123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 15.06.2020

چارواکي: طالبانو لوګر او فاریاب کې ۵ افغان سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

په لوګر او فاریاب ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې ۵ سرتېري وژل شوي دي. د لوګر د مرکز اړوند په کنجک سیمه کې نن ماسپښین ناوخته وسله‌والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر ګزمه برید کړی چې له امله‌یې دوه سرتېري وژل شوي او یو هاموې ټانک‌یې ویجاړ شوی دی. د لوګر امنیه قومندانۍ ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه، خو په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي. بل‌خوا د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د پولیسو پر قرارګاه د طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي. دا برید تېره شپه لس نیمې بجې پیل او تر نن سهار پورې یې دوام درلود. Читать дальше...

مصر خپل ټول هوايي ډګرونه فعالوي

Pa.azadiradio.com 

مصر په پام کې لري د جولای پر لومړۍ نېټه خپل ټول هوایي ډګرونه فعال کړي. د دغه هېواد د ملکي هوایي چلند وزیر د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته دا خبره کړې ده. د مصر هوایي ډګرونه له مارچ راهیسې د کرونا ویروس له کبله تړلي وو. د دې هېواد چارواکي وایي نړیوال ګرځندوی به په درې ساحلي ښارونو پورې محدود شي. د مصري چارواکو په خبره د هغو هېوادونو سیلانیان چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس د کرونا ویروس سخت ځپلي دي، باید مصر ته تر ننوتلو دمخه‌یې ازموینه واخیستل شي. په مصر کې چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه... Читать дальше...

د امریکا د هوايي ځواکونو یو پیلوټ په شمالي بحیره کې لادرکه شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د هوایي ځواکونو یو پیلوټ وروسته له هغه لادرکه شو چې نن د جون ۱۵مه د امریکا 'اېف-۱۵' ډوله جنګي جټ الوتکه په شمالي بحیره کې ولوېده. دا جټ چې یو پیلوټ‌یې درلود د انګلستان له ختیځه د برېټش رویال هوایي ځواکونو له اډې څخه الوتلې او په تمریناتي عملیاتو بوخته وه. دا په بریتانیا کې د امریکا د هوایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده چې څه باندې ۴،۰۰۰ امریکایي پرسونل په‌کې دېره دي.  د دې ځواکونو کپټان مراندا سیمونز وویل، د سقوط علت او د پیلوټ په اړه معلومات تر اوسه نه‌شته او د بریتانیا څخه د لټون او ژغورنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده. Читать дальше...



د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد د سرکاري کارکوونکو احتجاج

Mashaalradio.com 

د جون پر ۱۵مه په پېښور کې د پاکستان د محررانو یا مامورانو ټولنې (ال پاکستان کلرکس اسوسيېشن) غړو او نورو حکومتي کارکوونکو په وفاقي بجټ کې د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد لاریون او مظاهره وکړه. دوی احتجاجاً د جون تر پایه د وفاقي ادارو په دفترونو کې د کار نه کولو اعلان وکړ او له حکومته یې د تنخاګانو لوړولو غوښتنه وکړه. وفاقي حکومت د دوی د غوښتنې او څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي. خو وزیراعظم عمران خان د سرکاري کارکوونکو تنخاګانو نه زیاتولو اقدام په اړه ویلي چې حکومتي لګښتونه کمول غواړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

بې‌پولې ډاکترانو بنسټ د کابل دشت برچي زېږنتون سره فعالیت بند کړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بې‌پولو ډاکترانو بنسټ وایي د کابل په دشت برچي سیمه کې یې له هغه زېږنتون سره خپل فعالیت بند کړ چې تېره میاشت خونړی برید ورباندې وشو. د دغه بنسټ په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دا پرېکړه‌یې وروسته له هغه کړې چې پر یاد روغتون تر برید یوه میاشت وروسته لا هم د هغه برید د انګېزې او یا هم د برید کوونکو په اړه هېڅ ډول معلومات ترلاسه نه‌شول. د افغانستان کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د برچي په ملي سل بستریز روغتون باندې د درېیو ځانمرګو په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵،۵۲۷ کسانو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۳۶۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت چارواکي وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۱،۵۰۰ کسانو د کرونا ویروس ازموینې اخیستل شوې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې له رسنیو سره‌یې شریک کړي په همدې موده کې ۷ تنه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړه شوي دي. په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله چې د تېر کال د کب میاشتې راهیسي پیل شوي، ټولټال ۲۵ زره او ۵۲۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو ویل کېږي چې رښتونې شمېرې ښایي تر دې ډېرې زیاتې وي.



