امنیتي مسئولین: وسله والو طالبانو پکتیا کې یو قومي مشر وژلی
په پکتیا کې وسله والو طالبانو یو تن قومي مشر هغه مهال وواژه، چې د خپلې کورنۍ د دوو تنو غړو جنازې یې لېږدولې.
د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو قومي مشر تراب خان هغه مهال چې د خپلې کورنۍ د دوو غړو د جنازې د مراسمو د لېږد لپاره له مرکز ګردېزه خپلې سیمې ته روان و، تېره ورځ مازدیګر ناوخته مهال د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د حسن خېلو چینې سیمه کې وسله والو طالبانو جنازې درولي او نوموړی یې د خلکو په مخ کې په ډزو وژلی.
د امنیت امر وایي، نوموړي هېڅ دولتي دنده نه درلوده او نه یې هم د کورنۍ کوم غړی په دولت کې په دنده بوخت و.
د دې قومي مشر د کورنۍ ۲ غړي تېره ورځ ماښپښين مهال د کابل ګردېز په عمومي لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.