي.