د تور سمندرګي پر غاړه د اوکراین په ادېسه ښار کې په یوه روغتون کې د اور لګېدو له امله شپږ تنه مړه شوي دي.
رپوټونه وايي چې د کاربن مونو اُکساید ګاز له امله پینځه تنه سخت ناروغ او په روغتون کې بستر شوي دي.
د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې روغتون یو پوړیز و او اور د جون په لسمه، د شپې لګېدلی و.
د ازادي اروپا راډيو خبریال وايي چې په وژل شوېو کې یوه نرسه او پینځه ناروغان دي.
د اور لګېدو علت لا نهدی څرګند شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به نن د جون په ۱۱مه د ګُرجستان له صدراعظم مموکا بختادژې سره په واشنګټن کې وګوري.
دواړه خواوې به د امریکا او ګرجستان لپاره پر مهمو مسئلو وغږېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مورګن اورتېګس پرون وویل چې د امریکا متحد ایالات له ګرجستانه په جلا شوې سیمه، جنوبي اوسېتا کې وروستي پارلماني انتخابات په رسمیت نه پېژني.
اورټیګس ویلي چې د جنوبي اوسيتا په اړه د امریکا دریځ څرګند دی او واشنګټن جنوبي اوسیتا د ګُرجستان د خاورې برخه ګڼي.
د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...
ټاکل شوې ده د جاپان صدراعظم شینزو ابه د ایران له ولسمشر حسن روحاني او مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي سره روانه اوونۍ وويني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره د ملاقات پر مهال ویلي چې د ایران په نظر د موجوده تناو باوجود د تهران اټومي تړون د ژغورلو وړ دی.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د مارکیټ او سړو خونو نشتوالي بزګرانو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسولی.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله بزګران اړ دي چې کرنیز محصولات په ارزانه بیه وپلوري.
دی وايي: "اوس مهال د هندواڼو، رومي او د نورو توکو بیې ډېرې ښکته شوي، دولت ورته مارکیټېنګ نهکوي. دا یو دردوونکی خبر دی او دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي."
نوموړي وویل، که د بزګرانو دغه ستونزه هواره نهشي، دوی به اړ شي چې په راتلونکي کې کرنې څخه لاس واخلي.
د افغانستان د برښنا شرکت مسؤلین وايي، څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ د برښنا له درکه را ټولې شوي دي.
د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د برښنا له پوروړو څخه د پیسو را ټولول دوام لري.
ده څرګنده کړه چې تر راتلونکي یوې اوونۍ پورې هغه کسان چې برښنا یې غلا کړې او د برښنا د پورونو له ورکړې سرغړونه کوي د عدلي او قضايي تعقیب لپاره به لویې څارنوالۍ ته وپیژندل شي:"هر هغه کس چې دغه سرغړونې او سرقت پرې ثابت شي، هغوی به د نغدي جریمې ترڅنګ شپږو میاشتو لپاره زندان هم تیروي."
څرخېدونکو درويشانو، نڅاګرانو، ډول وهونکو او سندر غاړو د عراق په کُرد اکثریت ښار اربیل کې دوديز هنرونه وړاندې کړل. دوی په ژوندۍ بڼه پر سټيج هنري ټوټې وړاندې کړې.
د قزاقستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج چې د موقت ولسمشر قاسم جومارت توکایف قاطع بریا تأییدوي، نن اعلان کړل.
توکایف چې پخواني دیکتاتور ولسمشر نورسلطان نظربایف د خپل ځای ناستي په توګه غوره کړی و، د کمېسیون د اعلان له مخې په سلو کې نږدې یو اویا رأیې ګټلې دي او پخواني ژورنالېست امیرجان قوسانوف په زیات توپیر په سلو کې د ۱۶.۲۳ رأیو په ګټلو سره دوهم شوی دی.
په قزاقستان کې د جون د نهمې د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې د حکومت پرضد پراخې مظاهرې وشوې او د حکومت... Читать дальше...
