'جلال اباد کې د کرونا ویروس ترڅنګ د محرقې ناروغي زیاته شوې'
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي په دې باور دي چې د کرونا ترڅنګ اوس له محرقې ناروغۍ همدوی رنځ وړي او په خبره یې، د کورنۍ څو څو غړي یې پرې اخته شوي دي.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي په دې باور دي چې د کرونا ترڅنګ اوس له محرقې ناروغۍ همدوی رنځ وړي او په خبره یې، د کورنۍ څو څو غړي یې پرې اخته شوي دي.
د ماشومانو د تعليم او خيرښېګڼې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې "يونيسېف" وېره ښودلې چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د انټرنېټ او نورو اړينو وسيلو نشتوالی به د ماشومانو د تعليم نړيوال بحران نور هم سخت کړي.
په افغانستان کې تر نن یکشنبې پورې په کرونا د اخته شویو کسانو رسمي شمېر له ۲۰ زرو واوښت، خو اندېښنې دادي چې ممکن یوازې کابل ښار کې تر یو میلیون پورې کسان پر دغې ناروغۍ اخته وي.
د جرمني یوه چارواکي ویلي، له دې هېواده د امریکايي پوځیانو د لویې برخې وتل به د دوو هېوادونو اړیکو ته لوی زیان پېښ کړي. د صدراعظمې انګېلامېرکل په حکومت کې یوه چارواکي، پیتر بییر د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل: "که د امریکا ولسمشر دا ډول پرېکړه وکړي د جرمني او امریکا اړیکې به سختې زیانمنې شي." ښاغلي بییر زیاته کړه، خبره یوازې د ۹ زره ۵۰۰ پوځیانو نه ده، بلکې د هغو د کورنیو غړي او ټولټال د نژدې ۲۰ زره امریکایانو ده چې د ده په وینا دا د امرکیا او اروپا یا د اطلس سمندر د دوو خواوو ترمنځ پُل نړوي. Читать дальше...
د کابل ولایت په ګلدره ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي. د دې ولسوالۍ یوه امنیتي مسئول عبدالرحیم رحیمي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې طالبانو پرون (شنبه) پر پولیسو برید وکړ چې په پای کې یې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته. ده د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه بې خبري څرګنده کړه.
د پکتیکا د ملکي روغتون ډاکتران او نور طبي کارکونکي خبرداری ورکوي چې که کاري چاپېریال ورته برابر نه شي، له دندو به استعفا وکړي. د ښرنې د ملکي روغتون رييس ډاکتر چنار وايي چې هر وخت خپلسري کسان روغتون ته ورځي او له ډاکترانو سره سپک چلند کوي. ده دا هم وویل چې پرون د روغتون ۱۱۲ کارکوونکو په ډله ییز ډول استعفاوې وړاندې کړې وې خو د قومي مشرانو په غوښتنه یې خپله پرېکړه وځنډوله. د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست ريیس او نورو چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
روسي چارواکي وايي، د کرونا ویروس نژدې ۹ زره تازه پېښې ثبت کړي چې ورسره په دې هیواد کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې نژدې څلور لکه ۷۰ زرو ته ورسېدې. د روسیې له کرونا سره د مبارزې کمېټه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ویروس ۱۳۴ تنه مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۵ زره ۸۵۹ تنو ته ورسېد. مخکې په دې هیواد کې د کرونا د پېښو کمېدا سبب شوې وه چې دا هېواد د اقتصاد د ښه کېدو لپاره پر کاروبارونو بندیزونه نرم کړي.
یو افغان څېړنیز مرکز، چې په افغانستان کې یې د داعش په اړه څېړنې کړي، خبرداری ورکوي چې دا ډله به د افغانستان په نورو برخو کې سر راپورته کړي. د طرزي څېړنیز بنسټ په دې راپور کې، چې پرون خپور شو، ویل شوي، په ننګرهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډو عملیاتو، د اکمالاتي لارو بندېدو او د طالبانو دښمنۍ دا ډله له ماتې سره مخامخ کړه. راپور کاږي، د دې ډلې اکثریت مشران او جنګیالي د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا یا وژل شوي او یا نیول شوي دي، خو قومندانانو یې کونړ، نورستان او د ډیورنډ تر پولې پورې خوا اورکزیو ته تاکتیکي شاتګ کړی دی. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سر له نن څخه د کابل په کرکټ لوبغالي کې د روزنې په کمپ کې برخه واخلي. د روزنې دا کمپ، چې د افغانستان کرکټ بورډ تنظیم کړی، یوه میاشت دوام کوي. په دې روزنیز کمپ کې، چې راتلونکو سیالیو ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د تیارولو په هدف جوړ شوی، د لوبغاړو پر توپ وهنه یا بیټنګ، توپ اچونه یا باولینګ او مجموعي وړتیاوو تمرکز کېږي. په روزنیز کمپ کې به د کرونا ویروس د مخنیوي مقررات په پام کې ونیول شي. په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نورو فعالیتونو ترڅنګ سپورتي مسابقې هم اغېزمن شوي دي.
