123ru.net
World News in Pashto
Июль
2020

Новости за 01.07.2020



د لوګر امنیتي مسؤلینو ته د ولسمشر غني امر

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي مسؤلینو ته امر وکړ چې په لوګر ولایت کې د امنیت ټينګولو او حملو پر شا تمبولو په خاطر دې ژر تر ژره اقدامات وکړي. دا خبره نن د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده. ولسمشر غني نن د لوګر د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دې ولایت ته سفر کړی و. د لوګر والي اجمل شاه‌پور له ولسمشر څخه د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تجهیز، د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال غوښتنه وکړه. ... Читать дальше...

اروپايي ټولنې د پاکستان 'پي ای اې' او 'پي وي ټي' شرکتونو جواز ځنډولی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا 'پي ای اې' او وېژن ايیر انټرنشنل یا 'پي وي ټي' جوازونه ځنډولي دي. دا شرکتونه به راتلونکې شپږ میاشتې د دې ټولنې په هوايي قلمرو کې پروازونه نه‌شي کولای. دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان وویل چې د ۲۶۲ پیلوټانو پر جواز شک لري او د دغو کسانو دندې يې وځنډولې. د 'پي ای اې' ویاند عبدالله حفیظ نن ازادي راډيو ته وویل چې له اروپايي ټولنې سره په دې اړه په تماس کې دي. ښاغلی حفیظ زیاتوي: "که... Читать дальше...

د عمران خان حکومت: کارکردګي او چېلنجونه

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د عمران خان حکومت او تحريک انصاف کارکردګي څه ده او له کومو چېلنجونو سره مخامخ دي.؟ مېلمانه د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ارباب شير علي او په اسلام اباد کې خبريال او څېړونکی حسن خان دي.

هلمند کې روانه اوونۍ ۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې په روانه اوونۍ کې ۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي. په یاد ولایت کې د بشر حقونو کمېسیون ساحوي دفتر د اړیکو او معلوماتو مسؤل مقیم علیزي ازادي راډیو ته وویل چې یاده مرګ‌ژوبله تر ډېره د جګړو له امله اوښتې ده. ښاغلي علیزي وویل د جګړې دواړه لوري د ملکیانو ژوند او مال ته هېڅ ډول پاملرنه نه‌کوي. په هلمند کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په سنګین ولسوالۍ کې ثبت شوي. د تېرې دوشنبې په ورځ د عامو خلکو په یوه مېله بازار کې د غبرګو چاودنو په نتیجه کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.... Читать дальше...

تندر قول اردو: پکتیکا کې ۱۳ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۱۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله‌والو طالبانو د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سروبي ولسوالۍ د تور تنګي او د یحیی‌خېلو ولسوالۍ د اته خونې په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د ده په وینا په ځوابي ډزو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.  دی وایي، په دې نښتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



د هلمند چارواکي سنګین ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما ادعا ردوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د هلمند د دوشنبې ورځې برید پړه پر افغان ځواکونو اچولې او ویل شوي چې دا برید د طالبانو د ډزو په ځواب کې شوی، خو هدف نه‌دی ویشتل شوی.

ارغنديوال او دیبرا لاینز د ۲۰۲۰ پراختیايي کنفرانس په اړه خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د مالیې سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایي کنفرانس په اړه خبرې وکړې. د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان لپاره په جنوا کې د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس، د لوړپوړي دولتي پلاوي ناستې ترسره کېدو ته د حکومت په چمتووالي او د سام ناستې لپاره د افغانستان حکومت د کلیدي سندونو وړاندې کولو په تړاو بحث وکړ. د نوموړي په وینا، د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل... Читать дальше...

په هلمند کې د کب او هېلیو د روزنې فارمونه مخ پر ودې دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو د روزنې فارمونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېرېږي. د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند د کرنې ریاست له‌خوا تېر کال د دې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر فارمونه ورغول شول چې دمګړۍ په‌کې نږدې اووه زره کبان روزل کېږي. نوموړي وویل چې په هلمند ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار یې ډېرې هلې ځلې کړي او یو شمېر کسانو ته‌یې په دې برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده. Читать дальше...

