Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 29.06.2020

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد شاه نن ماښام په دغه ولايت کې د کندهار اډې ته څېرمه په يوه چريکي بريد کې ووژل شو. د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي پېښه تأييدوي او وايي چې د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان د "طالبانو" په برید کې وژل شوی او دوه نور ملګري يې ټپيان شوي دي. تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا په غاړه نه‌دی اخيستی. دا په شاه محمد شاه ۳۶ بريد و چې ترسره کېږي، ښاغلی شاه په يوه حمله کې په دواړو سترګو ړوند شوی و.

د بلوڅانو یوې بېلتون‌پالې ډلې کراچۍ ښار کې د حملې مسؤلیت واخیست

Pa.azadiradio.com 

د بلوڅانو یوې بېلتون‌پالې ډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ونډو پر یوه مارکېټ د نن ورځې د وسله‌والې حملې مسؤلیت واخیست. پولیس وايي په دې پېښه کې څلور واړه افراطي وسله‌وال وژل شوي دي. د پولیسو په حواله په راپورونو کې ویل شوي چې په حمله کې دوه ګارډان او یو پولیس هم وژل شوي دي. راپورونه وايي په وسلو سمبالو حمله کوونکو نن سهار اول لاسي بم کارولی، بیا یې د دغې ودانۍ پر دخولي دروازه حمله او بې‌تفکیکه پر خلکو ډزې کړې دي. د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمون وویل، څلور واړه حمله کوونکي وژل شوي دي.... Читать дальше...



د کرونا ویروس کموالی؛ د تابوتونو پلور کم شوی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي، عامې روغتیا وزارت وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۷۱ پېښې ثبت شوې دي. په ورته وخت کې، یو شمېر تابوت پلورونکي وايي د اوونۍ له پیل راهیسې د دوی د کار کم شوی او دوی یوازې په ورځ کې یو یا دوه تابوتونه پلوري. نور حال د لېمه هادي په راپور کې.

په کراچۍ کې د اسهامو پر بازار برید اوه تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسهامو پر لوی او پخواني بازار د نن ورځې برید کې د پولیسو درې مامورین او څلور بریدګر وژل شوي دي. د برید مسولیت د بلوڅانو ازدي بښونکي اردو په نوم یو ډلې پر غاړه اخیستی دی. نور په دې راپور کې

ایران کې د چاپېریال ساتنې ۳ فعالان د اور لګېدو پېښه کې مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د چاپېریال ساتنې درې فعالان هغه وخت مړه شول چې هڅه‌یې کوله د دغه هېواد د لوېدیځ په یوه سرحدي ساحه کې پر یوه غرنۍ سیمه لګېدلی اور مړ کړي. د ایران رسنیو راپور ورکړی چې دغه درې کسان پرون یکشنبه په کرمانشاه کې مړه شوي دي. د پاوه ښار اوسېدونکو چې دغه پېښه په‌کې شوې، یکشنبه ناوخته د مړو له انتقال سره سم، هغوی ته د درناوي مراتب پر ځای کړل. تر دې مخکې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر جمشېد محبت خاني، مهر خبري اژانس ته ویلي وو چې معلومه نه‌ده دغه درې کسان د اور د مړه کولو پر وخت مړه شوي... Читать дальше...

بلاول: وزیراعظم دې يا استعفا ورکړي یا دې بخښنه وغواړي

Mashaalradio.com 

ابوزیشن ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لېګ (ن) د تحريک انصاف حکومت د ختمېدلو غږ کړی دی. د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له وزیراعظم عمران خانه غوښتې چې يا دې استعفا ورکړي او يا دې د ناکامې حکومتولۍ له کبله بخښنه وغواړي.



د افغانستان بانک ۴ لوړپوړو چارواکو ګوښه کېدل؛ 'ګوښه شوي سپیناوی او عدالت غواړي'

Pa.azadiradio.com 

ښاغلي رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۹» ازادي راډیو ته وویل، د بانک مشرتابه له‌خوا په ګوښه شویو چارواکو د فساد بې‌بنسټه تورونه لګول شوي، د ښاغلي رحیمي په خبره له حکومت بېرته په څوکۍ کېناستل نه، بلکې د دې تورونو سپیناوی او عدالت غواړي.