پکتیا چارواکي: احمد ابا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا چارواکي په احمد ابا ولسوالۍ کې ۱۱ وسله‌والو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبر ورکړ. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شول. د ښاغلي حسرت په خبره په دې برید کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی. نوموړی زیاتوي چې په یاده نښته کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې. Читать дальше...

سوداګرۍ او صنعت خونه: پاکستان ته به نږدې راتلونکي کې صادرات پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسؤل امین بابک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان حکومت په دې اړه پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې ژر تر ژره له افغانستان نه پاکستان ته صادرات پیل شي.

افغان چارواکي: ډېر ژر ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بیا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به په افغانستان کې ټول کورني او بهرني الوتنې پیل شي. د دې ادارې ویاند نعیم صالحې نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی. نوموړي وویل چې په دې د حکومت پرېکړې ته منتظر دي تر څو الوتنې ژر پیل شي. دغه اداره وايي چې د کرونا ویروس د لا خپرېدود مخنیوي په هدف د الوتنو د ځنډېدو له امله يې تر دې دمه ۲ میلیارده افغانۍ مالي زیان لیدلی دی.

د ملي پراختیا شرکت: د غوري سیمنټو ناکاره برخې بیا فعالې شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د دې هېواد د تر ټولو لويې فابریکې غوري سیمنټو د ۹۵ سلنه ناکاره شوې برخې د بیا فعالېدو خبر ورکوي. د دې شرکت د اړیکو د بورډ مشر جارالله منصوري تېره ورځ په دې اړه په جوړه شوې خونه کې رسنيو ته وویل چې د غوري سیمنټو د فابریکې ۹۵ سلنه بې کاره شوې برخې يې بېرته فعالې کړي چې له امله يې اوس‌مهال یاده فابریکه د ورځې په منځني ډول اته سوه ټنه سیمنټ تولیدوي. نوموړي وویل هڅه کوی چې د غوري سیمنټو د تولید په زیاتېدو سره د افغانستان د کورني بازار پنځوس سلنه اړتیا پوره کړي. ښاغلي... Читать дальше...

لویه څارنوالي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر د قضیې اړوند څېړنې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر طاهر زهیر چې له دې وړاندې د بامیان والي و، له دندې په ناوړه ګټنې، د تاریخي اثارو په قاچاق او غیر قانوني کېندنې او د پارلمان او لویې څارنوالۍ له هدایاتو څخه په سرغړونې تورن کړی او دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته استولې ده.

پاکستان کې یو کیلو ملخان په ۲۰ روپۍ خرڅېږي

Mashaalradio.com 

د ۲۰۲۰ز کال له فبرورۍ راهیسې په پاکستان کې ملخانو فصلونو ته لوی زیان اړولی. چارواکي او د ملګرو ملتونو د خوړو اداره وايي، د ملخانو ختمولو لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی. خو د پنجاب د اوکاړې کروندګر او اوسېدونکي ملخان نیسي او خرڅوي یې. حکومت د کروندګرو د مرستې په موخه دا پروژه پیل کړه او یو کیلو ملخان یې ورڅخه په ۲۰ پاکستانیو روپیو واخیستل. البته دا پروژه د پیسو نشتوالي له وجې اوسمهال ځنډېدلې. نور د فرانسې خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

لغمان کې یوه کس خپله خور او مېرمن وژلي

Pa.azadiradio.com 

په لغمان کې یوه کس خپله خور او مېرمن په ډزو وژلي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته ویلي چې د مرکز مهترلام اړوند بابا صيب کمپ کې د خوشبين په نوم يوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله په خپلو دوو مېرمنو او خور ډزې کړي چې له امله‌یې د نوموړي يوه مېرمن او خور وژل شوي او بله مېرمن‌یې ټپي شوې ده. د ښاغلي دولت‌زي په خبره ټپي مېرمن روغتون ته انتقال شوې او تر درملنې لاندې ده. دولت‌زی زیاتوي، د دغې پېښې عامل خوشبين چې اصلاً د بديع‌الاباد اوسېدونکى دى، د پوليسو له لوري نيول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

