123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 23.06.2020

افغان حکومت: راتلونکې اوونۍ جرمني څخه ۵۸۵ تنفسي دستګاوې رارسېږي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ۵۸۵  وینټیلاتور دستګاوې له جرمني اخیستې دي او تمه ده چې له راتلونکې اوونۍ دغه دستګاوې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال شي. د افغانستان حکومت وایي چې د اوس لپاره ۲۶۱ وینټیلاتور دستګاوې شته او له نویو دستګاو سره به له کرونا ویروس سره د مبارزې چارې چټکې شي. د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دغه معلومات په یوه اعلامیه کې خپاره کړې دي او هغه خبرونه یې یو مخ بې بنسټه بللې دي چې د وینټیلاتور یا تنفسي دستګاوې په لسګونو دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي. بل لور ته د افغانستان لوی څارنوالي... Читать дальше...

د نړۍ د ټینس لوبو اتل "نوفیک جاکوفیچ" په کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د تینس لوبو اتل نوفیک جاکوفیچ په کرونا ویروس اخته شوی. جاکوفیچ په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ وویل چې د ده مېرمن هم کورونا شوې خو د ماشومانو ټېسټ یې منفي دی. دا اعلان وروسته تر دې وشو چې د کرویشیا بورنا کورچ د بلغاریا ګریګور دیمیتروف او د سربیا ویکتور تروچي وروسته تر دې کرونا شول چې د جاکوفیچ له لورې په یوه جوړ شوي ټورنمېنټ کې یې برخه واخیسته. په جاکوفیچ د دې ټورنمنټ د جوړېدو له امله انتقادونه شوې دي.

فراه کې د معلولانو شکایت

Pa.azadiradio.com 

د فراه یو شمېر معلولان د ارزونې کمېټې له لوري د خپلو حقونو د نه ورکولو له امله شکایت کوي. د معلولو کسانو د پېژندګلوۍ په هدف د ۷ ادارو کمېټه جوړه شوې. نور په راپور کې:



د بې نومه کډوالو قبرونه

Mashaalradio.com 

په اروپا کې د هستوګنې په تکل پناه غوښتونکي له سختو لارو تيريږي. په دوی کې ځيني یې خپل منزل ته ورسېږي خو ځيني یې په په سفر کې مړه شي. ايسوشيټېډ پريس خبري اژانس د همدغسي څو پاکستاني کډوالو په اړه ويډيو جوړه کړې چې په بوسنیا کې مړه شوي او هلته په بې نومه قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي. راپور او ايډيټ: بشيرګواښ

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د رشوت په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د اتیا زره ډالرو بډو یا رشوت په تور ونیول شو. د لوی څارنورالي ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی نن سهار د لویې څارنوالي د څارنې او کنټرول د څارنوال له لوري لاس په لاس نیول شوی. د لویې څارنوالي په اعلامیه کې راغلي، د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافظتي کېټونو اخستلو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګدام ته تحویل کړي و. د اعلاميې له... Читать дальше...



چارواکي: اړوندو بنسټونو سره د ټولیزو رسنیو قانون په اړه مشورې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

‎وروسته له هغې چې د افغانستان د یو شمېر رسنیو مشرانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د ټولیزو رسنیو د قانون د تعدیل په اړه اعتراضونه وکړل، د دغه هېواد حکومت وایي په دې اړه له خبریالانو او د رسنیو له مشرانو سره سلا مشورې کوي.

د قرغزستان پخوانی ولسمشر په ۱۱ کاله او ۲ میاشتې بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

په قرغزستان کې یوې محکمې پخوانی ولسمشر الماس بیک اتمباییف له زندانه د یوه پیژندل شوي مجرم د خوشې کېدو په تور په یولس کاله او دوه میاشتې بند محکوم کړ. عزیز باتکوف چې د پارلمان د یوه غړي او د قرغزستان د کورنیو چارو د وزارت د یوه مقام په ګډون د څو تنو په قتل تورن و، په دوه زره دیارلسم کال کې د اتمباییف د جمهوري ریاست په وخت ناڅاپه له زندانه خوشې شو او روسیې ته ولاړ. ۶۳ اتمباییف هر راز غیرقانوني کار ردوي. دی تېر کال د اګست په لومړیو کې د پولیسو او د ده د ملاتړیو ترمنځ تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته ونیول شو.

امنیتي مسئولین: بلخ کې ۸ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې اته طالبان وژل شوې دي. افغان ځواکونه خبر ورکوي چې طالبانو تېره شپه د بلخ په دولت اباد ولسوالي کې پر افغان ځواکونو برید وکړ. د شاهین دوه سوه نهه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل: "د نژدې دوه ساعته نښتې په نتیجه کې د ترهګرو طالبانو ۸ تنه وژل شوي او ۵ تنه یې زخمیان شوي دي، دښمن ماتې خوړلې، په دې حمله کې ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو ته د خدای په فضل زیان نه دی اوښتی." طالبانو د دې نښتې په اړه څه نه دې ویلي.

د عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د توغول شوي توغندي مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران د ملاتړی حوثي تحریک په ضد جګړه کوي، وایي، د حوثیانو له لورې یې نن د هغه بالسټیک توغندي مخه نیولې ده چې د ریاض په لور توغول شوی و. دا اعلان په داسې وخت شوی دی چې د حوثیانو ټلوېزیون المسیره خبر ورکړ چې د سعودي عربستان دننه پراخ بریدونه شوې دي. المسیره ټلوېزیون وایي چې د حوثیانو د پوځ ویاند به په څو ساعتونو کې په دې اړه نور معلومات ورکړي. د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي وویل چې د حوثیانو یو بالسټیک توغندی یې چې ریاض یې په... Читать дальше...

د امریکا په سویل او لویدیځ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس پېښې د امریکا د متحد ایالتونو په سویل او لویدیځ کې په زیاتېدو دي او په دې هېواد کې د دې وَبا د تلفاتو شمېر تر یولک او شل زرو واوښت. نوې مثبتې پیښې د متحد ایالتونو په درویشت ایالتونو کې زیاتې شوې دي. په تکساس، ارازونا، جورجیا، فلوریدا او څو نورو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی. په تېرو اوو ورځو کې د اوسطو مثبت پېښو شمېر اووه ویشت زرو ته رسېدلی دی چې له دې سره بېرته د مثبتو پېښو شمېر د مې میاشتې د لومړیو وختونو سطحې ته رسېدلی دی، چې هغه وخت د متحد ایالتونو په اکثرو سیمو کې بندیزونه لګیدلي وو. Читать дальше...

سیمه ییز چارواکي: کندز کې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز په دشت ارچي ولسوالي کې ۸ حکومتي سرتېرې وژل شوې دي. د دشت ارچي ولسوال نصر الدین ازادي راډیو ته وویل:  "د طالبانو برید د شپې له یوې د سهار تر څلورو روان و، زموږ د عامه امن ۸ تنه شهیدان شوي، ۱۳ ټپیان شوې دي چې د عامه امن، ملي اردو ، ملي پولیسو او سیمه ییزو پولیسو غړي دي." ښاغلي نصرالدین زیاته کړه چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده معلومه. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر غلام خان بندر د ګاډو تګ راتګ پیل شو

Mashaalradio.com 

د جون پر ۲۲مه د تورخم او چمن لارو په خوا کې د خوست پر غلام خان بندر هم دواړو لورو ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د موسمي ترکاریو او میوو د لېږد په موخه د ګاډو تګ راتګ پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.

له رواني ستونزو تر ځان وژنې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ويروس او قرنطين له امله ډېری کابل میشتي له روانو ستونزو سره مخ دي او هره ورځ په سلګونو کسان ارواپوهانو ته د درملنې لپاره ورځي. يو شمېر ناروغان وايي، چې د رواني ستونزو له امله ان ځان وژنې ته اړ شوي. هیلۍ اسد يې په اړه دا پور چمتو کړئ:


Музыкальные новости
Александр Розенбаум

Розенбаум исполнил «Вечернюю застольную» в память о жертвах теракта в «Крокусе»





Персональные новости
Борис

Ритуальный агент Борис Свистунов: комплексная поддержка в организации похоронных услуг в Санкт-Петербурге и Ленинградской области





کندز کې د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېږي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق وایي، سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده. تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې حاصل اخیستل شوی و. د کندز د کرنې رئیس وویل ،سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه... Читать дальше...

افغان سوداګر: د هرات-اسلام قلعه پر لاره ناامنیو اندېښمن کړي یو

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر او موټر چلوونکي د هرات-اسلام قلعه په لویه لار د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضي‌زاده وایي، نا امنۍ دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي. نوموړي وویل، په دغه لویه لار کې د کمېشنکارانو شمېر هم زیات شوی. دوی وایي، سوداګر اړ دي چې د خپلو مالونو د بررسۍ لپاره په دې لارې راشي، خو په وینا یې يادو ستونزو د دوی کارونه ټکني کړي دي. تر دې وړاندې هم موټر چلوونکو له ګمرک کوونکو شکایت کړی و چې له دوی ډېرې پیسې اخلي. دوی وايي، يادې ستونزې لامل شوي چې د مالونو انتقال هم په ځنډ سره ترسره شي. Читать дальше...

سعودي عربستان: سږ کال د حج مراسم محدود ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان اعلان کړی چې د کرونا ویروس د ګواښ له کبله سږ کال د حج مراسم د نورې نړۍ د حاجیانو لپاره نه‌ترسره کېږي. د سعودي د حج او عمرې وزارت پرون وویل، د نورو هېوادونو محدود شمېر وګړي چې له پخوا راهیسې په دې هېواد کې اوسي کولای شي د راروانې جولای میاشتې په وروستیو کې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. دې وزارت ویلي دي چې د دې پرېکړې هدف له صحي پلوه د حاجیانو خوندیتوب دی. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه شااوخوا دوه نیم میلیون حاجیان هر کال د حج د مراسمو لپاره چې د اسلام پنځم رکن دی، سعودي عربستان ته ځي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию





Путин в России и мире
Москва

Путин оценил перспективы строительства ВСМ «Москва — Санкт-Петербург»


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

«С какой целью вы пришли почтить память? Он вам родственник?» В Москве осудили девушку, которая пришла возложить цветы в память о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фредди Меркьюри

Амигуруми: как связать Фредди Меркьюри крючком (узор и схема)



Москва

МВД: героический поступок силовиков в «Крокусе» помог поймать террористов

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net