په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او سوله د امریکايي چارواکو ټینګار

Pa.azadiradio.com 

‎بل‌خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم په خپه ټویټرپاڼه منځنۍ اسیا ته د سفر په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره‌یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.

اپوزیشن مې د لېرېکولو کوښښ کوي: عمران خان

Mashaalradio.com 

وزير اعظم عمران خان وايي، اپوزيشن ګوندونه غواړي چې په حکومت فشار په اچولو سره دوی له څوکۍ لرې کړي خو ورته معلومه نه ده چې که د ګوند بل هر څوک يې وزير اعظم شو او چې چا هم درغلي کړي وي نو حساب به ترې اخلي.

د افغانستان بانک کې د جنجال وضاحت؛ پخوانی فساد، که نوي تورونه!

Pa.azadiradio.com 

په اعلامیه کې د ګوښه کړل شوي دویم مرستیال قسیم رحیمي په ګډون ۴ تنه د بانک له یو قراردادي څخه د څه باندې ۳،۵ میلیون افغانیو رشوت اخیستو، د افغانستان بانک یو قراردادي ته په غیر قانوني ډول د ۷۲ میلیون افغانیو بیا ورکړه، د تدارکاتو د قانون له حکمونو څخه جدي سرغړونه چې نږدې ۲۰ میلیون افغانۍ کېږي،

'هرات کې د پولیسو او طالبانو نښته کې د پولیسو ۸ سرتېري ټپیان شوي'

Pa.azadiradio.com 

یوې سرچینې ویلي، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د پولیسو اته سرتېري ټپیان شوي دي. د پښتون زرغون ولسوالۍ يوې دولتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په ټپي شویو کې یوه ښځه او یو کوچنی هم شامل دي. سرچینه زیاتوي، نښته هغه مهال پیل شوه چې ۴۰ هاموې موټر له هرات ښار څخه د پښتون زرغون ولسوالۍ د کلیو پر لور د اکمالاتو د انتقال لپاره روان وو او د ولسوالۍ په ۴۰ کیلومترۍ کې وسله‌والو طالبانو ورباندې حمله وکړه. Читать дальше...

عمران خان کراچۍ کې د ونډو پر بازار د حملې تور پر هندوستان پورې کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان په کراچۍ ښار کې د ونډو پر بازار د حملې تور پر هندوستان پورې کړی دی. عمران خان دا خبرې پرون د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وکړې. ده زیاته کړه: "موږ هېڅ شک نه‌لرو چې د دې حملې تر شا هندوستان دی. د تېرو دوو اوونیو پر مهال زما کابینه خبره وه چې دا ډول یوه حمله به کېږي. وزیرانو هم ماته ویلي وو. زموږ ټولې ادارې تیارسئ وې. موږ د خپلو استخباراتي ادارو په مرسته په بریالیتوب سره لږ تر لږه څلور حملې پر شا تمبولې دي. دوه حملې په اسلام‌اباد کې وې." تر دې مخکې... Читать дальше...

ویسا: د جګړې دا ګونګ حالت د طالبانو په ضرر تمامېږي

Pa.azadiradio.com 

د سرمقاله لیکونکي په وینا، که پر دغو ټولو د کابل ترورونه چې په دې وروستیو کې د نظر خاوندان، سیاسي فعالان او جید علما په‌کې ووژل شول اضافه کړو، وینو چې د سولې له ظاهري هڅو سره سره مو هېواد په بد مسیر کې په حرکت کې دی.

د پاکستان په سرښار کې لا هم د اوبو ژرنده غنم اوړه کوي.

Mashaalradio.com 

د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.