ډېری اروپايي هېوادونو د خپلو پولو د بېرته پرانیستو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

ډېر اروپایي هېوادونه په یوه بیساري اقدام کې نن او سبا خپلې پولې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې له درېیو میاشتیو راهیسې تړلې وې، بېرته د نورو اروپایي هېوادونو پرمخ پرانېزي. جرمني، بلجیم، فرانسه، یونان او د چک جمهوریت نن خپلې پولې پرانېزي او اتریش هم سبا. د اروپایي هېوادونو دغه ګډ اقدام وروسته له هغې کېږي چې اروپایي کمېسیون تېره اوونۍ د دې اتحادیې غړیو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې هرڅومره ژر چې کېدای شي خپلې پولې بېرته پرانېزي. د پولو پرانیستل تر ډېره د اروپایي اتحادیې، بریتانیا او د شینګین د غړیو هېوادونو پر وګړیو اغېز کوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

Перенос дат II этапа культурного проекта «Классика: история и современность» в Дмитрове





Персональные новости
Желдорреммаш

ЧЭРЗ развивает инициативы и сокращает производственные затраты





د سویډن یو څېړنیز انسټېټوټ: اټومي قدرتونو د وسلو عصري کولو ته دوام ورکړی

Pa.azadiradio.com 

په سویډن کې میشت د اټومي وسلو د مخنیوي څېړنیز انسټېټوټ وایي، سره له دې چې د اټومو سروکو زېرمې کمې شوي خو اټومي قدرتونو د دغو وسلو عصري کولو ته دوام ورکړی دی. د سټاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټېټوټ په هغه راپور کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې څېړنې یې ښیي چې د روان ۲۰۲۰ کال په پیل کې نهو اټومي قدرتونو، د امریکا متحدوایالتونو، روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین، هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا په خپلو زېرمتونونو کې ټول ټال شاوخوا ۱۳ زره او ۴۰۰ اټومي وسلې درلودې. د تېر کال په نسبت د اټومي وسلو شمېر... Читать дальше...

چارواکي: خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۳ ژوبل دي. چارواکي وايي، تېر ماسخوتن د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د چراګاه سیمې د دیګانو په کلي کې نا مالومو وسله‌والو په یو کور برید کړی دی. نن د دوشنبې په ورځ د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډيو ته وویل، چې په دې برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي. ده وویل، په وژل شویو کې درې ماشومان، یوه ښځه او یو تن نارینه دی. د خوست د والي ویاند زیاته کړه، د پېښې ځای ته پر وخت کشفي ادارې رسېدلي او پېښه تر څېړنې لاندې ده. Читать дальше...

میلیټري ټایمز: د زړو جګړو ختمول د امریکا کار نه دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پوځ خپرنیز ارګان میلیټري ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته کتنه کړې چې د پوځي محصلینو د فراغت په غونډه کې یې وکړې او په هغو کې یې افغانستان هم یاد کړ.

لوګر امنیتي چارواکي: د طالبانو له‌خوا ايښودل شوي ماینونه شنډ شول

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، ګډو ځواکونو په محمد اغې ولسوالۍ کې هغه دوه ماینونه شنډ کړي چې وسله‌والو طالبانو د تګ راتګ پر یوې لارې خښ کړي وو. د لوګر د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویل، پل قندهاریو سیمه کې خښ شوي دغه ماینونه پرون کشف او هملته له منځه یوړل شول. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. پرون د لوګر ګردیز لویه لاره کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه کې د سپرلۍ یو موټر څو ځایه په مرمیو ولګېد چې ۱۲ تنه په کې ټپیان شول.

Спорт в России и мире
Москва

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Людвиг ван Бетховен

Торжественная месса Бетховена прозвучит в Мариинском в день 200-летия со дня первого исполнения



Москва

В производственно-инжиниринговой компании ПСМ заявили о готовности инвестировать в сторонние организации

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net