د امریکايي عسکرو په وژنه روسی انعام: له سپینې ماڼۍ راپور وغوښتل شو

Mashaalradio.com 

د امريکا پارلېمان غړيو له سپینې ماڼۍ د يوې ورځپاڼې د هغه رپورټ په باب نورو مالوت غوښتې چې پکې راغلي دي، روسيې په افغانستان کې د مېشت امريکايي عسکرو د وژلو لپاره له طالبانو سره تړاو لرونکيو وسله والو ته د انعامونو پېشکش کړی دی. ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې خبرې انکار کړی چې هغه ته کله هم د دې استخباراتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي خو نيويارک ټايمز ورځپاڼه چې د دې مبينه انعامونو په تړاو يې راپور خپور کړی، وايي، ټرمپ ته په دې اړه د مارچ په مياشت کې ويل شوي ول. استازې لېز چېني د جون پر ۲۸مه نېټه ويلی... Читать дальше...

دفاع وزارت: پر لوګر او غزني د طالبانو څو حملې په شا وتمبول شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر او غزني کې یې د وسله‌والو طالبانو څو حملې په شا تمبولې دي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په لوګر او غزني کې د حملو په نتیجه کې یې ۱۲ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۱۵ تنه‌یې ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي. بل‌خوا په غور ولایت کې په یوه وسله‌واله نښته کې ۴ سرتېري او ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د غور د والي سرپرست ویاند محمد عارف عابر ازادي راډیو ته وویل، نښته هغه وخته پیل شوه چې لومړی وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت... Читать дальше...

د پاکستان کراچۍ کې د افراطي وسله‌والو حمله پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د صرافۍ پر یوه مارکېټ د افراطي وسله‌والو حمله پای ته ورسېدله. پولیس وايي په دې پېښه کې څلور واړه افراطي وسله‌وال وژل شوي دي. راپورونه وايي په وسلو سمبالو حمله کوونکو نن سهار اول لاسي بم کارولی، بیا یې د دغې ودانۍ پر دخولي دروازه حمله او بې‌تفکیکه پر خلکو ډزې کړې دي. د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمون وویل، څلور واړه حمله کوونکي وژل شوي دي. د پولیسو په حواله په راپورونو کې ویل شوي چې په حمله کې دوه ګارډان او یو پولیس هم وژل شوي دي. لا معلومه نه‌ده چې په دې حمله کې کومه ډله لاس لري. Читать дальше...

هلمند کې په یوه دودیزه مېله کې چاودنې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولايت چارواکي وايي نن غرمه مهال د سنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه مېله کې چاودنې څو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د هلمند د والي مرستيال مجاهد صفاري له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه، خو د مرګ‌ژوبلې د دقیق شمېر په اړه‌یې څه ونه‌ویل. بل‌خوا په هلمند کې د ملي اردو يوې سرچينې چې د نوم نه‌ښودلو په شرط‌يې له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وويل په دې پېښه کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۱ زرو واوښت

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دغه وزارت په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۱۲ کسان مړه شوي دي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۳۱ زرو واوښتې. خو ویل کېږي چې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې څو برابره زیات وي. روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه نږدې ۱۴ زره کسان روغ شوي هم دي. 'کووېډ-۱۹' چې علت‌یې کرونا ویروس دی د تبې، وچ ټوخي، ساه لنډۍ او بې‌حالۍ په څېر نښې لري. Читать дальше...

چارواکي: بامیانو کې ۱۰۰۰ اړمنو مېرمنو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

په باميانو کې په زرو اړو مېرمنو دوه دوه شيدې ورکوونکې مېږې او د مالدارۍ وسايل وويشل شول. د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د کورنيو د خوراکي او معيشت د خونديتوب د پروګرام له لارې په باميانو کې په زرو اړو ښځو شيدې ورکوونکې مېږې او د مالدارۍ وسايل وويشل. په هر يوې مېرمنې دوه شيدې ورکوونکې مېږې او کنجدو ٣٠ کيلوګرامه کنجاړه او د غنمو شل کيلوګرامه سبوس ويشل شوي دي. په دغو مېږو څو ډوله واکسين او درمل د ساري ناروغيو د مخنيوي په خاطر تطبيق شوي دي. دغه مرستې د خوراکي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Земфира