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ کابل ته د خلیلزاد سفر او سترې محکمې ته د ولسي جرګې د ستونزې ...
د ازادي راډیو په ارشیف کې د یو شمېر نړیوالو رهبرانو او وزیرانو تاریخي عکسونه په لاندې انځوریز راپور کې کتلای شئ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني رئیس د اخلاقي فساد تورونو د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ور اړولی...
د کندهار ۳۸۶ کيلومتره سيمه لاهم د ځمکنيو ماينونو تر خطر لاندې ده.
د مسؤلینو په خبره، هره ورځ تر ځمکې لاندې لسګونه ناچاودي توکي او ماينونه شنډوي، خو بيا هم په ناپاکه سيمو کې ماشومان ښځې او لويان د ماينونو قرباني کېږي.
ویډيو : صادق رښتینی
اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه د پخوا پرتله په کمزوري حالت کې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا
ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کې لا هم فعالیت لري، خو وایي چې په نورو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوې ده.
ده زیاته کړه:
"چون دا یوه بهرنۍ پدیده ده، په افغانستان کې د دوی ځای نشته، له دوی سره د خلکو ملاتړ نشته، دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوري وضعیت کې دي... Читать дальше...
افغان چارواکي د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د درېیو پاکستاني اتباعو په ګډون د دېرشو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په شپه د شېرزاد په کوديخېلو سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو عملیات وکړل.
ده وویل:
"په دې عملیاتو کې د بدري په نوم د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دېرش کسیز ګروپ وژل شوی چې په دې کې درې پاکستاني اتباع چې قوماندانان یې وو، هم وژل شوي، د ولایت په کچه د دوی مخابراتي دستګاه... Читать дальше...
د لوړ پوړو امنیتي چارواکو یوه پلاوي فراه ولایت ته د سفر پر مهال ژمنه کړې چې د دې ولایت امنیتي کمربند پراخوي.
په دې پلاوي کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او یو شمېر نور چارواکي شامل وو.
د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوړپوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ د فراه د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف هغه ولایت ته ورغلی و.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه.
"دوی ژمنې وکړې چې ژر تر ژره... Читать дальше...
پاکستان هغه ځای چې د کابل په باور په وار وار هلته د افغانستان په خاوره کې د بریدونو طرحې جوړې شوي، د دوشنبې په ورځ...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو یوازنۍ لار د اقتصادي جګړې درول دي.
محمد جواد ظریف دا خبرې د دوشنبې په ورځ له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره تر لیدو وروسته کړي دي.
ده وویل:
"زموږ په سیمه کې تازه شخړې د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د اقتصادي جګړې نتیجه ده چې شخصاً ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې موږ له ایران سره په اقتصادي جګړه کې یوو، نو د دې شخړو د راکمېدو یوازنۍ لاره د اقتصادي جګړې درول دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې جرمني او اروپایي ټولنه... Читать дальше...
له قزاقستانه راپورونه وایي چې چارواکي د الماتان په ځینو برخو کې د معترضینو نیولو ته دوام ورکوي.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې سلګونه کسان د قزاقستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د رسمي پایلې له کبله په الماتا ښار کې په اعتراض راوتل.
هغه ویډیو چې د شپې مهال اخيستل شوې او ټولنیزو رسنیو ته راووتله، ښیي چې لسګونه کسان د پولیسو له ځانګړې قطعې د تېښتې په حال کې دي.
د قزاقستان د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو د جون په لسمه وویل چې د دې هېواد موقت ولسمشر قاسم جومارت تکایف څه باندې ۷۰ سلنه رأیې اخيستي دي.
رأیې... Читать дальше...
د ایران د ولسمشر دفتر د حسن روحاني له قوله ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر...
د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت چارواکي وايي پاکستاني چارواکو ورسره وعده کړې چې د خپل اغېز په کارولو سره به طالبان افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنولو کوښښ کوي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net