Музыкальные новости
Григорий Лепс

«Я бы поступил иначе»: Юрий Лоза прокомментировал поступок Лепса, выбившего телефон у фанатки





Персональные новости
Сергей Собянин

Собянин назначил нового главу Стройкомплекса Москвы





ولسمشر غني د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف لوګر ته تللی

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف هغه ولایت ته تللی. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی غني به د لوګر له سیمه‌ییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته یوې ولسي غونډې ته هم وینا وکړي. ولسمشر داسې مهال لوګر ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی. د راپورونو له مخې وسله‌وال طالبان د لوګر-کابل عمومي سړک ته راوځي او په رڼا ورځ تلاشي کوي چې دې چارې د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي. لوګر ولایت د پلازمېنې کابل ګاونډ ولایت دی چې تر ډېره په‌کې وسله‌وال طالبان فعال دي.

خلیل‌زاد د منځنۍ اسیا هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان د سولې او ثبات پر موضوع خبرې کړي. ښاغلي خلیل‌زاد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په غونډه کې د سولې د پروسې په تازه مسئلو او په دې پروسه کې د منځنۍ اسیا له‌خوا په لوبول شوي او لوبېدونکي حیاتي رول بحث وکړ. هغه زیاته کړې چې یو باثباته او سوکاله افغانستان د سیمې د سولې او د منځنۍ اسیا د سوکالۍ لپاره مهمه دی. Читать дальше...

سل بستريز روغتون له خونړۍ پېښې وروسته

Pa.azadiradio.com 

لا هم د سل بستریز روغتون په دروازو او دېوالونو د وحشت او مرګ نښې ليدل کېږي. د بې‌پولې ډاکترانو بنسټ له بريد وروسته د ياد روغتون ملاتړ پرېښود. اوس‌مهال یوازې ۳۷ تنه ډاکتران او نرسان د محدودو اسانتیاوو سره دغه روغتون کې فعاليت کوي. شفیع کریمي دې روغتون ته ورغلی او دا راپور یې چمتو کړی.

اروپايي اتحاديې ته د ۱۵ هېوادونو وګړو ته د سفر اجازه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

له نن (د جولاۍ لومړۍ) څخه د نړۍ د ۱۵ هېوادونو وګړي اروپايي اتحادیې ته د سفر اجازه لري. اروپايي اتحادیې پرون وویل چې کاناډا، مراکش، نوی زیلاند، رواندا، صربیا، جنوبي کوریا، ګرجستان، استرالیا، الجیریا، تایلند، تونس او اروګوای په خوندي یا مصون زون کې شامل هېوادونه دي او وګړو ته‌یې د ورتګ اجازه ورکوي.   خو د امریکا متحده ایالات‌یې له دې اعلانه مستثنی کړی دی ځکه هلته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی. د اتحادیې ۲۷ استازو پرون وویل چې په امریکا، روسیه، برازیل، هند او ترکیه کې... Читать дальше...

د امریکا استخباراتو ټرمپ ته پر روسیې د تورونو په اړه معلومات ورکړل

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا استخباراتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پر روسیه د تازه لګېدلو تورونو په اړه معلومات ورکړي دي. نیویارک ټايمز ورځپاڼې د جون په ۲۶مه، په یوه راپور کې وویل چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته جایزې ورکړې دي. تر دې راپور دوه ورځې وروسته واشنګټن پوسټ وویل چې داسې شواهد شته چې د روسیې د انعام لپاره پر امریکايي ځواکونو حمله شوې او ځيني کسان وژل شوي دي.  د سپینې ماڼۍ ویاندې، کایلي مک ایناني پرون (د جون په ۳۰مه) وویل چې استخباراتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د دې مسئلې په اړه وضاحت ورکړی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Гостином дворе прошел форум «Мы вместе. Спорт»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Прямая трансляция первого матча Елены Рыбакиной на турнире в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Брянский путешественник Игорь Шпиленок подготовил отчет о далекой экспедиции





Путин в России и мире
Москва

Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Коммерсантъ

На первичный-вторичный рассчитайсь // Спрос на элитное жилье Москвы и Санкт-Петербурга разошелся по рынкам



Москва

До 8 мм осадков выпало в Московском регионе за весь день

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net