که څه هم د فراه ولايتي مسئولان وايي، چې سږ کال په فراه ولايت کې په ۱۹ زره هکټاره جريبه ځمکه يوازې هندواڼې کرل شوي خو بزګران يې وايي، چې سوداګر ترې په عمده توګه په ۳ افغانۍ يو کيلو هندواڼه اخلي او بيا يې په ۵ افغانۍ پلوري. حفيظ نورزاد يې په اړه دا راپور چمتو کړی:
په شمالي ولایت بغلان کې د کرونا له ویروسه د یو رغېدلي اتیا کلن افغان تجربه ښيي چې د عمر خوړلو لپاره له دې ناروغۍ د جوړېدو امکان هم زیات دي.
د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په پاکستان هم طبي ازموینې روانې دې چې د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنه له رنځه د رغېدلو کسانو د پلازما په انتقالولو وشي.
تهران کې د افغانستان سفارت لومړۍ سکرترې فاطمې تالقاني نن ازادي راډیو ته وویل، د ایران یزد ښار پېښه کې د درېیو مړه شویو افغان کډوالو د پېژندګلوي چارې روانې دي او له پېښې پاتې کسانو هم دوی څارنه کوي.
پکتیا کې ډاکتران وایي، نږدې ۸۰ سلنه ناروغان د کرونا علایم لري. د پکتیا ولایت د شخصي روغتونونو او کلینیکونو یو شمېر ډاکتران وایي، په دې ولایت کې کرونا ویروس په ډېرې چټکۍ مخ په خپرېدو دی او په کار ده چې ولایتي اداره په بېړني ډول د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره لاس په کار شي. خو د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي بیا پرته له دې چې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي له ماسک پرته د ګڼه ګوڼې ځایونو ته ورځي او لازمه فاصله هم نهمراعاتوي. د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزی وايي، له تېرو ۵ ورځو راهیسې... Читать дальше...
دغه سازمان په تېره اپرېل میاشت کې موافقه وکړه چې د دوو میاشتو په مخه به هره ورځ نژدې لس میلیونه بیرله کم تېل تولیدوي، خو د ریکارډ د کچې دغه کمښت یوه میاشت نور هم وغځېد.
د جمعیت علمای اسلام (ف) په بلنه ګڼ ګوندیزه غونډه کې په ايين کې د اتلسم ترميم، قاميمالياتي ايوارډ، کورونا وايرس په مبارزې او په بهر کې د ټول بند له وجې د پاتو پاکستاني وګړو په ستونزو خبرې شوې دي.
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، تر اوسه نږدې ۲،۷۱۰ تنه طالب بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمانونو پر بنسټ له زندانونو خوشې شوي دي.
په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګڼګوندیزې غونډې پر حکومت غږ کړی چې په اتلسم اییني ترمیم کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي. د جون شپږمې پر ماښام د اپوزیشن ګوندونو غونډې په پای کې د جمیعت مشر مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته وویل چې حکومت دې د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) جوړښت ته هم بیاکتنه وکړي. اتلسم اییني ترمیم په ۲۰۱۰ز کال کې منظور شوی وو چې ورسره سم، د پاکستان صوبو واک پراخه شو او قامي مالیاتي کمېشن د وفاق او صوبو ترمنځ د مالي ګټو د وېش طریقې او نظام ټاکي. د پاکستان تحریک انصاف... Читать дальше...
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دې ولایت د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د لا ښهوالي په هدفيې د ۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه لویه پروژه پیل کړې ده. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د پروګرامونو د همغږۍ رئیس رفیعالله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې پروژه کې ۱۵۰ کشمش خونې او دغه شان د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د پیازو او کچالو د ساتنې د خونو جوړول شامل دي. ښاغلي قلم وویل چې دغه پروژې په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړېږي او د هلمند بزګران کولای شي چې خپل کرنیز محصولات پهکې وساتي. Читать дальше...
افغان حکومت کوورنا وايرس سره د مبارزې په هدف محدودیتونه د راتلونکو نورو دریو میاشتو لپاره وغځول او په عامه ځايونو کې یې د ماسک اغوستل لازمي وګرځول.
پرون د جون په شپږمه یو ځل بیا لسګونه زره کسان د متحدایالاتو په بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د پولیسو د بیرحمیو او د نژادي ناانډولۍ پرضد یې د اعتراض غږ اوچت کړ.
کابل کې يو شمېر کم خلک دې ته حاضر دي چې د کرونا ويروس له امله مړي شوي کسان په عام محضر کې خاورو ته وسپاري، خو ډېری نور هغهيې بيا نهغواړي حتی څوک پرې خبر شي. د عامې روغتيا وزارت مسؤلين وايي چې د دا ډول پېښو پټ ساتل د نورو وګړو ژوند لپاره ګواښ دی. شفيع کريمي يې په اړه دا راپور چمتو کړی.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، تر دې دمه د پاکستان په لر و بر کې ۹۸۹۴۳ کسان پر دې ویروس اخته شوي او دا لړۍ لا هم په تېزۍ روانه ده.
په کورونا وایرس نوو اخته کسانو کې د قامي اسمبلۍ يو غړی هم شامل دی. خو بیا هم وزیراعظم عمران خان ټينګار کړی چې بشپړ ټولبند یا لاک ډاون به نه کوي.
د ساني لګېت په وینا په فراه کې ۲۵ طالبان په نښه شول. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د سرې قطعې غړي د شپې د یوې بجې خوا ته په نښه شول.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.