افغانستان: د کورونا وړجنو شمېر ۲۷۰۴ ته ورسېد
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان ښار جوړونې وزارت وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه نږدې ۲۷۰۰ جریبه ځمکې وړاندیز تأييد کړ چې په کندهار ولایت کې د صنعتي ښارګوټي لپاره بېله شوې ده. د دې وزارت وياند حشمت ناصري ازادي راډيو ته وويل دغه ځمکه د کندهار ولايت د شور اندام په سیمه کې موقعیت لري او د دې ځمکې مديريت د کابينې د پرېکړې په اساس د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت ته ورکړل شوی. نوموړي همداراز وويل، تر دا مهاله له ۱۱ زره جريبه څخه زياته دولتي ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره د صنعت او تجارت وزارت په اختيار کې ورکړل شوې. Читать дальше...
د افغانستان د رېل پټلۍ اداره وايي، په دې وروستيو کې افغانستان ته د رېل پټلۍ له لارې واردات زيات شوي. د دې ادارې رئيس عبدالباري صديقي نن ازادي راډيو ته وويل د رېل پټلۍ له لارې په ورځني ډول له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ واګونه پورې سوداګريز توکي له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته راواردېږي، په داسې حال کې چې دغه شمېر پخوا د ۱۰۰ واګونو په شاوخوا کې و. د نوموړي په خبره، دغه چاره په داسې حال کې په غوړېدو ده چې پر هوايي او ځمکنيو الوتنو او تګ راتګ محدوديتونه لګول شوي. د دې ادارې د رئيس په وينا، په تازه اقدام... Читать дальше...
د مقالې ليکوال پوښتنه کړې په داسې حال کې چې د سولې اوسنۍ خبرې له ستونزو سره مخ شوي دي، په دې مهمه پروسه کې د بيان ازادۍ برخليک د يوې سترې لاسته راوړنې په توګه څه دی؟
بلوچستان کې هم کورونا وایرس مخ پر خپرېدو دی خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدونکو عکسونو او ویډیوګانې ښکاري چې هلته خلک لا هم هغسې احتیاط نه کوي لکه څنګه چې په کار دی. د بوریوال کاکړ راپور
په پکتیکا کې د تراوېح پر مهال په لمونځ کوونکو د لاسي بم برید شوی. د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند د محمد حسن کلي کې د مسجد مخې ته په انتظار ځوانانو ماخوستن مهال د لاسي بم برید شوی چې له املهیې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین د مې په درېیمه د یکشنبې د شپې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې ټپیان ټول د خیرکوټ ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او په خبرهیې چې د ټولو روغتیا د ډاډ وړ ده. نوموړي زیاته کړه چې له دې برید وروسته وسلهوالو طالبانو په... Читать дальше...
د نیویارک ټایمز په شمول یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو د ایراني پولهساتو له لوري د افغانستان پولې ته نږدې سین ته د شااوخوا ۵۰ تنو افغان کډوالو د غورځولو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
روسیې پرون خبر ورکړ چې څه باندې ۱۰ زره کسان په دغه هېواد کې په یوه ورځ به کرونا ویروس اخته شوي. دا په یوه ورځ په کرونا د اخته کېدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی. هلته د ټولو مثبتو قضیو شمېر یو لک او ۳۵ زرو ته رسېږي. پرون څلورمه پرلهپسې ورځ وه چې په روسیه کې زیات کسان په کرونا ویروس اخته شول. په روسیه کې د کرونا ویروس له لاسه د کمو مړو راپورونه خپاره شوي. په دغه هېواد انتقاد کېږي چې ممکن د شمېرو په خپراوي باندې کلکه څارنه وکړي او پرېنږدي چې واقعي شمېرې دباندې درز وکړي. هلته د ټولټال مړو شویو خلکو شمېر ۱۲۸۰ تنه ښودل شوی. Читать дальше...
د اسرائیل سترې محکمې یکشنبه دوه ورځني بحثونه پیل کړل څو صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې په فساد تورن دی د نوي حکومت په جوړولو کې پاتې راشي. په دې بحثونو کې نظریات په دې څرخي چې ایا په فساد تورن سیاستوال په صدارت کې پاتې کېدای شي که څنګه. ستره محکمه به همداراز د نتانیاهو د ائتلافي جوړېدونکي حکومت د متحد بیني ګانتز خلاف نظریات هم واوري. بیني ګانتز اوس د اسرائیلو د کنیسیت یا پارلمان رئیس دی. که پرېکړه د صدراعظم په خلاف وشي ممکن یو ځل بیا انتخابات ترسره شي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي ژر په ځینو لویو ښارونو کې بېوزلو کسانو ته د ډوډۍ د وېشلو پروسه پیلېږي. هغه دا خبره بېګا شپه په یوه وېډیويي پيغام کې وکړه. ښاغلي غني زیاته کړه: "له کابل وروسته د همدې روژې مبارکې میاشتې په لړ کې په مزار شریف، کندهار، جلالاباد او هرات کې په مستحقو کسانو باندې د ډوډۍ د وېش پروسه پيلوو. انشاءالله دا پروسه ژر د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخېږي." حکومت د کرونا ویروس د منفي اقتصادي اغېزو په خاطر په پلازمېنه کابل کې له یوې اوونۍ راهیسې په بېوزلو خلکو وچې ډوډۍ وېشي. Читать дальше...
د بشري حقونو ځینو مدافعینو د ایراني پولهساتو ځواکونو لهخوا اوبو ته د یو شمېر افغانانو د وراچولو پېښه غندلې او د هر اړخیزې پلټنې غوښتنهیې کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پترېشیا ګاسمن په یوه لیکلي لنډکي پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې دا یوه "وحشتناکه" قضیه ده. هغې وویل پخوا یې هم د ایران د سرحدي ځواکونو په لاس د افغانانو د ځورونې په اړه راپورونه ثبت کړي دي. که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت رد کړه، خو افغان چارواکو ویلي چې د ایران پولهساتو ځواکونو لسګونه افغانان... Читать дальше...
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي بېګا ناوخته یوه لویه چاودنه شوې ده. د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په دې چاودنه کې د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ د"لړمان" په نوم د ملي امنيت د یوې خاصې قطعې غړي هدف ګرځول شوي. ځواک د تلفاتو په اړه څه ونهويل، خو د ګرشک امنيه قوماندان ته نږدې يوې سرچينې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل په بمي برید کې چې د مازډا لوی موټر په واسطه شوی تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مازډا موټر په واسطه دغه برید په ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې شوی دی. Читать дальше...
پومپیو دا خبره پرون د امریکا 'اېبيسي' ټلوېزیون ته په یوه مرکه کې وکړه او تر هغه مخکې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر هم ورته ادعا کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون چې ایراني پولهساتو یو شمېر ناقانونه وراوښتونکي افغان مسافر وهلي او بیا یې رود ته اچولي، یو بیان خپور کړی او ویلي دي چې ایراني پولهساتو افغان مسافرو ته زیان نهدی اړولی او دا پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.