د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي یوه لویه چاودنه شوې
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي بېګا ناوخته یوه لویه چاودنه شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په دې چاودنه کې د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ د"لړمان" په نوم د ملي امنيت د یوې خاصې قطعې غړي هدف ګرځول شوي.
ځواک د تلفاتو په اړه څه ونهويل، خو د ګرشک امنيه قوماندان ته نږدې يوې سرچينې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل په بمي برید کې چې د مازډا لوی موټر په واسطه شوی تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مازډا موټر په واسطه دغه برید په ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه په غاړه نهده اخیستې، خو د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان کنټرول لري او په ځینو نورو کې هم وخت ناوخته همدا ډله پر افغان پوځیانو بریدونه کوي.
دا د روان ميلادي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې نېټې وروسته چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق شوی دی په هلمند کي لومړی لوی بريد دی چې افغان ځواکونو ته پهکې تلفات اوړي.