په راپور کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له بشري حقونو د دوی پراخو سرغړونو په راتلونکي کې د سولې په هر ډول موافقه کې بشري حقونو ته د دوی د تعهد په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او هر اړخیز اوربند یې د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره مهم ګام بللی دی.
په افغانستان کې د دې ټولنې د استازي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د اختر تر اوربند وروسته زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ویلي چې د مې له ۲۹مې راهیسې وضعیت خراب شوی او د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نهده.
د اروپايي ټولنې په دې بیان کې زیاته شوې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام راتلونکې بینالافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کوي.
بلخوا... Читать дальше...
هغه ایرانی ژورنالېست په اعدام محکوم شوی چې انلاین کار یې په ۲۰۱۷م کال کې په ایران کې د پراخو اعتراضونو له راپورته کېدو سره مرسته وکړه.
د ایران د قضا ویاند غلام حسین اسماعیلي د جون په ۳۰مه د روحالله زم په اړه د محکمې حکم اعلان کړ.
د امد نیوز په نوم د زم وېبپاڼې او د پیغام استولو په مشهورو اپ ټلګرام کې د نوموړي کانال خلکو د اعتراضونو د وخت په اړه معلومات ورکول او د ایراني چارواکو په اړهیې رسوا کوونکي معلومات خپرول.
د ۲۰۱۷م کال اعتراضونو د ایراني چارواکو په وړاندې د ۲۰۰۹م کال تر انتخاباتو وروسته... Читать дальше...
دا په تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو کې اول وار دی چې وسلهوال طالبان په عامه تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان کوي.
د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې د یو لوی برید مخه نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي د کابل په ۱۲مه ناحیه کې یې هغه هینو موټر چې له چاودېدونکو موادو بار و، نیولی دی.
په بیان کې وړاندې ویل شوي چې د حقاني شبکې دوو تنو د دې شبکې د مشرتابه په امر غوښتل په کابل کې د چاودېدونکو موادو بار دې موټر په وسیله لویه چاودنه وکړي چې مخهیې نیول شوې ده.
په کابل کې د دې چاودنې د مخنیوي خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د کوچني اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی.
تصمیم سرنوشت سازِ اتحاد جماهیر شوروی سابق به حمله بر همسایۀ جنوبی خود افغانستان در ۱۹۷۹ در نهایت از دیدِ بسیاریها به فروپاشی کمونیسم انجامید.
د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.
ښاغلی خلوتګر وايي، حکومت باید خبریالانو او رسنیو ته له لیرې لارې څخه د اطلاعاتو په ورکولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي علیزي ازادي راډیو ته وویل د کجکي څخه لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د لېږدوونکې برېښنا لین په هره میاشت کې په اوسط ډول ۲۰۰ واره شلېږي چې بېرته د دوی د کارکوونکو لهخوا تړل کېږي.
په لښکرګاه کې مدني فعالان، قومي مشران او د ښار اوسېدونکي په یوه لاریون کې راټول شوي او د حکومت او طالبانو لهخوا د ملکي اهدافو په نښه کول غندي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، ملا برادر اخند دا غوښتنه په هغه وېډیويي کنفرانس کې کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سرهیې تېره ورځ درلود.
لاریونوالو پر نړیوالو او د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو هم وغږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې پر خلاف چې ډېری قربانیان يې ولسي وګړي دي غږ اوچت کړي.
چارواکي شکایت کوي چې اکثره خلک د ماسک د اغوستو او ټولنیزې فاصلې د رعایتولو لارښوونې له پامه غورځوي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحد ایالتونو د استازیو جرګې یو شمېر غړیو ته به نن د هغه راپور په اړه معلومات ورکړل شي چې ویل کېږي، روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعامونه ورکړي دي.
چارواکي شکایت کوي چې اکثره خلک د ماسک د اغوستو او ټولنیزې فاصلې د رعایتولو لارښوونې له پامه غورځوي.
د بلوچستان حکومت له صوبايي اسمبلۍ د ۴۵۱ ارب روپیو کلنی بجټ منظور کړ چې پکې ۱۵۶ اربه روپۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره ایښې دي خو اپوزېشن وايي د دوی په صوبايي حلقو کې د پرمختیا لپاره یې په بحټ کې پیسې نه دي ځانګړې کړې او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي.
د ایوب ترین راپور
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په غزني کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل وکړي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر عبدالمتین قلندري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کار خونه به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د دغې فابريکې په تړاو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره خبرې شوې دي او ټاکل شوې چې په دغه کار خونه کې به غټې او وړې بټرۍ جوړې شي.