Сын Орбакайте и Преснякова посетил концерт Земфиры, закрыв себе дорогу в Россию





Персональные новости
Арцах

Вывод российского контингента из Арцаха – подарок Алиеву. Фоторяд





دایکندي کې د بادامو د پروسس فابریکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د دایکندي په مرکز کې د بادامو د پروسس یوه فابریکه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید عبدالواحد فیروزی ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکه د ۶،۱ میلیونو افغانیو په لګښت، د اکسفام موسسې په مرسته د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند سرخ بېدک کلي کې جوړه کړې ده. د دایکندي والي ضیا همدرد وایي، هغو دولتونو چې پرمختګ کړی کرنه یې بنسټ دى او د دایکنډي لومړۍ درجه محصول بادام دي چې دغه بادامو په ملي نندارتون کې لومړى مقام ګټلی دی. د کرنې رییس وویل، هغه اومه بادام چې... Читать дальше...

په نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله د مړیو شمېر ۵۰۰۰۰۰ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر پرون له پنځو لکو او هم پرې د اخته شویو کسانو شمېر له لس میلیونو واوښت. دغه وضعیت یو شمېر هېوادونه دې ته اړ کړل چې د خپلو اقتصادونو د بېرته پرانیستلو په اړه غور وکړي. پر کرونا د اخته شویو او ترې د مړو شویو کسانو د شمېر له زیاتوالي سره د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې په نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو د نوي ریکارډ د ثبتولو خبرورکړ. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۸۹ زرو زیاتې نوې پیښې ثبت شوې. د دې سازمان له خوا د یوه ورځې مخکینی ریکارډ... Читать дальше...

د فرانسې او جرمني مشران سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل به نن مخکې تر دې چې اروپایي ټولنه له کرونا ویروس څخه د اقتصاد د رغولو د مالي مرستو پر یوې بستې خبرې وکړي، سره وګوري. دا به د مکرون او مېرکل ترمنځ له هغې وروسته چې د کرونا وبا خپره شوې، لومړی ځل مخامخ کتنه وي چې نن په برلین کې ترسره کېږي. د مکرون دفتر وویل، جرمني چې د ۲۰۲۰ کال له نیمایي، د اروپایي شورا دوره یي مشري په غاړه اخلي، دغه کتنه د دوی د نژدې همغږۍ څرګندونه کوي. د فرانسې ولسمشر تېره میاشت د کرونا وبا د خپریدو... Читать дальше...

د امریکا کانګرس له سپینې ماڼۍ تازه کوم معلومات غوښتي؟

Pa.azadiradio.com 

د هغه راپورله خپریدو وروسته چې وایي د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو پرسر طالبانو ته انعام ټاکلی و، د امریکا د کانګرس غړي په دې اړه له سپینې ماڼۍ د نورو معلوماتو غوښتنه کوي. ولسمشرډونالډ ټرمپ دا خبره ردکړه چې ګنې ده ته په دې اړه خبرورکړل شوی وخو نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د لومړي ځل لپاره یې دا مسئله راپورته کړې، په خپل راپورکې ویلي چې ټرمپ ته په مارچ میاشت کې په دې اړه ویل شوي و. د امریکا د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې لیز چیني پرون یکشنبې وویل، که د نیویارک... Читать дальше...

پولیس: کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید پای ته رسېدلی دی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیس وايي، په کراچۍ کې د اسهامو پر بازار د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی او په دې برید کې ښکېل ۴ واړه وسله وال وژل شوي دي. پاکستاني پولیس وايي، څلورو وسله والو نن سهار د کراچۍ د اسهامو د بازار پر ودانۍ برید وکړ چې د څلور واړو بریدګرو په وژل کېدو دا برید پای ته رسېدلی دی. د کراچۍ د پولیسو چارواکو په دې پېښه کې پر بریدګرو سربېره یوازې د دوه نورو کسانو د وژل کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې د ونډو د بازار کارکونکو ته زیان نه دی رسېدلی. خو په ټولنیزو رسنیو کې د برید له ځایه خپرې شوې ویډیوګانې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Девушке сделали предложение на концерте Басты: "Бери кольцо"



Москва

Сергунина: в текущем году в Москве появятся еще 24 площадки для выгула собак

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net