د پاکستان کرکټ ټیم ۱۰ لوبغاړي کورونا وهلي
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) وايي، لس لوبغاړې يې پر کورونا وايرس اخته شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) وايي، لس لوبغاړې يې پر کورونا وايرس اخته شوي دي.
د دې وزارت مسؤلان وايي، په روغتیا وزارت کې د فساد د شویو راپورونو په اړه څېړنه پیل شوې ده او ژر بهیې پایلې له خلکو سره شریکې شي.
په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د بري د لمانځلو لپاره پوځي پرېډ او نور ځانګړي مراسم په دودیز ډول د مې میاشتې په ۹مه ترسره کېدل.
په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر يو لک اته اتيا زره نهه سوه شپږويشت(۱۸۸،۹۲۶ ) ته رسېدلی دی.
هند وايي، په نوي ډيلي کې د پاکستانۍ سفارتخانې د نيمې عملې ويستلو پرېکړه يې کړې.
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو څلور محلي پولیس وژلي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویلي، دغه پولیس تېره شپه هغه مهال ووژل شول چې طالبانو د سربند په نوم د دوی پر یوې پوستې برید وکړ. احمدزی وایي، سیمې ته د کمکي ځواکونو په رسېدو، طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېرهیې نهده څرګنده کړې. په یوه بل امنیتي خبر کې راغلي چې یوه خښ کړای شوي ماین د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې شپږ ملکیان وژلي او یو بلیې ټپي کړی دی. د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه ماین د... Читать дальше...
ټاکل شوې چې نن په چین کې د افغانستان د سوداګریزو اتشو ترمنځ انلاین ناسته ترسره شي. د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې د صادراتو لپاره د فرصتونو په برابرولو او د سوداګرۍ په وړاندې د کرونا اغیزو په اړه خبرې اترې کېږي. نوموړی دا ډول ناستې ګټورې ګڼي او وایي، د صادراتو د لړۍ له درېدو سره هره ورځ سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي. افغانستان تر دې وړاندې په اوونۍ کې یو تر دوه پروازه چین ته لرل چې تر ډېرهیې زعفران او جلغوزې لېږدولې، خو د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې دغه لړۍ درول شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د هوایي چلند اداره د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه د پروازونو د بیا ځلې پیل خبر ورکوي. دغه اداره وایي، سر له نن څخه به د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګره پروازونه بېرته پیل شي. د دغې ادارې ویاند نعیم صالحي نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې نن ترکش ایرلاین هوایي شرکت کابل ته خپل پروازونه له سره پیل کړي. نوموړي همدارنګه وویل چې سر له سبا به اماراتو شرکت هم د کابل دوبۍ پروازونه رسماً پیل کړي. د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکي وایي، کورنیو شرکتونو له هغې ډلې اریانا او کامایر تر دې وړاندې خپل فعالیت پیل کړی. Читать дальше...
روسیه نن په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني په وړاندې د خپلې بریا کلیزه په پوځي پرېډ سره لمانځي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي چې دغلته د اساسي قانون په اړه له ټولپوښتنې مخکې خلکو ته خپله وطنپالنه وښيي. دا ټول پوښتنه چې د جولای په لومړۍ نیټه کېږي، د بریا په صورت کې د پوتین د واکمنۍ دوام ته زمینه برابروي. روسیه هر کال دغه مراسم د مې په نهمه لمانځي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله دغه جشن نن ته پاته شوی دی. په روسیه کې د (وطنپالنې د لویې جګړې) د پای د ۷۵ کلیزې جشن لمانځنې... Читать дальше...
وړاندې راغلي، که څه هم دواړه لورو د تاوتریخوالي په کمېدو ټینګار کړی، خو سرمقاله لیکونکي د راپورونو په اساس لیکلي جې طالبانو په تېرو څو اوونیو کې په ١٥ ولایتونو کې پوځي عملیات کړي.
ورځپاڼې د ثور میاشتې هغې حملې ته هم اشاره کړې چې د کابل په دشت برچي کې پر یوه زېږنتون وشوه او د نویو زېږېدلو کوچنیانو، ښځو او روغتیایي کارکوونکو په ګډون ۲۴ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
په داسې حال کې چې ایران د امریکا د بندیزونو، کرونا وبا او د تېلو د ټیټو بیو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د دې هېواد د پیسو ارزښت تېره ورځ په بېساري ډول د ډالرو په وړاندې راښکته شو. یو امریکايي ډالر چې درې ورځې مخکې په ۱۹۳ زره او ۴۰۰ ریالو بدلېده، د سې شنبې په ورځ یو نا څاپه ۲۰۵ زره ریالو ته راوغورځېده. دا بیې د بن بست په نوم د اسعارو د تبادلې په انلاین پاڼه کې خپرې شوې. هغه رسمي بیه چې د ایران مرکزي بانک ټاکلې، له مخې یې یو ډالر ۴۲ زره ریاله ارزښت لري. په ۲۰۱۵ م کال کې د ایران او د... Читать дальше...
له ایران څخه تښتېدلی قاضي چې د درغلیو د تورونو له مخې خپل هېواد ته د سپارل کېدو سره مخ و، د رومانیا په یو هوټل کې د لوېدو له کبله مړ شوی دی. دا خبره د رومانیا د عدلي طب د څېړنو لومړنیو پایلو کې شوې ده. غلام رضا منصوري د جون په ۱۸مه د بخارست د یو هوټل په لابي کې مړ وموندل شو. د بخارست د څارنوال دفتر د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې د عدلي طب د څېړنو په حواله وویل، دا ۵۲ کلن قاضي او مُلا پر ځمکه په شدت د غورځېدو له کبله مړ شوی او ښيي چې نوموړی د لابي له پاسه د هوټل له شپږم پوړ رالوېدلی واوسي. Читать дальше...
کاپیسا کې سیمهییز چارواکي وايي، د دې ولایت لپاره د طالبانو لهخوا نومول شوی والي ټپي شوی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ د کاپیسا مرکز اړوند د نوروزخېلو، شلوتي او سرګینانو په سیمو کې نښتې شوي چې د کاپیسا لپاره د طالبانو نومول شوی والي او اته ملګري یې پهکې ټپیان شوي دي. نوموړي وویل په نښتو کې د ولسي پاڅونیانو یو سرتېری هم ټپي شوی دی. د نوموړي په وینا د طالبانو دا مهم غړی دا مهال په بدراب کې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه ده، په یو کلینیک کې تر درملنې لاندې دی. Читать дальше...
د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو په یو کمین کې یو شمېر افغان سرتېري مړه او ټپیان شوي دي. په بادغیس کې د پولیسو یو چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي، په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د کمانډو او د ملي اردو د ځانګړې قطعې د سرتېرو په شمول، ۲۵ تنه د طالبانو له یو کمین سره مخ شوي دي. نوموړي ومنله چې په دې برید کې حکومتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې، خو له دقیق شمېر ښودلو یې ډډه وکړه. له بلې خوا په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي ضیاالدین اکازي ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...
پاکستان او هند د اټمي وسلو لرونکي دوه ګاونډي او رقیب هېوادونه دي چې اړیکې یې ترینګلې او ډېر کله د یو بل په وړاندې ورته اقدامات کوي.
دغه وزارت ویلي دا پلاوی به تر ارزونې وروسته "هغه کسان چې په فساد او خیانت کې ښکېل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي."
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.