ښاغلی قلندري وایي، د بټریو د تولید دغه فابريکه د خصوصي سکټور د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړېږي. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو د حملو لپاره د روسیې لهخوا طالبانو ته د نقدي جایزو د ورکولو د ادعاوو په اړه د څېړنو خبر ورکوي.
د پنټاګون ویاند جاناتان هوفمان په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې دفاع وزارت تر اوسه داسې شواهد چې دا ادعاوې تأیید کړي، نهدي موندلي.
د امریکا د ملي استخباراتي ادارې مشر جان راچ کلیف پرون دوشنبه د کانګرس جمهوريپالو غړو ته د دې ادعاوو په اړه معلومات ورکړل او ټاکل شوې چې نن به د ډیموکرات ګوند وکیلان هم خبر کړي.
د کانګرس یو شمېر جمهوريپالو... Читать дальше...
په امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د نویو پېښو له زیاتېدو سره څو نور ایالتونه هم د بارونو، رستورانتونو او نور کاروبارونو د بیا پرانیستو له پرېکړې په شا شول.
په اریزونا، فلوریډا، ټکزاس، نیوجرسي او د شمال او لویدیځ په ډېرو ایالتونو کې چارواکو د رستورانتونو، بارونو، سینماګانو او د ګڼې ګوڼې ځینې نور ځایونه بند کړي او ډېری ایالتونو د ماسک اغوستل او ټولنیزه فاصله جبري کړي دي.
په عین حال کې چارواکي شکایت کوي چې اکثره خلک د ماسک د اغوستو او ټولنیزې فاصلې د رعایتولو لارښوونې له پامه غورځوي.
د جانز هاپکنز... Читать дальше...
د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې د چین پارلمان د هانګ کانګ لپاره د ملي امنیت قانون نن د جون په ۳۰مه په یوه خوله تصویب کړ.
دا همغه قانون دی چې د چین د حکومت د منتقدینو په باور د هانګ کانګ په نیمه کورواکې سیمه کې بشري حقونو ته ګواښ کوي.
پېکېنګ د دې قانون طرح، د ډیموکراسۍ په پلوۍ له پروسږنو اعتراضونو وروسته جوړه کړه او ویې ویل چې له دې سره به په هانګ کانګ کې ثبات ټینګ شي.
لویدیځو هېوادونو پر دې قانون سخت انتقادونه وکړل.
په هانګ کانګ کې هم د دې قانون پرضد پراخ اعتراضونه وشول ځکه دا وېره شته چې... Читать дальше...
که څه هم طالبانو د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط د خپلو بندیانو ازادي ښودلې، خو د افغانستان حکومت بیا تل د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې تصدۍ پنځه تنه چارواکي د فساد په بېلابېلو قضیو کې د لاس لرلو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
په یوه بیان کې چې د کورنیو چارو وزارت پرون خپور کړ د دې تصدۍ عمومي رئیس جنرال خوشحال سعادت ویلي دي چې د دې تصدۍ د تأمیناتو، لوژستیک او البسې د مسؤلانو په ګډون پنځه چارواکي د لسګونه زره پوځي دریشیو د حیف او میل او همداراز د فساد په څو نورو قضیو کې په لاس لرلو تورن دي.
وړاندې راغلي، د وسلهوالو طالبانو حملې زیاتې شوي او په لویو ښارونو کې مقناطسي او د سړک غاړي ماین چاودنې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.
طالبان وايي د دوی مشرانو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په غونډه کې ټینګار کړی چې دا ډله بینالافغاني خبرو پیل ته ژمنه ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه بیان کې ویلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.
په بیان کې د ملا برادر له قوله راغلي دي چې نوموړی... Читать дальше...
د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې یو ځل بیا د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې او غره په سر جګړه شوې چې له دواړو خواوو ۷ کسان پهکې وژل شوي دي.
چارواکي وايي په سربدالي سیمه کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپارهیې مداخله کړې ده.
د پکتیا سرپرست والي عبدالولي سهي د یادو قبیلو ترمنځ جګړه تأیید کړه او په دې اړهیې ازادي راډیو ته وویل: "د متخاصمو قومونو ترمنځ جګړه شوې ده. ولسوالۍ ته مو دنده سپارلې ده. موږ تل په داسې حالاتو کې چې قومي مسایل دي د قومونو د سپین ږیرو او مشرانو په مشوره او ملګرتیا عمل کوو."
... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Леонардо ДиКаприо может сыграть Фрэнка Синатру в новом байопике Мартина Скорсезе
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net